Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2021

Новости за 06.02.2021

Pa.azadiradio.com 

درې افغان سناتوران په بند محکوم شول

‎له داري فساد او درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ابتداييه محکمې درې سناتوران د بډو اخیستلو په تور له لسو کلونو په زیات بند او د اخیستل شویو بډو په پرې کولو تورن کړل. ‎په لومړي ځل د افغانستان د مشرانو جرګې درې غړي په بند محکوم شول. ‎لیاقت الله بابکرخېل، محمد انور باشلیق او عظیم قویاش په بلخ ولایت کې د څلوېښت زرو امریکایي ‌‌‌‌‌‌ډالرو بډو اخیستو په تور نن په کابل کې د درنو جرمونو په محکمه کې په علني ناسته کې محاکمه شول. ‎دوی په جلسه کې نه وه خو مدافع وکیل یې حضور درلود. ‎د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات د وزن پورته کوونکو منتخب ټیم وټاکل شو

هرات د وزن پورته کوونکو منتخب ټیم وټاکل شو. د هرات د ورزش ادارې مدیر ضیالحق ضیا ازادي راډیو ته وویل، په هغو ټاکنیزې لوبو کې چې پرون پیل شوې وې او نن سهار پای ته ورسېدې، ۲۰ وزن پورته کوونکو لوبغاړو په کې ګډون کړی و. ښاغلي ضیا وویل، په دې سیاليو د ۵۶-۶۲، ۷۳-۸۱، ۱۰۲ کیلو ګرامه وزن درلودونکو او په بېلابېل عمر لرونکو لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې. د نوموړي په خبره، په دغو لوبو کې طیب صدیقي د ۱۸۶ امتیازو ترلاسه کولو سره لومړی مقام، میلاد عزیز د ۱۵۵ امتیازو په ترلاسه کولو سره دوهم مقام ترلاسه کړ. دغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ارګ: طالبان د نظام ړنګول او واک غواړي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، طالبان غواړي، چې نظام ړنګ او واک ترلاسه کړي. د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په ځنډېدو سره، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ادعا کوي، چې طالبان د نظام د رنګولو په هڅه کې دي. حمد الله محب د شنبې په ورځ د امنیت شورا له امنیتي ناستې وروسته د امنیتي سکټور له نورو چارواکو سره يوې ګډه خبري ناستې ته وویل: "طالب واک غواړي د نظام رنګول غواړي، نور هر څه بهانې دي، د دې قدرت د حاصلولو لپاره که د ټول افغانستان ورانول هم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي: راتلونکو څلورو ټاکنو ته پوره چمتوالی شته

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دوی راتلونکو څلورو ټاکنو ته پوره چمتوالی لري. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راتلونکو څلورو ټاکنو لپاره خپل چمتوالی وښود. د دې کمېسیون چارواکو په کابل کې د شنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پرمهال د ټولو عملیاتي پلانونو د چمتو کېدو خبر ورکړ. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وويل: "موږ د راتلونکو انتخاباتو لپاره هغه که د ولسوالیو شوراګانو، ولایتي شورا ګانو، ښاروالیو او د غزني ولایت انتخابات وي پوره چمتوالی لرو او ورسره موږ د راتلونکي انتخاباتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې د یوه بیان هرکلی کړی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې د هغه بیان هرکلی کړی چې د افغانستان جګړه یې ناروا بللې.  دې اتحادیې چې په مرکز یې په قطر کې دی، د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې د نړۍ پر دیني عالمانو، مفکرانو او خلکو غږ وکړ چې په افغانستان کې د وینې د بهولو د بندېدو او په دې هېواد کې د سولې او ثبات لپاره هڅه وکړي.   د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یو خبرپاڼه کې وویل، په داسې حال کې چې په قطر کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له پیل وروسته په هېواد کې تشدد زیات... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بدخشان چارواکي: بهارک کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي

د بدخشان چارواکي د افغان ځواکونو او طالبانو په نښتو کې ۱۳ طالبانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي.  د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني ازادي راډیو ته وویل: "تېره شپه ناوخته د بهارک او ارغنجخواه طالبانو د بهارک ولسوالۍ په پایان شهر سیمه کې د ولسي پاڅونوالو پر پوستو له څو خواوو ډله ییزې حملې پیل کړې. امنیتي ځواکونه سمدستي سیمې ته ورسېدل. د دوی په نښتو کې پنځه طالبان ووژل شول او اته نور ټپیان شول.'  ښاغلی روحاني وايي چې له نښتې وروسته طالبان له سیمې وتښتېدل. نوموړی همدا راز وايي چې په جګړه کې دولتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تندر قول اردو : د غزني په ګيلان کې ۸ طالبان ووژل شول

تندر قول اردو د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې د لسو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.  ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه نوې خبرپاڼه کې وايي چې افغان ځواکونه د ګيلان ولسوالۍ په شینکي کلي کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال له طالبانو سره ونښتل چې په نتیجه کې اته طالبان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول. وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

جلال اباد کې چاودنې د ملي پولیسو درې تنه ټپیان کړل

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې نن شنبې(د سلواغې ۱۸مه) یوې چاودنې د ملي پولیسو درې تنه ټپیان کړل.  د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا چاودنه نن غرمه مهال د جلال اباد ښار د بهسودو پُل ته څېرمه د هوټلونو سیمه کې د امنيه قوماندانۍ په یوه رېنجر موټر باندې وشوه.  د دې حملې مسوولیت تراوسه لا چا نه دی منلی.

Pa.azadiradio.com 

د برما په پلازمېنه کې ۳ زره کسان د کودتا پر ضد راټول شول

د میانمر یا برما په پلازمېنه ینګون کې نن شنبه (د سلواغې ۱۸مه) شااوخوا درې زره کسان د سلواغې د دیارلسمې نېټې د پوځي کودتا پرضد د اعتراض لپاره راټول شول.  معترضانو- چې ډېره برخه یې محصلان او ښوونکي وو، د اونګ سان سوچي په مشرۍ د ډیموکراسۍ د ملي لیګ د سمبول په رنګ سره بیرغونه رپول او د پوځ پرضد یې شعارونه ورکړل. د دې پوځي کودتا پرمهال چې امریکا او ډېری لویدیځو هېوادونو وغندله مېرمن سوچي، چې عملاً د میانمر دولتي مشره وه، ونیول شوه. د میانمر دولتي رسنیو نن راپور ورکړ چې د پوځ مشرانو یوه ورځ مخکې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شاهین قول اردو: ۳ ولایتونو کې ۲۵ طالبان وژل شوي

شاهین قول اردو د شمال په درېیو ولایتونو- فاریاب، بلخ او سرپل کې د پوځي عملیاتو پر مهال د ۲۵ طالبانو د وژل کېدو او ۲۰ نور د ټپې کېدو خبر ورکوي.  ۲۰۹ شاهین قول اردو په یو بیان کې چې نن شنبه (د سلواغې ۱۸مه) سهار خپور شو ویلي چې تېره شپه د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې په یوه هوايي حمله کې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اوه نور ټپیان دي.  د بیان له مخې د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې پرون ماسپښین د طالبانو پر مرکزونو په درېیو هوايي حملو کې ۱۱ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.  شاهین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د صرافانو سرتاسري شورا نن شنبه ټول هېواد کې کار بندیز پیل کړ

د افغانستان د صرافانو سرتاسري شورا په یوې تازه پریکړه کې په ټول هېواد کې سر له نن شنبې (د سلواغې ۱۸مه) ورځې کاربندیز اعلان کړ. ‎د دغې شورا مسولین وايي، له انفرادي نه شرکتي ته د جوازونو د اړولو په اړه د افغانستان بانک د تازه پرېکړې له مخې د صرافيو لپاره د پرسونل شمېر زیات ټاکل شوی او دوی نه شي کولای چې دغه شمېر کار کوونکو ته تنخواګانې ورکړي. ‎د دغې شورا ویاند محمد هاشم روضه یي وايي: "شرکتي جوازونه دې اختیاري شي هغه صرافان یې چې امکانات لکه برېښنا، جنراټور، انټرنیت لري، هغوی دې واخلي چې همدا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

صالح: د بایډن راتګ سره د امریکا-افغانستان اړیکو کې مثبت او د لمس وړ بدلون راغلی

د افغانستان د جمهور رئیس لومړی مرستيال وايي، د امریکا له دفاع وزیر سره د ولسمشر محمد اشرف غني د بېګاه شپې په خبرو کې له امریکايي لوري سره د طالبانو د دوحې په هوکړه کې د شته تشو په اړه هم خبرې وشوې. امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي دا خبرې هم ورسره وشوې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په هوکړه کې د نورو کميو تر څنګ په دغه توافق کې یو سنجول شوی مېکانیزم نشته. نوموړي ليکلي، د افغان لوري له خوا په خبرو کې دا خبره هم شامله وه چې له بده مرغه د طالبانو په شفاهي ژمنو باور شوی او طالبانو په خپلې یوې ژمنې هم عمل نه دی کړی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: سږ هلمند کې د میوو ۴۰۰ جریبه سوداګریز بڼونه جوړېږي

د افغانستان کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، هلمند کې سږ کال د میوو ۴۰۰ جریبه سوداګریز بڼونه جوړېږي. د دې وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا بڼونه د نیالګیو کېنولو پروګرام په لړ کې جوړېږي چې تردې دمه د ۱۵۲ زره او ۲۰۰ مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګیو سربېره د خصوصي سکټور په مرسته څه باندې یو میلیون نیالګي تولید او پر بزګرانو او بڼوالو وېشل شوي دي. د ښاغلي رستمي په وینا، د دې لپاره چې هلمند یو ګرمسېر ولایت دی، د نیالګیو اېښودو لړۍ په کې د سلواغې په میاشت کې پیل او د کب تر پایه ادامه لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې صرافانو کار بندیز اعلان کړ

په افغانستان کې صرافانو کار بندیز اعلان کړ. د صرافانو او پولي خدمتونو د سراسري شورا له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، تر کومه پورې چې د دوی ستونزې هوارې نه شي د صرافۍ مارکېټونه به تړلي وي. په اعلامیه کې  راغلي، د افغانستان بانک دې د پخوا په شان انفرادي صرافیو او پولي خدمتونو  ته جوازونه توزیع او تمدید کړي او د دوی فعالیتونه دې د صرافانو مقررې سره سم قانوني کړي. د صرافانو ملي ټولنه وايي،  د صرافانو له وړاندیزونو او نظرونو پرته د افغانستان بانک د دوی جوازونه لغوه کړي دي. دوی ټینګار کوي چې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بایډن: ټرمپ ته باید سري استخباراتي معلومات ونه سپارل شي

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن وایي، پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته باید سري استخباراتي معلومات ونه سپارل شي.  بایډن 'سي.بي.سي' ټلوېزیون ته په مرکه کې چې د جمعې(د سلواغې ۱۷مه) په ورځ خپره شوه، وویل، ښایي ټرمپ پټ اطلاعات افشا کړي.  روانه اوونۍ د ډونالډ ټرمپ د استیضاح دوهمه محکمه ده. دی تورن دی چې د جنوري د شپږمې نېټې د خبرو پر مهال یې خپل ملاتړي بغاوت ته هڅولي دي.  تر دې وینا وروسته د ټرمپ ملاتړیوپه واشنګټن کې د کانګرس پر ودانۍ ور ودانګل.

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې پر وړاندې د امریکا د نوې ادارې دریځ نه دی بدل شوی

د امریکا د متحد ایالتونو د نوي ولسمشر جویایډن د ادارې دریځ د ترکیې پر وړاندې چې د ناټو د غړي هېواد په توګه له روسیې د دفاعي سیستم توغندي اخلي نه دی بدل شوی.  د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د جمعې(د سلواغې ۱۷مه) په ورځ وویل، زموږ په دریځ کې بدلون نه دی راغلی، موږ له ترکیې غواړو چې د 'اېس – څلور سوه' توغندیو سیسټم ونه ساتي.  ترکیې د 'اېس – څلور سوه' سیسټم په دوه زره نولسم کال کې له روسیې وروسته تر دې واخېست چې له متحد ایالاتونو سره د پیټرایټ توغندیو  د اخېستو پر سر موافقې ته ونه رسېده.  ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلېنکن: امریکا شین جین، تبت او هانګ کانګ کې د بشري حقونو ملاتړ کوي

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، جګپوړي چینایي ډیپلوماټ یانګ جیچي ته یې وویل چې متحد ایالاتونه په شین جین، تبت او هانګ کانګ کې د بشري حقونو او ډیموکراټیکو ارزښتونو ملاتړ کوي.  ښاغلي بلېنکن د ټیلیفوني مکالمې پرمهال د اویغور مسلمانانو، تبتیانو او په هانګ کانګ کې د ډیموکراسي پلوه د حقونو لپاره پر پیکنګ فشار راوست.  وروسته تردې چې جوبایډن د امریکا د ولسمشر په توګه رسماً چارې پیل کړې دا د امریکا او چین د جګپوړیو چارواکو ترمنځ لومړۍ ټیلیفوني خبرې دي چې پرون وشوې.

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګ یو شمېر خلک: بې وزله یو، سوړ ژمی مو د ماشومان ژوند ګواښي

د میدان وردګو ولایت اوسیدونکي وايي، سږ دغه ولایت کې د واورو ورښت وختي پیل شوی او سړې هوا خلک سخت اندېښمن کړي دي. ځینې دې واورو ته خوشبین دي، خو یو شمېر نور بیا د اقتصادي ستونزو له امله دې ساړه ژمي ته اوږه نه شي ورکولی. د دغه ولایت یو اوسیدونکی نور احمد وايي: "یو خروار لرګي مې پېرلي، هغه ټول لامده شول، هېڅ نه لرو، شتمنو خپل غم خوړلی، خو زموږ بچیان په کمپبلو کې ژوند کوي، له دولته مو غوښتنه داده چې مرسته راسره وکړي." هاخوا د دې ولایت یو ښوونکی رحیم بیا وايي: "له یوې خوا د توکو بیې لوړې تللي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'ازادي راډیويي مجله' کې د یوه هندي فلم کیسه!

د ازادي راډیو ددې اوونۍ په دې (ازادي راډیويي مجله) فرهنګي خپرونه کې پر یوه شعر نقد شوی، د یوه هندي فلم کیسې ته کتنه شوې او ددې مجلې په وروستي برخه کې د 'پیلبو' د لنډو کیسو له کتابه یوه لنډه کیسه واورئ. دا پروګرام د لاندې لېڼک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح: طالبان دې افغانان بیا د ۷۰مې لسیزې بدبختیو ته نه ورګرځوي

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په بېلابېلو موضوعاتو بحث او تبصرې شوې دي. هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې سرمقالې کې طالبانو ته خطاب کې لیکل شوي چې د افغانستان له  معاصر تاریخه دې تجربه واخلي او افغانان دې یو ځل بیا د اویایمې لسیزې بدبختیو ته نه ور ګرځوي. د سرمقالې لیکوال لیکلي، افغانان پوهېږي که د ډاکټر نجیب او د مجاهدینو ډلې د ډیموکراټيک حکومت په پای کې هوکړې ته رسیدلې وای، افغانستان کې به زرګونه خلک نه وژل کېدل. د لیکوال په باور، اوس مهال دوحه کې د طالبانو له خوا د دوهم پړاو مذاکراتو پيل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: ۱۱۰۰ پوځیان به د کرونا د واکسیناسیون سره همکاري کوي

امریکا متحده ایالتونه په پام کې لري چې ۱۱۰۰ پوځیان د کرونا د واکسیناسیون له پروګرام سره د همکارۍ لپاره مؤظفه کړي. د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې(د سلواغې ۱۷مه) په ورځ اعلان وکړ چې د اردو اړوند د واکسین د متخصصینو، نرسانو او روغتیاپالانو پنځه ډلې به په دوو اونیو کې خپل کار پيل کړي. تمه کېږي چې دا ډلې وکولای شي د ورځې تر شپږ زره ډوزه واکسینه ولګوي. کرونا ویروس څه باندې ۴۴۷ زره کسان مړه کړي دي. د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې ټینګار کړی دی چې له دې وبا سره د مبارزې لپاره به یوه نوې تګلاره مخته یوسي.

Pa.azadiradio.com 

د لیبیا بېلابېلو ډلو پر یوه مؤقت حکومت سلا وکړه

د لیبیا بېلابېلو ډلو په یوه مؤقت حکومت باندې چې د اوسني ځای ناستی به وي سلا وکړه. د بېلابېلو ګوندونو او ډلو ۷۴ استازیو د جمهوري ریاست د درې کسیزې شورا او صدارت په جوړښت باندې ټینګار وکړ.   په لیبیا کې دا موافقه د ملګرو ملتونو له خوا په ژنیو کې تر پنځو ورځنیو خبرو وروسته ترلاسه شوه. تمه ده چې مؤقته اداره د ۲۰۲۱ میلادي کال تر پایه چې کله ولسمشرۍ ټاکنې کېږي په واک کې پاتې شي. لیبیا په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د معمر قذافي د رژیم تر سقوط وروسته د دوو موازي ادارو شاهده وه. مرکزي اداره چې طرابلس کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا او ځینو اروپايي هېوادونو د روسیې وروستۍ پرېکړه غندلې

د امریکا متحده ایالاتونو او ځینو اروپايي هېوادونو له روسیې د یو شمېر اروپايي ډیپلوماټانو د ایستلو پرېکړه غندلې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت جمعه (د سلواغې ۱۷مه) په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د پولنډ، جرمني او سوېډن یو شمېر ډیپلوماټان د جنورۍ په ۲۳ مه د الکسي ناوالنۍ په پلوۍ په مظاهرو کې د ګډون په خاطر له دې هېواده باسي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې په غبرګون په خپل ټوېټر لیکلي چې امریکا له روسیې نه د جنورۍ د مظاهرو د څار په خاطر د درېیو اروپايي ډیپلوماټانو ایستل غندي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

"کابل جان" افغاني فلم د روټردام فسټیوال کې جایزه وګټله

"کابل جان" افغاني فلم د روټردام د فلمونو په نړیوال فسټیوال کې ایوارډ او جایزه وګټله. "کابل جان" فلم د افغان ډایرکټرې شهربانو سادات په لارښونه د ډنمارک – جرمن اډومېټ کمپنۍ له خوا تولید شوی. روټرډام نړیوال فلم فسټیوال پرون پای ته ورسېده او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو غوره فلمونو ته جایزې ورکړل شوې. اډومېټ کمپنۍ پرون جمعه (د سلواغې ۱۷مه) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې "کابل جان" فلم ته د پوسټ پروډکشن یا له تولید وروسته کټګورۍ کې د لومړي مقام اوارډ او اوه نیم زره یورو جایزه ورکړل شوه. د فلمونو ډایرکټرې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزیر افغانستان ته د غښتلو دفاعي اړیکو ډاډ ورکړ

د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن له افغانستان سره د مشارکت او غښتلو دفاعي اړیکو ډاډ ورکړی.ښاغلي اسټن دا خبره بېګا له افغان ولسمشر اشرف غني سره تر خبرو وروسته په خپل ټوېټر لیکلې ده. هغه ویلي، له افغان ولسمشر سره د افغان سولې د پروسې د چټک پرمختګ د اهمیت او د افغانستان او امریکا په ګډ قوي مشارکت وغږېد. د ښاغلي اسټن په حواله په خبري بیان کې هم د امریکا د تعهد او د دفاعي اړیکو ډاډ ښودل شوی. په اعلامیه کې زیاته شوې چې دواړه لوریو له سوله ییزې لارې د جګړې په حل ټینګار وکړ او ویې ویل چې باید له اوسنۍ موقع د سولې لپاره کار واخېستل شي. Читать дальше...


Пять выпускниц из Ступина получили по 100 баллов на ЕГЭ

В селе Шаховское простятся с бойцов СВО

Легкомоторный самолет аварийно сел на обочину дороги в Лыткарине

Суд в Москве арестовал замгубернатора Тюменской области Вахрина по делу о взятке



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Тикнизян: «Я очень рад за «Локомотив»

Помощник Александра Шепса обманул москвичку на 100 тыс рублей

Массовый сбой произошёл в Telegram 8 июня

Президент Федерации хоккея с мячом Скрынник заявил, что шведы потребовали исключить россиян из всех комитетов FIB

Музыкальные новости

Яндекс, А.С. Пушкин, Святой Ленин ведут следствие. Настоящая сенсация!

Бастрыкин затребовал доклад об исчезновении девушки в Новосибирске 15 лет назад

Яндекс, А.С. Пушкин, Святой Ленин ведут следствие. Настоящая сенсация! 225 лет А.С. Пушкину.

Новости и Культура, Дети и Россия: кукольный Театр Ульгэр выступил в Улан-Улан-Удэ в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник

Новости России

Самолет смог вылететь из Бишкека в Москву из-за птиц

Москва. Проблемы Гольяново обсудили в Госдуме: диалог о дорогах и реновации на Байкальской

Живу в Москве, но купил «Ниву» и не жалею: отзыв владельца

Появились кадры с места аварийной посадки самолета Piper в Подмосковье

Экология в России и мире

Новая коллекция ювелирных украшений Louis Vuitton

С чем носить юбку этим летом: примеры стильных образов

Пошив костюма по индивидуальным размерам

Туристка заразилась плотоядной болезнью и потеряла руку: новая инфекция начала распространяться на людей, посещающих достопримечательности

Спорт в России и мире

Экс-теннисист Ольховский: российские теннисисты выступили ниже ожиданий

Джокович снялся с Открытого чемпионата Франции по теннису

Семнадцатилетняя Андреева впервые сыграет в полуфинале турнира Большого шлема

Андреевой предрекли борьбу за топ-10 рейтинга WTA в текущем сезоне

Moscow.media

В этом году планируют заключить контракт на реконструкцию еще одного участка трассы Р-23 в Ленобласти

Гора Бабырган

В Забайкалье пятерых мигрантов задержали за групповое изнасилование девочки-подростка

Роман Старовойт выразил готовность оказывать дальнейшую поддержку в строительстве Ленского моста в Якутии







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *