لوګر کې د خونړۍ موټر بم حملې اصلي قربانیان څوک دي؟
په لوګر کې د تېرې جمعې ورځې پر ماښام د ترسره شوي موټر بم حملې زیاتره قربانیان د دې ولایت د یوې لیرې پرتې ارزې ولسوالۍ د یوه کلي اوسېدونکي وو. د دغې حملې د ۲۲ قربانیانو جنازې نن سهار له کابله په هلیکوپټرو او الوتکو کې د ازرې ولسوالۍ د اکبرخېلو کلي ته انتقال او نن له غرمې وړاندې ټولې په یوځایي خاورو ته وسپارل شوې. د دې ولسوالۍ یو قومي مشر حیات نور اکبرزوی ازادي راډیو ته وویل چې په اکبرخېلو کلي کې نږدې په هر کور کې یو ماتم دی او دا پېښه د دې کلي د اوسېدونکو لپاره په تېرو کلونو کې بېسارې ده. ښاغلی اکبرزوی وايي... Читать дальше...