Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2021

Новости за 18.02.2021

Pa.azadiradio.com 

"د اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدنې د پېښې په تړاو ۱۰ تنه نیول شوي"

د هرات د اسلام قلعه په ګمرک کې د اورلګېدو نږدې اوونۍ په پوره کېدو ده، خو لا یې هم د څېړنې لپاره تللي پلاوي، خپل کار پای ده نه دی رسولی. ولسمشرغني د یوه حکم پر بنسټ، د عواېدو او ګمرکونو د مرستیال په مشرۍ یو لوړ رتبه پلاوی د یک‌شنبې په ورځ سیمې ته واستاوه، څو دا پېښه په هر اړخیز ډول وڅېړي. خو تازه د دې پلاوي یو غړي او د کورنیو چارو وزارت د جنايي څېړنو مشر زلمي منګل ازادي راډیو ته پېښې سره د تړاو په تور د لس تنو د نیول کېدو خبره کړې ده. ښاغلی منګل زیاتوي، دې کسانو کې د ګمرک، نورم او سټنډرډ ادارې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

"طالبان هڅه کوي پر کندهار، زابل، ارزګان، هلمند او ننګرهار یرغلیز بریدونه وکړي"

د پسرلي او دوبي په رانږدې کېدو او د جګړې او تاوتریخوالي زیاتېدو ته د افغانستان د ملي امنیت رئیس اندېښنه ښودلې. د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج د پنجشنبې(د سلواغې ۳۰مه) په ورځ له یو شمېر خبریالانو سره په کتنه کې ویلي، د افغانستان له لویدیځ څخه د پاکستان کوټې ته د یو شمېر طالب قوماندانو له سفر وروسته، هغوی ته امر شوی، څو په پسرلي او دوبي کې د خپلې جګړې ټول تمرکز د کندهار، زابل، ارزګان، هلمند او ننګرهار ولایتونو ته واړوي. د ښاغلي سراج په خبره، د هېواد په ختیځ کې به د جګړې زور د ننګرهار په حصارک... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سیګار: افغانستان لا هم مېرمنو ته د نړۍ یو له ستونزمنو هېوادونو څخه دی

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې یا (سیګار) مشر جان سوپکو د بروکېنګز په انسټیټیوټ کې یوې غونډې سره د افغان مېرمنو د راتلونکې په اړه خپلې موندنې شریکې کړې. هغه وايي، افغانستان اوس هم په نړۍ کې د مېرمنو لپاره یو له ستونزمنو هېوادونو څخه دی. بروکېنګز د امریکا په واشنکټن ډی سي کې یو غیر انتفاعي انسټیټوټ دی. دا انسټیټیوټ د سیمې او نړۍ په کچه د ټولنې د ستونزو په اړه کله نا کله څېړنې کوي. سیګار دې راپور کې له ۶۵ مېرمنو سره په ۱۴ ولایتونو کې خبرې کړي او په ټولیز ډول دا نظر یې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پرایس: امریکا د افغانستان د سولې له روان بهیره ملاتړ کوي

د ناټو د ۳۰ غړیو هېوادونو دفاع وزیران نن پنجشنبه (د سلواغې ۳۰مه) په بروکسل کې د افغانستان پر پوځي ماموریت خبرې کوي. د دې غونډې په درشل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په افغانستان کې روانې شخړې د منلو نه دي.  د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل چې د افغانستان د سولې د روان بهیر ملاتړ کوي، څو دا هېواد په سوله او ثبات کې وي. ښاغلي پرایس زیاته کړه: "موږ دا منو، دا حقیقت دی چې شخړې د نه منلو تر بریده زیاتې دي. د شخړو اوسنۍ کچه په ټول افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د دایکنډي چارواکي: طالبانو ۸ ملکیان او یو پاڅون کوونکی وژلی

د دایکنډي د والي دفتر په دغه ولایت کې د طالبانو د برید له امله د اتو ملکیانو او د ولسي پاڅون د یوه غړي د وژل کېدو خبر ورکوي.  د دایکنډي مرستیال والي محمد علي شهرستاني ازادي راډیو ته وویل، طالبانو سهار د پاتوې په ولسوالۍ کې د برید پرمهال دا کسان وژلي دي.  د شهرستاني په وینا په دې برید کې دوه تنه ملکیان ټپیان شوي هم دي.  طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

Pa.azadiradio.com 

د ایران په 'سي سخت ښارګوټي' کې زلزلې ۴۰ تنه ټپیان کړي

د ایران په جنوب لویدیځ کې د سي سخت په ښارګوټي کې د پنځه اعشاریه شپږ ریښتر په کچه د پرونۍ زلزلې له امله، د ایران د رسنیو په وینا لږ تر لږه ۴۰ تنه ټپیان شوي دي.  د ایران دولتي ټلوېزیون په سیمه کې د یوه چارواکي په وینا خبر ورکړ چې په سي سخت او یاسوج ښارګوټیو کې خلکو له وېرې خپل کورونه پرې ایښې دي، په سیمه کې برېښنا او اوبه قطع شوي دي.  سي سخت د پلازمېنې تهران په پنځه سوه کیلومترۍ کې پروت دی چې نژدې شپږ زره استوګن لري.

Pa.azadiradio.com 

د جرمني یو شمېر سیمو کې د جنايي ډلو پر ضد د پولیسو چاپې

د جرمني په پلازمېنه برلین او شااوخوا سیمو کې پولیسو د یو شمېر جنایي ډلو پر ضد چاپې وهلي دي.  د برلین پولیسو په ټویتر کې لیکلي دي، د بېړنۍ څانګې او ځانګړیو ځواکونو په سلګونو تنو نن پنجشنبه (د سلواغې ۳۰مه) سهار وختي په دې عملیاتو کې برخه واخېسته.  پولیس وایي، د عملیاتو علت د عربانو او چیچنیایانو ترمنځ د دوه زره شلم کال په نومبر کې ترسره شوې شخړې او هغه تحقیقات دي چې د وسله والو او مخدره موادو لپاره د برلین لوی څارنوالۍ او د مالیاتو دفتر ترسره کړي دي.  شپیګل مجله خبر ورکوي چې دوه تنه د یوې جنایي ډلې په تړاو نیول شوې دي چې په سلګونو غړي لري.

Pa.azadiradio.com 

فوټبال؛ د پرتګال پورتو لوبډلې د ایټالیا یوونټوس ته ماتې ورکړه

د پرتګال پورتو فوټبال لوبډلې د اروپا ورزشي کلپونو جام سیالیو کې د ایټالیا یوونټوس لوبډلې ته ماتې ورکړه. د ورزشي سایټونو راپورونو کې راغلي، د پرتګال پورتو لوبډلې دوه د یو پر وړاندې د ایټالیا یوونټوس لوبډلې باندې برلاسې شوه. د پورتو لوبډلې په لومړۍ دقیقه کې لومړۍ او نیمه دقیقه وروسته دوهم ګول وکړ، خو د یوونټوس لوبډلې په ۸۰یمه دقیقه کې لومړی ګول وواهه. د دواړو لوبډلو د بېرته ستنېدو لوبې به د ایټالیا په تورین کې ترسره شي.

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د تکواندو ۱۱م پړاو سیالۍ پیل شوې

په کابل کې د تکواندو یوولسم پړاو یا 'ITTAF' سیالۍ پیل شوې. د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند محمد عارف پیمان ازادي راډیو ته وویل، دا سیالۍ نن پنجشنبه(د سلواغې ۳۰مه) «سوله د ټولو لپاره» په شعار  پیل شوې. د ښاغلي عارف په خبره، په دې سیالیو کې د کابل له څلورو ورزشو ټولنو ۲۰۰ ښځینه او نارینه ورزش کارانو ، په ۵ ډوله سني کټګوریو کې ګډون کړی وو. د نوموړي په خبره، دا سیالۍ د کابل ټاکنیزې لوبډلې ته د غوره څېرو ټاکلو په موخه، د بدني روزنې ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې وشوې.

Pa.azadiradio.com 

افغان کرکټ بورډ داسې توپ اچوونکی موندلی چې د توپ سرعت یې ۱۴۰ ته رسېږي

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، په افغان لوبغاړو کې یې داسې توپ اچوونکی یا باولر موندلی چې د توپ اچوونې سرعت یې ۱۴۰ ته رسېږي. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن پنجشنبه (د سلواغې ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل، د چټک توپ اچوونکو د موندلو په دوو پړاونو کې یې ۷ داسې توپ اچوونکي موندلي چې د توپ اچوونې سرعت یې له ۱۳۵ پورته ان تر ۱۴۰ پورې رسېږي. دغه باولران ۴ يې د اوسني پړاو او ۳ يې د مخکنۍ پروسې څخه غوره شوي چې د کرکټ بورډ له قوله، د لا روزنې په موخه يې هندوستان ته لېږي.

Pa.azadiradio.com 

خوست کې د کرکټ د دویمه درجه لوبډلو تر منځ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

نن د پنجشنبې (د سلواغې ۳۰مه) په ورځ د خوست د کرکټ په ملي لوبغالي کې د ۸ ولایتونو د کرکټ د دویمه درجه لوبډلو تر منځ یو ورځنۍ سیالۍ  پیل شوې. یادو سیالیو کې چې د ۱۶ ولایتونو لوبډلې ګډون لري، د ۸ نورو ولایتونو لوبې په ننګرهار کې ترسره کېږي. د دې سیالیو لومړۍ لوبه د خوست او کندز ولایتونو د لوبډلو تر منځ  ترسره شوه چې د دې ټولو لوبو په پای کې به ۴ نوې لوبډلې د کرکټ اوله درجه لوبډلو قطار ته پورته شي. خوست ته تر اوسه د کندز، بغلان او هلمند ولایتونو لوبډلې رسیدلي او تمه ده چې پاتې لوبډلې به هم په یوه یا دوه ورځو کې دې ولایت ته ورسېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کورنیو چارو وزیر: لویو لارو کې د پولیسو د اخاذیو په اړه شکایتونه خپله څيړم

له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې د لویو شرکتونو بار وړونکو موټر چلوونکو کاري اعتصاب کړی وايي،لویو لارو کې پولیس او نور غیر مسول وسله‌وال ترې په غیرې قانوني ډول پېسې اخلي، خو د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي دې ډول شکایتونو ته د رسېدنې ډاډ ورکړی. ښاغلي اندرابي په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې لیکلي، له دې وروسته په لویو لارو کې د پولیسو د اخاذیو په اړه ټول شکایتونه په خپله څېړي او د پولیسو د اصلاحاتو لړۍ به په لویو لارو کې بشپړوي. مسعود اندرابي دوه شمېرې هم اعلان کړي چې شکایت کوونکي پرې خپله ستونزه تر هغه رسولای شي‌. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چاودنې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد مبشر مسلمیار وواژه

په کابل کې د یوه چسپکي ماین په چاودنه کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد مبشر مسلمیار وژل شوی او یو بل کس ټپي دی. یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته د استاد مبشر مسلیمار وژل کېدل تایید کړي، دغه امنیتي سرچینه وايي، لا هم څیړنې رواني دي چې د دوهم کس هویت وپېژندل شي. په کابل ښار د پنجشنبې په سهار دوه چاودنې وشي، د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامزر رسنیو ته په استول شوي پیغام کې  وايي، لومړۍ چاودنه د کابل ښار لسمې ناحیې اړوند د سرای جالي په سیمه کې د پولیسو په یوه رینجر شوې چې په ترڅ کې یې چاته زیان نه دی رسیدلی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ګُرجستان صدراعظم ګیورګي ګاخاریا استعفا وکړه

د ګُرجستان صدراعظم ګیورګي ګاخاریا نن پنجشنبه(د سلواغې ۳۰مه) استعفا وکړه.  دا استعفا وروسته تر دې وړاندې شوه چې د دې هېواد د اپوزسیون تر ټولو مهم مشر ونیول شو.  د تبلیسي محکمې پرون چهارشنبه (د سلواغې ۲۹مه) د تحریک او ملي وحدت د ګوند د مشر نیکا میلیا له توقیف سره موافقه وکړه.  دا پریکړه د دې لامل شوه چې د مخالف ګوند ټول غړي د پارلمان غونډه تحریم کړي او پایله یې دا شوه چې نن صدراعظم خپله استعفا وړاندې کړي.

Pa.azadiradio.com 

امریکا، جرمني، فرانسه او بریتانیا به د ایران پر اټمي تړون وغږېږي

د امریکا د متحد ایالاتونو، جرمني، فرانسې او بریتانیا جګپوړي ډیپلوماتان به نن پنجشنبه د ایران د دوه زره پنځلسم کال پر اټمي تړون بحث وکړي.  دا تړون چې د دغو څلورو لویدیځو ځواکمنو هېوادونو، همدا راز د چین او روسیې له لوري لاسلیک شو له ایرانه یې وغوښتل چې د یورانیمو له غني کولو لاس واخلي، په بدل کې به یې پر دغه هېواد بندیزونه لېرې شي.  سره له دې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوه زره اتلسم کال د مې په میاشت کې له دې تړونه بهر شو، پر ایران یې بېرته بندیزونه ولګول او ویې ویل چې د تړون شرایط  داسې نه دي چې ایران به د اټمي وسلو له جوړېدو راګرځوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غني: شخړه د حل لار نه ده، خو سیاسي حل لاره هر اړخېزه هوکړه غواړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پر طالبانو او د هغوی په ملاتړو د فشار راوستو لپاره په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه اړتیا احساسېږي. ښاغلي غني د پنجشنبې (د سلواغې ۳۰مه) په ورځ کې ارګ د ۲۰۲۰ جینوا کنفرانس د ژمنو د څارنې او پلي کولو ورکشاپ کې چې کابل کې مېشت د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او د سازمانونو استازو ګډون کړی وویل، تاوتریخوالی حل لاره نه ده. ولسمشر غني زیاته کړه: "په هغه اندازه چې تاوتریخوالی زیات شوی، په هماغه اندازه د جمهوریت حقانیت هم ثابت شوی او د احترام وړ ګرځېدلی. تاوتریخوالی سیاسي حل لاره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: افغانستان کې د تاوتریخوالي روانه کچه د منلو نه ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په افغانستان کې د شخړو اوسنی کچه د منلو نه ده. نېډ پراېس وویل، هېواد یې د افغانستان قضیه کې له خپلو متحدانو سره له نژدې همغږي کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې ویاند چې د چهارشنبې (د سلواغې ۲۹مه) په ورځ واشنګټن کې خبریالانو ته خبرې کولې، دې برخه کې د ناټو د دفاع وزیرانو نننۍ انلاین غونډه یاده کړه چې د ده په وینا د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټن په کې د ناټو د نورو غړیو هېوادونو د دفاع... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جو بایډن او بنيامين نتانیاهو د ايران د اټمي پروګرام پر تهديد بحث وکړ

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیل له صدراعظم بنیامن نتانیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې د ایران د اټمي پروګرام د تهدید او 'کووېډ-۱۹' په اړه بحث کړی دی. د اسرائیل د صدراعظم بنیامن نتانیاهو دفتر د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه په یوه اعلامیه کې دا خبره تأیید کړه. نتانیاهو د امریکا له هغو اخري متحدانو وو چې جو بایډن ورته ټيلیفون وکړ، جو بایډن د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د ولسمشر په توګه لوړه کړې وه. . ویل کېدل ټرمپ د اسرائیل په ګټه اجنډا پر مخ وړي او ګڼ عرب هېوادونه، په اروپا او نورو ځایو کې یې د امریکا متحدان په غصه کړي وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل ښار کې دوو چاودنو یو تن وواژه

د پنجشنبې په سهار په کابل کې دوه چاودنو تر دا مهاله یو کس وژلی. د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته په استول شوي پیغام کې وايي، لومړۍ چاودنه د کابل ښار ۱۰مې ناحیې اړوند د سرای جالي په سیمه کې د پولیسو په یوه رنجر شوې چې په ترڅ کې یې چاته زیان نه‌دی رسېدلی. ښاغلی فرامرز وايي، دوهمه چاودنه د کابل پوهنتون او علي‌اباد روغتون اړوند سړک کې په یوې شخصي کرولا موټر شوې چې په ترڅ کې یې یو کس وژل شوی. نوموړی وايي، دواړه چاودنې چسپکي ماینونه و. لا تر اوسه د دې چاودنو مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

Pa.azadiradio.com 

​​​​​​​په کورنیو کې د سالمو بوختیاوو ګټې

د ازادي راډیو د «کورکلي» اوونیزه خپرونه کې په دې موضوع بحث کېږي چې ایا تاسې په کور کې سالمه بوختیا لرئ؟ ولې ځېنې خلک سره له دې چې بې‌کاره هم دي، خو په کور کې سالم مصروفيت نه‌لري؟ په کورنیو کې د سالم مصروفیت اقتصادي او روانې ګټې څه کېدای شي؟ نن همدا موضوع راسپړو چې راپور، د خلکو نظرونه او په پای کې د یو تن اقتصادي شنونکي سره مرکه هم شته. دا خپرونه د ازادي راډیو خبریالې مریم توخي جوره کړې او د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

پامیر قول اردو: کندز کې د طالبانو له یوه زندانه ۲۴ کسان ازاد شول

د ۲۱۷ پامیر قول اردو په کندز کې د طالبانو له یوه زندانه د ۲۴ کسانو د ازادېدو خبر ورکوي.  دغې قول اردو نن په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دې قول اردو کمانډو ځواکونو تېره شپه د کندز ولایت د اقتاش ولسوالۍ په کابلي قشلاق کلي کې د طالبانو پر دغه زندان برید وکړ چې په پایله کې یې ۲۴ تنه چې له یوه پرته نور ټول د امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي وو، له دغه زندانه ازاد کړل.  وړمه ورځ هم د بغلان امنیه قوماندانۍ د دې ولایت د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندانه د امنیتي ځواکونو د څو غړو په ګډون د ۲۴ بندیانو د ازادېدو خبره کړې وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مکسیکو د 'کووېډ-۱۹' ضد د روسیې واکسین لومړنۍ بسته ترلاسه کوي

مکسیکو وایي، د 'کووېډ-۱۹' ضد د روسیې د سپوتنیک-وي واکسین لومړني پېټي به بل سبا د فبرورۍ په ۲۰مه دې هېواد ته ورسېږي.  د دې هېواد د روغتیا مرستیال وزیر هوګو لوپیزګاتیل پرون چهارشنبه وویل چې حکومت له روسیې د دغه واکسین د ۲۴ ملیون دوزه له پېرلو سره موافقه کړې ده.  د هغې څېړنې له مخې چې روانه میاشت په لانسیت روغتیایي ژورنال کې خپره شوې، د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په وړاندې د روسیې د سپوتنیک-وي واکسین مؤثریت څه باندې ۹۱ سلنه چې د لوېدیځ له‌خوا د تولید شویو واکسینونو معادل ده، ښودل شوی.  په مکسیکو کې په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران سي سخت ښار یوې ۵،۶ ریښتر درجې زلزلې ولړزاوه

یوې زلزلې چې قدرت‌یې د ریښتر په اندازه ۵،۶ ثبت شوی، تېره شپه د ایران په جنوب لوېدیځ کې د سي سخت ښار ته نږدې سیمې ولړزولې.  د ایران د دولتي ټلوېزیون د راپور له مخې دغې زلزلې په دې ښار او ترڅنګ ښارګوټي یاسوج کې خلک ډېر بېرولي او هغوی یې له کورونو تېښتې ته اړ کړي و.  د دغې زلزلې له امله په دغو ښارونو کې د اوبو او برېښنا خدمتونه قطع شوي دي.  ایراني چارواکي وایي، د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلي او تر اوسه د ۱۰ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.  سي سخت چې د تهران په جنوب ۵۰۰ کیلومترۍ کې پرته یوه کرنیزه سیمه ده، شپږ زره اوسېدونکي لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایت‌الله خامنه‌ای: د اټمي تړون له ښکېلو خواوو عملي اقدام غواړو، نه تشې ژمنې

د ایران ستر مذهبي مشر وایي، هېواد یې د اټمي تړون له ښکېلو خواوو عملي اقدام غواړي، نه تشې ژمنې. ایت‌الله علي خامنه‌یي د تړون له لاسلیکوونکو دا غوښتنه وروسته تر دې کوي چې د جو بایډن په مشرۍ د امریکا نوې ادارې وویل، دوی دغه تړون ته ورستنېدلی شي.  بل لور ته ټاکل شوې د همدې اوونۍ په پای کې د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ مشر هم تهران ته سفر وکړي.  د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي وایي، د اټمي تړون په اړه‌یې څو ځله ښې خبرې او ژمنې اورېدلي، خو په خبره‌یې عمل کې دا ژمنې ماتې شوي او په وړاندې یې مخالف عملونه ترسره شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اشرف غني او بلېنکن خبرې: افغانان د سولې لپاره پياوړې اراده او اجماع لري

د افغانستان ولسمشر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سولې په بهیر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په زیاتولو او یو شمېر نورو مسئلو خبرې کړې دي.  د ارګ خبرپاڼه کې راغلي چې محمد اشرف غني او انتوني بلېنکن دا ټیلیفوني خبرې تېر ماښام کړې دي.  د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي غني دغو خبرو کې ویلي "د افغانستان دولت او خلک پیاوړې اراده او اجماع لري چې د سولې پروسه بریالۍ او په هېواد کې تلپاتې او باعزته سوله راشي".  بلېنکن د جو بایډن د ادارې د هغو چارواکو له ډلې دی چې له طالبانو سره د دوحې تړون د بیا ارزولو... Читать дальше...


Выставка художников «Искусство рядом» стартовала на Никитском бульваре

Прохлада нам по карману: как выбрать кондиционер и какова цена вопроса

Глава ФФККР Сихарулидзе не примет участия в конгрессе ISU

Вирус эволюционирует: почему рано называть COVID-19 сезонным заболеванием



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Пять выпускниц из Ступина получили по 100 баллов на ЕГЭ

Вирус эволюционирует: почему рано называть COVID-19 сезонным заболеванием

Строительство станции «Тютчевская» перешло на новый этап

Успенская подала иск к Киркорову, который назвал ее "попрошайкой"

Музыкальные новости

Новости и Культура, Дети и Россия: кукольный Театр Ульгэр выступил в Улан-Улан-Удэ в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник

Apocalyptica выложили кавер на Metallica «The Call Of Ktulu» на виолончелях

ГЕРОИЧЕСКОЕ УЧАСТИЕ АРМЯН В СВО. ЧАСТЬ ЧЕТВЕРТАЯ

За один день работники Уссурийского ЛРЗ и их дети выполнили сменно-суточное задание по ремонту 129 паровозиков

Новости России

Прохлада нам по карману: как выбрать кондиционер и какова цена вопроса

В Тверской области установили памятник Пушкину

Автостанция открылась в Печорах после ремонта

Вирус эволюционирует: почему рано называть COVID-19 сезонным заболеванием

Экология в России и мире

Жители Барнаула помогут сделать родной город чище

Уникальный интерактивный проект Ставропольской психиатрической больницы на выставке-форуме «Россия»

В Москве прошла Премия-практикум «Харизма Года»

Производители кроссовок New Balance и Under Armour подали около 1000 исков к российским продавцам

Спорт в России и мире

Каспер Рууд: «Не буду выступать на турнирах перед «Уимблдоном», но на нем, конечно, сыграю»

Соболенко, проигравшая Андреевой, потеряет 2-е место в рейтинге WTA по итогам «Ролан Гаррос», уступив его Гауфф

Джокович снялся с Открытого чемпионата Франции по теннису

«Он никогда не снимается с турниров». Циципас прокомментировал травму Джоковича

Moscow.media

Торговые настольные электронные весы CAS PR-15P

За один день работники Уссурийского ЛРЗ и их дети выполнили сменно-суточное задание по ремонту 129 паровозиков

Ученые нашли «выключатель» болезни Паркинсона

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *