Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2019

Новости за 22.07.2019

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټودیو – د نړۍ مهم خبرونه

سپينه ماڼۍ نن دوشنبه د ډونالډ ټرمپ او عمران خان د سرمشریزې کوربه ده. ایران ۱۷ تنه سي ای اې ته د جاسوسۍ په تور نیولي او ځینې یې په اعدام محکوم کړي. او د الجزایر ملي ټيم د افریقايي ملتونو د فوټبال له اتلولۍ وروسته له تود هرکلي سره مخ شو. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د پرتګال په یوه ځنګل کې اور لګېدنې تر اوسه ۲۰ تنه ټپیان کړي

د پرتګال په یوه غرنۍ سیمه کې له پرون راهيسې یوې ځنګلي سیمې اور اخیستی او تر اوسه یې شل کسان ټپیان کړي دي. په همدې سیمه کې چې د پلازمېنې لیزبون په ۲۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده، په ۲۰۱۷ کال کې اور سل کسان وژلي وو. څه باندې دوه زره اور وژونکي په دې ځنګلي سیمه کې د اور د وژلو هڅې کوي. د پرتګال د منځنیو سیمو په دې غرني ځنګله کې له پرون ورځې او شپې د اور لمبې خورې دي. د پرتګال د کورنیو چارو وزارت د راپور په اساس، تر اوسه شل کسان چې پکې اور وژونکي او عام خلک شامل دي، د اور لمبو ټپيان کړي دي. په دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د نړيوالې اټمي انرژۍ د څارونکې ادارې رئیس مړ شو

د ملګرو ملتونو د نړيوالې اټمي انرژۍ څارونکي ادارې اعلان کړی چې د دې ادارې رئیس یوکيا امانو نن مړ شو. امانو ۷۲ کلن و. یادې ادارې د امانو د مړينې لامل نه دی یاد کړی. یوکيا امانو له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څار ادارې مشري پر غاړه درلوده او د خدمت موده یې د ۲۰۲۱ میلادي کال تر نومبر پورې پای ته رسېده. د اعلامیې له مخې، امانو نیت درلود چې له خپلې دندې استعفا وکړي.

Pa.azadiradio.com 

مدني ټولنې: له افغانستان سره د امریکا د ۱۲۰ میلیاردو ډالرو مرستې ډېره برخه هدر تللې

په کابل کې د حکومت له لوري د څارنې او همغږۍ بورډ د ۲۲ مې ګډې ناستې له پیل سره سم د مدني ټولنو ګډې کاري ډلې هم د حکومت له لوري ملت او نړیوالو ته د حساب ورکونې پر پروسې خپله ارزونه له رسنیو سره شریکه کړه.

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د جودو ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ ترسره کېږي

د توکیو نړیوالو سیالیو لپاره په کابل کې د جودو ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ ترسره کېږي. د جودو فدراسیون رئیس ذکریا اسدي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ د يوې ورځې لپاره د جودو د لسګونو لوبغاړو په ګډون په مختلفو وزني کټګوریو کې ترسره کېږي. د جودو فدراسیون د کابل او ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د ۶۰.۶۶، ۸۱ او ۸۳ کیلو ګرامه وزن کې ټاکنیزې سیالۍ ترسره کوي چې د هر وزن اتل لوبغاړی به ملي لوبډلې ته غوره کېږي. د ښاغلي اسدي د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د کابل او ولایتونو څخه ۱۲ لوبډلې ګډون لري.

Pa.azadiradio.com 

د ووشو افغان لوبغاړو د ایران ولایتي سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

په ایران کې مېشت د ووشو افغان لوبغاړو د ایران په ولایتي سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل. د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان ازادي راډیو ته نن وویل چې دغه سیالۍ د ایران په اصفهان ښار کې د ۳۷۰ لوبغاړو په ګډون ترسره شوې. ښاغلی پیمان وايي، سید امین حسیني د فورم په برخه کې د سرو زرو مډال، رحمان فیضي د ساندا په برخه کې د سپينو زرو مډال او بسم الله عرب زاده، علي سینا، سجاد خلیلي او محمد کریمي بیا د برونزو مډالونه وګټل. د بدني روزنې ریاست د ویاند د معلوماتو له مخې په ایران کې مېشت افغان لوبغاړو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران «سي.ای.اې» ته د جاسوسۍ په تور ۱۷ مشکوک کسان نيولي

ایراني چارواکي وايي، امنيتي ادارو د امريکا استخباراتي ادارې «سي. ای. اې» ته د جاسوسۍ په تور ۱۷ مشکوک کسان نيولي او ځيني يې په مرګ محکوم کړي دي. د ایران د استخباراتو وزارت نن وويل چې د ایران امنیتي ادارو په بریالیتوب سره د دوی په وینا د «سي. ای. اې» د جاسوسانو شبکه له منځه یوړه. د وزارت یوه چارواکي چې نوم‌یې نه‌دی اخیستل شوی، ويلي ځیني تورن کسان په مرګ او نور يې په اوږده حبس محکوم شوي دي. د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې هغوی چې «سي. ای. اې» ته په جاسوسۍ تورن وو، د ۲۰۱۹ میلادي کال په مارچ مياشت کې نيول شوي وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: زابل او ارزګان کې ۱۸ وسله‌وال وژل شوي

د زابل او ارزګان نظامي مسؤلین وايي، په سیمه کې د نظامي عملياتو پر مهال ۱۸ وسله‌وال وژل شوي دي. د ملي اردو د ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۳ نورو وسله‌والو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی. په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال ویاند تورن احمد صادق عيسی ازادي راډيو ته وويل چې دغه عمليات د تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې د زابل په دای چوپان او د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالیو کې شوي دي. وسله‌والو طالبانو تر اوسه په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د انګورو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي

د افغانستان د کرنې وزارت اټکل کوي چې په کندهار ولایت کې د تېر کال په پرتله د انګورو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، د وړاندوینو له مخې او دا چې په‌دغه ولایت کې د انګور بڼونه زیات شوي، سږ کال به په‌دغه ولایت کې ۲۷۳ زره او ۶۰ مټریک ټنه انګور ترلاسه شي. نوموړی وایي، دغه وزارت د نورو مېوو په پرتله انګورو ته ښه کورنی او بهرنی مارکېت لري: "د دې لپاره چې د انګور ډېره برخه په کارخانو کې په شنو او سرو انګور بدلېږي او دغه شان په تازه ډول هم بازار ته وړاندې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د جنوبي اسیا هېوادونو په ډله کې تر ټولو کمه اقتصادي وده کړې

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې اعلان کړی چې افغانستان د جنوبي اسیا هېوادونو په ډله کې هغه هېواد دی چې تر ټولو کمه اقتصادي وده‌یې کړې. د دغه بانک د راپور له مخې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې اقتصادي پراختیا دوه سلنه وه. د نړیوال بانک په خبره، دا د بې‌وزلۍ لامل ګرځېدلې او د خلکو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی. په افغانستان کې د نړیوال بانک استازي هینري کزالي ویلي چې په اوسنیو شرایطو کې افغانستان د وچکالیو له اغېزو سربېره له امنیتي ستونزې، د انتخاباتو په درشل کې د سیاسي وضعیت له پېچلتیا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عمران خان یو وار بیا ویلي چې د افغانستان ستونزه په جګړه نه هوارېږي

د پاکستان صدراعظم عمران خان یو وار بیا ویلي چې د افغانستان ستونزه په جګړه نه هوارېږي. ده د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره تر لیدلو یوه ورځ مخکې د یکشنبې په شپه په واشنګټن کې پاکستانیانو ته په وینا کې دا خبره کړې ده. افغان حکومت تمه لري چې امریکا پر پاکستان لازم فشار راولي. سپينه ماڼۍ نن دوشنبه د ډونالد ټرمپ او عمران خان د سرمشریزې کوربه ده. دا لومړی وار دی چې عمران خان د پاکستان د صدراعظم په توګه واشنګټن ته تللی دی. هغه په واشنګټن کې پاکستانيانو ته وويل: له لومړۍ ورځې مې ویل چې په افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې ۹ وسله‌وال وژل شوي

د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې ۹ وسله‌وال وژل شوي دي. په‌دې ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کي ويلي دي چي دغه وسله‌وال د هغو عملياتو پر مهال وژل شوي دي چې تېره اوونۍ په مارجې ولسوالۍ کې پيل شوي دي. د خبرپاڼې له مخې درې وسله‌وال له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې او نور شپږ يې د افغان کمانډو ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې وژل شوي دي.  په‌دې دواړو پېښو کې ۴ نور وسله‌وال ټپيان او يو شمېر ماينونه هم شنډ کړای شوي دي. د خبرپاڼې له مخې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته زيان نه‌دی رسېدلی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تکواندو تنکیو ځوانانو خپل لومړی مډال وګاټه

د افغانستان د تکواندو تنکیو ځوانانو د اسیا په سیالیو کې خپل لومړی مډال پرون د یکشنبې په ورځ وګاټه. د افغانستان د تکواندو فدراسیون په خپله فېس‌بوک پاڼه کې لیکلي چې د اسیا د تکواندو لوبې د اردن په کوربه‌توب له پرونه د ۳۲ اسیايي هېوادونو د ۳۱۸ تکواندوکارانو ترمنځ پیل شوي. افغانستان د تنکیو ځوانانو تکواندوکاران دې لوبو ته استولي چې له ډلې یې مرتضی صالح د بُرنزو لومړی مډال خپل کړی. هغه د تکواندو بنسټګر هېواد جَنوبي کوریا او چین تایپه ته ماته ورکړې. بل افغان لوبغاړي شهرام د سعودي عربستان لوبغاړی مات کړی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د لوګر چارواکي: د عملیاتو پر مهال موږ سره پوره همغږي نه‌کېږي

د لوګر سیمه‌ییز امنیتي چارواکي انتقاد کوي چې د ځانګړیو عملیاتو پر مهال له دوی سره پوره همغږي نه‌کېږي. د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه‌پور احمدزي بېګاه شپه ازادي راډیو ته وویل، د لازمې همغږۍ د نشتوالي په خاطر نړیوالو ځواکونو او افغان کمنډویانو پل علم ښار ته نږدې وړمه شپه د افغان سیمه‌ییزو پولیسو پوسته هدف ګرځولې ده. دی وايي:  "ایساف ځواکونه «بهرني ځواکونه» همدا راز کمانډو ځواکونه هم ورسره وو. دوی زموږ په یوې امنیتي پوستې ځمکني او هوايي عملیات ترسره کړي. یو تن زموږ سیمه‌ییز پولیس شهید شوی او همدا راز درې تنه نور ټپیان دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم نن له ولسمشر ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې ګوري

د افغانستان سوله د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د پاکستان د صدراعظم عمران خان د نننۍ ناستې یوه مهمه اجنډا بلل کېږي. هم سپينې ماڼۍ او هم پاکستاني حکومت تأیید کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د پاکستان صدراعظم عمران خان د ګڼو نورو مهمو دوه اړخیزو مسایلو ترڅنګ د افغانستان د سولې او ثبات په اړه بحث کوي. د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، هیله لري چې امریکا د افغانستان د سولې او ثبات په خاطر په پاکستان لازم فشارونه راولي: "موږ هیله‌مند یو چې امریکایان د پاکستان د پالېسیو د بدلون لپاره اړین فشارونه وارد کړي. Читать дальше...


Мошенники предлагают выпускникам Подмосковья купить ответы на ЕГЭ

1 июня снежного барса можно было увидеть на ВДНХ

Фонд «Навстречу переменам» и Tele2 поддержат ...

Аэропорт Казани возобновил прием и отправку самолетов



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Единороссы Поморья побывали на московском форуме "ВВЕРХ.ПРО"

Россия поймала США и их союзников на нарушении сразу двух конвенций. Отвечать за теракты на "Северных потоках" придётся

На большей части Подмосковья 3 июня ожидается IV класс пожарной опасности

Большой сольный концерт уникальной грузинской певицы Меги Гогитидзе состоится 4 июня в Театре оперетты в городе Пятигорск!

Музыкальные новости

Более 40 тысяч семей в Москве и области получают ежемесячные выплаты из средств материнского капитала

В России появился «рейтинг скрепности» регионов

Гендиректор Быстринского ГОКа стал старшим вице-президентом «Норникеля»

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» спасает население от борьбы с перенаселением, 5 серия, СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.

Новости России

Москвичей попросили быть внимательными на улице из-за грозы

"Ээээ, если это видео куда-нибудь попадет — я ей очко порву"

Праздник для детей и родителей-доноров в центре трансплантологии имени академика Шумакова

Поезда и инфраструктуру ЦППК подготовили к лету

Экология в России и мире

Создайте стильный образ из самых простых вещей в гардеробе

Конференция «Общество и психическое здоровье» прошла в Ставрополе

Бесплатные ежедневные тренировки от сети фитнес-клубов Spirit. Fitness в парке Горького/Музеон

Улыбка сделала слушателя «Юмор FM» миллионером

Спорт в России и мире

17-летний россиянин Даниил Саркисян разгромил Форбса из США на юниорском «Ролан Гаррос»

Прямая трансляция матча Елены Рыбакиной против экс-первой ракетки мира на «Ролан Гаррос»

Азаренко не смогла выйти в 1/16 финала открытого чемпионата Франции по теннису

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции: «Я здесь дома»

Moscow.media

Беспроводной сканер штрих-кодов Heroje S-H29W

Более 40 тысяч семей в Москве и области получают ежемесячные выплаты из средств материнского капитала

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Свыше 5,2 миллиона жителей Московского региона получают набор социальных услуг в натуральном виде

Красноголовый солист.







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *