شپیګل د حامد کرزي له قوله: له افغانانو د یو بل پر خلاف کار اخیستل کېږي
شپیګل د جرمني شپیګل مجلې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یوه مرکه خپره کړې ده. ښاغلي کرزي ویلي، له افغانانو د یو بل پر خلاف کار اخیستل کېږي او په افغانستان کې د سولې کیلي د پاکستان په لاس کې ده. حامد کرزي دې پوښتنې ته چې دی ولې وسلهوالو طالبانو ته چې وېره خپروي او د حکومت هر کارکوونکی په مرګ ګواښي، د ورور خطاب کوي؟ وویل، ده په خپله واکمنۍ کې درک کړه چې دا د افغانانو جګړې نهده، بلکې په دې جګړه کې له افغانانو د یو بل پر ضد کار اخیستل کېږي، جمهوریت د طالبانو او طالبان د جمهوریت پر خلاف کارول کېږي. Читать дальше...