د غزني په قره باع ولسوالۍ کې د درېیمې پلې لوا قوماندان وژل شوی دی. د دغه ولایت د ولایتي شورا مرستیال وايي، په قرباغ ولسوالۍ کې یو برید شوی چې د درېیمې پلې لوا د قوماندان عبدالمبین محبتی په ګډون درې تنه پکې وژل شوي او ځیني نور ټپیان دي. امان الله کامراني د چهارشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: نن له غرمې وروسته شااوخوا دوه نیمې بجې افغان او بهرنیو ځواکونو دغې ولسوالۍ ته سفر کړی و چې دا پېښه رامنځته شوې ده. دی زیاتوي، کله چې له غونډې څخه وروسته تیاره پورته کېږي، نو د ګودام له سره د ملي اردو دوه سرتېري پر دوی ډزې کوي. Читать дальше...
په کابل کې د چاپېریال ککړتیا له امنیتي ګواښه کمه نه ده. د ماشوم د روغتیا د روغتون ګمارل شوي ډاکتران وايي، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۹ ماشومان د ککړې هوا له امله مړه شوي دي. ویډیو او اېډېټ: شفیع کریمي
د پرانیستې دولتدارۍ د مشارکت د ملي عمل ټولنه هڅه کوي چې د حکومت په جدي همکارۍ د حساب د ورکړې او شفافیت د پروګرامونو دوهم پلان پیل کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني د حاجي عبدالغفار احمدزي د جنازې د درناوي مراسم پرځای کړل. په دې اړه د ارګ په فېسبوک پاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني د نوموړي د جنازې په مراسمو کې وویل، زموږ ژمنه دا ده چې د شهید احمدزي کورنۍ او اولادونو ته به د مسؤلینو له لوري پر وخت رسيده ګي کېږي. عبدالغفار احمدزی چې تېره ورځ په کابل کې د مقناطیسي ماین په یوه چاودنه کې ووژل شو، د ولسمشر غني د کور د ساتونکو مشر او پخوانی جهادي قوماندان و.
په بادغیس کې شااوخوا پنځه ویشت تنه کومانډو سرتېري د طالبانو له خوا وژل شوي دي. دا خبره د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي ازادي راډیو ته وکړه او ویې ویل چې دا پېښه د تېرې دوشنبې په ورځ د دې ولایت د آب کمري ولسوالۍ په میده قل سیمه کې شوې ده. ښاغلي ملکزي وویل، دغه سرتېري له محلي ادارې سره له هماهنګۍ پرته په هغه سیمه کې چې طالبان پرې نفوذ لري، له الوتکو راکوز کړای شوي وو. دی وایي: فکر کوم چې کوردینات دقیق نه وو، تقریباً یو کیلومتر لېرې راښکته شوي وو، هلته ځنګل و، ځنګله هم اور اخیستی و، په دې ځای کې... Читать дальше...
د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي مني چې د داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې په ګډون نورو مخالفو ډلو د دې ولایت یو شمېر ځنګلونه ولکه کړي او د لرګیو له قاچاق کوونکو د ټکس په اخیستلو خپلې مالي اړتیاوې پوره کوي.
د میدان وردګو ولایت اوسیدونکي وايي، د روغتیايي مرکزونو تړل کېدو له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
پاکستاني چارواکي وایي چې د هغې اسلامي سخت دریځې ډلې مشر چې په ۲۰۰۸ کال د ممبي د حملې اصلي طراح بلل کېږي، نیولی یې دی. په دې حمله کې چې هند یې په پاکستان کې دېره جماعت الدعوه ډله مسؤله بللې، ۱۶۶ کسان وژل شوي وو. د دې ډلې د مشر حافظ سعید د نیول کېدو خبر یوازې څو ورځې مخکې تر هغې ورکول کېږي چې په پام کې ده د پاکستان صدراعظم عمران خان د جولای په ۲۲مه واشنګټن ته لاړ شي او په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري. د پاکستان د پنجاب د ایالتي حکومت ویاند شهباز ګیل وویل چې سعید د پاکستان ګجران... Читать дальше...
افغان خبریال جاوېد کارګر چې شاوخوا یو نیمه میاشت مخکې په کابل کې په یو برید که ټپي شو، د چهارشنبې په ورځ یې پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پهدې اړه چې امریکا نهشي کولای پر ترکیې د «F- 35» جټ جنګي الوتکې وپلوري ځکه دې هېواد د روسیې د هوایي مدافعې «اېس ۴۰۰» توغندیو د پیرلو پریکړه کړې، خواشیني څرګنده کړې ده. ټرمپ دغه څرګندونې پرون د کابینې له غونډې مخکې وکړې، خو نوموړي د هغو بندیزونو په اړه چې پهدې خاطر یې پر انقرې د لګولو ګواښ کړی، څه ونه ویل. ټرمپ وویل، دا عادلانه نهده چې امریکا پر ترکیې د سلو الوتکو د پلورلو معامله لغوه کړې او پخوانۍ ولسمشر بارک اوباما یې ګرم وباله چې ویې نهشو کړای... Читать дальше...
په بدخشان کې په ۲زره ۴۵ هکټاره ځمکه کې ځنګل جوړېږي. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې سره به یو شمېر خلکو ته کارې زمینې هم برابرې شي. د کرنې وزارت مخکې تر دې په ځینو نورو ولایتونو کې هم یو شمېر ځنګلونه چې ډېری یې د پستې دي، جوړ شوي دي. په دغه هېواد کې نوي ځنګلونه په داسې حال کې جوړېږي چې ډېره ځنګلونه په غیر قانوني توګه وهل شوي او لرګي یې له هېواده بهر قاچاق شوي دي.
د امریکا د استازو جرګې پرون سې شنبه هغه پرېکړهلیک تصویب کړ چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستۍ څرګندونې چې هغه تبعیضي بلل شوي، غندي. د دې جرګې یوه خپلواکه او څلورو جمهوري غوښتونکو غړو له ۲۳۵ ډموکرات غړو سره یوځای د دغه پرېکړهلیک ملاتړ وکړ. د پرېکړهلیک متن په سختو ټکو د ټرمپ د توپیر پالنې څرګندونې چې د نویو امریکایانو او د بېلو رنګونو خلکو پر ضد کرکه او اندېښنې زیاتوي او هغه قانوني کوي، غندي. دغه لانجه وروسته له هغې راپورته شوه چې ټرمپ په ټویټري پیغامونو کې د کانګرس څلورو ډموکراتو ښځینه غړو ته وویل چې بېرته دې خپلو هېوادونو ته لاړې شي. Читать дальше...
افغان سوداګر په یوه درې ورځنۍ ناسته کې چې نن پیل شوې، د پاکستان، هند، ایران، ترکمنستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو له تجارتي اتشو سره د ویډيو کنفرانس له لارې خبرې کوي. د افغانستان د متشبثینو د عالي بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن د دغه مطلب په څرګندولو سره ازادي راډيو ته وویل، له دغې غونډې هدف دا دی چې د افغان سوداګرو ستونزې مطرح او ورته د حل لارې چارې ومندل شي. ده وویل: هغه انتقادونه او وړاندیزونه چې د سوداګرو له لوري موجود دي، ورته ویل کېږي، دا مهال سوداګر د ټرانزیټ او مارکېټنګ په اړه د نظر تبداله کېږي. Читать дальше...
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تأیید کړه چې په میدان وردګ ولایت کې له څلوېښتو زیات روغتیایي مرکزونه د طالبانو د ګواښ له امله تړل شوي دي. د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار ازادي راډیو ته وویل: په خواشینۍ سره چې په دې وروستیو کې طالبانو پرېکړه کړې چې په میدان وردګ ولایت کې د چک، نرخ او سیداباد په ګډون په څو ولسوالیو کې شااوخوا ۴۲ روغتیایي مرکزونه وتړي، دا ټول یې د هغې حملې په اعتراض کې تړلي چې د حکومتي ځواکونو له خوا د تنګي سیدان پر يوه روغتیایي کلنیک شوې او په نتیجه کې یې څو روغتیایي کارکوونکي شهیدان شوي وو. Читать дальше...
د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي چې افغان ځواکونو تېره ورځ ناوخته د دې ولایت د یوسفخېلو ولسوالۍ د خیربین په سیمه کې عملیات کړي چې په نتیجه کې يې د وسلهوالو مخالفینو یو مرکز او دوه د وسلو زیرمتونونه لهمنځه وړي دي. د پکتیکا د امنیه قوماندانی ویاند شاه محمد ارین ازادي راډیو ته وویل چې پهدې عملیاتو کې وړمه ورځ پیل شوي او پرون پای ته ورسېدل، درې تنه وسلهوال مخالفین ژوندي نیول شوي او د وسلهوالو د وسلو دوه زیرمتونونه او یو مرکز يې لهمنځه وړي دي. د نوموړي په وینا پهدې عملیاتو کې له وسلهوالو څخه... Читать дальше...
ایران وایي، د تېلو له یوې بهرنۍ کښتۍ سره یې په هرمز تنګي کې مرسته کړې، خو متحدو ایالتونو اندېښنه ښودلې چې تهران دغه کښتۍ ضبط کړې ده. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي نن وویل چې هېواد یې یوه بهرنۍ کښتۍ چې ماشین یې کار پریښی و، بندر ته لېږدولې ده. خو متحدو ایالتونو ویلي چې دغې کښتۍ له خپل مالک سره په متحده عربي اماراتو کې د جولای له دیارلسمې وروسته له هغې چې مخابره یې بنده شوه، تماس نه دی نیولی دی. هغې ویبپاڼې چې انلاین د تېلو د ټانکرونو مسیرونه څاري، ویلي چې دا د MT ریاح په نوم... Читать дальше...
په افغانستان کې د سویډن کمېټې مسؤلین وايي، د میدان وردګو ولایت له ۹ ولسوالیو په شپږو هغو کې ۴۲کلینیکونه د طالبانو د ګواښ له امله تړل شوي دي. د دغه کميتې پروګرامونو مسوول ډاکټر خالد فهیم وايي، له دې امله د میدان وردګو ولایت شپږ زره اوسېدونکي له روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار په وردګو کې د ۴۲ صحي مرکزونو تړل کېدل تأیید کړي. له دې مخکې د میدان وردګ د مرکزي روغتون مشر ویلي چې د دغه ولایت مرکزي روغتون او ۴۴ کلینکونه د طالبانو د ګواښ په خاطر روغتیايي مرکزونه تړلي دي. Читать дальше...
د عدالت نړیواله محکمه به نن د چهارشنبې په ورځ د کلبوشان یادو په اړه خپل حکم اعلان کړي. کلبوشان یادو د هند د سمندري ځواک متقاعد افسر دی چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د پاکستان په بلوچستان کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی. اسلام اباد وایي چې کلبوشان د هند استخباراتي ادارو ته جاسوسي کوله. د پاکستان یوې پوځي محکمې وړم ۲۰۱۷ میلادي کال هغه ته د مرګ سزا واوروله. دې کار د هند غوصه وپاروله او د کلبوشان قضیه یې د عدالت نړیوالې محکمې ته راجع کړه. هند وايي چې کلبوشان جاسوس نهدی. نوي ډهلي ویلي پاکستان له... Читать дальше...
د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د ترورېزم پر مبارزې او سیمهییزو مسایلو خبرې کړي. ولسمشر غني په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې بېګاه ماښام په ټيلیفون له ولیعهد سره وغږېد. ولسمشر غني ویلي چې له سلمان سره یې پهدې ټیلیفوني مکالمه کې له ترورېزم سره پر مبارزې، امنیت، د افغانستان د توکو لپاره پر بازار موندنې او سیمهییز اتصال کې د سعودي پر رول خبرې کړي دي. افغان حکومت تل له سعودي عربستانه د افغانستان د سولې او ثبات په پروسه کې د رول د ادا کولو غوښتنه کړې ده. Читать дальше...
د ازادي راډیو اوونیزه «ژوند په شېیو کې» پروګرام د دارالامان ماڼۍ ته ځانکړې شوې، په پیل کې به واورئ چې:
د میدان وردګ ولایت روغتیايي مرکزونه د ناروغانو په مخ تړل شوي دي. د دغه ولایت د مرکزي روغتون مشر ډاکتر محمد نادر نادري ازادي راډیو ته وویل چې د ده په شمول ټولو ډاکترانو ته د طالبانو له خوا ګواښونه شوي چې دندې پریږدي او روغتونونه وتړي. دی وايي: "کارکوونکي ټول ویریدلي تر موږ پورې. ټولو ته ګواښ شوی. اوس وتلي. ولسوالیو کې هم تقریباً ۴۴ کلینیکونه ټول تړل شوي دي." د میدان وردګ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حکمت دُراني ازادي راډیو ته تأیید کړه چې طالبانو ډاکټران ګواښلي خو ټینګار یې وکړ چې دا ستونزه به ژر حل او روغتیايي مرکزونه به بیا پرانېستل شي.
د پکتیکا والي مجیب الرحمن څمکني پهدې ولایت کې د طالبانو لاسته د دیله خوشامند ولسوالۍ د لوېدو راپورونه رد کړل. تردې مخکې طالب ویاند ذبیحالله مجاهد ادعا کړې وه چې د دې ډلې وسلهوالو د پکتیکا ولایت د دیله خوشامند ولسوالۍ نیولې ده. خو د پکتیکا والي ښاغلي څمکني تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، له یوه پوځي مرکزه بل ته د امنیتي ځواکونو د انتقال پر مهال وسلهوال د کمې مودې لپاره د دې ولسوالۍ مرکز ته ننوتي وو. دی وايي:"په سیمه کې دوه مرکزونه دي چې یو کې یې پولیس او بل کې یې د ملي اردو سرتېري ځای پر ځای وو. Читать дальше...
په بدخشان کې د ناامنیو له زیاتېدو وروسته لسګونه کورنۍ د پنجشیر ولایت ته کډه شوي دي. په پنجشیر کې د طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې رئیس احمد ضیا یزداني ازادي راډیو ته وویل، د دې بې ځایه شویو کسانو شمېر سل کورنیو ته رسیږي چې د بدخشان په کران و منجان ولسوالۍ کې نا امنیو د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي. د ښاغلي یزداني په وینا دا مهال دا کورنۍ د پنجشیر ولایت په پریان ولسوالۍ کې په خیمو کې مېشت دي. د پنجشیر ولایت د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست پرون سې شنبه دې کورنیو ته یوه اندازه خوارکي مواد ویشلي دي.