"د ډاکټرانو ناسم تشخیص له امله مې کوچنی زوی مړ شو"
په افغانستان کې یوه کورنۍ ادعا کوي چې د کابل په اندراګاندي روغتون کې د ډاکټرانو د ناسم تشخیص او پرله پسې عملیاتو په نتیجه کې یې یو ماشوم مړ شوی دی.
په افغانستان کې یوه کورنۍ ادعا کوي چې د کابل په اندراګاندي روغتون کې د ډاکټرانو د ناسم تشخیص او پرله پسې عملیاتو په نتیجه کې یې یو ماشوم مړ شوی دی.
ناټو وايي په افغانستان کې د داعش حضور جدي دی خو د خلافت تاسیس یې ډېره لرې خبره ده. د عراق په مظاهرو کې تر ۲۰۰ کسان وژل شوي. اروپايي شورا بریټانیا ته د بریکزټ په خاطر نور وخت هم ورکړ. په چین کې یوې ۶۷ کلنې ښځې یوه نجلۍ زیږولې ده. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
پاکستان په دې وروستیو کې یو ځل بیا افغانانو ته د ویزو په ورکولو کې کموالی راوړی دی. ځینې افغانان د پاکستان پر دغه اقدام سخت انتقاد کوي او وايي، هره ورځ په کابل کې د پاکستان د سفارت مخې ته راټولیږي خو ویزه نه شي ترلاسه کولی. په ورته وخت کې په کابل د پاکستان سفارت وايي، دغه اقدام یې په پاکستان کې روان وضعیت ته په کتو، کړی دی. له هغې وروسته چې پاکستان، افغانانو ته د ویزو په ورکولو کې کموالی راوستی، په کابل کې د دغه سفارت مخې ته ویزو ته د اړو افغانانو کتارونه اوږده شوي چې ددوی په وینا په ورځو ورځو ویزې ته انتظار کوي. Читать дальше...
اروپايي ټولنې موافقه وکړه چې له دې ټولنې څخه د بریتانیا وتل دې راتلونکې کال جنورۍ تر ۳۱مې وځنډول شي. د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټوسک پر خپل ټویټر وویل، د اروپايي ټولنې ۲۷ نورو غړو هېوادونو "د بریتانیا هغه غوښتنه ومنله چې بریګزیټ دې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ تر ۳۱ مې وځنډول شي." نوموړې زیاته کړې "تمه ده چې دا پریکړه به دې اونۍ کې د لیکني مراحلو له لاري رسمي شي." ددې هوکړې له مخې که چېرې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په اړه د دواړو خواوو توافق رامنځ ته شي، بریتانیا د جنورۍ تر ۳۱ مې مخکې له دې بلاک څخه وتلی شي. Читать дальше...
د امریکا د کانګرس هغه پلټنې چې ایا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اقدامات له اساسي قانون سره په تضاد کې دي او کېدای شي پراساس یې نوموړی استیضاح شي، روانه اونۍ پرسپینې ماڼې متمرکزې شوې دي.
په افغانستان کې د ناټو لوړپوړی ملکي استازی نیکولاس کې وايي، باور لري چې د ننګرهار په هسکه مېنه کې پر یوه جومات وروستی برید داعش وسلوالې ډلې کړی دی. د جودرې د کلي جامع جومات کې د اکټوبر د ۱۸ مې نېټې په برید کې شا او خوا ۷۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي وو. ښاغلي کې ازادي راډیو سره خبرو کې په دغه هېواد د داعش د وسلوالې ډلې حضور د جدي اندېښنې وړ وباله. "یوازې تیره اونۍ کې دوی پر جومات برید وکړ او تر هغه ځایه چې زه خبر یم لږ تر لږه ۶۹ کسان یې ووژل. نو داعش هلته حضور لري او دا جدي اندېښنه... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په پیکینګ کې د بین الافغاني تفاهم غونډه کې د ګډون لپاره د افرادو یو هر اړخیز لیست چمتو شوی او کله چې ددې غونډې تاریخ روښانه شي، دا کسان به په کې برخه واخلي. د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي نن (عقرب ۶مه) ازادي راډیو ته خبرو کې په دې اړه چې د پیکینګ خبرې کله ترسره کیږي، دقیقه نېټه ونه ښوده، خو ویې ویل چې د افغانستان د دولت په استازیتوب به په کې یو هیئت ګډون وکړي. "د افغانستان حکومت د بېلابېلو اقشارو سره په مشوره یو ټول شموله او هر اړخیز لیست چمتو کړی دی. کله... Читать дальше...
راپورونه وايي چې د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نن جګړه له سره پیل شوې ده. په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د ځايي افغان چارواکو په حواله وايي، پاکستاني ملېشو نن سهار د ډیورنډ کرښې ته نژدې د عامو خلکو پر کورونو ډزې کړي دي. تر دې مخکې د کونړ د ولایتي شورا منشي شیر زمین خان ازادي راډیو ویلي و چې په ناړۍ سیمه کې د تېرې ورځې په نښتو کې درې افغان میرمنې وژل شوي او درې نارینه ټپیان دي. د دوشنبې د ورځې نښتو کې تر اوسه د چا د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. په کونړ کې... Читать дальше...
د انتخاباتو د روڼتیا لپاره د څارونکو بنسټونو شبکه وايي، د جمهوري ریاست د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې ځنډ درغلۍ او لاسوهنې ته زمینه برابروي.
د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ په میترانو کلي کې چاودنې دوه تنه ووژل. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن دوشنبه وویل چې پېښه د کوټ ولسوالۍ د میترانو سیمې په یوه ښوونځي کې چې تازه یې د جوړېدو چارې روانې وې، شوې ده. د ښاغلي خوګیاڼي په خبره چې په دغه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان دې چې په خبره یې، ټول د ښوونځي پر رغنیزو چارو بوخت کارکوونکي وو. خوګیاڼی وایي چې پېښه د یوه ځای پرځای شوي ماین د چاونې له امله رامنځته شوې ده. د پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
امریکایۍ سټارز انډ سټرایپس خپرونې کابل ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سفر په اړه په یوه مطلب کې لیکلي چې نوموړی د لومړي ځل لپاره وروسته له هغې کابل ته تللی چې تېره میاشت د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې لغوه شوې.
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ځانګړي ډول د لومړنیو نتایجو په اعلان کې د ځنډ رامنځته کېدو په اړه لیکنې او سر لیکنې چاپ کړي دي.
د کندهار په میوند کې د هوایي بريدونو له امله ۱۱ وسله وال وژل شوي دي. په وژل شویو وسله والو کې د میوند ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال حافظ ملتان د ډلې درې غړي هم شامل دي. په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحيی علوي ازادي راډيو ته وويل، افغان ځواکونو هوایي عمليات تېره شپه د میوند ولسوالۍ د عظيم جان کارېز او کلا ښامير په سیمو کې د وسله والو پر يوه پټنځای او يو موټر ترسره کړي چې له امله یې ۱۱ وسله وال وژل شوي دي. علوي وایي، په ترسره شویو عملياتو کې د وسله والو يو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوي دي. Читать дальше...
اته تنه پناه غوښتونکي چې ویل کېږي افغانان دي، پرون په فرانسه کې وروسته له هغه له یوې یخچالدارې لارۍ وژغورل شول چې سړې هوا وهلي وو. د فرانسې قضايي چارواکو ویلي چې دا کسان د فرانسې له کالې کمپه غوښتل ځانونه بندر ته ورسوي، څو له هغه ځایه بریتانیا ته ولاړ شي. په دغو پناه غوښتونکو کې څلور ماشومان شامل دي. د یخچالدارې لارۍ دوه رومانیايي چلوونکي نیول شوي دي. افغان پناه غوښتونکي وروسته روغتون ته وړل شوي دي. د فرانسې په سرحد کې د پناه غوښتونکو ژوند داسې وخت ژغورل شوی چې تېره چهارشنبه د بریتانیا... Читать дальше...
پوليسو په کندهار کې دوه تنه د قتل په تور نيولي. د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډيو ته وويل چې يادو کسانو د تېرې مياشتې په ۲۰ تاريخ د موسی کليم په نوم يو کس وژلی او موټر او توفنګچه يې له ځان سره وړي وو. نوموړی وایي، ياد کسان د جنائي پېښو په وړاندې د مبارزې پوليسو نن د عېنو مينې په ۳۶ سړک د عملياتو پر مهال نيولي.
د امریکا، بریتانیا، فرانسې، اسرائیل، عراق، ترکیې او سوریې چارواکو د ابوبکر البغدادي له وژل کېدو هرکلی کړی، خو دا ټینګار یې هم کړی چې دا به د داعش د خاتمې په معنی نه وي. د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش مشر ابوبکر البغدادي په سوریه کې د امریکايي ځواکونو په برید کې وژل شوی دی. د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن په یوه ټوېټ کې ویلي چې د بغدادي وژل کېدل د داعش په وړاندې د جګړې یوه مهمه لاسته راوړنه ده، خو د هغه په خبره داعش په وړاندې جګړه لا نه ده ختمه شوې. Читать дальше...
د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه د حکومت خلاف د جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند په مشرۍ مظاهرې پیل شوې دي. د مولانا فضل الرحمن ګوند تور پورې کوي چې د عمران خان حکومت په درغليو اقتدار ته رسېدلی نو ځکه بايد ختم شي. د جمعیت علمای اسلام د ګوند مرستیال مولانا فضل علي حقاني پرون په مظاهره کې وویل: "صدراعظم به استعفا ورکوي، انتخابات دې وشي، انتخابات دې د پوځ په لاس کې نه وي، ځکه کوم انتخابات چې پوځ کوي، یو مثال یې ټولې دنیا وکوت او وروستۍ خبره دا چې څومره اسلامي اوامر چې دي، هغه دې ټول خوندي شي." خو حکومت دا تور بې بنياده بولي. Читать дальше...
له امریکا را نیولې تر اروپا او اسیا د نړۍ د څو بېلابېلو هېوادونو مشرانو او لوړپوړو چارواکو د اسلامي دولت ډلې یا داعش د مشر ابوبکر البغدادي وژل کېدل ستایلي.
د افغانستان حکومت د امریکا له خوا د ابوبکر البغدادي له وژل کېدو هرکلی وکړ او هیله یې وښوده چې داعش په افغانستان کې هم له منځه ولاړ شي.