ازادي ستوډیو
د ناټو عمومي منشي وایي په افغانستان کې د ناټو حضور د دې لپاره مهم دی چې طالبان سولې ته چمتو کړي. د دې سربیره به دلته وګورئ چې لندن ته څيرمه ۳۹ مړي موندل شوي، بربنډه نقاشي هم دلته لیدلی شئ.
د ناټو عمومي منشي وایي په افغانستان کې د ناټو حضور د دې لپاره مهم دی چې طالبان سولې ته چمتو کړي. د دې سربیره به دلته وګورئ چې لندن ته څيرمه ۳۹ مړي موندل شوي، بربنډه نقاشي هم دلته لیدلی شئ.
د افغانستان د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو انتخاباتو کې د کارول شویو معتبرو رایو شمېر شاوخوا دوو میلیونو ته راټیټ شو. دا هغه رایې دي چې د رأی ورکوونکو بیومټریک اطلاعات یې ثبت شوي دی.
د افغانستان د ټاکنو له کمیسیون څخه افشا شوي سند له مخې چې ازادي راډیو ترلاسه کړی، ددغه کمیسیون اجرايي برخې په پام کې لري چې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې د عقرب په ۲۱مه اعلان کړي. د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا د پلان رئیسې منعمه منصور ته په منسوب غږیز کلیپ کې هغې ویلي چې دا نېټه د ټاکنو کمیسیون د عملیاتي برخو د رئیسانو په مشوره ټاکل شوې ده. یوې خپلواکې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې ثبت شوی غږ د اغلې منعمې منصور ده. خو د ټاکنو کمیسیون کمیشنره رحیمه ظریفي وايي، ددغې نېټې ټاکل یوه طرحه ده او نه... Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په خپل استعفا لیک کې ویلي چې په "ملي یووالي حکومت کې کاري فضا مطلوبه نه ده." له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ښاغلي رباني اړیکې له ډېرې مودې راهیسې ترینګلې وې.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون مطبوعاتي مسوول شفیع شاداب ازادي راډيو ته وویل، دغه لوبې د فوټسال نړیوال جام مقدماتي سیالیو په چوکاټ کې د اسیايي ملتونو جام سیالیو ته د لار موندنې په هدف ترسره کېږي. هغه وویل، د افغانستان او ازبکستان لوبه د ایران په ارومیه ښار کې ترسر کېږي. د ښاغلي شاداب په خبره، د افغانستان د فوټسال ملي ټيم په دې ډله کې پر ازبکستان سربېره، نیپال او تاجکستان سره هم لوبې لري. د دې لوبو په پای کې له هرې ډلې څخه دوه ټیمونه د اسیا فوټسال اتلولیو ته لاره مومي چې ټاکل شوې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په ترکمنستان کې وشي.
د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره په خبرو کې، د افغانستان د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل چې د سولې لپاره د یوه مناسب چاپېریال رامنځته کولو، په هدف د تاوتریخوالي راکمولو لپاره فوري اقدامات وکړي.
د دغه ولایت د کرنې رئیس رفیع الله قلم نن ازادي راډيو ته وویل چې د هلمند اب هوا د سویابینو کښت ته مناسبه ده. نوموړي وویل، سویابین سږکال د هلمند په مرکز لښکرګاه، ناوه، نادعلي او نهرسراج ولسوالیو کې کرل شوي چې ښه حاصل ورکړی. په هلمند کې تازه د سویابینو د راټولولو فصل پیل شوی. د کرنې وزارت وايي، د کوکنارو پرځای د سویابینو کرکیله بزګرانو ته تر ډېره اقتصادي ګټې لري.
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر په یوه نااعلان شوي سفر نن د عراق پلازمېنې بغداد ته رسېدلی دی. تمه ده مارک اسپر د عراق له دفاع وزیر نجاح الشمري او د هغه هېواد له صدراعظم عادل عبدالمهدي سره وګورې.
دا غونډه د روسیې په ساحلي ښار سوچي کې داسې مهال جوړیږي چې مسکو په افریقا کې د نفوذ د ډیرولو هڅه کوي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به دا دوه ورځنۍ سرمشریزه د خپل مصري سیال عبدالفتاح السیسي سره په ګډه پرانیزي. السیسي د افریقایې ټولني مشري هم کوي. کرملین ویلي، د افریقا د ۵۴ هېوادونو او حکومتونو له مشرانو څخه ۴۳ یې په دې غونډه کې ګډون منلی دی. د کرملین په خبره ولسمشر پوتین به له دیارلسو افریقایې مشرانو سره دوه اړخیزي غونډي هم ولري. لویدیځ هېوادونه او چین له وړاندي په افریقا کې یو ثابت ځای لري. Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې د خبرو او د ولسمشریزو انتخاتو اړوند د راپورته شویو ناندریو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان، اروپايي ټولنه او د امریکا په شمول یوشمېر لویدیځ هېوادونه وايي، د یوې دایمي سولې تړون ته د رسېدلو لپاره چې پرې افغانستان کې جګړې ختمه شي، ژمن پاتې دي. د دوی ګډه اعلامیه پرون له بروکسله خپره شوه، چېرته چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او ناروې او د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو له استازیو سره د افغانستان د سولې پر مسلې خبرې وکړې. خلیلزاد د دوو ورځو لپاره بروکسل ته تللی دی. په اعلامیه کې دا ذکر شوي چې لویدیځوال... Читать дальше...
د پروان امنیتي چارواکي وايي، پولیسو د طالبانو څلور قومندانان په دغه ولایت کې نیولي دي. د پروان امنیه قومندانۍ ویاند محمد محفوظ ولي زاده نن ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو دا قومندانان چې د ننګرهار او بغلان اصلي اوسیدونکي دي او پولیسو د کشفي او استخباراتي معلوماتو پر مټ ونیول. ښاغلي ولي زاده زیاته کړه چې دغه څلور کسان د جبل السراج ولسوالۍ د پل متک په مربوطاتو کې داسې مهال نیول شوي چې غوښتل یې د غوربند درې ته لاړ شي. ددوی دوو قومندانانو د غوربند دره کې د جګړې مسئولیت درلود او دوه نور یې بغلان کې د طالبانو قومندانان دي. Читать дальше...
د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راديو ته وويل چې تېره شپه پوليسو د کندهار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د ښوراندام سیمه کې دوه هغه انسان تښتوونکي وژلي. د هغه په خبره دغو کسانو څه موده وړاندې د کندهار د دوهمې حوزې له فاروقيه مدرسې څخه يو ماشوم تښتولی و او بیا یې د هغه له کورنۍ پيسې غوښتې. بارکزی وایي دواړه انسان تښتوونکي له پوليسو سره په نښته کي وژل شوي؛ خو دغو کسان تښتولی ماشوم لا وختي وژلی و. د پوليسو ویاند وایي د انسان تښتوونکو پر وړاندې کندهار کې د امنیتي ځواکونو هڅې چټکې شوي او وروستیو کې د ګڼو تښتونو مخه نيول شوې ده. Читать дальше...
ترکیې اعلان کړی د سوریې په شمال ختیځ کې د عملیاتو له اوسنۍ ساحې بهر د کرد جنګیالیو پر ضد د عملیاتو اړتیا نه لیدل کیږي. د ترکیې دفاع وزارت پرون (اکټوبر ۲۲مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې نوي عملیات نه پیلوي ځکه امریکا متحده ایالتونو انقرې ته معلومات ورکړی چې کُرد ملیشې د سوریې د شمال له سرحدي سیمو وتلي دي. پرون د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د روسیې په ساحلي ښار سوچي کې شپږ ساعته غونډه وکړه. په دې دوه اړخیزه غونډه کې موافقه وشوه چې د سوریې په شمال ختیځ کې ګډې ګزمې... Читать дальше...
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور او د دوی د وتلو مسئلې د نړیوالو مطبوعاتو پام ور اړولی دی.
ټاکل شوې ده چې د ناټو دفاع وزیران په بلجیم کې سبا پنجشنبې د افغانستان په اړه غونډه وکړي. د ناټو د سرمنشي مرستیال ویاند پیرز کزالي په پلازمېنه بروکسل کې ازادي راډیو ته د دې غونډې په اړه وویل: "دفاع وزیران به د افغانستان د ماموریت په برخه کې خپله ژمنه بیا وکړي، یعني هم به د پوځیانو په برخه کې او هم د هغوی د تمویل په برخه کې." هغه وویل، هدف دا دی چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه لا پياوړي شي او وکولی شي چې له نړیوال تروریزم سره مبارزه وکړي ترڅو د یوې تلپاتې سولې ټینګیدو ته زمینه برابره شي. Читать дальше...
د اروپایي ټولنې او امریکایي استازیو په غونډه کې د افغانستان د سولې مساله وڅیړل شوه. دا غونډه پرون د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د اروپایي ټولنې په مرکزي دفتر کې ترسره شوه. د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیا پر ټویټر لیکلي دي چې دا ډېره ښه غونډه وه، خو په دې برخه کې یې نور توضیحات نه دي ورکړي. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په بروکسل کې دی او د دوشنبې په ورځ یې د ناټو له عمومي منشي سره کتلي و.
د روسیې د کورنیو چارو وزات وایي، داسې ښکارې چې د څرځای پر سر لانجه د روسیې په روستوف کې د پنځو کسانو د وژلو سبب شوې ده. په روستوف کې د روسیې د کورنیو چارو د وزارت سیمه ییزو استازیو پرون وویل، دا پیښه د روستوف په ارلوفسکي سیمه کې چې د ماسکو د جنوب په ۱۲۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده، رامنځته شوې ده. د ډزو پرمهال دوه تنه نور ټپیان شوې هم دي.
په اوکراین کې د امریکا متحده ایالتونو د سفارت شارژدافیر وایي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشر څخه غوښتي و چې مخکې تر دې چې له ده سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري، د ګازو د هغې کمپنۍ په اړه دې تحقیقات وکړي چې د ده له سیاسي مخالف سره ارتباط لري. امریکایي ډیپلومات ویلیم ټیلر دا خبرې پرون د کانګرس د یوه درې کسیزې ډلې مخې ته وکړې. ډیموکراتان غواړي چې ولسمشر ټرمپ له کییف سره د مشروطې معاملې له امله استیضاح کړي. ښاغلي ټرمپ د جولای په پنځه ویشتمه د اوکراین له ولسمشر زیلینسکي سره په ټیلفون خبرې کړې... Читать дальше...
د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) غړو او ددغه سازمان د ملګرو هېوادونو د دفاع وزیران به د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو او دغه هېواد کې د سولې له بهیر څخه د ملاتړ اعلان وکړي. دوی پنجشنبه او جمعه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې غونډه کوي.
د روسیې په منځګړیتوب د سوریې د شمال ختیځ په کرد مېشتو سیمو کې د ترکیې او کرد جنګیالیو ترمنځ اوربند د نږدې یوې اونۍ لپاره تمدید شو. پرون داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ښایي نن ترکیه د سوریې دننه پر کردانو پراخې حملې وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د چین حکومت بلنه ورکړې چې په پیکنګ کې د افغانستان د سولې په تړاو په جوړېدونکي بین الافغاني کنفرانس کې برخه واخلي. دا غونډه به د راتلونکې اونۍ د دوشنبه او سه شنبه ترسره شي.