د جلال اباد ښار ځينې اوسېدونکي: د ناامنيو زياتوالي اندېښمن کړي يو
د جلال اباد ښار ځينې اوسېدونکي په دغه ښار کې د نا امنیو له زیاتېدو شکایت کوي. سید عمر د ننګرهار اوسېدونکی دی. دی وایي، په جلال اباد ښار کې خراب امنیتي وضعیت د دې ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي او ځان خوندي نه احساسوي. هغه وویل: "دلته هره ورځ هدفي وژنې او چاودنې کېږي، هره ورځ یو کس وژل کېږي، قومي مشران مو وژل کېږي، حتی خپله پولیس د چېک پواینټ کې وژل کېږي او وسلې ترې تښتول کېږي، امنیت ډېر خراب شوی، د ولسوالیو ناامني اوس ښار ته راغلې او د دې باید مخه ونیول شي، په دې باره کې هېڅ جدي اقدام نه دی شوی."... Читать дальше...