Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2021

Новости за 27.02.2021

Pa.azadiradio.com 

د کب ۹مه؛ یو شمېر ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ونمانځل شوه

په افغانستان کې د کب نهمه نېټه چې د فیبروري له ۲۷ مې نېټې سره برابره ده، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په نوم نمانځل کېږي، دا ورځ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. پکتیا په پکتیا کې د عامو خلکو له لوري سرتېرو ته د ګلانو په ورکړې، اتڼونو او د موټریز کاروان په ترسره کولو د سرتیري ورځ ونمانځل شوه. دوی چې د پکتیا د تندر قول او د ولایت مقام تر منځ په اوږد غځیدلي سړک روان و، پرمهال یې د سړک دواړو غاړو ته ولاړو عامو خلکو د امنیتي ځواکونو په موټرونو ګلان ور وشیندل او په چک چکو یې د دوی هرکلی وکړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پروان په بګرام کې چاودنې یو تن وواژه

د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې نن شنبه (د کب ۹مه) یوې چاودنې، یو تن وواژه او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.  د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، د دې مرګ ژوبلې علت د یوه مقناطیسي بم چاودنه وه. تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې پېښې پړه نه ده منلې.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا سنا د کرونا د مخنیوي لپاره د اقتصادي مرستې طرح تصویب کړه

د متحدایالاتونو د استازو جرګې د کرونا ویروس د ناوړه اغېزو د مخنیوي لپاره د ۱،۹ تریلیونه ډالرو په ارزښت د اقتصادي مرستې طرح تصویب کړه.  دا لایحه نن شنبه (د کب ۹مه) سهار وختي، د ۲۱۲ مخالفو رایو پر وړاندې په ۲۱۹ موافقو رایو تایید شوه. لایحې ته هېڅ جمهوریپال وکیل مثبته رایه ورنه کړه.  دا لایحه اوس سنا ته چې اکثریت په کې ډیموکراتان دي د وروستۍ پرېکړې لپاره استول کېږي. د دې اقتصادي بستې پر اساس ډېری امریکایان د ۱۴۰۰ ډالرو چک ترلاسه کوي. دا پېسې به همدا راز د کرونا واکسین د پروسې د چټکولو، د ښوونځیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسکو کې د اپوزسیون د وژل شوي سیاستوال'نیمڅوف' ۶م تلین ترسره شو

د روسیې د حکومت سلګونه مخالفو فعالانو او ځینو لویدیځو ډيپلوماتانو په مسکو کې د اپوزسیون د وژل شوي سیاستوال بورېس نیمڅوف په شپږم تلین کې ګډون وکړ.  دوی د کرملین په څو کیلومترۍ کې په هغه ځای کې چې نیمڅوف د ۲۰۱۵ میلادي کال د فبروري په ۲۷ مه نېټه په ډزو ووژل شو، د ګلانو ګېډۍ کېښودې.  د نیمڅوف تلین هر کال په مسکو کې د لاریونونو په ترڅ کې نمانځل کېږي، خو د کرونا د محدودیتونو په ترڅ کې پر لویو غوڼدو د بندیز له کبله سږکال فعالان د نیمڅوف لپاره د یوه مؤقت څلي په ځای کې راټول شول.  په مسکو کې د امریکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د پوځ متقاعد تورن سل کلن ټام مور  ومړ

د بریتانیا د پوځ متقاعد تورن سل کلن ټام مور چې له کرونا وبا سره د مبارزې لپاره یې نژدې ۳۳ میلیونه پونډه بسپنه راټوله کړې وه، نن خاورو ته وسپارل شو.  تورن مور چې د برتانیا د روغتیا ادارې د خیریه مرستو لپاره یې دا بسپنه په خپل بڼ کې د پلي تګ د یوه کمپاین په ترڅ کې  راټوله کړه، د فبروري په دوهمه ومړ.  د بریتانیا ملکې دوهمې الېزابت ټام مور ته چې په تورن ټام هم مشهور و، د درناوي په مراسمو کې وویل چې دا، د بریتانیا ملت او نورې نړۍ ته د هغه الهام ستايي.  ټام مور په دوهمه نړیواله جګړه کې هم برخه اخېستې وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ځمکني ټرانسپورټ شورا: که لویو لارو کې ستونزې هوارې نه شوې، بیا اعتراض کوو

د افغانستان د ځمکني ټرانسپورټ د شرکتونو مسوولین پر حکومت نیوکې کوي وایي چې لویو لارو کې ستونزې لا هم پر خپل ځای دي. دوی د شنبې (د کب ۹مه) په ورځ کابل کې یوې ناستې کې وویل، امنیتي مامورین د دې پرځای چې د لویې لارو امنیت وساتي په خپله د موټر چلونکو پر وړاندې ستونزې جوړوي. د افغانستان د ځمکني ټرانسپورټ د سمون د سراسري شورا مشر طلا محمد عثمانزي ازادي راډیو ته وویل، که د موټر چلونکو ستوتزې هوارې نه شي، یو ځل بیا دوی به په مدني اعتراض لاس پورې کړي. نوموړي زیاته کړه: "د کورنیو چارو وزارت زموږ د امنیت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ښځینه کرکټ سیالۍ؛ انګلستان له نیوزیلنډه وګټله

د انګلستان او نیوزیلینډ ښځېنه کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو پنځوس اوورېزو سیالیو سیریز انګلستان دوه د صفر په مقابل کې وګاټه. د دواړو لوبډلو تر منځ دویمه لوبه تېره ورځ د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه وشوه چې په دې سیالۍ کې نیوزیلينډ ښځېنه کرکټ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړیو په سوځېدو يې ۱۹۲ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته يې د ۱۹۳ منډو هدف ورکړ. انګلینډ لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۳۸م اوور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو تر لاسه کړ او په ۷ ویکټو يې مقابلې لوبډلې ته ماتې ورکړه. له دې وړاندې لومړۍ لوبه هم انګلینډ لوبډلې ګټلې وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د فوټبال فدراسیون د 'سي' لایسنس د ورکړې کورس پیل کړ

د کندهار د فوټبال فدراسیون نن شنبه (د کب ۹مه)د فوټبال روزونکیو ته د C لایسنس د ورکړې کورس پیل کړ. د یاد کورس لپاره د کندهار ولایت څخه ۱۸ کسانو او د نیمروز ولایت څخه ۶ کسانو نوملیکنه کړې ده. یاد روزنیز پروګرام به د کابل د فدراسیون استاد محمد طاهر رووفي او محمد فیض فیضي‌ له‌خوا تدریس شي. دا کورس به ۱۳ ورځې دوام وکړي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: ارزګان کې د تېرکال پرتله د چرګانو ۱۵ فارمونه زیات شوي

ارزګان کې په وروستیو کلونو کې د چرګانو د ساتنې فارمونه زیات شوي دي. دې چارې که یوې خوا دې ولایت کې د چرګانو غوښې زیاتې کړي له بلې خوا یې ځینو کسانو ته د کار زمينه هم برابره کړې ده. د دې ولایت مرکز د ترینکوټ ښار څخه لېرې په بېدک کاریز سیمه کې ۲۷ کلن داد محمد د چرګانو فارم لري وايي، د ۵ زرو سپینو چرګانو په پالنه بوخت دی:" دا چرګان په دوو میاشتو کې پلورل کېږي، تېر فصل مې ۴ لکه پاکستانۍ کالدارې وګټلې. ارزګان کې مخکې د چرګانو دوه فارمونه وو، اوس یې شمېر تر ۳۰ زیات شوی. " دی وايي، دې فارم کې ورسره پنځه نور کسان هم په کار بوخت دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال فدراسیون ورزشي کلپونو ته د جواز ورکولو لړۍ پیل شوه

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ورزشيکلپونو ته د مسلکي جواز ورکولو لړۍ پیل کړه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ورزشي کلپونو تخنیکي مدیر توفیق الهي فلاح نن شنبه (د کب ۹مه) ازادي راډیو ته وویل، دا روزنیز پروګرام د اوس لپاره د هرات د لسو غوره کلپونو مسوولانو ته په پام کې نېول شوی. ښاغلی فلاح وايي، د فوټبال ورزشي کلپونه باید تخنیکي زده‌کړې وکړي. ټاکل شوې چې ډېر ژر د هېواد په پنځو نورو زونونو کې هم ورته روزنیز پروګرامونه پیل شي.

Pa.azadiradio.com 

له ۳۰۰ زیات کسان پر کانګرس د برید قضیه کې تورن پېژندل شوي

له ۳۰۰ زیات کسان د متحد ایالاتونو د کانګرس پر ودانۍ د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلویانو د برید په قضیه کې تورن پېژندل شوي.  د امریکا مرستیال لوی څارنوال جان کارلین پرون جمعه (د کب ۸مه) خبریالانو ته وویل چې د قانون د تنفیذ ځواکونو لږ تر لږه ۲۸۰ تورن کسان نیولي دي. کارلین زیاته کړه چې د تورنو کسانو په اړه تحقیقات په بې سارې چټکۍ سره روان دي.   ډېری تورن پر خواله رسنیو د بلواګرو په ډله کې د خپلو ویډیوګانو د خپرولو او هغو پوستونو پر اساس چې دوی خپل دا کار ویاړ بللی، نیول شوي.  د جنوري په شپږمه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غني: له ۴۰ کلونو راهیسې نړیوالې ټولنې د سولې له بنسټیز حقه محروم کړي یو

جمهور رئیس محمد اشرف غني وایي، په تېرو شپږ کلونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لوړ ظرفیت نړیوال قانع دي او ور څخه ستاینه کوي. محمد اشرف غني د شنبې (د کب ۹مه) په ورځ د کب د نهمې یا د سرتېري د ملي ورځې په مناسبت دفاع وزارت کې وویل، اوس‌مهال ترهګرۍ ضد نوي سلنه عملیات افغان ځواکونه په خپله کوي. ښاغلي غني زیاته کړه: "تاسې (ملي امنیتي ځواکونه) یوازې د افغانستان خپلواکۍ نه ساتئ، بلکې د نړۍ امنیت هم ساتئ او په تاسو ویاړ کوم." د جمهور رئیس غني په خبره، په تېرو ۱۴۰ کلونو کې له بل هر وخت زیات... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د کبانو د روزنې۱۷۱۴ فارمونه د کال ۶۸۰۰ ټنه غوښه تولیدوي

په کندهار کې د ماهیانو د روزنې شااوخوا ۱۷۱۴ فارمونه جوړ شوي چې د کال شااوخوا شپږ زره اته سوه ټنه غوښه تولیدوي. خېبر د کندهار ښار په یوه واټ کې په نسبتاً یوه لوی دوکان کې کبان پخوي. نوموړی چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې کندهار کې ماهیان یا کبان پخوي او پلوري یې وايي چې اوس د پخوا پرتله د ماهیانو د غوښې مینه وال زیات شوي: "ډېری خلک راځي په خاص ډول د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې دومره خلک وي چې دلته پر سړک د موټرانو نوبت نه وي." په کندهار کې دا مهال د ماهیانو یو من اومه غوښه په ۱۴ سوه افغانۍ پلورل کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جلال اباد کې چاودنې یو ملکي وواژه او د ولایتي شورا غړی یې ټپي کړ

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې نن شنبه (د کب ۹مه) د ولایتي شورا د غړي عبدالقهار قدیر پر موټر د ماین چاودنه وشوه چې یو ملکي وګړی یې وژلی او ښاغلی قدیر یې ټپي کړی دی.  ویل کېږي چې دا چاودنه د جلال اباد ښار په مال منډوي سیمه کې شوې ده.  د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل رسنیو ته په استولو معلوماتو کې تایید کړې ده چې د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته د یوه ملکي وګړي مړی او عبدالقهار قدیر په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي  عبدالقهار د پخواني جهادي قوماندان حاجي عبدالقدیر زوی دی.

Pa.azadiradio.com 

مارشال دوستم: هېچا ته اجازه نه ورکوو چې اوسني نظام ته زیان ورسوي

عبدالرشید دوستم د مارشالۍ نظامي رتبې له اخېستو نږدې یو کال وروسته کابل ته راغلی او وایي، هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې اوسني نظام ته زیان ورسوي. د جنبش اسلامي ګوند مشر عبدالرشید دوستم په کابل کې یوې ناستې ته وویل، سوله د ټولو غوښتنه ده، نو ځکه له دې بهير ملاتړ کوي. خو مارشال دوستم ټېنګار کوي، که د سولې روانې خبرې بریالۍ نه‌شي، له اوسني نظامه به په کلکه دفاع او ساتنه وکړي: "په سوله کې د ټولو لاس پورته دی، ځکه ټول خلک سوله غواړي. که د سولې بهېر بریالی نه‌شو ، چا ته اجازه مه ورکوئ چې اوسنی وضعیت خراب کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هلمند د رخام ډبرې فابریکه د اومه توکو کمښت سره مخ شوې

د هلمند د رخام د ډبرې فابریکه چې د دغه ولایت په کچه له مهمو فابرېکو شمېرل کېږي دا مهال د خامو موادو له کمښت سره مخ شوې ده. د رخام ډبرې د فابریکې سرپرست عبدالحکیم مثمر نن شنبې (د کب ۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې د  فابریکې کارکوونکي له ۱۳۸۹ راهیسې د رخام ډبرې کان ته مستقیم لاس رسۍ نه لري چې له امله یې د فابریکې د حجارۍ برخه د خامو موادو له کمښت سره مخ شوې او د ترکاڼۍ لپاره هم تخته له بهره واردېږي. نوموړي وویل چې د رخام فابریکې اوسني تولیدات بهرني پېرودونکي او بازار نه لري او اوس مهال د حجارۍ لپاره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د صادراتو لومړۍ محموله تاجکستان ته ولېږدول شوه

د پاکستان د صادراتو لومړۍ محموله په خوست ولایت کې د غلام خان بندر له لارې تاجکستان ته ولېږدول شوه. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن شنبه (د کب ۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه لار په دې وروستیو کې د سوداګریزو او ټرانزیټي توکو د لېږد لپاره پرانېستل شوې ده. نوموړي وویل چې د پاکستان دغه توکي چې ۳۰ ټنه سبزیجات په کې شامل دي د غلام خان بندر له لارې او له افغانستانه تر ټرانزیټ وروسته د کندز ولایت شیرخان بندر کې تاجکستان ته ولېږدول شول. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سیمې د هېوادونو ترمنځ د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا صدراعظم افغانستان کې د شخړو په زیاتېدو اندېښمن دی

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانس په افغانستان کې د شخړو زیاتېدو ته اندېښنه ښکاره کړه.  بورېس جانس دا خبره تېره شپه له افغان ولسمشر اشرف غني سره د ټیلیفوني مکالمې پر مهال وکړه.  د دې خبرو په اړه له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې دي چې د بریتانیا صدراعظم د افغانستان د سولې پروسې، د سولې روانو هڅو لپاره د سیمه ییزې ډیپلوماسۍ د پیاوړتیا او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هېواد د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ.  په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي دي چې ښاغلي جانسن په افغانستان کې پر تلپاتې اوربند ټینګار کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو کې د برما سفیرله نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه

په ملګرو ملتونو کې د برما سفیر په خپل هېواد کې له پوځي کودتا سره مخالفت وکړ او په برما کې یې ملکي حکومت ته د بېرته واک سپارلو لپاره له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.  کیاو مو تُن د جمعې (د کب ۸مه) په ورځ له ټولو هېوادونو وغوښتل چې په ښکاره بیانونه خپاره کړي، په کې په برما کې پوځي کودتا وغندي او دا حکومت په رسمیت ونه پېژني.  کیاو مو تُن په برما کې د پوځ له لوري له سوله ییزو مظاهره چیانو سره د تشدد د مخنیوي لپاره په نړیواله کچه د اقداماتو غوښتنه وکړه.  په برما کې پوځ د فبروري په لومړۍ نېټه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سوریه کې پر ایران پلوه ملېشو برید او تهران ته د واشنګټن خبرداری

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن وایي، د سوریې په ختیځ کې پر ایران پلوه ملېشو هوایي برید ته باید تهران د یوه خبرداري په سترګه وګوري.  بایډن پرون جمعه (د کب ۸مه) خبریالانو ته په هوسټن کې وویل، له سزا ورکولو پرته ممکنه نه ده.  تر دې څرګندونو مخکې پرون د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په سوریې کې د شوي بمبارۍ په اړه وویل: "لکه څرنګه چې موږ تېره شپه څرګنده کړه او د ولسمشر بایډن په امر چې ښکاره یې ویلي دي چې دی به د امریکایانو او د ایتلاف د  غړیو ساتنه کوي، همدا راز به په سیمه کې زموږ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سالنګ لویه لار د درنو او ټیلري موټرو پر مخ تړل شوې

د سالنګ لویه لار د درنو او ټیلري موټرو پر مخ تړل شوې ده.  د فواید عامې وزارت مرستیال ویاند محمد اشرف حق شناس تېره شپه  ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "د سالنګ لار د وړو موټرو لپاره له دواړو لوریو پرانېستې ده. دا وسایط کولی شي چې چاین وتړي او سفر وکړي. دا لار یوازې د ټیلري او درنو موټرو پر مخ تړل شوې ده."  په سالنګ کې درنه واوره شوې ده.  واوره د پنجشنبې ماښام پیل شوه او تر پرون غرمې پورې کله دریدله او کله وریدله.

Pa.azadiradio.com 

وېسا: که د امریکا او طالبانو جوړ جاړی ونه شي د سولې بهیر به کوم لوری خپل کړي؟

وېسا وېسا ورځپاڼې د جرمني وروستۍ پرېکړې ته په اشارې لیکلي، جرمني چې په افغانستان کې تر امریکا وروسته د شمېر پر بنسټ زیات عسکر لري، پرېکړه يې کړې چې هېواد به یې د ۲۰۲۲ کال تر جنوري میاشتې پورې خپل پوځیان په افغانستان کې وساتي. د ورځپاڼې په وینا، د جرمني دغه اعلان داسې مهال دی چې د دوحې تړون پر بنسټ څه باندې دوه میاشتې وروسته له افغانستانه د امریکایي او نورو بهرنیو پوځیانو د وتلو ضرب الاجل را رسېږي. ورځپاڼې پوښتنه کړې چې که د مې میاشتې تر پیل پورې د امریکا او طالبانو تر منځ دغه مسئله کې کوم ډول... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فارین پالېسي: جو بایډڼ افغانستان کې هېڅ ښه انتخاب نه‌لري

څو لوېدیځو ورځپاڼو د افغانستان وضعیت او په دې هېواد کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن په وړاندې په پرتو ستونزمنو انتخابونو  لیکنې کړې دي. فارین پالېسي فارین پالېسي خپرونه وايي، بایډڼ افغانستان کې هېڅ ښه انتخاب نه‌لري. په دې خپرونه کې د خپرې شوې لیکنې په وینا، د جو بایډن اداره په افغانستان کې د خپلې پالېسۍ پشپړاوي ته نږدې شوې، خو سختې پرېکړې یې مخ کې دي. وړاندې ویل شوي چې د امریکا په اداره کې هر ډول پرېکړه ښايي په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه کړي. د هغې هوکړې له مخې چې د امریکا متحده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو کمېسیون: چارواکو د وژل شوي خبریال عادل کورنۍ ته څه کړي؟

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر وايي، امنیتي ځواکونه باید وضاحت ورکړي چې د بسم الله عادل کورنۍ ته له پېښ ګواښه څومره خبر و؟ بسم الله عادل افغان خبریال و چې د جنورۍ په لومړیو کې په غور کې ووژل شو. تازه وړمه شپه د هغه د کورنۍ دری غړي هم د وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوي او پنځه نور یې ټپیان دي. د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې اغلې اکبر په خپل ټوېټر لیکلي، امنیتي چارواکو د دې کورنۍ لپاره څه کړي او ولې باید وضعیت دومره دردونکی وي چې پرله پسې قربانۍ ورکړي؟ د درېیو... Читать дальше...


Суббота в Москве будет солнечной и теплой

Захарова прокомментировала лишение Федерации шахмат РФ членства в ФИДЕ

Собянин: Благодаря модернизации театры Москвы создают уникальные декорации

Источник 360.ru: игрушка в туалете спровоцировала эвакуацию поликлиники в Москве



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В Зимнем театре в Сочи Александр Панкратов-Черный отметит юбилей

Капремонт школы и детского сада в Ожерелье планируют завершить к осени

Лихач за рулём: смертельное ДТП произошло в Челябинской области

Появились кадры с места аварийной посадки самолета Piper в Подмосковье

Музыкальные новости

Более 2 тысяч жителей Московской области получат работу благодаря «Магниту»

Вирусолог Вострухов предупредил о миграции клещей-мутантов из ЕС в Россию

«В девять лет я уже был очень любвеобильным». Актер Михаил Богдасаров вспомнил детство в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3  

«Россети» проверили надежность транзита, от которого зависит системная надежность электроснабжения юга Хабаровского края и Приморья

Новости России

ТАСС: Причиной аварийной посадки самолета на шоссе в Подмосковье стала неисправность двигателя

Капремонт школы и детского сада в Ожерелье планируют завершить к осени

Директор Театра сатиры Берлин покинет пост по решению департамента культуры

Цены на ягоды выросли на 20-30 процентов: с чем это связано и когда ждать стабилизации

Экология в России и мире

С чем носить юбку этим летом: примеры стильных образов

«В девять лет я уже был очень любвеобильным». Актер Михаил Богдасаров вспомнил детство в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3  

CЛД «Печора» филиала «Северный» ООО «ЛокоТех-Сервис» получило сертификацию для технического обслуживания локомотивов серии 2ТЭ25КМ в объёме ТО-2.

Уникальный интерактивный проект Ставропольской психиатрической больницы на выставке-форуме «Россия»

Спорт в России и мире

Соболенко, проигравшая Андреевой, потеряет 2-е место в рейтинге WTA по итогам «Ролан Гаррос», уступив его Гауфф

Андреева рассказала о своих планах на предстоящий матч с Соболенко во Франции

Экс-теннисист Ольховский: Рублев не успел набрать форму на "Ролан Гаррос"

Экс-теннисист Ольховский: российские теннисисты выступили ниже ожиданий

Moscow.media

Военные следователи провели рейд по бывшим мигрантам в Керчи

Игровое кресло Bloody GC-670 настроено на победу

Остров Огой.

Работать там, где удобно: беспроводная гарнитура Fstyler BH230 от A4Tech







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *