Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2019

Новости за 10.07.2019

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ په افغان لوبغاړي افتاب عالم يو کلن بنديز ولګېد

د افغانستان کرکټ بورډ وایي د کرکټ ملي لوبغاړی افتاب عالم‌يې د یو کال لپاره له هر ډول لوبو بند کړی دی. د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې افتاب عالم د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام د سیالیو پر مهال د کرکټ له قانونه سرغړونه کړې او ډسپلین‌یې نه‌دی مراعت کړی. په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي چې همدا شان د یو کال لپاره له افتاب عالم سره د کرکټ بورډ قراداد هم ځنډول شوی دی. د کرکټ په دې افغان لوبغاړي تور دی چې د کرکټ په نړیوال جام کې یې د کرکټ د ډسپیلن له قوانینو سرغړونه کړې له همدې امله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

آزادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

امريکا له خپلو متحدانو غواړي چې د ایران پر وړاندي په خلیج سیمه کې اييتلاف رامنځته کړي. د سعودي عربستان د پاچا سلمان لور په فرانسه کې د یوه مزدور د وهلو په تور محاکمه کيږي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.

Pa.azadiradio.com 

کرکټ: هند د نړېوال جام نیمه پایلوبه وبایلله

د نیوزلنډ د کرکټ لوبډلې د هندوستان لوبډلې ته د ۲۰۱۹میلادي کال د نړېوال جام په لومړي نیمه پایلوبه کې تر یوې په زړه پورې لوبې وروسته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه او دغه لوبډله یې د نړېوال جامه بهر کړ.

Pa.azadiradio.com 

د کونړ د ناړۍ او د چترال اوسېدونکو اړیکې په څه پرې شوي؟

د کونړ اوسېدونکي وايي، پاکستان د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم په لګولو سره د دې ولایت د ځینو کورنیو اړیکې د کرښې له پورې غاړې غړو سره پرې کړي دي. د ازادي راډیو خبریال روح الله انوري دې سیمې ته ورغلی او دا ویډیويي راپور یې پرې برابر کړی دی. ایډیټ: تمیم اخګر

Pa.azadiradio.com 

خلیل‌زاد په چین کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې کوي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی چې دا مهال په چین کې دی، په پام کې لري د چین او نورو سیمه‌ییزو هېوادونو له استازو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي. زلمی خلیل‌زاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره د سولې خبرو تر اووم پړاو وروسته چین ته ولاړ. دغه خبرې چې په دوحه کې د بین‌الافغاني غونډې له کبله د دوو ورځو لپاره وځنډیدې، پرون سهار د امریکایي پلاوي او د طالبانو د استازو ترمنځ د لنډې مودې لپاره وشوې. زلمي خلیل‌زاد چین ته د تلو پر مهال پرخپله ټویټرپاڼه ولیکل چې تردې وروسته به... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان چارواکي: یوه امنیتي پوسته سقوط شوې

د بدخشان سیمه‌ییز چارواکي د یوې امنیتي پوستې د سقوط خبر ورکړی. د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو فیض‌اباد ته نژدې پر ارګو ولسوالۍ د طالبانو د برید په نتیجه کې یوه امنیتې پوسته له‌منځه تللې او طالبانو یې ټول پوځي تجهیزات له ځانه سره وړي دي. ښاغلی نظري ددې پیښې د مرګ ژوبلې په اړه وایي:"له بده‌مرغه په‌دې عملیاتو کې دوه امنیتي سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان دي. وسله‌والو مخالفینو ته هم په‌دې برید کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده." د بدخشان د ولایتي شورا غړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څار اداره د ایران په اړه غونډه جوړوي

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څار اداره د «جولای پر لسمه» نن د ایران په اړه یوه بیړنۍ غونډه جوړوي. د نړیوالې اټمۍ انرژۍ د ادارې د ۳۵ غړو هېوادونو د غونډې غوښتنه امریکا کړې ده. په پام کې ده دا بیړنۍ غونډه په ویانا کې وشي. تردې څو ورځې دمخه تهران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې څخه د دوهم ځل سرغړونې اعلان وکړ. ایران وايې چې دوی په لوی لاس د دې موافقې مواد مات کړي او دا کار یې له دغه تړونه د امریکا د وتلو او پر ایران د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د تازه بندیزونو په ځواب کې ترسره کړی دی. ایران... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غني: د سولې لپاره شرایط رامنځته شوي او باید سمه استفاده ترې وشي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د سولې لپاره شرایط رامنځته شوي دي او باید سمه استفاده ترې وشي. د ولسمشر غني په خبره که له دې فرصته کار وانه‌خېستل شي، لوی مسؤلیت به وي.  ولسمشر دا څرګندونې نن په کابل کې د اروپایې ټولنې له‌خوا د اداري فساد پرضد په پنځم کلني کنفرانس کې وکړي: "په ۱۸ کلونو کې په‌داسې ماحول او شرایطو کې نه‌وو چې په واقعبینانه ډول سولې ته وکتل شي. اوس د سولې وخت دی، شرایط برابر شوي دي او باید له دې شرایط څخه اعظمي استفاده وشي." ولسمشر غني پرون ناوخته هم د کابینې په غونډه کې د سولې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر حسن روحاني بریتانیا ته خبرداری ورکړ

د ایران ولسمشر حسن روحاني بریتانیا ته خبرداری ورکړ چې د ایراني تیل وړونکۍ کښتۍ د نیولو له عواقبو سره به مخامخ شي.  حسن روحاني نن د کابیني په غونډه کې په‌دې اړه وویل:"موږ ټول باید په نړیواله سطح د انتقالاتو امنیت خوندي کړو. موږ ټوله باید د نړۍ د تیلو د انتقال لارې خوندي کړو. زه تاسو بریتانویانو ته وایم چې تاسو د ناامنۍ پیلوونکي یاست او تاسو به وروسته د دې کار په عواقبو پوه شئ." ولسمشر روحاني دغه راز بریتانیا اشغالګر حکومت وباله چې په وینا یې جبل الطارق یې له هسپانیې اشغال کړی او د ده په وینا هسپانویان له دې کبله غوصه دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د معلولینو کرکټ ملي لوبډله هندوستان ته لاړه

د افغانستان د معلولینو کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو د تیاریو په هدف نن چهارشنبه هندوستان ته روانه شوه. د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه لوبډله به د جولای میاشتې له ۱۱مې نېټې څخه تر ۳۰مې پورې په یاد هېواد کې تمرینات ترسره کړي. تردې تمریناتو وروسته به لوبډله د اګسټ میاشتې په لومړۍ نېټه انګلستان هېواد ته په نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه سفر وکړي.

Pa.azadiradio.com 

هرات کې د ترکمنستان په مرسته د ورزش یو ستر مرکز جوړېږي

ټاکل شوې چې د ترکمنستان په مرسته او همکارۍ په هرات ولایت کې د ورزش یو ستر مرکز جوړ شي. په هرات ولایت کې د ترکمنستان قونسل د ورزشي مرکز د جوړولو ژمنه د هرات له والي عبدالقیوم رحیمي سره په کتنه کې وکړه. تراوسه معلومه نه‌ده چې په‌دغه ورزشي مرکز کې به کومې لوبې کېږي. تر ډېره په هرات کې د فوټبال، والیبال او نور بېلابېل ورزشونه کېږي.

Pa.azadiradio.com 

د متشبثینو بورډ: د تورخم لار د افغاني محصولاتو پر مخ خلاصه شوه

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، له پنځه ورځني ځنډ وروسته نن د چهارشنبې په ورځ د تورخم لویه لار د افغاني محصولاتو د صادراتو په مخ خلاصه شوه. د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه لار د کمېشن کارۍ او فساد له امله د پاکستان له لوري تړل شوې وه:"د تورخم هاخوا لوري باندې د پاکستان له‌خوا پر کمېشن کارانو د یو موټر محصول پر سر ۶ یا ۷ لکه کلدارې ټکس لګول شوی وو، خو نن دا ستونزه حل شوه او دا دی د تورخم بندر د ټولو ټرانزیټي چارو پر مخ خلاص شو." ښاغلی حاجي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کانونو او پټرولیم وزارت جوزجان کې د نفتو د رسولو پروژه پیل کړې

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په جوزجان ولایت یې کې د نفتو د رسولو پروژه پیل کړې. د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته دا هم وویل چې د دغې پروژې په پلي کولو سره به ۵۰ مېګاواټه برښنا هم تولید شي:"دا مستهلکینو ته د ګازو د رسولو پروژه ده چې دوی ته به له افغان تصدیو ګاز رسول کېږي او دوی به ترې انرژي تولیدوي، دا پروژه د ۱۲میاشتو لپاره ده." ښاغلی مطفي وایي، د دې پروژې په پلي کولو سره به په جوزجان ولایت د هایدروکاربن «نفتو» څاګانې رغول کېږي چې ۱۶مېلیونه ډالر لګښت پرې راځي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جلال‌اباد کې د ننګرهار د استېناف محکمې ۲ کارکوونکي وژل شوي

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د دې ولایت د استېناف محکمې دوه اداري کارکوونکي د نامعلومو وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوي دي. د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر ازادي راډيو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې پېښه نن سهار نږدې اته بجې د جلال‌اباد ښار اړوند د روښان مېنې په سیمه کې شوې ده. د ننګرهار د استېناف محکمې رئیس عبدالولي قاضي‌زاده هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې پېښه تأييد کړه او ويې ویل چې دواړه کارکوونکي د بېلابېلو دیوانونو مدیران وو چې دندې ته د تللو پر مهال نامعلومو وسله والو وژلي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هند او نیوزیلنډ د کرکټ د نیمه پایلوبې سیالۍ لاهم ممکن نه‌دی

د هند او نیوزیلنډ د ملي ټیمونو د ځنډیدلې نیمه پایلوبې بیا پیل نن هم ممکن نه ښکاري. دغو دواړو ټیمونو پرون چهارشنبې د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ په نړیوال جام کې لومړۍ نیمه پایلوبه پیل کړه. نیوزیلنډ په ۴۶ اورونو کې ۲۱۱ منډې وکړې او پاتې لوبه د باران په خاطر وځنډېده. نن له دې چې د باران اټکل شوی ښايي لوبه له خنډ سره مخ شي. د مانچستر په اولټرافورډ لوبغالي کې د دې لوبې د لیدلو لپاره پرون لسګونه زره ننداره چیان ورغلي وو چې باران ټول ناهیلي کړل. د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ په نړیوال جام کې هند اووه لوبې ګټلي او دعوه یې کړې چې دا جام به هم ګټي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د اداري فساد پرضد د اروپايي ټولنې کنفرانس

اروپايي ټولنه نن چهارشنبه په کابل کې د اداري فساد ضد پنځم کلنی کنفرانس جوړوي. په کابل کې د اروپايي ټولنې پلاوي په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کنفرانس به د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړ شي. په خبرپاڼه کې په کابل کې د اروپايي ټولنې د سفیر پیري مایډون «Pierre Mayaudon» له خولې ویل شوي "په حکومتوالۍ، امانتدارۍ او حساب ورکولو پورې تړلي ټول مسایل د پوره پاملرنې وړ دي." د نوموړي په وینا، سره له دې چې دا مسایل کړکېچ زیږونکي دي خو کم بحث پرې شوی دی. ټاکل شوې چې د اداري فساد پرضد د اروپايي ټولنې په دې پنځم... Читать дальше...


Завершена перекладка кабельных линий на дне Москвы-реки

Что канючит канюк

Более 20 километров Новорижского шоссе отремонтируют к сентябрю

Компании из Ростовской области приняли участие в китайской выставке пищевой промышленности



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Завершена перекладка кабельных линий на дне Москвы-реки

Внук Манделы заявил о планах укрепить сотрудничество с Россией

Почти 10 тысяч льготников Подмосковья отдохнули в санаториях с начала года

Единороссы Поморья побывали на московском форуме "ВВЕРХ.ПРО"

Музыкальные новости

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» легально изготавливает армии и спецслужбы. 6 серия. СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.

Один из лидеров «Салавата Юлаева» подписал контракт с ЦСКА: теперь официально

В Республике Марий Эл с успехом прошел кинофестиваль «Движение по вертикали» памяти Станислава Говорухина

«Восход», Тинькофф Банк и Альфа объявили о совместном pre-IPO фонде в секторе tech на 4 млрд рублей

Новости России

Более 20 километров Новорижского шоссе отремонтируют к сентябрю

"Это фейк": вице-президент "АВТОВАЗ" высказался о некоторых российских электромобилях

Тренер "Зенита" Оливейра заявил, что будет болеть на Евро-2024 за красивую игру

Московский планетарий: малый парад четырех планет начнется сегодня

Экология в России и мире

Тысячи активистов разгромили офис Socar в Стамбуле, обвинив «Азербайджан» в поддержке геноцидальной политики Израиля в Палестине

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей

AlfaBiom выпустили на рынок России БАД с красным ферментированным рисом

Конференция «Общество и психическое здоровье» прошла в Ставрополе

Спорт в России и мире

Синнер повторил достижение Джоковича и Надаля по победам на "Больших шлемах"

Итальянская забастовка: Рублёв, Котов и Самсонова вылетели с «Ролан Гаррос», Потапова обыграла Ван Синьюй

Медведев вышел в 1/8 финала «Ролан Гаррос» — 2024

Ролан Гаррос. Расписание 2 июня. Потапова и Швентек сыграют первым запуском, Синнер – последним

Moscow.media

Дайджест новостей «Грузовичкоф» за май

Терминал сбора данных (ТСД) промышленного класса SAOTRON RT42G

Более 40 тысяч семей в Москве и области получают ежемесячные выплаты из средств материнского капитала

В Кировском районе Крыма проверили бывших мигрантов, не вставших на воинский учет







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *