ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه
ټاکل شوې ده د امريکا او طالبانو تر منځ د قطر په دوحه کې د اووم پړاو خبرې د سې شنبې په ورځ بیرته پیل شي. ایران د اټومي موافقې له اروپايي غړیو غوښتي چې د وضعیت د ترینګلتيا مخه ونيسي. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډيو.
ټاکل شوې ده د امريکا او طالبانو تر منځ د قطر په دوحه کې د اووم پړاو خبرې د سې شنبې په ورځ بیرته پیل شي. ایران د اټومي موافقې له اروپايي غړیو غوښتي چې د وضعیت د ترینګلتيا مخه ونيسي. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډيو.
د ولسي جرګې د انتخاباتو یوې کاندیدې ارزو صافۍ له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د اطفايې له خوا پر دوی اوبه وشیندل شوې چې زیات فشار یې د دوی کالي ور وشلول. نورتفصیل د تمیم اخګر په ویډیويي راپورکې چې خان محمد سیند یې وړاندې کوي. اېډېټ: تمیم اخګر
د غزني د ملي امنیت چارواکي وايي، د غزني د دولتي پوهنتون د شریعاتو پوهنځي د یوه محصل په ګډون یې پنځلس تنه وسله وال نیولي دي. عبدالصمد شمس نن دوشنبه د ملي امنیت په ریاست کې خبریالانو ته وویل، دغو کسانو چې خبریالانو ته یې ښکاره کړل، په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو له بېلابېلو ګروپونو سره یې تړاو درلود. د غزني د ملي امنیت د ادارې رئیس له طالبانو سره په تړاو د شریعاتو د پوهنځي د یوه محصل او څو نورو د نیولو خبر داسې مهال ورکوي چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې په دې وروستیو کې له داعش سره د همکارۍ... Читать дальше...
په کابل کې د میوند پر کلب د تېر کال د ځان وژونکې حملې د وژل شویو خپل خپلوان له حکومته غواړي چې د کابل پوهنتون درې استادان او دوه محصلان چې په دغه حمله کې د لاس لرلو په تور نیول شوي، باید په سخته جزا محکوم شي.
په افغانستان کې د ماشومانو د ادبیاتو لپاره ډېر کار نه دی شوی، په ځانګړي ډول د ماشوم له خوا ماشوم ته برخه یې بیخي خواره ده، خو داسې ماشومان شته چې په دې برخه کې ښه استعدادونه لري. راپور: اجمل تورمان ویډیو: ذکریا صفري او لېمه هادي اېډېټ: لېمه هادي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم پوله به له راتلونکې میاشتې د ۲۴ ساعتونو لپاره پرانستي وي. د تورخم د پولې موضوع پاکستان ته افغان ولسمشر اشرف غني هم د هغه هېواد له صدراعظم عمران خان سره په وروستۍ کتنه کې مطرح کړې وه او دواړو مشرانو هم پرې سلا کړې وه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل وویل چې د دې لپاره چې دغه پوله د ۲۴ ساعتونو په مخه پرانستې وي، د تنظیم او امکاناتو برابرولو پر چارو یې کار روان دی. د تورخم پوله له پاکستان سره د افغانستان یوه... Читать дальше...
په داسې حال کې چې په دوحه کې د سولې د بین الافغاني ډیالوګ دوهمه ورځ روانه ده، د افغان حکومت اجرائیه رئیس هیله ښيي چې دغه ناسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.
د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر ټیليفون ترکیې ته د روسیې د هوایي مدافعې «اس-۴۰۰» توغندیو د سیستم د ورکولو پر مسئلې خبرې وکړې. کرملېن ویلي، دغه معامله د عملي کېدو په حال کې ده او دواړو مشرانو وړمه ورځ پرې خبرې وکړې. د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پوتین او اردوغان ترکیې ته د دغه سیستم پر لېږدولو هم خبرې وکړې، وویل چې طبعاً دوی دا موضوع هم یاده کړه او اوس دغه معامله د عملي کېدو د انتقال په مرحله کې ده. له مسکو سره د انقرې دغه معامله... Читать дальше...
د بدخشان د نجونو په یوه ښوونځي کې د مسمومو شویو نجونو شمېر له سلو اوښتی دی. دا پېښه دوه ورځې مخکې د دې ولایت د درایم ولسوالۍ د منجي سیمې په یوه ښوونځي کې شوې وه. چارواکو ویلي چې لومړی لس زدهکوونکې نجونې چې علتیې لا نهدی معلوم، مسمومې شوې وې چې وروستهیې شمېر ۱۲۵ ته ورسېد. مسمومه شوې بي بي کو چې د یولسم ټولګي زدهکوونکې ده، د پېښې په اړه ازادي راډیو ته وویل چې د سهار لهخوا د عطر بوی په ښوونځي کې خپور شو. دې وویل: "اول ژړا راتله بیا مو زړه درد کاوه، سر دردي او ځان دردي مو درلوده، لاس او... Читать дальше...
امریکا د ښځو د فوټبال نړیوال جام اتلولي وګټله. د دې سیالیو په پای لوبه کې چې تېره شپه د فرانسې په لیون ښار کې ترسره شوه، د امریکا د ښځو د فوټبال لوبډله وتوانېده چې د هالنډ لوبډلې ته دوه د صفر په وړاندې ماتې ورکړي. دا څلورم ځل دی چې امریکا د ښځو د فوټبال نړیواله اتلولي خپلوي. د دې سیالۍ تر ۴۵مې دقیقې پورې که څه هم یوه لوبډله د کوم ګول په وهلو نهوه توانېدلې، خو د سیالۍ په ۶۱مه دقیقه کې امریکايي لوبډلې پینالټي ترلاسه کړه او لومړی ګوليې وواهه، بل ګول د سیالۍ په ۶۹مه دقیقه کې د امریکايي لوبغاړې لېوال له لوري ووهل شو. Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې په ۴ ورځنۍ لوبه کې د بنګلهدېش الف لوبډلې ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه. پهدې سیالۍ کې بنګلهدېش په خپل لومړۍ پاڼۍ کې ۲۵۳ او په دوهمه پاڼۍ کې ۱۷۳ منډې وکړې افغانستان بیا په لومړۍ پاڼۍ کې د څلورو منډو او دوهمې پاڼۍ کې د ۷ وېکټو په توپير وګاټله. د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه افغان توپ اچوونکي قیس احمد ته ورکړل شوه چې پهدې سیالۍ کې يې د بنګلهدېش ۱۰ لوبغاړي سوځولي وو او ۴۶ منډې يې هم کړې وې. افغان الف لوبډله اوسمهال د بنګلهدېش په سفر بوخته ده، دغلته به د بنګلهدېش... Читать дальше...
د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، په وروستیو خونړیو بریدونو کې زده کوونکو ته د تلفاتو تر اوښتو وروسته اوس د دوی د خوندیتوب په هدف پر یو میکانیزم کار کوي.
د انتخاباتو څارونکي بنسټونه وايي، که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د نوم ثبتولو پاکې او نا پاکې رأی بېلې نهکړي د افغانستان خلک به یو ځل بیا له درغلیو ډک انتخابات تجربه کړي.
د کونړ چارواکي په څوکۍ ولسوالۍ کې په ځانګړو عملیاتو کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د څو وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکوي. د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم نن دوشنبه ازادي راډیو ته د دغو عملیاتو د څرنګوالي په اړه وویل: "تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د صفر ۲ قطعې د څوکۍ ولسوالۍ په چمبېل دره کې د داعش پر مرکزونو عملیات کړي چې پهکې د داعش شپږ وسلهوال وژل شوي او یو يې ټپي حالت کې ژوندی نیولی دی. پهدې عملیاتو کې د داعش دوه مهم مرکزونه له وسلو او مهماتو سره یوځای لهمنځه وړل شوي." مصمم وايي، په... Читать дальше...
د ایران په جنوب لوېدیځ کې نن یوې زلزلې څو ودانۍ ورانې کړي. د ایران د دولتي اژانس ایرنا د راپور له مخې دغې زلزلې چې قدرتیې د رښتر په مقیاس ۵،۷ ثبت شوی، نن د خوزستان ولایت د مسجد سلیمان ښار ته نږدې سیمې لړزولي. د لږ تر لږه څلورو کسانو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي او عیني شاهدانو لوېدیځو خبري اژانسونو ته ویلي چې زلزلې د ښار په مرکزي برخه کې یو شمېر ودانۍ زیانمنې کړي او ځینې زړې ودانۍ یې په بشپړه توګه ویجاړې کړې دي. د امریکا د جیولوژۍ سروې ادارې ویلي چې د دغې زلزلې مرکز د دې ښار په جنوب لوېديځ ۲۸ کیلومترۍ کې لس کیلو متره تر ځمکې لاندې و. Читать дальше...
د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي او یو شمېر حقوقي کارپوهان وايي، د مالیې او بهرنیو چارو د وزارتونو په اړه د جمهوري ریاست وروستي فرمانونه په تناقض کې دي.
د جوزجان امنیتي چارواکي وایي، طالبانو هغه ۴۰ تنه چې د دې ولایت پر قوش تپې ولسوالۍ د برید او د دې ولسوالۍ د سقوط په نتیجه کې نیولي وو، خوشې کړي دي. د جوزجان امنیه قوماندان عبدالواحد وجدان نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل: "دوی ټول مسافر وو، دوی ټول یې یوځای سره خوشې کړي، یو شمېر اسیر شوي یې مخکې په هماغه اوله ورځ خوشې کړي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي." د جوزجان امنیه قوماندان له دې مخکې د طالبانو لهخوا د امنیتي ځواکونو د اسیر شویو ۴۳ غړو د خوشې کېدو خبر هم ورکړی و. طالبانو په یوه خپره کړې خبرپاڼه... Читать дальше...
د قطر په پلازمېنه دوحه کې نن دوشنبه د دوهمې ورځې لپاره په لسګونه افغان سیاستوال د طالبانو له استازو سره په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو خبرې کوي. له افغانستانه دې غونډې ته ورغلي کسان وايي، هڅه کوي چې له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو د ژر پیلېدو زمینه برابره کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو دغه غونډه مهمه بللې او هغهیې له دې پلوه چې د افغانستان حکومت، مدني ټولنه، ښځې او طالبان پهکې ګډون کوي، ستایلې ده. ټاکل شوې نن د دغو بینالافغاني خبرو له پای ته رسېدو... Читать дальше...
د کاپیسا چارواکي په یوه هوایي برید کې د ۴ وسلهوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د رسنیو د دفتر مسؤل محمد هارون یوسفزي وویل، دغه وسلهوال د دې ولایت د نجراب ولسوالۍ په دره «غاین و افغانیه» کې د ناټو ځواکونو د یوې بېپیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي او ورسره وسلې او مهماتیې هم لهمنځه تللي دي. طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي. دغه دره د نجراب یوه نا امنه سیمه بلل کېږي.
د ایران دفاع وزیر امیر حاتمي وایي، د بریتانیا لهخوا تېره اوونۍ د تېلو د یوې کښتۍ نیول کېدل ګواښوونکی او یو غلط اقدام و. حاتمي دغه څرګندونې نن دوشنبه په یوه وینا کې چې د دولتي ټلوېزیون له لارې خپرېده، وکړې. د بریتانیا سلطنتي سمندري ځواکونو تېره اوونۍ د پنجشنبې په ورځ په جبلالطارق کې د تېلو لېږدولو یوه کښتۍ چې د اروپایي اتحادیې له بندیزونو سره په سرغړونهیې تېل سوریې ته لېږدول، ونیوله. دغه اقدام تهران په غُصه کړی او کولای شي له لوېدیځ سرهیې کړکېچ لازیات کړي. د جبلالطارق چارواکو د دې سیمې... Читать дальше...
تاجکستان په یوه زندان کې د ۱۴ بندیانو د مړینې په اړه څېړنه پیل کړې ده. دغه بنديان پرون د غذايي مسموميت له کبله داسې مهال مړه شوي چې د شمالي سيمې سُغد له يوه زندانه د دوشنبې ناراک او ياوان زندانونو ته لېږدول کېدل. د تاجکستان د عدليې وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي: "د انتقال په وخت کې يوه بندي پر نورو ١٥ بنديانو د ډوډۍ درې ټوټې ووېشلې." اعلاميه وايي، کله چې بنديان پلازمېنې دوشنبې ته ورسېدل، روغتيايي وضعيتيې خراب شو. ډاکتران توانېدلي دوه مسموم شوي بنديان وژغوري. د لويې څارنوالۍ دفتر وویل چې د دې پېښې په اړهیې څېړنې پيل کړې دي. Читать дальше...
په جوزجان ولایت کې د ټيلیفوني شبکو د فعالیت ټکني کېدو، خلک له ستونزو سره مخ کړي دي. د ازادي راډیو د خبریال د راپور پر اساس له دوو شپو راهیسې په جوزجان ولایت کې د مازیګر له څلورو بجو د سهار تر شپږو پورې د ټولو مخابراتي شبکو فعالیت بند وي. د شبرغان ښار یوه اوسېدونکي عبدالسلام وویل: "د ټيلیفوني شبکو له کبله د خلکو شکايت زيات شوى دى. که دکاندار دی، تجار دی یا څوک مریض لري یا بهر غږېږي ټول ستونزې لري. باید امنیتي چارواکي پهدې رابطه جدي اقدام وکړي او د خلکو دا ستونزه حل شي." د جوزجان ولایت چارواکو پهدې اړه له خبرو کولو ډډه کړې ده. Читать дальше...
د بغلان ولایت د پلخمري د غره په لمن کې روغتیا بخښونکې چینه چې هره ورځ د سلګونو نندارچیانو کوربه وي او ډېری هغه ناروغان ورځ چې غواړي جلدي تکلیفونه یې درمل شي. دا د سیمې د خلکو لپاره د عایداتو په یوې ښې سرچینې بدله شوې. بشپړ راپور یې له سیمې د بشیر احمد غزالي پهدې ویډیويي راپور کې وګورئ.
د پروان د ولایت چارواکي هغه درنې وسلې او وسایط چې د پخواني شوروي اتحاد له جګړې راپاتې شوي د ییلي کولو لپاره یې فابریکو ته استوي. خو د دې ولایت او په ټوله کې د شمالي ولایتونو اوسېدونکي له دغه کار سره مخالفت ښيي. بشپړ یې د ازادي رآډیو د خبریال احمد هنایش په ویډیويي راپور کې وګورئ. ایډیټ: ذکریا صفري
اروپايي ټولنه ټینګار کوي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه دې د بشري حقونو، ازادیو او ډموکراټیکو او سیاسي اصلاحاتو ته پام وکړي.