Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2021

Новости за 03.05.2021

Pa.azadiradio.com 

قرغزستان او تاجکستان له ګډې لانجمنې پولې د ځواکونو د په شا کولو لړۍ بشپړه کړه

قرغزستان او تاجکستان له ګډې پولې د ځواکونو د په شا کولو لړۍ بشپړه کړه. دا خبره نن د قرغزستان د سرحدي چارو ادارې کړې او ویلي یې دي، سیمه کې وضعیت اوس عادي دی. قرغزستان ویلي چې تېره اوونۍ د اپرېل په ۲۸مه په پوله کې د نښتو په پایله کې چې دوه ورځې یې دوام وکړ، ۳۴ قرغزي وګړي وژل شوي او ۱۷۸ ټپیان شوي. دغه‌راز ۵۰ زره کسان هم د سیمې پرېښودو ته اړ شوي دي. د تاجکستان چارواکو خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په اړه تر اوسه رسمي څرګندونې نه‌دي کړي، خو د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې خبریال کیومرز عطا وايي د دوی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اشرف غني: د سولې بهیر باید د افغانستان له نویو واقعیتونو سره متناسب وي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او له ولسمشر غني سره‌یې کتلي دي. د جمهور رئیس د ویاند مرستیالې فاطمې مورچل ازادي راډیو ته وویل چې په دغې کتنه کې ښاغلي خلیلزاد د افغان سولې د بهیر اړوند د خپلو فعالیتونو په اړه ښاغلي غني ته راپور ورکړی دی. د اغلې مورچل په وینا، په دغه کتنه کې دغه‌شان جمهور رئیس، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د اړیکو د نوي فصل پیل ته په پام سره، نویو واقعیتونو ته په کتو د سولې بهیر په همغږۍ ټینګار کړی دی. اغلې مورچل زیاتوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بارسلونا ټیم پېژندل شوي لوبغاړي لیونل میسي نوی ریکارډ ټینګ کړ

د بارسلونا د ټیم پېژندل شوي لوبغاړي لیونل میسي پرون له والانسیا ټیم سره په سیالۍ کې د دوو ګولونو په وهلو سره نوی ریکارډ ټینګ کړ. هغه په خپل ورزشي ژوند کې په ازادې توپوهنې سره ۵۰م ګول وواهه او په بارسلونا ټیم کې یې نوی ریکارډ ثبت کړ. دغه لوبه د لالیګا سیالیو په ترڅ کې ۳ د ۲ په وړاندې بارسلونا ټیم وګټله. د بارسلونا ټیم له‌خوا درېیم ګول انتوني ګریسمن وواهه.

Pa.azadiradio.com 

لوګر کې پر یوه کور د توغندي لګېدو ۷ تنه ټپیان کړل

په لوګر کې چارواکي وایي، پر یوه کور د طالبانو توغندی لګېدلی او ۷ تنه‌یې ټپیان کړي دي.  د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د لوګر د مرکز پل علم اړوند په کنجک سیمه کې شوې ده. هغه زیاته کړه په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او ټول روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي. د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت خطرناک ښودل شوی.  طالبانو د دغې ادعا په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي. تر دې مخکې د جمعې په ورځ د لوګر په مرکز پل علم ښار کې یوې موټر بم چاودنې ۲۶ تنه ووژل او ۱۱۰ نور یې ټپيان کړل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلېنکن: امریکا به چین پرېنږدي چې د نړیوال نظم پر اساس قوانین کمزوري کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، چين چې په خپل ځان‌یې باور په زیاتېدو دی، په بهر کې ډېرې تندۍ او په کور دننه‌یې ډېرو فشارونو ته مخه کړې ده.   بلېنکن تېره ورځ له امریکایي سي‌بي‌اېس نیوز سره په مرکه کې دغه‌راز وویل، واشنګټن نه‌غواړي چې د چین د پرمختګ مخه ونیسي، خو پرې به‌یې نږدي چې د نړیوال نظم پر اساس قوانین کمزوري کړي.  بلېنکن د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ده په باور د پیکېنګ اوږدمهاله هدف څه دی؟ وویل، د ده په فکر چین ګومان کوي چې کولای شي او باید په نړۍ کې یو برلاسی هېواد شي. هغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سرور دانش: طالبان نه‌شي کولای حکومت له ستونزو سره مخ کړي

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وایي، طالبان پر خبریالانو او مدني ټولنې په حملو سره نه‌شي کولای چې حکومت له ستونزو سره مخامخ کړي. ښاغلي دانش د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت وینا کې وویل، د خبریالانو په وړاندې موجوده ستونزو سره سره رسنۍ د افغانستان د حکومت یوه مهمه لاسته راوړنه ده.  ښاغلی دانش وايي: "باید پوه شو چې د بیان د ازادۍ په ځپلو او پر خبریالانو په حملو سره نه څوک د افغانستان حکومت ماتولی شي او نه هم د افغانستان د خلکو اراده کمزورې کولای شي." ښاغلی دانش په افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پیکاسو او کساما رسامۍ نندارې او خرڅلاو ته وړاندې کېږي

د پیکاسو او کساما رسامۍ به د نیویارک بونهامز هاوس نندارتون کې نندارې او خرڅلاو ته وړاندې شي. پبلو پیکاسو (Pablo Picasso) د اسپانیا مشهوره مجسمه جوړوونکی او رسام وو چې د مکعبي رسامیو سرلاری ګڼل کېږي او یایوی کساما (Yayoi Kusama) جاپانۍ رسامه ده چې په رسامیو کې يې تر ډېره دایرې لیدل کېږي. اټکل شوی چې د پبلو پیکاسو مشهوره تابلو (فَم ابیرې ماف) به له ۱۰ ملیونو څخه تر ۱۵ ملیونو ډالرو پورې بیه شي. د نیویارک د امپریشنسټ او عصري هنرونو برخې رئیسه مالي اوټ امبلر رسنیو ته وویل: "موږ خوشحاله یو چې د ماري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مصالحې عالي شورا: د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان څنډې ته کولو په معنی نه‌دی

‎له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او خلکو ته د افغان حکومت چارواکو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ! د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا یو مرستیال وایي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د دغه هېواد د څنډې ته کولو په معنی نه‌دی. ‎اسدالله سعادتي د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۳» د ‌‌‌‌‌‌ډیموکراسۍ لپاره د افغان ښځو سازمان په یوه ناسته کې وویل چې نړیواله ټولنه به تر دې وروسته هم افغانستان یوازې نه‌پرېږدي او خپلو مرستو ته به دوام ورکوي. ‎‎ښاغلی سعادتي زیاتوي: "که افغانستان بیا د نړیوال کړکېچ سیمه باندې بدل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان خبریالانو په اړه د یوناما، ګڼو نورو هېوادونو او نړیوالو ټولنو اندېښنې

د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوناما په ګډون بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو ټولنو د افغان خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي په درېدو ټینګار کړی دی. په هغه ګډه اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۳» د افغان خبریالانو او د رسنیو له کار کوونکو د ملاتړ په هدف خپره شوې، په‌کې د رسنیو او د بیان له ازادۍ کلک ملاتړ شوی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت (یوناما)، اروپایي ټولنې او یو شمېر هېوادونو اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار شوی چې نړیواله ټولنه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هند کې د کرونا بحران؛ نړیوال د اکسیجن او نورو روغتیايي وسایلو مرستې کوي

په داسې حال کې چې په جنوبي اسیا کې د کرونا ویروس پېښې مخ پر زیاتېدو دي، د هندوستان د وبا بحران هم ورځ تر بلې زیاتېږي.   نړیوالو له هندوستان سره د اکسیجنو او نورو روغتیايي وسایلو مرستې کړي.   د بریتانیا حکومت ویلي چې هندوستان ته به د مصنوعي ساه اخیستلو زر دانې اضافي ماشینونه ولېږي.  د تېرې اوونۍ پر مهال هندوستان ۲.۶ ملیونه د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت کړي او په دې ویروس اخته شااوخوا ۲۳،۸۰۰ کسان مړه شوي دي. له دې سره د ټولو مړینو شمېر دوه لکه او پنځلس زره ته لوړ شوی دی.   متخصصین په دې باور دي چې دا شمېرې د بحران جدیت ښيي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د راتلونکي په اړه د بېلابېلو امریکايي چارواکو څرګندونې او اندېښنې

له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتو له پیل سره سم، د دې هېواد د وضعیت او راتلونکي په اړه د بېلابېلو امریکايي چارواکو څرګندونې او اندېښنې لا هم مطرح کېږي او دا لړۍ ګرمه روانه ده. تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د افغانستان په اړه غږېدلی دی. انتوني بلېنکن د سي‌بي‌اېس ټلوېزیون د ۶۰ دقیقو خپرونه کې ویلي، له افغانستانه‌یې د عسکرو وتل، د دې هېواد د پرېښودو په معنی نه‌دي. ښاغلی بلېنکن زیاتوي: "موږ باید هر ډول سناریو ته چمتو واوسو او د هرې تګ‌لارې له مخې وضعیت څارو. موږ ۲۰ کال کېږي چې افغانستان کې بوخت یوو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د رسنیو پر کارکوونکو د حملو له کبله کندز کې د 'ښځینه خبریالانو حضور کم' شوی

په کندز ولایت کې د سیمه‌ییزو رسنیو مسؤلان او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې چارواکي وايي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د رسنیو پر کارکوونکو او خبریالانو په ځانګړې توګه ښځو د حملو له کبله په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور مخ پر کمېدو دی. دوی زیاتوي، که حکومت د رسنیو او د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې کوټلي ګامونه پورته نه‌کړي، ښايي په سیمه‌ییزو رسنیو کې د ښځینه خبریالانو کچه تر دې هم ټيټه شي. په کندز کې د اورانوس په نوم د یو خصوصي ټلوېزیون مسؤل هدایت‌الله زیارمل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هېواد: افغانستان کې وژنې، جګړه او د پردیو موخو لپاره د ملت قرباني د زغملو نه‌ده

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د جګړې له امله ملګي تلفاتو او د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو د ساتنې د څرنګوالي په اړه شننې او تبصرې خپرې کړي. هېواد هېواد ورځپاڼې په خپل نننۍ ګڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې وژنې، جګړې او د پردیو د موخو لپاره د دغه ملت قرباني د زغملو نه‌ده. وړاندې راغلي، لسیزې تېرې شوې، خو لا هم افغانان د پردیو د ناوړو موخو لپاره وژل کېږي، د پرمختګ مخنیوی یې کېږي او د سوله‌ییز او د پرمختللي ژوند له نعمته بې‌برخې کېږي. لیکوال وړاندې لیکي چې دښمن یو ځل بیا د روژې په دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسکو وایي د اوکراین په ختیځ کې یې لکونه کسانو ته تابعیت ورکړی

د روسیې د کورنیو چارو وزارت وايي په تېرو دوو کلونو کې یې د اوکراین په ختیځ کې له ۵۲۷ زرو زیاتو کسانو ته د روسیې تابعیت ورکړی دی. دا کسان د اوکراین په هغو سیمو کې اوسي چې د روسیې له ملاتړ برخه‌من جلا غوښتونکي په‌کې د دولت پر ضد جنګېږي. د روسیې تاس خبري اژانس د کورنیو چارو وزارت په حواله په دې اړه راپور خپور کړی. روسي چارواکو ویلي د ۴۰ فیصدو خلکو غوښتنلیکونه‌یې ځکه رد کړي چې محدودیتونه پرې لګېدلي یا روسیې ته نه‌شي ننوتلی. د پارلمان مرستیال ویکتور وودولتسکي ویلي ښايي د کال تر پایه یو ملیونو اوکراینیانو ته نوي پاسپورټونه ورکړل شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هند کې د کرونا ویروس د چټک خپرېدو او مړینو له کبله بحران په سختېدو دی

په هندوستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو او په دې ویروس د مړینو د شمېر زیاتېدو له کبله بحران په سختېدو دی. په همدې حال کې یو نړیوال مرستندوی بنسټ هند ته رسېدلی چې د اکسیجن د کموالي په حل او د طبي وسایلو په اکمال کې همکاري وکړي. بریتانیا ویلي چې هندوستان ته به د مصنوعي تنفس ۱،۰۰۰ نورې دستګاوې یا وینتلاتورونه ولېږي.   تېره اوونۍ په هندوستان کې د کرونا ویروس دوه ملیونه او شپږ لکه نورې مثبتې پېښې او د نږدې ۲۳ زره او ۸۰۰ کسانو مړینه ثبت شوه.   له دې سره په دغه هېواد کې په ټوله کې په کرونا ویروس د مړینو شمېر تر دوو لکو او ۱۵ زرو واوښت. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا د روسیې د ناسمو اطلاعاتو د خپرولو مخنیوي لپاره نړیوالې هڅې غواړي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد به‌یې د روسیې د تبلیغاتو او ناسمو اطلاعاتو د خپرولو د مخنیوي لپاره د نړیوالو هڅو غوښتنه وکړي. ډامنیک راب به سر له نن څخه تر راروانې چهارشنبې د «G-7» یا اوو لویو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه وي.   دا به په تېرو دوو کلونو کې د دغو شتمنو هېوادونو لومړۍ حضوري غونډه وي او داسې مهال جوړېږي چې له روسیې سره کړکېچ د خبرو د اجنډا په سر کې دی. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامنیک راب پرون د دې غونډې په درشل کې خبریالانو ته وویل: "بریتانیا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جو بایډن له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو له پریکړې دفاع وکړه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه. جو بایډن دا څرګندونې د القاعده شبکې د مشر، اسامه بدن لادن د وژل کېدو د لسم کال د پوره کېدو په مناسبت وکړې. په هغه اعلامیه کې چې سپینې ماڼۍ پرون خپره کړې ولسمشر بایډن ویلي، په افغانستان کې د القاعده حضور تر پخوا خورا کم شوی دی. هغه‌یې علت پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې د حملو د اصلي طراح اسامه بن لادن وژنه او په افغانستان کې نږدې ۲۰ کلنه پوځي مبارزه وبلله. جو بایډن ویلي: "موږ بن لادن د دوزخ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زلمی خلیلزاد پر افغان سولې د خبرو لپاره ازبکستان ته رسېدلی

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په ازبکستان کې دی. هغه پرون د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره د افغانستان د سولې په پروسې خبرې کړي. ښاغلي خلیلزاد بېګا په خپل ټویټر لیکلي له کاملوف سره په خبرو کې دواړو سلا وکړه چې دا وخت باید افغانستان، سیمه او نړیواله ټولنه په ګډه یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره هڅې وکړي څو د افغانستان ۴۰ کلنه جګړې پرې پای ته ورسېږي. خلیلزاد زیاته کړې امریکا او ازبکستان به د سیمې د سوداګرۍ، اتصال او اقتصادي پراختیا د پياوړي کېدو په هدف ګډ کار ته دوام ورکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو خوندیتوب په اړه له افغان چارواکو د بخښنې نړیوال سازمان غوښتنه

د بخښنې نړیوال سازمان وايي افغان چارواکي باید د خبریالانو د امنیت د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. دا خبره د یاد سازمان په هغې اعلامیه کې راغلې چې د بیان د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت‌یې خپره کړې ده. د مې ۳مه د بیان د ازادۍ نړیواله ورځ ده. د بخښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي چې ۲۰۲۰ کال ۱۱ افغان خبریالان په هدفي بریدونو کې ووژل شول او سږ کال هم تر دې دمه څلور نور خبریالان وژل شوي. دغه سازمان انتقاد کړی چې دا بریدونه د هېچا له‌خوا نه‌دي څېړل شوي. د دغه سازمان د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات والي: شینډنډ کې ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي

د هرات والي وايي په شینډنډ ولسوالۍ کې ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. عبدالوحید قتالي بېګا یکشنبه ازادي راډیو ته وویل طالبانو ته دا مرګ‌ژوبله د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې رسېدلې ده. ښاغلی قتالي زیاتوي: "اټکل کېده چې طالبان په دې شپو او ورځو کې خپل بریدونه لږ زیاتوي. دوی زموږ په شینډنډ ولسوالۍ زیات تمرکز درلود. ان‌یې له ګاونډیو ولایتونو مرستندویه ځواک ورغوښتی و. په دې تېرو دوو ورځو کې یې کومه نتیجه وانه‌خیسته او په لویه کچه له تلفاتو سره په شا وتمبول شول." قتالي دا ادعا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان له افغانستان او ایرانه پر ورتلونکو کسانو بندیز لګوي

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې سر له سبا د مې تر ۲۰مې د هغو خلکو په وړاندې چې له افغانستان او ایرانه ورځي خپلې، دروازې وتړي. د پاکستان د قوماندې او عملیاتو ملي مرکز چې د  کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې چارې هم مخته وړي ویلي دا پرېکړه‌یې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي په هدف کړې ده. په تازه پرېکړه کې یوازې د پاکستان اتباع چې خپلو کورونو ته ستنېږي او هم ډېر عاجل ناروغان مستثنی شوي دي. له هغې خوا بیا افغانستان او ایران ته په داخلېدو باندې تر اوسه کوم ممانعت نه‌دی لګول شوی. پاکستاني چارواکو ویلي په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خامنه‌يي د قاسم سلیماني په اړه د جواد ظریف پر خبرو تُندې نیوکې وکړې

د ایران ستر مذهبي رهبر ایت‌الله علي خامنه‌يي د سپاه پاسداران قدس د وژل شوي مشر قاسم سلیماني په اړه د جواد ظریف په خبرو تُندې نیوکې کړي. خامنه‌يي د ظریف خبرو ته په اشارې ویلي دا خبرې "د امریکا او دښمنانو د خصمانه څرګندونو" تکرار دی. هغه په خپله وینا کې چې دولتي ټلوېزیون خپروله د ظریف نوم په مستقیم ډول وانه‌خیست. د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف یو غږیز کلېپ تېره اوونۍ نړیوالو فارسي ژبو رسنیو ته لیک شوی و چې په‌کې ظریف د ایران په بهرني سیاست د پوځیانو له بې‌ساري کنټرول او برلاسۍ انتقاد کوي. ظریف... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هند صدراعظم او ګوندي ملګرو یې د دغه هېواد سیمه‌ییزو ټاکنو کې ماته وخوړه

د هندوستان صدراعظم نرېندرا مودي او ګوندي ملګرو یې په داسې حال کې چې هېواد یې له کرونا سره لاس او ګرېوان دی په سیمه‌ییزو ټاکنو کې ماته خوړلې ده. دا ټاکنې د واکمن ګوند بهاراتیا جاناتا لپاره یوه ازموینه ګڼل کېږي. مودي او ګوند یې په لوېدیځ بنګال او څلورو نورو سیمو کې تورن شوي چې د ټاکنیزو کمپاینونو په جوړولو سره‌یې سیاست د خلکو په مصونیت غوره ګڼلی دی. ماماتا بانیرجي چې د کرونا په وړاندې د حکومت په چار چلند سختې نیوکې کوي ښايي د درېیم وار لپاره په لوېدیځ بنګال کې ګټونکی شي او واک ترلاسه کړي. اخوا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اشرف غني له زلمي خلیلزاد سره ولیدل

افغان ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل.  د ارګ د وېب‌پاڼې له مخې په دغه کتنه کې زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې بهیر په اړه ولسمشر ته د خپلو فعالیتونو په هکله راپور ورکړ.   ولسمشر غني له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د اړیکو د نوي فصل پیل ته په پام، له نویو واقعیتونو سره د سولې د پروسې پر عیارولو ټینګار وکړ. ولسمشر غني زیاته کړه، سوله د افغانستان خلکو او حکومت ته یو عاجل لومړیتوب دی،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عبدالله عبدالله: د بهرنیو ځواکونو وتل ښايي د طالبانو د جنګ غوښتنې دریځ پياوړی کړي

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په لومړنیو ورځو کې لوړپوړي افغان چارواکي د طالبانو د جنګي دریځ په لا تشدید اندېښمن دي. د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، طالبان د سوله‌ییزو لارو پر ځای په جګړو غور کوي. ښاغلي عبدالله له امریکا غږ (وي‌اواې) ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې چې یکشنبه «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۲» خپره شوې دا څرګندونې کړې دي. په دې مرکه کې ښاغلی عبدالله سره له دې چې د سولې خبرو ته هیله ښکاروي، خو سولې ته د طالبانو دریځ مبهم بولي. ښاغلی عبدالله وايي: "یو لوری... Читать дальше...


В Ассоциации туорператоров объяснили интерес россиян к внутреннему туризму

Нетрезвый мужчина на час задержал вылет самолета из Сочи в Москву

Песков, Авербух, Хазанов приехали проститься с Заворотнюк

Почему Эмин Агаларов развелся с дочкой президента и дважды женился на «Мисс Мордовия»



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Нетрезвый мужчина на час задержал вылет самолета из Сочи в Москву

Политолог Марков: отношения между Израилем и США входят в кризис

Заявки Росії на транзит газу до Європи через Україну протягом тижня були стабільними

ТГУ и СибГМУ получили призы премии "Гравитация" в сфере ИИ и big data

Музыкальные новости

Конец близок в релизном трейлере Destiny 2: The Final Shape

Спортсмены Улан-Удэнского ЛВРЗ стали победителями региональной спартакиады

ONYX отправляется в Большой тур по России

Концерт студии "Жерминаль"

Новости России

Собянин поздравил победителей городского конкурса в сфере культуры и искусства

Фотопрогулка по советским городам. Классная серия!

В Москве на 2 июня объявили «желтый» уровень опасности из-за жаркой погоды

Потерпевшими по делу о теракте в «Крокусе» признали более 1,7 тысячи человек

Экология в России и мире

Стильные образы на лето, в которых вы покорите окружающих

Раскрыт секрет, как и где отдохнуть в России летом за 11 тыс. рублей

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты

Спорт в России и мире

Кецманович отказался от борьбы в игре с Медведевым на "Ролан Гаррос"

Итальянская забастовка: Рублёв, Котов и Самсонова вылетели с «Ролан Гаррос», Потапова обыграла Ван Синьюй

Азаренко не смогла выйти в 1/16 финала открытого чемпионата Франции по теннису

Матч Котова и Вавринки перенесли на корт Сюзанн Ленглен

Moscow.media

ТСД промышленного класса Saotron RT-T60

Лёд и пламень

Удаленная настройка охранных комплексов StarLine

Выгодно ли покупать квартиру в новостройке?







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *