Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2021

Новости за 27.05.2021

Pa.azadiradio.com 

د برېښناني تذکرو یو شمېر کارکوونکو اعتراض: له میاشتو معاشونه نه‌دي راکړل شوي

د افغانستان د احصائيې ملي ادارې د برېښنايي تذکرو د وېش یو شمېر کارکوونکي وایي که څه هم مخکې یې هم شکایتونه کړي، خو له تېرو درې میاشتو راهیسې میاشتني امتیازات نه‌دي ورکړل شوي. دوی چې د دې ادارې د «اېن ټي اې» برخې تخنیکي کارکوونکي دي شمېر یې سلګونه کسانو ته رسېږي. د دې ادارې غړي عبدالصبور له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، سره له دې چې معاش‌یې نه‌دی ترلاسه کړی، څوک‌یې په دې برخه کې غږ هم نه‌اوري. ښاغلی صبور زیاتوي: "شاوخوا درې میاشتې کېږي چې معاش مو نه‌دی اخیستی، د کار فشار هم زیاد دی، بل یو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زین‌الدین زیدان ریال مادرید لوبډله پرېښوده

د ریال مادرید اسپانیایي لوبډلې مربي زین‌الدین زیدان له دې لوبډلي څخه ووت، که څه هم د ده قرارداد تر ۲۰۲۲ کال پورې اعتبار درلود. ریال مادرید نن په یوې خبرپاڼه کې وویل چې زیدان د دې لوبډلې د پرېښودو پرېکړه کړې او پرېکړې ته‌یې باید درناوی وشي. فرانسوی زیدان چې له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې هم د ریال مادرید مربي و، په دوه کاله او پنځو میاشتو کې یې د اتلولۍ ۹ جامونه ریال مادرید ته وګټل. د فوټبال په تاریخ کې د زین‌الدین زیدان په څېر لاسته راوړنې چا نه‌دي لرلي. هغه د مربي او هم د یوه لوبغاړي په توګه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ډوبی په ګرمۍ کې د افغان لوبغاړو تمرینونه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اندونیزیا د ملي لوبډلې له ماتولو وروسته اوس د خپلې بلې سیالۍ لپاره تیاري نیسي. افغانستان د شنبې ورځې په سیالۍ کې اندونیزیا ته ۳- ۲ ماتې ورکړه. د افغانستان ملي لوبډله به نړیوال جام او آسیايي جام ته د تیاریو په لړۍ کې خپلې دوهمه او وروستۍ دوستانه لوبه د مې په ۲۹ له سنګاپور سره وکړي. په ډوبی کې د افغان لوبغاړو د تمرین جریان دلته وګورۍ او له خپلو دوستانو سره یې هم شریک کړئ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان اهل تشيع عالمانو شورا: حکومت دې د هزاره‌ګانو او شیعه‌ګانو امنیت وساتي

په کابل کې پر سیدالشهدا ښوونځي له برید وروسته، د اهل تشيع عالمانو شورا د دې ډول بریدونو په اړه اندېښنه ښیي. د دې شورا غړو د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۰۶» په کابل کې يوې خبري غونډې ته وویل، ترهګرو ډلو وروستیو کلونو کې هزاره قوم چې د یوه بل مذهب پیروان دي، تر برید لاندې راوستي. د دې شورا غړي پر سیدالشهدا لېسې وروستي برید ته په اشارې دا ډول بریدونه نسل وژنه بولي. د اهل تشيع عالمانو شورا ویاند محمد فياض ارزګانی وایي، ترهګرو ډلو له ډېر وخته اهل تشيع په ملکي ځایونو کې په نښه کړي. ښاغلی ارزګانی زیاتوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې '۷۰ سلنه نجونې' د میاشتني عادت پر مهال صحي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري

میاشتنی عادت یا [حیض] هغه څه چې ځوانې مېرمنې ورسره په میاشت کې یو ځل مخامخ کېږي، خو په افغاني سنتي ټولنه کې ډېرې داسې نجونې دي چې له دې حالت بې‌خبره او په اړه‌یې عامه پوهاوی نه‌لري. ۲۳ کلنه رویا د دې ډلې یوه ده، هغه په کابل کې ژوند کوي. رویا وايي: "۱۱ کلنه وم چې میاشتنی حالت راباندې راغی، خو له بده مرغه سخته تبه مې درلوده او په ښوونځي کې راته په دې اړه چا معلومات هم نه‌و راکړي، خو کورنۍ مې هم ممکن په دې فکر وه چې اوس د دې حالت په اړه معلومات ته وختي دی، زیات څه‌یې راته نه‌و ویلي، زه هم نه‌پوهېدم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د لغمان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې؛ لاهم د 'مهترلام څنډو کې جګړه' روانه ده

په لغمان کې د جګړې څپه لا هم تنده ده، جګړه د مرکز مهترلام ښار له څنډو لیرې نه‌ده تللې او لا هم د دې ولایت د بېلابېلو سیمو له اوسېدونکو قرباني اخلي. د لغمان ولایتي شورا ادعا کوي چې په تېرو څو ورځو کې د الینګار په استقامت د طالبانو له لوري نیول شوې امنیتي پوستې لا هم د وسله‌والو مخالفینو په لاس کې دي او امنیتي او دفاعي ځواکونه کرار پرمختګ کوي. د ولایتي شورا رئیس عتیق‌الرحمن عبدالرحیم‌زي ازادي راډيو ته وویل چې د جګړې له امله ملکیانو ته هم درنه مرګ‌ژوبله اوښتې، خو د دقیق شمېر په اړه‌يې معلومات نه‌لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په فراه کې سیمه يیزه ښځینه چارواکې'کبرا فایزه' ووژل شوه

په فراه ولایت کې یوه سیمه ییزه ښځینه چارواکې د وسله والو په ډزو  ووژل شوه.   د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند فاروق حضرتي نن پنجشنبه (د غبرګولي په ۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې کبرا فایزه په فراه کې د ماشومانو د تربیت او اصلاح حقوقي مدیره وه چې د امنیتي مسوولینو له همغږۍ پرته د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمې ته په خپل سر تللې وه.   ښاغلي حضرتي وویل، د دغې مېرمنې مړی نن پنجشنبه سهار د فراه د مرکز اړوند په کوکشیب سیمه کې وموندل شو.   نوموړي دا کار د طالبانو وباله، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

د لعل او سرجنګل اوسیدونکو د اعتراض په ډول د غور-کابل لار وتړله

د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ اوسیدونکو نن پنجشنبه (د غبرګولي په ۶مه) سهار د غور-کابل لویه لاره وتړله.   دوی د دې اقدام دلیل د مرکزي لویې لارې امنیت ته نه پاملرنه یاده کړې ده. د غور د ولایتي شورا غړي عبدالحمید ناطقي چې د معترضینو په ډله کې دی نن پنجشنبه (د غبرګولي په ۶مه) ازادي راډیو ته وویل، خلکو د اعتراض په توګه دا لاره تړلې چې غږ یې تر حکومت پورې ورسېږي.  دغو معترضینو د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره پردې لویه لاره د امنیت ټېنګولو او هم د فېروزکوه او لعل او سرجنګل ترمنځ لارې کې د دوو امنیتي پوستو د جوړېدو غوښتنه کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۹ شاهین قول اردو: فاریاب کې طالبانو ۷ ملکیان وژلي

افغان چارواکي د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د ۷ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی.   د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي نن پنجشنبه (د غبرګولي په ۶مه) رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، دغه کسان تېره ورځ د ولسوالۍ پر بازار د طالبانو له خوا د هاوان مرمۍ د وېشتلو له کبله وژل شوي دي. رضايي زیاته کړه: "څو د هاوان مرمۍ چې طالبانو د امنیه قوماندانۍ په هدف ویشتلې وې، خو هغه د خلکو پر کورونو او د ولسوالۍ پر بازار لګیدلي ديچې په نتیجه کې یې زموږ ۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي."   په دې پېښه کې ۹ نور ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اذربایجان ځواکونو ۶ ارمني پوځیان اسیر نیولي

د اذربایجان ځواکونو شپږ ارمني پوځیان اسیر نیولي دي.  د اذربایجان دفاع وزارت وایي، دغه ارمني پوځیان یې نن پنجشنبه (د غبرګولي ۶مه) سهار په کلباجار سیمه کې هغه مهال ونیول چې په سرحدي سیمو کې د اذربایجان د پوځي مرکزونو پر لور د تللي سړک په اوږدو کې د ماینونو په ایښودلو بوخت وو.  ارمنستان بیا وایي، دغه ځواکونه په سیمه کې د انجنیرۍ په کارونو بوخت وو.  تردې وړاندې ارمنستان  اذري ځواکونه تورن کړي وو چې په سیونیک او ګغارکونېک سیمو کې له سرحده تېر شوي او ادعا کوي چې دا سیمې د دوی د خاورې اړوند دي، خو اذربایجان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې ۶ طالبان وژل شوي

د ننګرهار چارواکي د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د ۶ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکوي. د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر ازادي راډيو په استول شوېو معلوماتو کې ویلي چې تېره شپه د دغه ولایت د اچین ولسوالۍ په مومند دره کې ۶ وسله وال طالبانو وژل شوي دي. دغه دفتر ادعا کړې چې له وژل شوېو وسله والو طالبانو په سیمه کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم پاتې دي. هاخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا رسنیو ته په استول شوېو معلوماتو کې ادعا کړې چې تېره شپه یې د اچین ولسوالۍ په مومندو تنګي سیمه کې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې په تلسمیا د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی؛ چارواکي: ۶۵۰ یې ثبت دي

د کندهار میرویس روغتون ته لسګونه ماشومان هره ورځ د وینې اخېستلو لپاره راوستل کېږي، په دې ولایت کې په تلسمیا ناروغۍ د اخته ماشومان شمېر زیات شوی دی. له دې ماشومانو څخه یوه یې ۱۴ کلنه شمسيه ده چې د تېرو  ۱۴کلونو راهیسې د دغه ناروغۍ څخه کړيږي. شمسیه اوس په شلو ورځو او ان کله-کله په اوونۍ کې هم وينې اخیستلو ته اړتيا پيدا کوي. شمسيه زیاتوي: "کله چې وينه مې خلاصه شي، پښې مې درد کوي، بدن مې سستي کوي، خوراک ته مې زړه نه کېږي، پر سر مې درد وي او د تګ پر وخت چپه شم." د شمسيې پلار محب الله وایي، دوه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکو د مؤقتې مودې لپاره د ودونو د هوټلونو فعالیت وځنډاوه

افغان چارواکو د کرونا وبا د خورېدو د مخنیوي په هدف د مؤقتې مودې لپاره د ودونو د هوټلونو فعالیت وځنډاوه.   کابل ښاروالۍ د یوې ابلاغیې په خپرولو نن پنجشنبه (د غبرګولي ۶مه) وویل چې دا پرېکړه د دولت د کابینې له خوا شوې او تر دوهم امر پورې دې دغه هوټلونه تر راتلونکې اوونۍ پورې نه ریزرف کېږي.    په دې ابلاغیه کې  راغلي چې د کرونا ویروس د درېیمې څپې ډېری پېښې له همدې هوټلونو څخه سرچینه اخلي، ځکه خلک ټولنیز واټن او د روغتیا وزارت سپارښتنې نه مراعاتوي.   د افغانستان د روغتیا وزارت په دې وروستیو کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: بامیان کې د شېدو زیاتېدو لپاره ۷۳۸ وزې مصنوعي القاح شوي

‎د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، په بامیانو ولایت کې د شېدو د تولید د زیاتېدو لپاره یې ۷۳۸ وزې مصنوعي القاح کړي دي. ‎د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د غبرګولي ۶مه) ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، د وزو د القاح مصنوعي پلان یې د دغو ‌‌‌‌‌‌ډول ژوېو د نسل د اصلاح او د شېدو د تولید د زیاتوالي لپاره د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې ادارې په مالي همکارۍ او د کورنیو د خوراکي خوندیتوب پروژې له لارې پیل کړی دی. ‎ښاغلي رستمي د دغه پلان د تطبیقولو اصلي هدف د کورنیو د خوراکونو خوندیتوب... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جلال اباد کې چاودنې د کامې د ولسوال په ګډون ۳ تنه ټپیان کړل

په ننګرهار کې چاودنې د کامې د ولسوال په ګډون درې تنه ټپیان کړل.  د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند فرید خان ازادي راډیو ته وویل چې نن پنجشنبه (د غبرګولي ۶مه) سهار شااوخوا اته بجې او ۱۵ دقیقې د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې اړوند دامان سيمه کې د کامې د ولسوال شریف الله فضلي په موټر پسې نښلول شوي ماين چاودنه کړې چې له امله یې خپله ولسوال او د ده دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.  د فریدخان په خبره، د دوی د معلوماتو له مخې، ولسوال له کوره کامۍ ولسوالۍ ته دندې ته پر لاره و چې چاودنه پرې وشوه.  هغه زیاته کړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسټرالیا دوهم لوی ښار میلبورن ټولبند اعلان کړی

د اسټرالیا دوهم لوی ښار د یوې اوونۍ په مخه بېړنۍ ټولبند اعلان کړی چې له مخې به یې په میلبورن او شااوخوا ښارګوټو کې پنځه میلیونه وګړي اغېزمن شي. دغه ټولبند د کرونا ویروس د هغې نوې بڼې د خپرېدو د مخنیوي په هدف اعلان شوی چې د لومړي ځل لپاره په هند کې وموندل شو.  چارواکو وویل چې سر له سبا به یوازې هغو کسانو ته اجازه ورکول کېږي چې له خپلو کورونو ووځي چې د ځان واکسینولو په ګډون مهم دلایل ولري.  د ویکتوریا ایالت سرپرست جېمز میرلینو پرون چهارشنبه(د غبرګولي ۵مه) وویل چې دغه ټولبند به پلټونکو ته د دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا کې د چین سفارت د کرونا د سرچینې معلومول سیاسي لوبه ګڼي

د امریکا په متحده ایالاتو کې د چین سفارت وایي، د کرونا ویروس د سرچینې معلومولو لپاره سیاسي شور او زوږ به دا مساله لاسخته کړي چې دغه ویروس له کوم ځایه راغلی او څرنګه انسانانو ته لېږدېدلی دی؟  دغه سفارت نن پنجشنبه (د غبرګولي ۶مه) په خپله وېب پاڼه کې په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې په دې وروستیو کې یو شمېر کسانو هغه پخوانۍ سیاسي لوبه چې نړۍ ته د کرونا ویروس له کوم ځایه خپور شوی؟ پیل کړې ده.  په بیان کې ویل شوي چې چین د کووېډ – ۱۹ د لومړنیو پېښو او په ټوله نړۍ کې د بیولوژي د پټو لابراطوارونو په اړه د هر اخیزې څېړنې ملاتړ کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غزني کې کانکور؛ چارواکي: ۹ زره ګډونوال یې درلود، د تېر پرتله ډېر کم وو

په غزني کې د نورو کلونو پرتله سږکال د کانکور په ازموینه کې شااوخو ۹ زرو زده کوونکو ګډون کړی وو. دغه شمېر د پخوا پرتله ۶ زره کموالی ښيي، دغه لږوالی بېلابېل لاملونه لري. د غزني د ښار اوسېدونکې ۱۷ کلنه زهره په سږني کانکور ازموینه کې ونډه اخېستې. نوموړې په کانکور ازموینه کې ګډون کول د انسان د ژوند د یوه نوي پړاو پیل بولي: "نننۍ ورځ زما په ژوند کې یوه ځانګړې ورځ ده، په ۱۲ کلنو زده کړو کې چې ما کوم زحمتونه ګاللي وو، خو نن ټولو ته دا ښکاره کومه چې ایا ما زحمتونه ګاللي وو که نه؟ چې څه ډول درسونه مې ویلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز: پنټاګون له افغانستانه د ځواکونو د اېستلو بهېر ګړندی کوي

نیویارک ټایمز نیویارک ټایمز ورځپاڼې، پنټاګون له افغانستانه د ځواکونو د اېستلو بهېر ګړندی کوي، تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې د یو شمېر امریکایي پوځي چارواکو له قوله لیکي: امریکایي او د ناټو ځواکونه غواړي چې د جولای د میاشتې تر نیمایي پورې له افغانستانه ووځي. دا به له هغې نېټې څه باندې دوه میاشتې مخکې وي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو او له دې هېواده د ټولو امریکایي ځواکونو د اېستلو لپاره د سېپټمبر ۱۱مه وروستۍ نېټه اعلان کړې ده. نیویارک ټایمز لیکي: له افغانستانه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فراه چارواکي: د طالبانو د نشه یي توکو لویه کارخانه ویجاړه  شوه

په فراه ولايت کې د ځانګړو عملياتو په نتيجه کې د نشه يي موادو يوه لویه کارخونه له دوو لابراتورونو  سر ويجاړه شوه.   په فراه ولایت کې د ملي اردو د دوهمې لوا وياند حشمت الله احمدي ازادي راډيو ته وويل چې د نشه يي موادو دې کارخانو په طالبانو پورې اړه درلوده او ترلاسه شوي مواد ځای پر ځای سوځول شوي دي.     طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا عملیات د فراه په بکوا ولسوالۍ کې کمانډويانو، ملي اردو او نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په ګډه وکړل چې په پایله کې يې دوه لابراتورونه ويجاړ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ښايي په کابل کې سبا جمعه د اسټرالیا سفارت بند شي

د یو شمېر راپورونو له مخې په کابل کې به ښایي سبا جمعه (د غبرګولي ۷مه) د اسټرالیا سفارت بند شي. د اسټرالیا صدراعظم سکاټ موریسن د سې شنبې په ورځ خبر ورکړی و چې دا اوونۍ به دوی خپل سفارت د احتمالي امنیتي ستونزو له امله وتړي او تمه لري چې سفارت یې په افغانستان کې د اوږدې مودې په مخه بند پاتې نه شي. اسټرالیا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په خاطر امنیت ته اندېښنه لري چې امنیتي وضعیت ممکن د دغو سرتېرو له وتلو وروسته پسې نور خراب شي. اسټرالیا په افغانستان کې شااوخوا اتیا سرتېري لري چې له نورو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

صالح طالبانو ته: حاضر یو چې اوربند وکړو د جګړې پرځای جرګې ته لاړ شو

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال طالبانو ته د اوربند وړاندیز وکړ. امرالله صالح پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۵مه) په خوست کې یوې ولسي غونډې ته د خبرو پرمهال پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړو لاس واخلي. نوموړي وویل: "حاضر یو چې سر له سبا اوربند اعلان کړو، د جګړې د ډګر پر ځای د جرګې ډګر ته ورشو او خبرې اترې وکړو." طالبانو پخوا ویلي و چې کله د سولې په خبرو کې پرمختګ وشي نو د اوربند پرسر به هم یوې موافقې ته ورسېږي، خو اوس اوربند نه کوي. تېر اختر طالبانو د اوربند وړاندیز وکړ چې افغان دولت هم تایید کړ او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بهرنیو ځواکونو وتل؛ سلیوان: امریکا به له افغان حکومت سره ولاړ وي

د امریکا د متحد ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان وایي چې متحد ایالاتونه به له افغانستانه د ځواکونو تر ایستلو وروسته هم له افغان حکومت او ولس سره ولاړ وي. د سپینې ماڼۍ د خپاره شوي بیان له مخې ښاغلي سلیوان دا ژمنه د افغانستان د ملي امنیت له سلاکارحمد الله محب سره د ټیلیفوني خبرو پرمهال وکړه. سپینه ماڼۍ وایي چې ښاغلي سلیوان د افغان ځواکونو او له افغانستان سره په ملکي برخه کې د مرستو په تړاو ښاغلي محب ته معلومات ورکړل. ښاغلي سلیوان د افغان سولې په بهیر کې د مرستو ژمنه هم وکړه. جک سلیوان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان د اپوزسیون سوسیال ډیموکرات ګوند مشر ظاهروف استعفی وکړه

د تاجکستان د اپوزسیون سوسیال ډیموکرات ګوند مشر رحمت الله ظاهروف د ګوند له مشرۍ استعفی وکړه. دی له دوو کلونو راهیسې د دې ګوند مشر و او تېرکال چې کله پرده برید وشو له هغه وروسته یې روغتیایي وضعیت خراب شوی دی. ده د ازادي راډیو تاجک څانګې ته وویل: "پروسږکال په سېپټمبر کې زه ووهل شوم او له هغه وخت راهیسې زما د پښو درد نه دی ښه شوی؛ د همدې لپاره مې سیاسي شورا ته ولیکل چې زه نور دا کار نه شم کولی او غواړم چې خپله درملنه وکړم." ظاهروف ویلي، د سیاسي انګېزې له امله وهل شوی دی. د ۲۰۱۷میلادي کال په نوومبر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر اردن ته ولاړ

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له مصر څخه پرون ناوخته اردن ته ولاړ. دا منځني ختیځ ته د ده د روان سفر وروستی ځای دی او هڅه کوي چې د قاهرې په منځګړیتوب د اسراییل او فلسطیني وسله والو ترمنځ شوی اوربند ټینګ شي. بلېنکن په قاهره کې د مصر د ولسمشرعبدالفتاح السیسي ستاینه وکړه چې د ده په منځګړیتوب اوربند وشو. د اسراییل او فلسطیني وسله والو ترمنځ د مې په ۲۱مه وروسته له ۱۱ ورځو خونړیو جګړو اوربند وشو. د دې جګړې له امله تر دوه نیم سوه ډېرکسان ووژل شول چې غوڅ اکثریت یې فلسطینیان وو. Читать дальше...


Прохлада нам по карману: как выбрать кондиционер и какова цена вопроса

Строительство станции «Тютчевская» перешло на новый этап

Автостанция открылась в Печорах после ремонта

В Тверской области установили памятник Пушкину



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Глава ФФККР Сихарулидзе не примет участия в конгрессе ISU

Строительство станции «Тютчевская» перешло на новый этап

В Тверской области установили памятник Пушкину

Пять выпускниц из Ступина получили по 100 баллов на ЕГЭ

Музыкальные новости

Собянин: Москва — мировой лидер по динамике развития транспортной инфраструктуры

Чемпионат России по мотоболу прошел в Видном

Юлия Пересильд, московский Театр на Таганке, ММОМА – участники 3-его фестиваля «Территория. Красноярск» раскрывают грани современного искусства

Известная фигуристка Ирина Роднина посетила стенд Карелии на ВДНХ

Новости России

Насколько выросли цены в «Яндекс.Такси» за год и сколько получают водители

Пять выпускниц из Ступина получили по 100 баллов на ЕГЭ

Опубликованы кадры, запечатлевшие смерч в Челябинской области и Башкирии

В Тверской области установили памятник Пушкину

Экология в России и мире

Туристка заразилась плотоядной болезнью и потеряла руку: новая инфекция начала распространяться на людей, посещающих достопримечательности

Красноярский музыкальный театр представил проект театральной экосистемы будущего

Об отношении к русским в Азербайджане

Антисанитария в службах доставки: токсиколог Кутушов рассказал, почему опасно заказывать еду

Спорт в России и мире

Семнадцатилетняя Андреева впервые сыграет в полуфинале турнира Большого шлема

Джокович снялся с Открытого чемпионата Франции по теннису

Зверев и Рууд не пожали друг другу руки после полуфинала «Ролан Гаррос» – из-за проблем с желудком у норвежца

Соболенко, проигравшая Андреевой, потеряет 2-е место в рейтинге WTA по итогам «Ролан Гаррос», уступив его Гауфф

Moscow.media

Трасса М-12 Восток будет продлена до Тюмени в 2025 году

Военные следователи провели рейд по бывшим мигрантам в Керчи

Мобилизованного свердловчанина приговорили к 23 годам "строгача" за подрыв гранаты в казарме

Ученые нашли «выключатель» болезни Паркинсона







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *