ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه
ملګرو ملتونو د کابل پوهنتون دروازې ته نيږدې نننۍ حمله په سختو ټکو غندلې ده. په جنوبي اسیا کې بارانونه او سېل دوام لري. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
ملګرو ملتونو د کابل پوهنتون دروازې ته نيږدې نننۍ حمله په سختو ټکو غندلې ده. په جنوبي اسیا کې بارانونه او سېل دوام لري. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
د غزني ولایت چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو له لوري د ښخ کړی شوي ماین په چاودنه کې د دوو کورنیو ۵ تنه وژل شوي دي. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ملکي کسانو پر يوه کرولا موټر د طالبانو له خوا د ځاى پر ځاى شوي ماين په چاودنه کې يوه پنځه کلن ماشوم او څلور نور نارينه ملکیان وژل شوي دي. نوري وايي، دغه پېښه د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند په پيرکه دښته کې نن غرمه شااوخوا دولس نیمې بجې رامنځته شوې ده. ياد کسان د مرکز غزني اړوند د تحويلدار کلا اوسني اوسېدونکي وو چې له مرکزه خوګياڼو ولسوالۍ ته پر لاره وو. Читать дальше...
د افغانستان لپاره د سويډن کمېټه وايي، په ميدان وردګ ولايت کې يې ٤٢ روغتيايي کلنيکونه بېرته فعال شوي دي.
ایران د امریکا هغه څرګندونې رد کړې چې وایي، امریکایي سمندري ځواکونو په هرمز تنګي کې یوه ایرانۍ بې پیلوټه الوتکه راغورځولې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي نن پر ټوېټر لیکلي چې تهران نه د هرمز په تنګي او نه په کومه بله سیمه کې خپله بې پیلوټه کشفي الوتکه له لاسه ورکړې. تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل چې تهران نن د خپلې کومې کشفي الوتکې د ورک کېدو په اړه معلومات نه لري. د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د دې هېواد د وسله وال پوځ ویاند جنرال ابوالفضل... Читать дальше...
د غزني سیمه ییز چارواکي په دې ولایت کې د اتو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه کسان د غزني په ناوې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال ووژل شول. ده وویل: د ملي پوځ ځانګړو ځواکونو تېر ماښام د ناوې ولسوالۍ په ملک الدین سیمه کې د دښمن پر مرکزونو عملیات کړي چې په نتیجه کې یې په دې سیمه کې نښتې وشوې، ۸ تنه طالبان ووژل شول، بېلابېلې وسلې او یوه اندازه تجهیزات یې د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي. د... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د یوې ټیلیفوني مکالمې په اساس ادعا کوي چې د کندهار پر امنیه قوماندانۍ د تېرې ورځې برید د پاکستان له چمن سیمې طرحه شوی و. ملي امنیت ویلي، برید کوونکي په منظمه توګه د ملا اغا په نوم یوه کس لهخوا، له پاکستانه سوق او اداره او رهبري کېدل. خو طالبان دغه ادعاوې ردوي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې د کندهار پر امنیې قوماندانۍ د تېرې ورځې حمله د پاکستان له چمن سیمې رهبري کېدله.
د جاپان پولیس وايي، یوه سړي چې نارې یې وهلې"تاسو مرئ" د کیوټو په ښار کې د انمېشن فلمونو د نندارې یوې سټوډیو ته اور اچولی دی. ویل کېږي چې دې سړي دا اور د سوځېدونکې مایع په وسیله لګولی دی. په دې اور اچونه کې ۳۳ کسان وژل شوي دي. چارواکو خبریالانو ته ویلي، د دې اورلګونې په تور یو ۴۱ کلن سړی چې په دې سټوډیو کې یې کار نه کاوه، پېژندل شوی او د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوی دی. پولیسو د پېښې په اړه د ډېرو جزیاتو له ورکولو ډډه کړې، خو شاهدان وايي، تورن کس د یو څه په اړه چې ګواګې دې سټوډیو ترې غلا کړې، شکایت کاوه. Читать дальше...
نن جمعه سهار شااوخوا اووه نیمې د کابل پوهنتون دروازې ته څېرمه چاودنه شوې ده.
د قزاقستان په الماتا ښار کې د رنګونو په یوه ګدام کې له پرون راهېسې اور لګېدلی چې الماتا د دې هېواد تر ټولو ستر ښار دی. د قزاقستان د بېړنیو خدمتونو د ادارې چارواکي وايي، د دې اور وژنې لپاره یې دوه هیلوکوپټرې، ۶۷ کارمندان او د اطفایې ۲۷ موټر ګمارلي دي. دا اورلګېدنه د الماتا ښار په ژیتیسو سیمه کې رامنځته شوې او د چارواکو په وینا، لا هم اور وژونکې ډلې د اور د کابو کولو هڅې کوي، څو نور ښار ته پراخه نه شي. تر اوسه په دې اورلګېدنه کې د مرګ ژوبلې په اړه جزیات نه دي ورکړل شي.
خپرونې لیکلي چې د افغانستان د سولې د هڅو په دوام پنټاګون اندېښمن دی چې د امریکا دا دوه ملګري به د نښتو په دوام سره د سولې په برخه کې له همکارۍ لېرې پاتې شي.
خدیجه ۱۴ کاله عمر لري او له پیدایښته په دغه ناروغۍ اخته شوې ده. پلار یي هم ورته شا کړې او ترې تښتېدلی. د ازادی راډیو خبریالې لېمه هادي د دغه کورنۍ کورته ورغلې او په اړهیې راپور چمتو کړی. اېډېټ: لېمه هادي
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د ولسمشرۍ د انتخاباتو د امنیت د ټینګولو ډاډ ورکړ. حمدالله محب، پرون پنجشنبه د پروان ولایت د سفر په ترڅ کې وویل، حکومت هڅه کوي چې د ولسمشرۍ انتخابات په شفاف او خوندي ډول ترسره شي. ده وویل: ډاډ ورکوم چې موږ انتخاباتو ته تیاری لرو، د شفافو انتخاباتو ملاتړ کوو، ان شاالله څه چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په وس پوره وي، د انتخاباتو کمېسیونونو ته یې وړاندې کوو، څو ارام او شفاف انتخابات وکړي. ناامنۍ او د دولت د وسله والو مخالفانو د حملو شدت په افغانستان کې د انتخاباتو د لارې غټه ستونزه ګڼل کېږي. Читать дальше...
د سلواکیا پولیس د افغانستان د نجونو د لومړني ارکستر د هغو څلورو غړو د موندلو لټه کوي چې په یوه فیسټوال کې له ګډون وروسته له هوټله بې درکه شوي دي. ۳۵ کسیز افغاني ارکستر د شنبې په ورځ د جولای په ۱۳مه د چک جمهوریت پولې ته نږدې د سلواکیا په ترینڅین لوېدیځ ښارګوټي کې د پوهودا په نوم په فیسټوال کې موسیقي اجرا کړه. د سلواکیا پولیس وايي، د دې ارکستر چې زهره نومېږي، ۴ غړې د یکشنبې په ورځ له خپل هوټله بې درکه شوي دي. د ترینڅین د سیمه ییزو پولیسو ویندوی پاول کودلیڅکا وايي چې د موسیقۍ د ارکستر غړي له... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه هیله څرګندوي چې په میدان وردګ ولایت کې به د دې کمېټې د کلینیکونو فعالیت سر له سبا بیا پیل شي. دې کمېټې د چهارشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو د ګواښونو له کبله یې په میدان وردګ ولایت کې خپل ۴۲ روغتیايي مرکزونه بند کړي دي. د سویډن د کمېټې د پروګرامونو مسؤل ډاکتر خالد فهیم تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، د میدان وردګ یو شمېر قومي مشرانو له طالبانو سره خبرې کړي دي. ده زیاته کړه: له ولسوالیو مشران راغلي وو چې وروسته طالبانو ته ورغلل، له هغوی سره یې خبرې وکړې، خوشبیني... Читать дальше...
د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د وچې مېوې لپاره د یوه لوی مارکېټ د جوړېدو چارې پیل شوې. په ترینکوټ کې دا مارکېټ په داسې حال کې جوړېږي چې دا ښار له شااوخوا دوو کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو له ګواښ سره مخامخ دی. د ترینکوټ ښاروال انجنیر نعمت الله بختیار د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د دې مارکېټ په جوړولو به ۱۹ ميلیونه افغانۍ ولګېږي. د ترینکوټ اوسېدونکي د مارکېټ په جوړېدو خوښي ښيي او وايي چې ولایت یې تراوسه پورې د وچې مېوې د عرضه کولو لپاره مناسب ځای نه درلود. اروزګان یو له هغو ولایتونو... Читать дальше...
په خلیج کې له یو شمېر حملو وروسته چې د تور ګوته یې ایران ته ونیول شوه، د امریکا د قواوو مرکزي قوماندان کنټ مکنزي پرون پنجشنبه ژمنه وکړه چې د خلیج په ستراتیژیکو اوبو کې به د سمندري امنیت د خوندیتوب لپاره جدي هلې ځلې وکړي.
د ازبکستان د پخواني ولسمشر اسلام کریموف لور ګلناره کریمووا له محبسه په امبولانس کې وړل شوې ده. دا خبره پرون پنجشنبه د کریمووا مدافع وکیل په یوه ټوېټ کې کړې ده. د هغې مدافع وکیل لیکلي، د زندان مخته یې د خپلې موکلې انتظار کاوه چې امبولانس ښکاره شو. دی وايي چې یوې باوري سرچینې ورته ویلي چې کریمووا په امبولانس کې وه. کریمووا د سږ کال په مارچ میاشت کې په خپل کور کې د نظربندۍ د مقرراتو د سرغړونې په تور محبس ته ولېږل شوه. دا په ۲۰۱۵ میلادي کال د اختلاس او باج اخیستو په تور په ۵ کاله بند محکومه شوه.
د امریکا متحدو ایالتونو د بشري حقونو د سرغړونې او فساد په خاطر د عراق پر دوو پخوانیو والیانو او دوو سختدریځو مشرانو بندیز ولګاوه. د امریکا د خزانې وزارت پرون پنجشنبه په یوه بیان کې وویل، د عراق د صلاح الدین ولایت پر پخواني والي احمد الجُبیري او د نینوا پر پخواني والي ناوفل حمادي السلطان یې له دولتي شتمنیو څخه د ناوړه استفادې په شمول د فساد په بېلابېلو قضیو کې د لاس لرلو په خاطر بندیز لګولی دی. ریان الکیلداني او واد قادو د دوو سختدریځو ډلو مشران دي چې یو یې مسیحي او بل د شابک اقلیت غړی دی. د... Читать дальше...