Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2021

Новости за 13.02.2021

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د هرات په زندان کې یو شمېر بندیانو بلوا کړې

راپورونه وايي، چې د هرات په زندان کې یو شمېر بندیانو بلوا کړې ده. د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شېرزي آزادۍ راډیو ته وویل، حوزوي روغتون ته دوه ټپیان چې یو سرتېری او بل یې بندي دی راوړل شوي. د زندان یوه امنیتي چارواکي ویلي، بندیانو نن سهار وروسته له هغه بلوا پیل کړه چې امنیتي ځواکونو غوښتل د زندان شل بندیان کابل ته ولېږدوي. یاد شوي چارواکي دا خبره، د خپل هویت د نه ښودلو په شرط آزادۍ راډیو ته وکړه ځکه له رسنیو سره د خبرو اجازه یې نه درلوده. دې چارواکي ویلي دي چې بندیانو د بلاکونه دروازې بندې کړي او خپلو کمپلو ته یې اور اچولی دی.

Pa.azadiradio.com 

ملي امنیت: د تروریستي حملو په تور نیول شويو کې ډېرى طالبان دي

د افغانستان د ملي امنیت رییس وايي، د تروریستي حملو په تور ډېرى نیول شوي کسان طالبان دي. احمدضیا سراج نن د امنیتي چارواکو په ګډه خبري غونډه کې د ملي امنیت د ځواکونو له خوا د وروستیو عملیاتو په اړه دجزییاتو له ورکولو وروسته وویل، چې ځینې نورې تروریستي ډلې هم په افغانستان کې فعالیت کوي خو د ده په وینا تر ټولو زیات نیول شوي تروریستان طالبان دي.  هغه زياتوي: "په دې ارقامو کې چې ما درکړل ډېری طالبان دي. طالبان ځکه پکې زیات دي چې تقریبآ په سلو کې په ۹۸- ۹۹ پېښو کې د طالبانو لاس دی."  په ګډه امنیتي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ډونالډ ټرمپ دوهمه استیضاحیه محاکمه وروستیو پړاوونو ته نږدې شوې

د امریکا په سنا کې د پخواني ولسمشر ډونالډټرمپ دوهمه استیضاحیه محاکمه وروستیو پړاوونو ته نږدې شوې او تمه ده، چې د تېرو ورځو د بحثونو په اړه وروستۍ نتیجه نن اعلان شي. تمه ده چې په دې پسې احتمالاً د پخواني ولسمشر د محکومیت یا برائت لپاره رایې واخیستل شي. د ټرمپ مدافع وکیلانو پرون خپله وروستۍ دفاعیه واوروله. یوه مدافع وکیل بروس کاسټور وویل د ټرمپ د محکومولو لپاره کافي اسناد نه شته.  هغه زياتوي: "په هغو اسنادو کې چې د استازو جرګې د استیضاح د مادې لپاره وړاندې کړي دي، هېڅ شواهد نه شته. نو موږ دلته د څه لپاره راغلي یو؟ سیاست! Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا کانګرس د جوبايډن له ادارې نوې غوښتنه کړې

د متحدوایالتونو په کانګرس کې د دواړو ګوندونو د استازو په ګډون یوې ډلې د ولسمشر جوبایډن له ادارې غوښتي دي، چې د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت په ختیځه او مرکزي اروپا کې د انرژۍ په پروژو کې د پانګونو لپاره د مخکینۍ ادارې ژمنه عملي کړي. د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې موافقه کړې وه، چې په دې برخه کې به تر یو میلیارد ډالرو پورې پانګونه کوي. په تېره ډسمبر میاشت کې په دې برخه کې د لومړني اقدام په توګه د درې سوه میلیون ډالرو لګښت تصویب شو. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا کانګرس په دې سیمه کې د روسیې او چین د نفوذ د مخنيوي هڅه کوي.

Pa.azadiradio.com 

په میانمار کې د اتمې پرله پسې ورځې لپاره لاريونونو دوام وکړ

په میانمار کې د پوځي کودتا پرضد نن د اتمې پرله پسې ورځې لپاره یوځل بیا په څو ښارونو کې پراخې مظاهرې وشوې. دا مظاهرې داسې مهال پراخېږي، چې د میانمار یا پخوانۍ برما د منتخبې مشرې آونګ سان سوچي نیولو د پوځي واکمنۍ ضد مخالفین ډېر په غوسه کړي دي. د جنوب ختیځې آسیا په دې هېواد کې له پرونیو پراخو اعتراضونو وروسته نن بیاهم زرګونه کسانو په لوی تجارتي ښار ینګون کې لاریون وکړ. د پلازمېنې نای پیتاو، دوهم لوی ښار مندالای او نورو ښارونو په واټونو کې هم معترضان د لاریون لپاره راوتلي وو. له بلې خوا د ملګروملتونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات په اسلام کلا بندر کې سخته اورلګېدنه

چارواکي وايي، د تېلو او ګازو لسګونه ټانکرې یو په بل پسې چاودلي. د هرات والي سید وحید قتالي وايي، د اور د مهارولو لپاره یې له ایراني چارواکو مرسته غوښتې. نور په ويډيو کې:

Pa.azadiradio.com 

محب: طالبان مذاکرات نه بلکې مطلق واک غواړي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، طالبان مذاکرات نه بلکې مطلق واک غواړي. په داسې حال کې، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې بین الافغاني خبرې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، طالبان مذاکرات نه غواړي. حمد الله محب د شنبې په ورځ د امنیت شورا له اونیزې غونډې وروسته د امنیتي سکتور له مسئولینو سره په ګډه خبري ناست کې وویل، طالبان له چاسره مشارکت ته چمتو نه دي، بلکې مطلق واک غواړي. محب وویل: "طالبان نه غواړي، چې مذاکرات وکړي، هغه اطلاعات او معلومات چې لرو یې، هغه دا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

والي: افغان ځواکونو د ارزګان د سقوط پلان شنډ کړ

د ارزګان والي وايي، وسله والو طالبانو د بين الافغاني خبرو د پیل سره سم پلان درلود چې ارزګان ته سقوط ورکړي خو افغان ځواکونو يې دغه پلان په بشپړ ډول شنډ کړی دی. والي دغه خبري نن د يوې ولسي غونډې پرمهال وکړې. نور حال په راپور کې وګورئ:

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي: د لوړو زده کړو په مرکزونو کې د ښځو شمېر لوړېږي

د افغانستان لوړو زده کړو وزارت وایي، په راتلونکو پنځو کلونو کې به د لوړو زده کړو برخه کې د ښځو شمېر ۵۰ سلنې ته ورسېږي. د افغانستان لوړو زده کړو وزارت وايي، د خپل نوي میکانیزم پر بنسټ به تر راتلونکو پنځو کلونو به د لوړو زده کړو په برخه کې د ښځو شمېر له دېرش سلنې پنځوس سلنې ته لوړ کړي.   د دې وزارت وزیر عباس بصیر د شنبې په ورځ ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې وویل: "موږ په اوسنيو شرایطو کې په دولتي پوهنتونونو کې ۳۰ سلنه او خصوصي پوهنتونونو کې ۲۵ سلنه محصلینې لرو. په ټوله کې ۱۵ سلنه استادانې لرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

"د اسلام قلعه په ګمرک کې د اورلګېدنې له کبله تر اوسه ۱۷ کسان ټپیان شوي"

د هرات د اسلام قلعه په ګمرک کې د رامنځته شوې اورلګېدنې له املهد  شاوخوا ۱۷ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى دى.  د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي، دا لومړني معلوماتو دي او ممکن دغه شمېر کې زیاتوالی راشي. په ورته وخت کې ددې ولایت والي وحید احمد قتالي وايي چې د دې اورلګېدنې د کابو کېدو لپاره پياوړي اقدامات شوي او دغه هڅې به لا ګړندۍ شي. د هرات والي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، د اور د کابو کېدو لپاره شاخوا ۹ جدي اقدامات ترسره شوي او د دغه اقداماتو په ترسره کېدو سره به رامنځته شوی اور تر ډېره کابو شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

"بایډن دې ختیځه او مرکزي اروپا کې د مخکینۍ ادارې ژمنه عملي کړي" 

د امریکا د متحدو ایالاتونو په کانګرس کې د دواړو ګوندونو د استازو په ګډون یوې ډلې د ولسمشر جوبایډن له ادارې غوښتي چې د درې سوه میلیونو ډالرو په ارزښت په ختیځه او مرکزي اروپا کې د انرژۍ په پروژو کې د پانګونو په برخه کې د مخکینۍ ادارې ژمنه عملي کړي.  د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې موافقه کړې وه چې دې برخه کې به تر یو میلیارد ډالرو پورې پانګونه کوي. په تېره ډسمبر میاشت کې په دې برخه کې د لومړني اقدام په توګه د درې سوه میلیون ډالرو لګښت تصویب شو.  دا په داسې حال کې ده چې د امریکا کانګرس دې سیمه کې د روسیې او چین د نفوذ د مخنيوي هڅه کوي.

Pa.azadiradio.com 

د ټرمپ دوهمه استضاحیه محاکمه وروستیو پړاوونو ته نژدې شوې

د امریکا په کانګرس کې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوهمه استضاحیه محاکمه وروستیو پړاوونو ته نژدې شوې او تمه ده چې د وروستیو بحثونو په اړه وروستۍ نتیجه نن شنبه (د سلواغې ۲۵مه) اعلان شي. په دې پسې به احتمالاً د پخواني ولسمشر د محکومولو یا برائت ورکولو لپاره رایې واخېستل شي.  د ټرمپ مدافع وکیلانو پرون- جمعه خپله وروستۍ دفاعیه واوروله او د دې لپاره یې له خپلو ټاکلو شپاړلس ساعتونو یوازې درې ساعتونه وکارول. ټرمپ تورن دی چې په یوه وینا کې یې خپل پلویان د فبروري په شپږمه نېټه د کانګرس پر ودانۍ یرغل ته هڅولي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان او افریقا د کرکټ لوبډلو ترمنځ دوهمه شل اوورېزه لوبه

ټاکل شوې چې د پاکستان او افریقا کرکټ لوبډلې نن شنبه (د سلواغې ۲۵مه) دوهمه شل اوورېزه لوبه ترسره کړي. د پاکستان او سويلي افريقا ترمنځ د نړيوالو شل اوورېزو لوبو لړۍ تېره پنجشنبه پيل شوې ده. د دې لوبو لومړی یې پاکستان ګټلې ده. ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه شل اوورېزه لوبه نن په لاهور کې ترسره شي. په لومړۍ لوبه کې سويلي افريقا د لوبې پچه وګټله او لومړى يې پاکستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه. پاکستان په ټاکلو ٢٠ اوورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١۶٩ منډې وکړې. سویلي افریقا لوبډلې ټاکل شوی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کونړ کې د والیبال سیالۍ د نرنګ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د سولې په نوم د والیبال د پیل شوي ټورنمېنټ پیل شوې لوبې نن شنبه (د سلواغې ۲۵مه) د نرنګ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې. د دغو سیالیو د پای لوبې په مراسمو کې د والیبال سلګونو مینه والو ګډون کړی وو. د کونړ ورزشي امریت د والیبال فدراسیون مشر محمد شعیب حماد وایي، له دې لوبو څخه یې موخه د ۱۹ کلنو او ولایتي منتخبې لوبډلو لپاره د پیاوړو لوبغاړو ټاکل وو. حماد وایي، ولایتي منتخبې لوبډلې لپاره به له ټولو لوبډلو په شرایطو برابر لوبغاړي وټاکل شي. دغه سیالۍ څو ورځې وړاندې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار  کې د 'AFC' فوټسال روزنېز کورس پای ته ورسېده

په کندهار  ولایت کې د 'AFC' فوټسال روزنېز کورس پای ته ورسېده. د فوټبال فدراسیون ویاند شمس امیني نن شنبه (د سلواغې ۲۵مه) ازادي راډيو ته وویل چې د فوټسال د روزنې  ټولګی چې په کندهار کې د روزونکو د ظرفیتونو د لوړاوي په موخه پيل شوی و، نن پای ته ورسېد. په دغه ټولګي کې د کندهار ولایت د فوټسال ۲۶ روزونکو ګډون کړی وو چې د افغانستان فوټبال فدراسیون د ښوونکي او د فوټسال د ملي لوبډلې د مشر روزونکي عبدالرزاق ممرک نه یې د فوټسال په برخه کې نوي قوانین او تخنیکونه زده کړل. دغه ټولګي شپږ ورځې دوام وکړ او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار او کونړ کې چاودنو ۵ پولیس وژلي او ۱۲ یې ټپیان کړي

په کندهار او کونړ کې په بمي چاودنو کې پنځه پولیس وژل شوي او دولس نور ټپیان دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي چې دولس تنه پولیس نن شنبه (د سلواغې ۲۵مه) سهار په ارغنداب ولسوالۍ کې په یوه هاموې موټر کې د ځای پرځای شوېو چاودېدونکو موادو په چاودنه کې ټپیان شول. وسله والو طالبانو یې پړه منلې ده. بل خوا د کونړ د ولایتي شورا یوه غړي محمد ساپي ویلي چې تېره شپه په چپې درې ولسوالۍ کې د یوه ماین په چاودنه کې پنځه پولیس وژل شوي دي. وړمه ورځ هم د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې ۵ زېربنایي پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

په ننګرهار ولايت کې د څه کم ۳۳ میلیونو افغانیو په ارزښت پنځه زېربنایي پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه (د سلواغې ۲۵مه) ازادي راډیو ته وویل، یادې پروژې چې د کرنې وزارت د اقليمي بدلونونو له امله د رامنځته کېدونکو ګواښونو د کچې ټيټولو پروژې له خوا پلي شوي. د رستمي په وینا په دې پروژو کې د کانالونو بیارغول او د استنادي دېوالونو جوړول شامل دي. ښاغلي رستمي زیاته کړه ،د دغو پروژو په پلي کېدو سره څلور زره جریبه ځمکه خړوبېږي او دوه زره او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مالیې وزارت: د بودجې د تصویب ځنډ ملي عوایدو ته جدي زیان اړوي

د افغانستان د مالیې وزارت وایي، هره ورځ چې د ملي بودجې تصویب ځنډیږي، د ملي عواېدو د راټولېدو برخې ته جدي زیان اړوي. د دغه وزارت ویاند فرید نوښت نن شنبه (د سلواغې ۲۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې روان مالي کال کې د ملي عواېدو راټولېدو لپاره ۲۱۶ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی چې دا د ملي بودجې تصویب پورې تړلې مسئله ده. نوموړي وویل، د ملي بودجې تصویب کې ځنډ هغه ملي پروژې چې د دولت لپاره عواید لرونکي دي له ځنډ سره مخ کړي او د بې وزلۍ او بې کارۍ کچه ورسره لوړه شوې ده. د مالېې وزارت په وینا، که بودجه تصویب... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د حوثي یاغیانو په اړه د امریکا له پرېکړې د ملګرو ملتونو هرکلی

ملګروملتونو د امریکا د متحد ایالاتونو د دې پریکړې هرکلی کړی چې د یمن حوثي یاغیان د تروریستي ډلو له لېسته بهر کوي.  د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دجارېک دا پریکړه یو مخ مثبت وګڼله او ویې ویل چې ملګري ملتونه هیله مند دي چې له دې سره به د یمن د ستونزو د سیاسي جوړجاړي لپاره لار هواره شي.  د فبروري له شپاړسمې وروسته به د حوثي یاغیانو په برخه کې د امریکا پریکړه د پلي کېدو وړ وي.  ملګرو ملتونو مخکې خبرداری ورکړی و چې په تروریستي لېست کې د حوثیانو له شمېرلو سره اړو کسانو ته د مرستو د رسېدو مخه نیول کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کریم خان د نړیوالې جزایي محکمې د څارنوال په توګه وټاکل شو 

بریتانوی وکیل، کریم خان د نړیوالې جزایي محکمې د څارنوال په توګه وټاکل شو.  د نړۍ تر یو سل او شلو ډېرو هېوادو پرون جمعه (د سلواغې ۲۴مه) ده ته رایې ورکړې.  نړیواله جزایي محکمه په نړۍ کې د سختو پېښو، لکه جنګي جرمونو، د بشر ضد جرمونو او ډله ییزو وژنو د قضیو څېړنه کوي.  کریم خان د فاتو بنسودا پرځای وټاکل شو.  د مېرمن بنسودا نهه کلن ماموریت د روان کال د جون په میاشت کې پای ته رسېږي.

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: د برما پوځیان دې واک بېرته ملکي حکومت ته وسپاري

د ملګروملتونو د بشري حقونو ادارې د برما له پوځیانو وغوښتل چې واک بېرته ملکي حکومت ته سپاري او انګ سان سوچي خوشې کړي.  د ملګروملتونو دې ادارې ویلي دي، د جنوب ختیځې اسیا دې هېواد کې په سلګونو زره کسان د پوځي کودتا پرضد په مظاهرو بوخت دي او نړۍ یې ننداره کوي.  د ملګرو ملتو دې ادارې د جمعې(د سلواغې ۲۴مه) په ورځ یو پریکړه لیک تصویب کړ چې په کې په برما کې د ټولو نیول شوېو کسانو د سمدستي خوشې کېدو او منتخب حکومت ته د بېرته واک ورسپارلو غوښتنه شوې ده.  د ملګروملتونو د بشري حقونو مرستیالې ندی الناشف... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هایکو ماس: افغانستان دې د جرمني پوځیانو ماموریت وغځیږي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وړاندیز وکړچې په افغانستان کې د جرمني پوځيانو ماموریت چې په مارچ میاشت کې یې موده پای ته رسېږي، تمدید شي.  د هایکو ماس دا خبره د فونکي میډیا ګروپ ورځپاڼو نن خپره کړې ده.   جرمني په افغانستان کې شااوخوا یو زر درې سوه سرتېري لري چې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي.  د هایکو ماس دا وړاندیز باید د جرمني پارلمان تصویب کړي.

Pa.azadiradio.com 

کندهار چارواکي: ارغنداب ولسوالۍ کې موټر بم چاودنې ۷ پولیس ټپیان کړي

د کندهار امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې نن شنبه (د سلواغې ۲۵مه) سهار په موټر بم چاودنه کې ۷ پولیس ټپیان شوي دي. د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي رادیو ته وویل چې چاودنه د ارغنداب ولسوالۍ په کوهک سیمه کې د هاموې ټانک په وسیله رامنځته شوې چې ۷ پولیس یې زخمیان کړي دي. تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

Pa.azadiradio.com 

هېواد ورځپاڼه: د سولې لپاره د افغان حکومت او امريکا هڅې

وېسا وېسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د سولې مسئله را اخېستې او لیکلي یې دي، تمه دا وه چې د سولې پروسه به ژر تر ژره نتېجه ورکړي، خو د سرمقاله لیکونکي په خبره دا دی تر دوو کلونو ډېر وخت وشو چې امریکا په افغانستان کې د سولې پروسه پیل کړې، خو تر اوسه لا د بین الافغاني خبرو پر اجڼدا کار نه دی پیل شوی. ورځپاڼې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په اړه هم لیکلي چې دغه توافق اوس له نوېو پوښتنو سره مخامخ شوی دی. د لیکوال په وینا پخوا داسې اټکل کېده چې امریکا به په افغانستان کې  خپل حضور ته د ۲۰۲۱ میلادي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د چین پر حکومت د بي بي سي نیوکه

بي بي سي د چین حکومت له خوا په هانګ کانګ کې د بي بي سي نړیوال سروېس د خپرونو د بندولو په اقدام نیوکه کړې ده. بي بي سي ویلي، کره او بې پرې خبرونو ته لاسرسی یو اساسي بشري حق دی. چینايي چارواکو جمعه (د سلواغې ۲۴مه) د بي بي سي نړیوال سروېس خپرونې منع کړې. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب د چینايي چارواکو دا کار نه مننونکی او د ازادو رسنیو پر وړاندې یو محدودیت وباله. اروپايي ټولنې هم په یوه بیان کې د چین دا کار وغنده او ټینګار یې وکړ چې د بي بي سي په اړه پرېکړه باید راوګرځي. د چین دولتي... Читать дальше...


Массовый сбой в работе Telegram затронул США и Европу

Дорогие дороги

В работе мессенджера «Телеграм» случился массовый сбой

Массовый сбой произошел в работе Telegram



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Что можно отметить в этот день

Глава Минздрава пообещал первые итоги доклинических исследований вакцины от рака до конца года

Без прав и пьяный. Лихач на Maserati сбил двух подростков на остановке

В работе Telegram наблюдается сбой

Музыкальные новости

Финал областной школьной Олимпиады по шахматам состоялся в Опочке

Concord is skipping free-to-play and pulling a Helldivers 2 instead: $40 for the full game with all 16 heroes at launch

CЛД «Печора» филиала «Северный» ООО «ЛокоТех-Сервис» получило сертификацию для технического обслуживания локомотивов серии 2ТЭ25КМ в объёме ТО-2.

Собянин: Московский городской транспорт на 100 процентов отечественный

Новости России

Актриса из «Моей прекрасной няни» скончалась в Греции на 92-м году жизни

Россияне заметили сбои в работе Telegram

Полпредство Татарстана посетили коллеги из Алтая для изучения опыта работы

Дорогие дороги

Экология в России и мире

Новые электрические щетки Revyline RL 085 Black доступны в филиале марки в Ставрополе

Культурный центр «Интеграция» проведет концерт ко Дню России в Перовском парке

Туристка заразилась плотоядной болезнью и потеряла руку: новая инфекция начала распространяться на людей, посещающих достопримечательности

С чем носить юбку этим летом: примеры стильных образов

Спорт в России и мире

Семнадцатилетняя Андреева впервые сыграет в полуфинале турнира Большого шлема

Джокович снялся с Открытого чемпионата Франции по теннису

Экс-теннисист Ольховский: российские теннисисты выступили ниже ожиданий

Экс-теннисист Ольховский: Рублев не успел набрать форму на "Ролан Гаррос"

Moscow.media

Работать там, где удобно: беспроводная гарнитура Fstyler BH230 от A4Tech

Военные следователи провели рейд по бывшим мигрантам в Керчи

«Грузовичкоф» выступил в Санкт-Петербургской торгово-промышленной палате с предложениями для развития отрасли

В Москве арестовали бывшего замглавы Росприроднадзора по делу о мошенничестве







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *