د افغانستان پر وضعیت د ملګرو ملتونو اندېښنه
ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت ښه نه دی. په یوه غونډه کې چې دغه سازمان پرون جوړه کړې وه په طالبانو غږ وشو چې له تاوتریخوالي لاس واخلي. جزییات په دغه راپور کې وګورئ.
ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت ښه نه دی. په یوه غونډه کې چې دغه سازمان پرون جوړه کړې وه په طالبانو غږ وشو چې له تاوتریخوالي لاس واخلي. جزییات په دغه راپور کې وګورئ.
د برما پولیسو د دې هېواد د لیرې کړای شوې مشرې آنګ سان سوچي پر وړاندې دعوه پرانیستې ده. نوموړې به د فبرورۍ تر ۱۵ د تحقیق لپاره په توقیف کې وي. د برما پوځ د فبرورۍ په لومړۍ نېټه کودتا وکړه او آنګ سان سوچي یې توقیف کړه. د پولیسو په یوه غوښتنلیک کې محکمې ته ویل شوي، چې د دغې ۷۵ کلنې مشرې آنګ سان سوچې د کور د تلاشۍ پرمهال د مخابرې دستګاه موندل شوې چې په غیر قانوني ډول راوړل شوې او له اجازې پرته کار ترې اخیستل شوی دی. سوچي په برما کې د ډیموکراسۍ د یوه حرکت د مشرۍ کولو له کبله له ۱۹۸۹ کال څخه تر ۲۰۱۰ کاله په کور کې نظربنده وه. Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تور پورې کړ، چې د پاکستان پوځ د کونړ پر شلتن سیمه او د ډیورنډ په امتداد د استوګنې پر ځایونو د توغندیو ډزې کړي دي. د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي، چې دا بریدونه په سختو ټکو غندي او ژر تر ژره باید پاکستان له دې ډول تهاجمي بریدونو لاس واخلي او په راتلونکې کې یې تکرار نه کړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې دا ډول هڅي د دواړو هېوادونو پر اړیکو ډېر منفي اغېز کوي او که ادامه پیدا کړي د پایلو مسوولیت به د اسلام آباد پر غاړه وي. پاکستان... Читать дальше...
په پکتیکا کې د لسو ولسوالیو اوسېدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې د ولایت په توګه د ارګون د بدلېدو غوښتنه وکړه. د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د لسو ولسوالیو اوسېدونکي راټول شوي او له افغان حکومته غواړي چې د ارګون او ترڅنګ یې لسو ولسوالیو ته تر ولایت پورې ارتقا ورکړي. دوی وایي، ارګون او ورڅېرمه نهه ولسوالۍ یې د مساحت، نفوس، د خلکو ټولنیزو اړتیاو او غوښتنو ته په کتو باید دوه لسیزې وړاندې ولایت شوې وای، خو په خبره یې اوس هم ناوخته نه دی او چارواکي دې د دوی غږ واوري د غونډې یو ګډونوال اسحاق ارین وایي... Читать дальше...
د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي په دې ولایت کې د برښنا د ویش په پڅ بهیر نیوکې کوي. د پکتیا په مرکز ګردېز کې د یو شمېر هغو کلیو اوسېدونکي چې د برښنا د ویش په لومړي پړاو کې ورسره د پوښښ ژمنه شوې وه، وایي، لا هم له برښنا بې برخي دي او د دوی کلیو ته د برښنا ویش د چارو بهیر ډېر پڅ دی. د پکتیا د مرکز ګردېز اوسېدونکی او مدني فعال جمیل الرحمن د برښنا ریاست ملامتوي، چې په خپلو چارو او ژمنو کې پاتې راغلی. هغه وویل: "د تېرې په سیمه کې نږدې شل کلي لا هم د برښنا څخه بې برخې دي، ځینو ته کارونه روان دي، خو ډېر... Читать дальше...
د افغان حکومت د حقیقت موندنې پلاوي یو غړی وايي، د میدان وردګ ولایت د مرکز بهسود ولسوالي لانجې ته د حل لپاره له مقابل لوري سره یوه کلي توافق ته رسېدلي دي. هغه راپورونه تایید شوي چې وايي، د میدان وردګو ولایت د بهسودو مرکز ولسوالي له دوهمې حصې څخه امنیتي ځواکونه په بشپړه توګه وتلي دي. د افغان حکومت د حقیقت موندنې پلاوي یوه غړي احمد علي راشد ازادي راډيو ته وويل، چې په یوه بل تحول کې د مرکز بهسود ولسوالي دوهمه حصه اوس د خنجر په نوم د یوه کس د وسله والو کسانو په لاس کې ده. د دوشنبې په ورځ افغان... Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په یوه راپور کې لیکلي، د افغانستان په زندانونو کې لا هم بندیان شکنجه کېږي. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په یوه تازه راپور کې د افغانستان په زندانونو او بند خونو کې د بندیانو د شکنجې او له دوی سره د بد چلند په اړه ويلي دي. یوناما دا راپور نن د چهارشنبې په ورځ د شکنجې راپور تر نوم لاندې خپور کړ. په راپور کې د یو شمېر زندانیانو له قوله لیکل شوي، دوی په زندانانو او بند خونو کې شکنجه او حقونو ته یې پام نه کېږي. د افغانستان... Читать дальше...
په میدان وردګو ولایت کې د یو غږ د سولې لپاره په نوم مشاعره ترسره شوه. په دغه مشاعره کې چې لسګونه ځوانانو او لیکوالانو برخه اخیستې وه په دې اړه نور حال په دې راپور کې چې د لاندې لينک په کېکاږلو سره يې اورېدلى شئ:
په ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولایت استازی مهدي راسخ وایي، چې امنيتي ځواکونه له بهسودو ولسوالۍ په بشپړ ډول وتلي دي. د میدان وردګو ولایت بهسودو ولسوالۍکې د امنیتي ځواکونو او سیمه ییزو پاڅونکوو ترمنځ شخړه. اوس ويل کېږي، چې امنيتي ځواکونو دغه ولسوالۍ په بشپړ ډول پرېښوده. په ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولایت استازی مهدي راسخ چې دا مهال په سیمه کې دی ازادي راډیو ته وویل، چې تېره ورځ ناوخته (سه شنبه) د دغې ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون ټولو امنیتي ځواکونو دغه ولسوالۍ پرېښوده... Читать дальше...
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د د ۱۴۰۰ کال بودیجې دریمه مسوده د کابینې له لوري پاس او ولسي جرګې ته د تصویب لپاره لېږل کېږي. د افغانستان ولسي جرګه وايي، چې د بودیجې مسودې له دويم ځلي رد دا دې دوه اونۍ اوړي، خو لا هم حکومت دوی ته دریمه مسوده نه ده سپارلې. د دغې جرګې یو شمېر غړي وايي، څومره چې ژر کېږي، باید دریم ځلي طرحه دوی ته وسپارل شي. دوي دا هم وايي، چې د بودیجې دریم ځلي طرحې په تصویب کې به له خپلو غوښتنو یو ګام هم شاته نه شي. د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون غړي صدیق احمد عثماني د چهارشنبې په ورځ د جرګې په عمومي ناسته کې وویل... Читать дальше...
ټاکل شوې چې په متحده عربي اماراتو کې د 'ټي ټېن' یا لس اوورېزه کرکټ لیګ سیالیو په دوام نن چهارشنبه (د سلواغې ۱۵مه) درې سیالۍ ترسره شي. په لومړۍ لوبه کې بنګال ټاېګر او قلندر، په دوهمه لوبه کې مراټا عرب بینز او ابو دُبۍ او دغه شان په درېیمه لوبه کې نارترن ورس او پونا ډیولیز لوبډلې سره مخامخ کېږي. د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبو کې بیا ډیلي بلو لوبډلې پونې او نارترن ورس ډیکن ګلیډیټرز لوبډلې ته ماتې ورکړه. دا لس اوریزه سیالۍ چې څو ورځې وړاندې پیل شوي، نږدې لس افغان لوبغاړي هم په کې د بېلابېلو لوبډلو له لوري پیرل شوي دي. Читать дальше...
د کابل کرکټ لوبډلې د پروان لوبډلې ته ماته ورکړه. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن چهارشنبه(د سلواغې ۱۵مه) ازادي راډیو ته وویل، د ولایتي درېیمه درجه لوبو په دوام نن دا لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې. ښاغلی هوتک وایي، لومړی د کابل لوبډلې د پچې په ګټلو سره توپ وهنه پیل کړه او بالاخره په ۵۰ ټاکل شوېو اورونو کې یې د پروان کرکټ لوبډلې ته د ۳۱۱ هدف وټاکه. د نوموړي په خبره، د پروان لوبډلې تر ۳۰ اووره پورې ټول لوبغاړي وسوځېدل او د ۱۴۳ منډو په جوړولو د ۱۶۷ په توپیر لوبه وبایلله. د دې سیالیو د غوره لوبغاړي جایزه ریاض حسن ته ورکړل شوه. Читать дальше...
په کابل کې د ښځو لپاره د وشو ژمنی ټورنمنټ پیل شو. د افغانستان د وشو د فدراسیون مشر سید رحمن یورش نن چهارشنبه (د سلواغې ۱۵مه) ازادي راډیو ته وویل، په دې لوبو کې ۶ ورزشي کلپونه او ۵۰ ښځینه لوبغالې لوبېږي. ښاغلی یورش وایي، د دې لوبو موخه د غوره لوبغاړو ټاکل دي. دا سیالۍ د ځوانانو او لوړعمر لرونکو کسانو ترمنځ د ۴۷ څخه نیولی تر ۷۵ کیلو وزن درلودونکو ورزشي لوبغاړو ترمنځ ترسره کېږي. د نوموړي په خبره، د دې سیالیو په پای کې به د هېواد په کچه د وشو لوبو لپاره غوره لوبغاړي وټاکل شي.
روسي پولیسو ددې هېواد په پلازمېنه مسکو کې د الکسي ناوالني شااوخوا ۱۴۰۰ پلویان تېره شپه نیولي دي. دوی د مسکو د یوې محکمې د حکم پر خلاف راوتلي وو او د پولیسو له زور زیاتي سره مخ شول. جزئیات په دې ویډیويي راپور کې کتلی شئ:
په کندهار کې نامعلومو وسله والو نن چهارشنبه (د سلواغې ۱۵مه) یو ملا امام وژلی دی. د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې پر مولوي عبدالباقي نن تر غرمې دمخه وسله والو موټر سایکل سپرو حمله کړې ده. ښاغلی بارکزی زیاتوي: "نن سهار لس بجې د کندهار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې ملا عبدالباقي د ناپیژاندو وسله والو له خوا ویشتل شوی دی. د دې پېښه علت او انګېزه تراوسه معلومه نه ده." مولوي عبدالباقي کندهار ته د ولسمشر غني د وروستي سفر پر مهال د دیني عالمانو په استازیتوب خبرې کړې وې. Читать дальше...
جګړې له یوې خوا او نورو ټولنیزو ستونزو له بلې خوا، په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه هم راپورته کړې ده. د دې سازمان د بشري مرستو د همغږۍ برخې پرون سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) د افغانستان د بشري وضعیت په اړه بحث کړی. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز په دې غونډه کې ویلي، افغانستان له بشري اړخه له خورا ډېرو ستونزو او کړکېچونو سره مخ دی. نوموړې زیاته کړه: "د افغانستان بشري وضعیت خورا اندېښمنونکی دی. موږ دغه برخه کې له ګڼو ستونزو او کړکېچونو لکه جګړه، اقلیمي بدلون او کرونا ویروس سره مخ یو. Читать дальше...
په کشمیر کې له واورو او کنګل جوړ شوی رسټورانټ ګرځندویانو د کشمیر دې سیمه کې د تفریح یو نوی ځای پيدا کړی. ایګلو کافه کې تاوده خواړه او څښاک له واورو او کنګل جوړو میزونو باندې خلکو ته وړاندې کېږي. دا رسټورانټ په یوه وخت د شپاړلسو کسانو د ځاییدو وړتیا لري، بشپړ یې په دې ویډیو کې وګورئ.
د روغتیا د نړیوال سازمان څېړونکي د چین ووهان ښار د تحقیقاتو مرکز ته لاړل چې د کرونا ویروس د وبا د خپرېدو په اړه څېړنې وکړي. دوی نن چهارشنبه (د سلواغې ۱۵مه) د ووهان ویرولوجي انسټیټیوټ وکوت چې معلومات راټول کړي. د جاپان 'ټي.بي.اېس' راډیو – ټلوېزیون د راپور له مخې، د روغتیا د نړیوال سازمان غړي پیټر دازاک وویل، دوی غواړي چې په دې ځای کې له ټولو کلیدي کسانو سره وویني او مهمې پوښتنې چې باید وشي، ورڅخه وکړي. په دغه انسټیټیوټ کې وروسته له دې چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې شدیده تنفسي ناروغي خپره شوه،... Читать дальше...
د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په دې وروستیو کې په بلخ ولایت کې د غوښو د چرګانو تولیدات ډېر شوي دي. د دې وزارت ویاند، فواد احمدي ازادي راډیو ته وویل، په بلخ ولایت کې د غوښې د چرګانو پنځه فابریکې فعالیت کوي چې هره میاشت ۵۰۰ زره غوښین چرګان تولیدوي. د ښاغلي احمدي په خبره، دغه فابریکې په یوه ورځ کې ۴۰ ټنه د چرګانو غوښې د بلخ ولایت او ورڅېرمه سيمو بازارونو ته د خرڅلاو په موخه استوي. نوموړی زیاتوي، د دوی د شمېرنې له مخې، افغانستان د چرګانو د غوښو او هګیو له اړخه ځان بسیاینې ته نږدې شوی... Читать дальше...
د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د بلجیم د سفارت لوکسه ودانۍ د موډلانو د یوې نندارې کوربه وه. دوی د سعودي عربستان د خلکو دودیزې جامې نندارې ته وړاندې کړې، نور حال په دې ویډیو کې:
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وايي، نړیوال ځواکونه باید د افغانستان د سولې د پروسې تر بشپړېدو مخکې له دغه هېواده راونه وځي. هغه دا خبره پرون سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) جرمني رسنیو ته په یوه انلاین کنفرانس کې کړې ده. ښاغلی ماس ویلي، په قطر کې د سولې پروسه ډېره پڅ مخته ځي او د اپرېل تر پایه د ده په خبره نتیجه نه ورکوي. امریکا له طالبانو سره د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دوره کې تړون کړی او له مخې یې تر مې پورې د ځواکونو د ایستلو ژمنه کړې ده. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د پخواني... Читать дальше...
د الکسي ناوالنۍ د بند د حکم پر ضد د راوتلو خلکو له ډلې نږدې ۱۴۰۰ کسان نیول شوي دي. محکمې د مسکو په وخت بېګا شااوخوا اته بجې په ناوالنۍ د دوو کلونو او اتو میاشتو تنفیذي بند حکم وکړ. پولیسو د دې محاکمې لپاره سخت امنیتي تدابیر نیولي و. د راپورونو له مخې د ناوالني په ملاتړ په راټولو شوېو سلګونو کسانو باندې پولیسو له زور زیاتي کار اخیستی او په هغوی یې د اوسپنیزو ډنډو ګوزارونه کړي دي. د هغو کسانو له ډلې چې د قاضي د حکم په غبرګون راوتلي وو، یواځې په مسکو کې څه باندې ۱۱ سوه کسان نیول شوي. ... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، په لغمان ولایت کې د بېرې ۴۰۰ هکټاره ځنګلونه جوړ شوي دي. د دې وزارت ویاند اکبر رستمي د چهارشنبې (د سلواغې ۱۵مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دې نیالګیو د کېښودو لړۍ دوه کاله وړاندې د خوړو نړیوالې ادارې ' WFP' په مرسته پیل شوې چې په یاده موده کې یې ۶۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. ښاغلی رستمي زیاتوي، یاد ځنګلونه د شاتو مچیو د روزنې د صنعت د پرمختګ او د شاتو د تولیداتو د زیاتوالي په پار جوړ شوي دي. د نوموړي په وینا لغمان سره د ننګرهار،... Читать дальше...
د ارزګان چارواکي وايي، تېره شپه شااوخوا دوه نیمې بجې د مرکز ترينکوټ اړوند چنارک سيمه کې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر يوې امنيتي قرارګاه موټر بم بريد کړی دی. د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد نن چهارشنبه (د سلواغې ۱۵مه) ازادي راډيو ته وویل چې په دې برید کې څلورافغان سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان دي: "چنارک سیمه کې برید د ملي اردو دوه تنه سرتیري، یو ملي پولیس او یو سُنګري وژلی دی او ۳ نور سرتیري یې ټپیان کړي دي." ښاغلی شېرزاد زیاتوي، سیمې ته تازه دمي ځواکونه رسيدلي او وضعیت یې کابو کړی دی. Читать дальше...
د کابل چاپ د نن ورځې په ګڼو کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحثونه او تبصرې شوي دي. هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودل شوې ده. د سرمقالې لیکوال لیکلي، سره له دې چې څو ورځې وړاندې اروپايي ټولنې، د ناټو ملکي استازو، امریکا او څو نورو هېوادونو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي د اندېښنو ګډه اعلامیه هم خپره کړه، خو له دې سره د تاوتریخوالي بهېر لا هم روان دی. وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د افغانستان د سولې په اړه نړیوال بدلون، له... Читать дальше...