ملي امنیت د لوګر د والي پر مرستیالې د بريد طراح نیولی
د افغانستان ملي امنیت وايي، د لوګر د والي په مرستیالې د بريد طراح یې نیولی دی. د ملي امنیت د عمومي ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دي چې نيول شوى کس مصباح الله نومېږي او په لوګر کې یې په بېلابېلو هدفي وژونو او د ماینونو په جوړولو کې لاس درلود. په اعلامیه کې ویل، چې دغه شان یاد کس پلان درلود چې په یو وسله واله حمله کې د لوګر د والي مرستیاله رابعه ستانکزۍ له منځه یوسي. ملي امنیت ریاست د اعلامیې ترڅنګ یوه ویډیو هم خپره کړې، چې یو تن په کې ځان مصباح الله بولي او په بېلابېلو جـرمونو اعتراف کوي. Читать дальше...