Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2019

Новости за 15.07.2019

Pa.azadiradio.com 

په روزنتونونو کې مېشت ځوانان خپل راتلونکي ته اندېښمن دي

د افغانستان په ځینو روزنتونونو کې یو شمېر ځوانان د خپل برخلیک په اړه اندېښمن دي. دا هغه ځوانان دي چې سرپرست نه‌لري او تر ۱۸ کلنۍ وروسته‌یې د ساتلو مسؤلیت روزنتونونه نه‌مني. د ازادي راډيو خبریالې فېروزه عزیزي د دوی کیسه راخیستې. وېډیو: لېمه هادي او ذکریا صفري اېډېټ: لېمه هادي

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

د ایران د ولسمشر حسن روحاني هغه وړاندیز چې که امریکا بندیزونه لرې کړي خبرې ورسره کوي د امریکا له خوا رد شو. د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې سیلابونو ۲۴ کسان وړي دي. د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړیوال جام په ګټلو سره انګلستانیان سخت خوشاله شول. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې سېلابونو ۲۴ کسان وړي

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې سېلابونو لږترلږه ۲۴ کسان له ځانه سره وړي دي. سیمه ییزو چارواکو نن وویل چې ښايي ټول دا ۲۴ کسان نه وي مړه او دوی هیله لري چې ځیني به یې ژوندي پاتې وي. سېلابونه له سختو اورښتونو او د سیند د اوبو له زیاتېدو سره را وتلي. چارواکو لومړی د څلورو کسانو مړینه تأیید کړې وه چې وروسته د ورکو شویو کسانو شمېر زیات شو. تر ټولو زیات د نیلم بانډې اوسېدونکو ته ډېر تاوان اوښتی چې څه باندې سل کورونه وران شوي دي. په کشمیر کې هر کال په دوبي کې سېلابونه راوځي چې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه پېښوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپایي اتحادیه د ایران او امریکا د کړکېچ د کمولو لارې لټوي

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران پر هغو لارو چارو غور کوي چې هدف یې د ایران او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ د کړکېچ کمول دي. د بهرنیو چارو وزیران دغه راز هڅه کوي چې تهران قانع کړي چې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون ژمنو ته متعهد پاتې شي. د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مشرې فیدریکا موګریني بروکسل ته تر رسېدو وروسته خبریالانو ته وویل: موږ به وګورو چې ټول غړي هېوادونه او هم له نورو نړیوالو شریکانو سره له ایران سره د اټمي تړون د ساتلو لپاره څه کولای شو، له ټولو اقداماتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت: په څو اوونیو کې به له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل شي

د افغانستان حکومت وایي، هیله مند دی چې په راتلونکو څو اوونیو کې د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې تمه ده چې د سپټمبر تر میاشتې د سولې یوه ابتدایي موافقه جوړه شي چې دده په وینا، د طالبانو او د حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو پیلېدل به یې یوه برخه وي. ده زیاته کړه: د افغانستان د حکومت له لومړیتوبونو یوه هم د سولې پروسه ده، موږ هیله مند یوو چې تر راتلونکو څو اوونیو پورې په دې برخه کې د پرمختګونو شاهدان واوسو، ترڅو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې سما راډيو ته د ګواښ په تور یو کس نیول شوی

د غزني چارواکي وایي، هغه تورن کس یې نیولی چې د غزني یوې سیمه ییزې راډیو ته یې د طالبانو په نوم د تړلو ګواښ کړی و. د غزني د والي ویاند عارف نوري نن ازادي راډیو ته وویل چې درې ورځې مخکې د سما راډیو مسؤلینو ورسره دغه ستونزه شریکه کړې وه چې د ملي امنیت ادارې یې په وړاندې اقدام وکړ. دی وايي: درې ورځې مخکې هغه کس چې د سما راډیو کارکوونکي یې ګواښل، هغه د ملي امنیت د منسوبینو له خوا نیول شوی چې یو تنکی ځوان دی، کوم تحقیقات او پلټنې چې تراوسه شوي، کوم ګواښونه چې د ټیليفون له لارې دوی ته کېدل، د شخصي مسایلو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپایي اتحادیه د ایران او امریکا د کړکېچ پر کمولو غور کوي

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران پر هغو لارو چارو غور کوي چې هدف یې د ایران او د امریکا د متحدو ایالاتونو ترمنځ د کړکېچ کمول دي. د بهرنیو چارو وزیران دغه راز هڅه کوي تهران قانع کړي چې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون ژمنو ته متعهد پاتې شي. د بهرنیو چارو وزیران به نن په بروکسل کې په غونډه کې د اروپایي اتحادیې له هغه مېکانېزم څخه د ملاتړ د زیاتولو هڅه هم وکړي چې له مخې یې له تهران سره سوداګرۍ ته پرته له دې چې د امریکا د بندیزونو تر احتمالي اغېز لاندې راشي، دوام ورکول کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د قرقزستان د دفاع د پخواني وزیر د نیولو امر شوی

د قرغزستان چارواکو په غیاب کې د دې هېواد د دفاع د پخواني وزیر د نیولو امر ورکړی دی. بوسورمانقل تبل داییف په فساد تورن شوی دی. د کورنیو چارو د وزارت ویاندې کریمه امانقولوا نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تبلداییف چې د اوسېدو ځای یې نه‌دی معلوم د نیول کېدونکو افرادو په فهرست کې یې نوم شامل شوی دی. د هغې په وینا پر نوموړي شک دی چې د جنایت کارې ډلې مشر عزیز باتوکاییف یې شپږکاله پخوا له وخته مخکې له زندانه خوشې کړی دی. د روان کال د مې له میاشتې راهیسې د پخواني مرستیال صدراعظم، د پخواني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ميدان وردګ: لا یې نه‌شو تأییدولی چې چغتو کې دې ملکیان وژل شوي وي

د ميدان وردګ ولايت چارواکي وايي چې تراوسه نشي تأییدولی چې د دې ولایت په چغتو ولسوالۍ کې په وروستیو عملیاتو کې دې ملکیان وژل شوي وي. د والي وياند محب الله شريف‌زي نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې د وړمې شپې په پوځي عملياتو کې چې د جغتو ولسوالۍ په څو کلیو کې ترسره شول، د طالبانو د سرې قطعې تر ٢٠ زيات غړي وژل شوي دي. په‌دې عملیاتو کې د څلورو ملکي وګړو د وژل کېدو د ادعا په اړه ښاغلي شریف‌زي وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې دا هغه وسله‌وال چې په یوه کور کې یې سنګر نیولی و او له هغه ځایه یې پر امنیتي ځواکونو ډزې کولې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ۷ ولایتونو کې د خرما ۲۷۰۰ هکټاره تجارتي باغونه جوړېږي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د ۱۵.۱ میلیونه ډالرو په ارزښت په ۷ ولایتونو کې د خرما ۲۷۰۰ هکټاره تجارتي باغونه جوړېږي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:"دا ۷ ولایتونه ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، فراه، نیمروز او خوست دي، دا هغه ولایتونه دي چې د خرما باغونو جوړولو لپاره ښه شرایط په کې برابر دي." نوموړي وویل، د خرما دغه باغونه تر راتلونکو ۵ کلونو پورې جوړیږي او بودجه به یې د کرنې وزارت له‌خوا ورکړل شي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان ته تللی د افغان سوداګرو پلاوی کابل ته راستون شو

د افغان سوداګرو د ستونزو د هواري په هدف پاکستان ته تللی پلاوی کابل ته راستون شو. د متشبیثینو د عالي بورډ مشر رحم الدین حاجي نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې پاکستاني چارواکو له دغه پلاوي سره ژمنه کړې چې په افغان سوداګرو به تعارفه ټيټه کړي: "پاکستان موږ سره ژمنه کړې چې په افغان سوداګرو تعارفه ښکته کوي، همدارنګه هغه موټر چې بنادرو ته راځي، د خروج اجازه ورکول کېږي او دغه شان د تورخم د بندر په اړه هم ژمنه ورکړل شوې چې ۲۴ ساعته به پرانېستی وي." نوموړي وویل، دوی هېله مند دي د پاکستاني چارواکو دا ژمنې عملي جنبه پیدا کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امريکا د بهرنيو چارو وزير د ايران د ولسمشر وروستى وړاندیز رد کړ

د امريکا د متحدو ايالاتونو د بهرنيو چارو وزير د ايران د ولسمشر حسن روحاني وروستى پېشنهاد رد کړ.  حسن روحاني پرون په يوه ټلويزيوني وينا کې ويلي، که د ټرمپ اداره خپل بنديزونه او بدمعاشي بنده کړي، تهران ورسره خبرو ته تيار دى. د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو پرون واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ويلي، دا د ايران د ولسمشر هماغه پېشنهاد دى چې جان کري او بارک اوباما ته يې کړى و. د ده هدف د امريکا د بهرنيو چارو پخوانى وزير او د امريکا پخوانى ولسمشر و.  د امريکا متحد ايالاتونه د ۲۰۱۵ میلادي کال له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر روسي چارواکو انتقاد شوی چې نه‌دي توانېدلي عدالت عملي کړي

د بشري حقونو روسۍ او يوې نړيوالې ډلې پر روسي چارواکو انتقاد وکړ چې نه‌دي توانېدلي عدالت عملي کړي. دغو ډلو ويلي، روسي چارواکي نه‌دي توانېدلي هغه کسان عدالت ته راکش کړي چې ١٠ کاله مخکې د چچنيا د بشري حقونو د يوې وتلي مدافع د وژنې مسوول دي.  ناتاليا ايستي ميرووا په ګروزني کې د يادګار بشري حقونو په دفتر کې يې کار کاوه، په ګروزني کې لس کاله مخې په همدې ورځ يعنې د ٢٠٠٩میلادي کال د جولاى پر ١٥مه خپل کور ته نږدې وتښتول شوه.  مېرمن ايستي ميرووا د هماغې ورځې ناوخته د روسيې د شمالي قفقاز په بل جمهوريت انګوشتيا کې په ډزو ووژل شول شوه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د وژل شوي امریکايي سرتېري جزئیات خپاره شول

د امریکا د متحدو ايالاتونو دفاع وزارت يا پنټاګون په افغانستان کې د خپل یوه سرتېري د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه نور جزئیات خپاره کړل. د دفاع وزارت په یوه اعلاميه کې ویل شوي چې څلوېښت کلن جګړن جېمز راين سارتور «James "Ryan" Sartor» د شنبې په ورځ په فارياب ولايت کې د وسله‌والو په ډزو کې تر ټپي کېدو وروسته ساه ورکړې ده. امریکايي رسنیو د پوځي مقاماتو په حواله دا هم ویلي چې جګړن جېمز په عراق او افغانستان کې هم خدمت کړی و. دغه امريکايي سرتېرى له طالبانو سره په جګړه کې داسې وخت وژل شوی چې د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د څرخي پله زندان ٥٠ بستريز روغتون له وړ تجهيزاتو برخمنيږي

د افغانستان حکومت وايي هڅه کوي د کابل په څرخي پله زندان کې تر کار لاندې ٥٠ بستريز روغتون له وړ تجهيزاتو برخمن کړي. په سپيدار ماڼۍ کې د زندانونو د عالي شورا په پرونۍ غونډه کې چې مشري يې اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله کوله، د زندانيانو پر ستونزو بحث وشو. د اجرائیه رئیس مرستیال ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل، په‌دې اړه یوه کمېسیون ته دنده وسپارل شوه:"په‌دې غونډه کې د زندانونو د ستونزو د حل په څرنګوالي باندې ځینې تصامیم ونیول شول. دا چې په مرکزي زندان یا څرخي پله زندان کې تر کار لاندې ۵۰ بستره روغتون څنګه په مکمله امکاناتو جوړ شي. Читать дальше...


Прямые рейсы могут запустить между Россией и КНДР

Источник 360.ru: голый мужчина в наркотическом опьянении бегал по Москве с ножом

"Коммерсантъ": дело экс-совладельца "Макфы" передали в суд

Началась подготовка к реставрации исторической ограды Парка Горького



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Бортпроводник с 45-летним стажем Вера Трибуль: «В самолете нужно быть сильным, смелым и выносливым»

Эксперты: квадратный метр после отмены льготной ипотеки не упадает в цене

Началась подготовка к реставрации исторической ограды Парка Горького

пульс столицы рубрикатор

Музыкальные новости

Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети: Учащиеся Гурульбинской школы восхитились мастерством жонглирования, игрой с хула-хупами, иллюзионистами цирка Бурятии

Бизнес-омбудсмен Москвы оказывает поддержку НМСП

В аэропорту Пулково задержали шесть рейсов и отменили еще один

Те самые русские с флагами на матче-открытия Евро — мы их нашли! Как попали на стадион и как реагируют вокруг?

Новости России

Прямые рейсы могут запустить между Россией и КНДР

Стонала от горя. Мать убитого байкера Ковалева еле пережила новый суд

"Коммерсантъ": дело экс-совладельца "Макфы" передали в суд

Началась подготовка к реставрации исторической ограды Парка Горького

Экология в России и мире

Кинопродюсер.

Неблагодарный батька или о чем говорил президент Белоруссии с делегацией Азербайджана?

Звуковые щетки для детей RL 035 Kids Pink от Revyline в онлайн-магазине Ирригатор.ру в Екатеринбурге

Modest fashion day 2024

Спорт в России и мире

Самсонова поддержала Андрееску после победы над ней в финале турнира в Хертогенбосхе

Рублёв и еще два российских теннисиста не сыграют на Олимпиаде в Париже

Скачков и Тайлакова выиграли соревнования по настольному теннису на Играх БРИКС

Теннисисты Рублев, Хачанов и Самсонова не сыграют на Олимпиаде-2024

Moscow.media

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

Бесплатный билет в музеи Зеленоградска от «ПАРАDOX» и BelkaCar

Ученые обнаружили перспективное лекарство для лечения гипертонии

Портативный сканер штрих-кодов Heroje C1271 промышленного класса







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *