Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2019

Новости за 14.10.2019

Pa.azadiradio.com 

سکاټ میلر: د افغانستان دولتي ځواکونو پر مخالفانو بریالي ګوزارونه کړي

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په جګړه کې وسله والو ته ماتې ورکړې او په دې وروستیو کې یې د تروریستانو مهم کسان له منځه وړي او ډېرې سیمې یې له هغوی بېرته نیولې دي. د ارګ د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، جنرال میلر دا څرګندونې د یکشنبې په ماښام له ولسمشر اشرف غني سره لیدنه کې کړي او د دغه هېواد د دولتي ځواکونو زیاتېدونکی ظرفیت او محاربوي وړتیاوې یې ستایلي دي. خبرپاڼې د جنرال میلر له خولې زیاته کړې چې د افغانستان د امنیتي او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې هوايي برید لسو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان په شمال ختیځ کې د بدخشان ولایت بدخشان کې په یوه هوايي برید کې لږ ترلږه اتو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. سیمه ییز چارواکي وایي چې دغه برید تېره ورځ د وردوج ولسوالۍ په باشُند سیمه کې شوی دی. د بدخشان د ولایتي شورا رئیس احمد بشیر صمیم ازادي راډیو ته وویل، "د هوايي عملیاتو له امله متاسفانه تېره ورځ ۸-۹ کسان شهید او زخمیان شوي. په شهیدانو کې دوه ښځې او پاتې نارینه دي. یو شمېر ښځې او ماشومان ټپياندي او د مرکز فیض اباد په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي." ښاغلي صمیم د وژل شویو او ټپيانو شمېرې مشخصې نه کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو

یوناما وایي د افغان ټاکنو یواځې بایومتریک شوې رایې باید وشمیرل شي. مریم منصف، واسع رحیمي او دُردانه حکیم زاده دری افغان – کاناډایان سږکال د کاناډا پارلماني ټاکنو ته کاندیدان دي. او په امریکا کې سړي خپلې ښځې په شا کوي او سیالي ورکوي. دا خبرونه د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د تخار په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد د دولتي ځواکونو عملیات

د افغانستان په شمال ختیځ چارواکي وايي، د تخار څلورو ولسوالیو له تصفیې وروسته دا مهال په درقد ولسوالۍ کې نظامي عملیاتو زور اخیستی. د افغانستان د دفاع د وزارت د مرستیال جنرال یاسین ضیا په مشرۍ ددغو پوځي عملیاتو له پیلیدو اتلس ورځې تېریږي. د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري نن (میزان ۲۲مه) ازادي راډیو ته وویل، دا مهال امنیتي ځواکونو د درقد په ولسوالۍ کې طالبان محاصره کړي او د پام وړ پرمختګ یې کړی دی. "په دغو اتلس ورځنیو عملیاتو کې ۱۶۷ وسله وال وژل شوي چې په ددوی مشران او قومندانان هم په کې شامل دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امنیتی چارواکي د پکتیکا په ارګون کې د پنځو طالبانو د وژلو ادعا کوي

د افغانستان په جنوب ختیځ کې امنیتي سرچینې وايي، د پکتیکا د اورګون ولسوالی اړوند د پیرکوتي په سیمه کې د دولتي ځواکونو په هوايي برید کې پنځه طالبان وژل شوي دي. په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قولو اردو مطبوعاتي مسؤل ازادي راډیو ته وویل چې برید هغه مهال وشو چې یادو وسله والو غوښتل په پیرکوتي سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه ترسره کړي، خو له برید څخه وړاندې په نښه شول. تر اوسه وسله والو طالبانو ددغه برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

د ټاکنو کمیسیون د رأی ورکولو ٪۸۵ محلونو بیومټریک معلومات مرکزي سرور ته لېږدولي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي؛ تردې مهاله د ۲۲ زره او ۵۸۸ محلونو د رایو بیومټریک اطلاعات ددغه کمیسیون عمومي سرور ته انتقال شوي دي. په دغو محلونو کې څه باندې یو میلیون او ۷۳۷ زره رایې کارول شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ووشو ملي لوبډله د چهارشنبې په ورځ چین ته ځي

د افغانستان د ووشو فدراسیون وايي، د ورزشکارانو یوه ۹ کسیزه لوبډله به د وشو نړیوالو سیالیو کې چې تمه ده په چین کې پیل شي، ګډون وکړي. د دغه فدراسیون ريیس سیدرحمان یورش ازادي راډیو ته وویل، افغان ورزشکاران له تېر یوه کال راهیسې تمرین کوي او د لوبو لپاره یې بشپړ چمتووالی نیولی دی. ښاغلی یورش وايي، دا سیالي به د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۷مه د ۱۷۲ هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ په چین کې پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۴مې نېټې به دوام وکړي. د افغانستان د وشو فدراسیون د معلوماتو له مخې، د ووشو نړیوالې سیالۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د پکارت معاینه!

په افغانستان کې د پکارت معاینه! د جزا د کوډ په ۶۴۰مه ماده کې د تعدیل له مخې محاکمو ته صلاحیت ورکړل شوی چې د نجلۍ له اجازې پرته د بکارت د معاینې حکم ورکړي. هغه معاینه چې د افغانستان په سنتي ټولنه کې نجونې ان د مرګ له ګواښ سره مخ کوي. شفیع کریمي په دې راپور کې د یوې نجلۍ دردوونکې کیسه انځور کړې چې د بکارت پردې تر معاینې وروسته یې ژوند ګډوډ شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

د افغان مارکېټ موضوع د حل لپاره له ډیپلوماتیکې لارې د افغانستان هڅه

افغان دولت په وروستیو ورځو کې په پېښور کې خپله قونسلګري د خېبر پښتونخوا ایالت د پولیسو د اقدام په اعتراض کې چې د افغان مارکېټ په نوم یوه پلورځای له ودانۍ یې د افغانستان بیرغ او اړوند لوحه لیرې کړې ده، وتړله.

Pa.azadiradio.com 

په هلمند کې ملي امنیت لس تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي

په هلمند کې ملي امنیت لس تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي دي. د هلمند والي محمد یاسین په دې اړه رسنیو ته وویل، یو شمېر وسلې هم له درې بېلابېلو جرمي ډلو سره نيول شوي چې ۶ يې په اپراتيفي عملياتو کې، ۲ د هدفي وژنو په تور لښکرګاه ښار کې او ۲ د انسان تښتونې په جرم نيول شوي دي. والي وويل چې له انسان تښتوونکو يو ماشوم هم ژغورل شوی دی. ښاغلي یاسین وویل، له شپږو کسانو سره د ۳۵ ميله وسلو ترڅنګ ۴ کړۍ چسپکي ماينونه او يو شمېر نور جنګي تجهيزات هم نيول شوي او ټول نيول شوي کسان به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د قره قل پوستکو صادرات په ډېرېدو دي

د افغانستان د قره ‌قل پوستکي اداره وايي، اسیايي هېوادونو ته د قره‌قل صادارت مخ په زیاتېدو دي. د دې ادارې مدیر محمد عارف د دوشنبې په ورځ (میزان ۲۲مه) ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې اروپايي هېوادونو ته هم صادارت پیل کړي. "موږ د تېر کال تر پایه منځنۍ اسیا ته ۲۹۵۸۰ جلده د قره‌قل پوستکي صادارات درلودل، خو سږ کال چې یوه ربع یې پاتې ده، موږ ۲۴۶۷۰جلده صادر کړي چې شاید سږ کال صادارت د تېر کاله په پرتله نږدې پنځوس سلنه لوړ شي. " دی وايي، اوس‌مهال یوازې د منځنۍ اسیا هېوادونو او فنلنډ ته د افغانستان قره‌قل صادرېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د پارلمان ودانۍ شااوخوا درې توغندي لګېدلي

د کابل پولیسو ویلي چې نن سهار شااوخوا ۱۰ بجې د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند د پارلمان ودانۍ ته څېرمه درې توغندي لګېدلي دي. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته وویل، په دغو توغندیزو بریدونو کې چاته زیان نه دی رسېدلی. دا چې دغه توغندي له کومې خوا توغول شوي، امنیتي چارواکو یې په اړه لا څه نه دي ویلي. ددغو راکټي بریدونو مسئولیت تردې دمه چا نه دی منلی.

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله والو په کندهار کې دوه پوليس ووژل

نامعلومو وسله والو په کندهار کې دوه پوليس ووژل. پر يادو پوليسو برید نيم ساعت مخکي د کندهار د اتمي امنیتي حوزې اړوند د فاضل کندهاري مکتب په سيمه کې شوی. د اتمي امنیتي حوزې د پوليسو يوې سرچينې ازادي راډيو ته وويل چې د مالک په نوم د سرپوزې زندان د ساتني د یوې پوستې قوماندان او د هغه يو ساتونکی نن سهار د وسله والو په بريد کې وژل شوي دي. سرچينه وایي، بريدګر له پېښي وروسته تښتېدلي دي. د کندهار امنيتي مسؤلینو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې. تر اوسه د پېښي مسؤليت هم چا نه دی منلی.

Pa.azadiradio.com 

سرخط: مسؤلان دې د ترور مخه ونیسي

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو نن تر ډېره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په وروستیو کارونو او دغه شان له کابل سربېره په ولایتونو کې د هدفي وژنو او ترور په اړه مطالب چاپ کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله والو د غور د استيناف محکمې څارنوال عبدالمومین وواژه

د غور ولایت د استيناف محکمې څارنوال عبدالمومین او ورور یې پرون یکشنبه ماښام د فیروز کوه ښار ته نژدې د نا څرګندو وسله والو په ډزو وژل شوي دي. په غور کې د ازادي راډیو خبریال د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت د امر وحیدالله نظامي له خولې وايي چې د غور د استيناف څارنوال عبدالمومین او ورور یې فیروز کوه ښار ته څېرمه د بهاري په کلي کې د څو تنو نورو خپلوانو سره خپل کور ته په لاره و چې د ناڅرګندو وسله وال پرې ډزې کړي دي. د غور د امنیت د امر په وینا، په ډزو کې پر دوو وژل شویو سربېره درې تنه نور ټپیان شوي چې د دې ولایت د پوهنې د ریاست کارکوونکي دي.

Pa.azadiradio.com 

فرانسه او جرمني د سوریې په شمال کې د جګړې د ختمېدو هڅه کوي

فرانسې او جرمني د سوریې په شمال کې د هغو ځواکونو پر ضد چې کرُدان یې مشري کوي، د ترکیې د یرغلیزو عملیاتو د پای ته رسولو هڅې چټکې کړي دي. د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون وايي، د ترکیې د دې عملیاتو د پای ته رسېدو لپاره د ځینو اقدامانو پر جزیاتو له جرمني سره کار کوي. د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل چې پرون پاریس کې وه، وویل چې په سوریه کې د ترکیې عملیاتو بشري ستونزې رامنځته کړي او له داعش وسله والې ډلې سره مرسته کوي چې یو وار بیا سیمه پخې ټینګې کړي. له بلې خوا د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مذهبي مشر پاپ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د داعش سلګونه ملاتړي د سوریې په شمال کې له یوه زندان تښتېدلي

راپورونه وايي چې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې سلګونه ملاتړي د سوریې په شمال کې له یوه زندان تښتېدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې په دې سیمه کې د ترکي ځواکونو او کردي جنګیالیو ترمنځ درنه جګړه روانه ده. د یکشنبې په ورځ له زندان څخه د داعش د وسله والې ډلې شااوخوا ۷۰۰ ملاتړي په داسې حال کې تښتي چې د امریکا پوځ ویلي، دوی د سوریې له شمال څخه خپل پاتې سرتېري په دې خاطر وباسي چې په جګړه کې بند پاتې نه شي. د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر وايي، ولسمشر ټرمپ د سوریې له شمال څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو امر ورته کړی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پوتین: روسیه د خلیج د ترینګلتیاوو په کمولو کې رول لوبولی شي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، هېواد یې په سیمه کې د بریدونو له زیاتېدو وروسته په خلیج کې د روانو ترینګلتیاوو په کمولو کې مثبت رول لوبولی شي. د ولسمشر پوتین دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ سعودي عربستان ته د نوموړي تر سفر مخکې خپرې شوې دي. نوموړي نن دوشنبه سعودي عربستان ته ځي، دا تر یوې لسیزې زیاتې موده کې لومړنی ځل دی چې پوتین سعودي عربستان ته سفر کوي. په سوچي کې له یو شمېر عرب خبریالانو سره خبرو کې ولادیمیر پوتین د ریاض او مسکو د اړیکو په اړه وویل: "موږ سعودي عربستان ته د یو دوست هېواد په... Читать дальше...


Выбросы углекислого газа в Москве сократились на 130 тысяч тонн благодаря электробусам

Поклонники Талькова продолжают приходить к могиле певца через 33 года после трагедии

Более 5 тысяч школьников России приняли участие в акции «Летопись сердец»

Праздничный концерт прошел в День России в Раменском округе



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Путин поздравил Сирила Рамафосу с переизбранием на пост президента ЮАР

У Музея Победы на Поклонной горе прошла церемония выпуска лейтенантов МО РФ

Турецкий журналист: «Зайнутдинов не хочет уезжать в Россию»

В Москве приостановили продажу ряда продуктов из-за подозрения на ботулизм

Музыкальные новости

Владимир Путин сенсационно получил ключевое признание от Н А Т О.

В ЦДКЖ 18 августа ждут любителей группы «Рекорд Оркестр» на Квартирнике Евгения Маргулиса

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

В Fortnite прибудет группа Metallica и новый режим

Новости России

Праздничный концерт прошел в День России в Раменском округе

В Москве десять человек серьезно отравились из-за одного продукта

Anna Asti выбила два зуба микрофоном на концерте

Путин поздравил Сирила Рамафосу с переизбранием на пост президента ЮАР

Экология в России и мире

Где недорого отдохнуть в июле? Россиянам раскрыли все карты по турам за рубеж и по России

Более 340 тыс. кв м асфальта отремонтировали во дворах Подмосковья

Proenza Schouler Pre-Fall 2024

Новый ирригатор Revyline RL 610 Green Dragon уже в продаже в Норильске

Спорт в России и мире

Хачанов вылетел с турнира ATP в Хертогенбосхе после первого же матча

«Ну и где здесь «группа смерти?» ATP показала, каким был бы Евро-2024 с теннисистами

Российские теннисисты выступят на Олимпиаде в Париже

Дзюба заявил, что был бы теннисистом уровня Сафина

Moscow.media

ТСД промышленного класса Saotron RT-Т510

Прощайте, я от вас улетаю

Портативный ТСД корпоративного класса Saotron RT-T70

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *