Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2019

Новости за 11.10.2019

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو وګورئ

ډونالډ ټرمپ وايي وخت یې راغلی چې امریکايي پوځیان بېرته له افغانستانه امریکا ته ستانه شي. د ایتوپیا صدراعظم ابي احمد د نوبل د سولې جایزه وګټله. په ایران کې پرون لومړی وار ښځې په سټډیوم کې د فوټبال لیدلو ته پرېښودل شوې. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

په پېښور کې افغان کونسلګري احتجاجاً تړل شوې

د پاکستان لپاره د افغانستان سفارت وايي په پېښور کې د افغانستان قونسلګري د احتجاج په ډول تر نامعلومې مودې وتړل شوه. سفارت وايي دا پرېکړه يې وروسته له هغې وکړه، چې د پاکستان پوليسو په پېښور کې پر ”افغان مارکېټ“ چاپه ووهله. په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت نن په اعلاميه کې ويلي: له افغان مارکېټ څخه د افغانستان د بيرغ ليرې کول، د ډيپلوماتيکو اصولو خلاف عمل دى. په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په خپله اعلاميه کې دغه چاپه وغندله او د خيبرپښتونخوا ايالتي حکومت يې د دغه مارکيټ د مالکيت په لانجه کې په يوطرفه پرېکړه تورن کړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په غزني کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي

د غزني چارواکي وايي، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې ۱۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو موټري بم له منځه وړل شوی دی. د ولایت ویاند محمد عارف نوري د جمعې په ورځ په دې اړه رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې تېره شپه ځانګړو افغان ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملتيا د اندړو ولسوالۍ په ناني او د ګېرو ولسوالۍ په موسی خېل سيمو کې عمليات ترسره کړي. نوري زیاتوي چې په ترڅ کې يې ۱۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او له چاودېدونکو موادو يو ډک موټر يې له منځه وړی شوى دى. په ترسره شويو عملياتو کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته زیان نه دی اوښتی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسؤلان: په پروان کې د طالبانو د سرې قطعې يو غړى نيول شوى

د پروان ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې يو غړى نيول شوى دى. د شينوارو ولسوال اکوګل محمدي نن ازادي راډيو ته وويل، د طالبانو دغه مشر عزيز محمد نومېږي چې امنيتي ځواکونو په دراز ګرد سيمه کې نيولی دى. ښاغلى محمدي وايي، نيول شوي مشکوک کس د غوربند درې په ناامنيو کې لاس درلود. د ازادي راډيو خبريال وايي، دغه دره د پروان ولايت په سطحه له ناامنو سيمو ګڼل کېږي چې د وسله والو طالبانو فعاليتونه په کې محسوسېږي.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ يو وار بيا ټينګار وکړ چې امريکايي پوځيان به له افغانستانه باسي

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر يو وار بيا ټينګار وکړ چې امريکايي پوځيان به له افغانستانه وباسي. ډونالد ټرمپ پرون په ميناسوتا ايالت کې د خپلو پلويانو يوې ډلې ته په خبرو کې وويل: ټاکل شوې وه چې موږ د لنډې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شو، خو اوس مو هلته د حضور تقريباً ١٩ کاله کېږي، د دې وخت دى چې خپل پوځيان بېرته کورونو ته را ستانه کړو. ښاغلي ټرمپ ونه ويل چې خپل څومره شمېر پوځيان به کله له افغانستانه وباسي. خو ولسمشر ډونالد ټرمپ د اګست مياشتې په لومړيو کې هم له افغانستانه د شااوخوا ٦٠٠٠ امريکايي پوځيانو د ايستلو خبره کړې وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په پکتیا کې یو طالب وسله وال د خپل ماین چاودنې وژلی

د پکتيا ولايت امنيه قومانداني وايي، په مرکز ګردېز کې د وسله والو طالبانو يو ماين ښخوونکى د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوى دى. د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم نن جمعه ازادي راډيو ته وويل، دغه وسله وال غوښتل تېره شپه په مومن خېلو سيمه کې پر عام سړک ماين ځاى پر ځاى کړي. ده وویل: د شبير په نوم طالب وسله وال غوښتل چې يوه کړۍ ماين له يوې سيمې څخه بلې ته انتقال کړي، تر څو پر عام سړک يې د ولسي وګړو د وژنې په موخه ځاى پر ځاى کړي، خپل ماين ورباندې انفجار کړى چې په نتيجه کې يې دى ځاى پر ځاى وژل شوى دى. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د ننګرهار په پچيراګام کې د داعش ٦ وسله وال وژل شوي

د ننګرهار چارواکي وايي، په پچيراګام ولسوالۍ کې د داعش ډلې ٦ تنه وسله وال وژل شوي دي. د والي وياند عطاالله خوګياڼي نن ازادي راډيو ته وويل، دغه وسله وال تېره شپه په سليمانخېلو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوي دي. دی وایي: د ننګرهار د پچيراګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې تېره ورځ بهرنيو ځواکونو بې پېلوټه الوتکې هوايي بريد کړى چې په نتيجه کې يې د داعش ٦ وسله وال وژل شوي دي. ښاغلي خوګياڼي ويلي چې په دې حمله کې د داعش ډلې يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران: د عربستان په سواحلو کې د ایران په یوې بېړۍ کې چاودنه شوې

ایراني رسنۍ وايي، په سور سمندرګي کې د سعودي عربستان په سواحلو کې د ایران د تېلو په لېږدوونکې یوې بېړۍ کې چاودنه شوې او اور یې اخیستی دی. راپورونه وايي، په دې ایراني ټانکر کې چاودنه د جمعې په ورځ د سعودي له بندري ښار جدې څخه نږدې سل کیلومتره لېرې شوې ده. د ایران نیمه دولتي خبري اژانس ایسنا وايي، دې چاودنې د تېلو دې ایرانۍ بېړۍ ته دروند زیان اړولی دی او تېلو ترې په سره سمندرګي کې لارې کړي دي. دې خبري اژانس زیاته کړې، د پېښې په اړه څېړونکو دا احتمال نه دی رد کړی چې چاودنه به د یو ترورېستي برید له کبله وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان پخوانی ولسمشر المازبېک اتمبایف نن محکمې ته ځي

ټاکل شوې ده چې نن د قرغزستان پخوانی ولسمشر المازبېک اتمبایف د فساد په تور محکمې ته حاظر شي. د قرغزستان چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل، د ښاغلي اتمبایف ابتدايي محاکمه به په پلازمېنې بېشکک کې د تړلو دروازو تر شا جوړه شي. د بایرنچي مي سیمه ییزې محکمې ویلي، پر ۶۳ کلن المازبېک اتمبایف لګېدلو تورونو کې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د مجرمانو د یوې ډلې د مشر عزیز باتوکایف د غیر قانوني خوشې کولو تور شامل دی. د اتمبایف وکیل ویلي، موکل یې د قتل د تنظیم، عامه ګډ‌وډۍ او په خپل هستوګنځای کې د امنیتي ځواکونو د برمته کولو په شمول په ۱۳ نورو مواردو کې هم تورن دی.

Pa.azadiradio.com 

نن په اوسلو کې د سږکال د سولې د نوبل د جایزې ګټونکی اعلانېږي

ټاکل شوې چې نن جمعه به د ۲۰۱۹ میلادي کال د سولې د نوبل د جایزې ګټونکی اعلان شي. په هغو کسانو کې چې ګومان کېږي د سولې د نوبل سږنۍ جایزه به ورکړل شي، یوه هم د ژوند د چاپېریال د ساتلو ځوانه فعاله ګریټا تونبرګ ده. که چېرې دا سویډنۍ فعاله د نوبل جایزه وګټي، نوموړې به د نوبل د جایزې تر ټولو ځوانه ګټونکې وي چې په ۱۶ کلنۍ کې د نوبل جایزه ګټي. که څه هم ځیني کارپوهان وايي، په اوسلو کې په نننیو مراسمو کې ډېر احتمال لري چې د ایتوپیا صدراعظم ابي احمد چې په سوډان کې یې د سولې په جوجاړي کې مرسته وکړه او یا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نورستانۍ: د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې به په خپل وخت اعلان شي

د افغانستان د ټاکنو د خپلو اک کمېسيون مشره وايي، ډاډ لري چې د جمهوري ریاست د ټاکنو ابتدايي پایلې به له مهالوېش سره سم اعلان کړي. حوا علم نورستانۍ پرون د اکټوبر په لسمه ازادي راډیو ته وویل چې په دې تړاو هېڅ پرېکړه به له خلکو پټه نه پاتې کېږي. حوا علم نورستانۍ وایي: تر اوسه داسې څه نشته چې د اندېښنې وړ وي، دا پروسه ډېره ستره ده ، تخنیکي بحثونه شته، اوس خو موږ بالکل تیار یوو، خو که خداي مه کړه کومه ستونزه وه، موږ به یې د افغانستان له ملت سره شریکوو. د انتخاباتو ابتدايي پایلې باید د تلې په اووه ویشتمه اعلان شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پرون د عمان په وړاندې لوبه وبایلله

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پرون د اکټوبر په لسمه د عمان په وړاندې لوبه په درېیو ګولونو وبایلله.  دا مسابقه د کابل په وخت د مازیګر په پنځو بجو د عمان په سطان قابوس لوبغالي کې وشوه. افغان لوری صفر و. افغانستان غواړي چې د فوټبال د نړیوال جام سیالیو ته چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې کېږي او تر هغه یوکال وروسته د اسیا د فوټبال کپ سیالیو ته لاره پیدا کړي. د افغانستان لوبډلې له قطره هم ماته خوړلې، خو له بنګله دېشه یې یوه مسابقه ګټلې ده.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د افراطي اسلامپالو د مشر حافظ سعید ۴ملګري نیولي

پاکستاني چارواکو پرون د اکټوبر په لسمه وویل چې د افراطي اسلامپالو د مشر حافظ سعید څلور ملګري یې نیولي دي. حافظ سعید تورن دی چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې یې د هند پر ممبی ښار یې ترورېستي حملې پلان کړې وې. په پاکستان کې د ترورېزم ضد پولیسو ویلي چې د حافظ سعید پر څلورو همکارانو چې تازه نیول شوي، د ترورېستي فعالیتونو د تمویل تور لګېدلی دی. دا خبر روېټرز خبري اژانس خپور کړی دی. حافظ سعید هم د جولای له میاشتې راهیسې په توقیف کې دی. له دې امله د امریکا متحدو ایالاتو د پاکستان حکومت ستایلی و. حافظ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکیې پرون د سوریې په شمال کې پوځي عملیاتو ته شدت ورکړ

د ترکیې حکومت د سوریې په شمال کې پرون د اکټوبر په لسمه پوځي عملیاتو ته شدت ورکړ. رپوټونه وايي چې د جګړې له سیمې لسګونه زره خلک تښتېدلي دي. جګړه د دواړو هېوادونو د ګډ سرحد په امتداد کې روانه ده. د ترکیې د ځمکنیو قواوو او د سوریې په شمال کې د کرد وسله والو ترمنځ د جګړې د شدت له امله د ملکي تلفاتو رپوټونه هم ورکول کېږي. نړیوالې ټولنې د سوریې په خاوره کې د ترکیې پوځي عملیات په شدت غندلي دي. خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان پرون د نړیوالې ټولنې په ځواب کې وویل چې د خپل سرحد پر امتداد د ترورېزم د له منځه وړلو لپاره عملیات کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په تهران کې زرګونو ښځو د خپل ملي ټیم د فوټبال د لوبې ننداره وکړه

په تهران کې پرون د اکټوبر په لسمه زرهاوو ښځو د خپل ملي ټیم د فوټبال د لوبې ننداره وکړه. د ایران د فوټبال ملي ټیم پرون د فوټبال د نړیوال جام په مسابقو کې د ګډون لپاره د غوراوي په سیالیو کې د کمبودیا په وړاندې لوبه وکړه. مسابقه د تهران په ازادي لوبغالي کې وشوه. په ایران کې د اسلامي انقلاب له بري راهیسې اول وار و چې ښځو پرته له دې چې خاصه اجازه واخلي، اسناد وړاندې کړي یا په غلا لوبغالي ته ورشي، د خپلې ملي لوبډلې د مسابقې سیل وکړ. رپوټونه وايي چې درې نیم زره ټکټونه ښځو اخیستي وو. سیالي ایران... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مسکو محکمې د بشري حقونو د ملاتړ کوونکو ادارو اتحاديه جریمه کړه

د مسکو یوې محکمې پرون د اکټوبر په لسمه د بشري حقونو د کورنیو ادارو یوه اتحادیه د بهرنیو اېجنټانو په نوم د نافذ شوي قانون د ماتولو له امله جریمه کړه. دا پنځلسم وار دی چې د دې اتحادیې پر ضد د جریمي حکم کېږي. په روسیه کې د بهرنیو اېجنټانو په نوم د خاص قانون له مخې چې په ۲۰۱۲ میلادی کال کې توشېح شو، هره غیر حکومتي اداره باید د خپلو بهرنیو تمویلوونکو په اړه حکومت ته معلومات ورکړي. د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ په ۲۰۱۷ میلادي کال کې دا قانون په روسیه کې د غیر دولتي ادارو لپاره سخت ځپونکی بللی و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوریې په بحران کې د ترکیې څه پاتې دي؟

د ترکیې حکومت له ډېرو کلونو راهیسې په خپله خاوره کې د کردانو د بېلتون غوښتونکو له ډلې سره چې د کردانو کارګر ګوند (پي. کې. کې) بلل کېږي، ستونزه لري.


А что новенького, криминального происходит у "ценных специалистов"?

В Москве на МКАД столкнулись пять автомобилей

НПФ обяжут выявлять конфликты интересов

Полиция нашла лже-работника газовой, обманувшего пенсионера в Московском



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Исторический фестиваль "Времена и эпохи" проходит в Москве

Машина скорой помощи перевернулась после ДТП в Петербурге

НПФ обяжут выявлять конфликты интересов

Минцифры хочет упростить проведение биометрических проверок данных граждан

Музыкальные новости

Молдавия берет выборы под охрану // В республике завели дело на предполагаемого российского шпиона, а Запад предупредил о планах вмешательства Москвы

Джиган и Оксана Самойлова привели на “Премию Муз-ТВ” в Москве ту самую “диско-бабушку из Сыктывкара” – любимицу Сергея Лазарева

«Газпром-Медиа Холдинг» при поддержке ПАО «Газпром» организует мультиформатный фестиваль в честь Дня России

Уссурийский ЛРЗ подтвердил соответствие международным стандартам, применяемым на производстве железнодорожной промышленности

Новости России

Врачи назвали опасным для детей тренд имитации поведения животных

Исторический фестиваль "Времена и эпохи" проходит в Москве

НПФ обяжут выявлять конфликты интересов

Министр здравоохранения Омской области покидает пост

Экология в России и мире

Новый ирригатор Revyline RL 610 Green Dragon уже в продаже в Норильске

Попурри мелодий и дух патриотизма: военный оркестр в парке «Кузьминки» отметил День России

Более 340 тыс. кв м асфальта отремонтировали во дворах Подмосковья

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Спорт в России и мире

Соболенко в купальнике зажигательно станцевала перед женатым бойфрендом. Видео

Александрова вышла во второй круг турнира WTA в Хертогенбосе

Елена Рыбакина «заменила» Геннадия Головкина

Соболенко и Димитров вместе потренировались на «Уимблдоне»

Moscow.media

Закат на Катуни

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Молодые специалисты «Газпромнефть - Битумные материалы» продемонстрировали эффективное решение в финале «CASE-IN»

Завершено масштабное обновление трассы М-4 Дон в Ростовской области







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *