Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2021

Новости за 05.05.2021

Pa.azadiradio.com 

هغه نجلۍ چې پلار یې طالب وو، د پولیسو د یوې حوزې مشره ټاکل شوې

نجيبه نور دلاوري په يو بې‌ساري اقدام کې د جوزجان ولايت مرکز د شبرغان ښار په يوه حوزه کې د قوماندانې په توګه وټاکل شوه. د هغې پلار شپږ کاله وړاندې د وسله‌والو طالبانو غړی و، خو بیا یې دا ډله پرېښوده او اوس په کور دی.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ: ۴ سرتېري مو د افغانستان له خاورې د وسله‌والو ډزو کې وژل شوي

د پاکستان پوځ وایي، ۴ سرتېري یې په جنوب لوېدیځ کې د افغانستان له خاورې د وسله‌والو په ډزو کې وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي. د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې له مخې پر سرتېرو یې د بلوچستان ژوپ ښارګوټي ته نږدې نن هغه مهال ډزې وشوې چې په سیمه کې یې یوه جوړه شوې موانع کتله. پوځ ویلي، د متقابلو ډزو په نتیجه کې وسله‌وال د پېښې له ځایه وتښتېدل. د دې پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه‌دی اخیستی او د پاکستان پوځ هم په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي. پاکستان چې له افغانستان سره‌یې پر ډيورند کرښه د امنیتي موانعو جوړول... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاریس کې پر یوې بم چاودنې تورن ایرانی ډيپلومات په ۲۰ کاله بند محکوم شو

په بلجیم کې د هغه ایراني ډیپلومات چې د پاریس په یوه څنډه کې د ایران د مخالفانو پر یوه لاریون‌یې بم چاودنه پلان کړې وه، د ۲۰ کلونو بند سزا وروسته له هغې تأیید شوه چې هغه د استېناف له دعوا ډډه وکړه. د اسدالله اسدي په نوم د ویانا مېشتي دغه ایراني ډیپلومات مدافع وکیلانو نن وویل چې مؤکل‌یې پرون سې شنبه په ۲۰۱۸ کال د پاریس په لمنه کې په تبعید شوې، د ایران د مجاهدین خلق ډلې پر یوه لاریون د بمي حملې د پلانولو پر تور پر ترورېستي هڅې مجرم وپېژندل شو. درې نورو تورنو ته هم د بند سزاوې ورکړل شوې دي. د حملې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تازه تور ته د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غبرګون

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د طالبانو هغه تور بې‌اساسه وباله چې د افغانستان یو شمېر رسنۍ یې په یو اړخیز ډول په راپور ورکولو تورنې کړې دي. دغې کمېټې نن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان رسنیو په ډېرو ستونزمنو شرایطو کې په خپلو راپورونو کې انډول او د بې‌پریتوب اصل په پام کې نیولی دی. دغې کمېټې دغه‌راز ویلي چې د رسنیو او خبریالانو په وړاندې هېڅ ډول ګواښ د منلو نه‌دی. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن چهارشنبې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له څو ورځو راهیسې دوی د یو شمېر رسنیو د داسې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

احمد مسعود: که د سولې خبرې پایله ورنه‌کړي، پوځي لارې هم شته

که څه هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو نهه میاشتې اوړي، خو په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د خلکو هیلې مړاوې کړې دي. د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود د دغه اندېښنو په دوام وایي، د افغانستان د سولې له پروسې او په پایله کې یې د ګډ حکومت له رامنځته کېدو هرکلی او ملاتړ کوي، خو که د سولې خبرې پایله ورنه‌کړي، پوځي لارې هم شته.​ دی وايي، که څوک په زور په خلکو ځانونه مني د خپلو ملاتړ کوونکو سره یوځای به‌یې په وړاندې ودرېږي. ښاغلي مسعود د چهارشنبې په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د برېښنايي تدکرو د وېش ادارې ډېری کارکوونکو کاري اعتصاب کړی

د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د برېښنايي تدکرو د وېش څانګې سلګونه کارکوونکو دوی ته د څو میاشتو معاشونو د نه‌ورکړې په غبرګون کاري اعتصاب کړی دی. دوی وایي له پنځو میاشتو راهیسې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د برېښنايي تذکرو د کارکوونکو معاشونه نه‌دي اجرا شوي او دې چارې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي. دوی د ملي فني مرستې د څانګې (اېن‌ټي‌اې) کارکوونکي دي چې د کار له پیله‌یې پنځه میاشتې اوړي. دوی له همدې امله له تېرې ورځې (سې شنبې) راهیسې کاري اعتصاب کړی، یو شمېر دغو کارکوونکو له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بهرنیو عسکرو له وتو وروسته افغانستان کې د جګړې شدت؛ د بغلان برکه ولسوالۍ سقوط شوه

‎له افغانستانه د بهرنیو عسکو د وتلو د بهير له پيل سره جوخت، په دغه هېواد کې د جګړو شدت! ‎تازه د بغلان ولايت سيمه‌يیزو چارواکو تأيید کړې چې د بغلان برکه ولسوالۍ نن ( چهارشنبه) د طالبانو په لاس سقوط شوه. د برکې ولسوال تاج محمد شېرزاد ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی دا ولسوالۍ د تجهیزاتو د کموالي له امله خپله پرېښوده. ښاغلی شېرزاد زیاتوي: "هو موږ په دې کې مصلحت ولیده، نو د امنیت مدیر، د بورکې امنیه قوماندان، ولسوال او د پاڅون کوونکو قوماندانانو ټولو غونډه وکړه، مقاومت مو ونه‌شو کولای، پر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني د انصار انټرنېشتل اسلامي ټولنې پر فعالیت بندیز ولګاوه

جرمني د انصار انټرنېشنل په نوم د اسلامي ټولنې پر فعالیت بندیز ولګاوه. جرمني دغه اقدام وروسته له هغې کوي چې د دې هېواد په لسو ښارونو کې چارواکو د دې ټولنې پر دفترونو د عملیاتو په نتیجه کې د دې ټولنې ځینې وسایل ضبط کړل. د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفیر نن (د مې په ۵مه)چهارشنبې وویل، که غواړئ چې له ترورېزم سره مبارزه وکړئ نو باید مالي سرچینې یې وچې کړئ. دغه ټولنه چې په دوزلدورف کې مېشته ده وایي، هدف یې په نړۍ کې له مسلمانانو سره مرسته کول دي. د دې ټولنې د مشر په وینا یوازې په ۲۰۱۸ کال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې پراخه ناامني؛ ځینو کورنیو پرېکړه کړې چې هېواد پرېږدي

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم د ناامنیو پراخېدل د دې لامل شوي چې ځینې کورنۍ له دغه هېواده د کډه کېدو پرېکړه وکړي.  ۳۰ کلن شفیق غواړي د ښه ژوند په نیت په غیرقانوني توګه د مرګ په ګواښونکو لارو، اروپا ته ولاړ شي. دی چې پلار، مور، مېرمن او یوه کوچنۍ لور لري ازادي راډیو ته یې وویل، په افغانستان کې د ښې راتلونکې لپاره هېڅ هیله نه لري. شفیق نه غواړي اولادونه یې د جنګ او بې وزلۍ قرباني شي، ځکه یې د ارام ژوند په خاطر د کډوال کېدو پرېکړه کړې: "موږ ډېر تشویشونه لرو، باید هېواد پریږدو او یوې خوا ته لاړ شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوست د خلکو  په مرسته زده کوونکو ته کتابونه چاپيږي

د خوست سوداګرو، مدني فعالانو، روڼ اندو او حکومتي مامورینو د مرستې یو صندوق جوړ کړ چې د هغې لارې د دې ولایت ۳۰ زره زده کوونکو ته کتابونه چاپ او د هغوی په اختیار کې ورکړل شي. د څو کلونو راهیسې د نورو ستونزو په خوا کې په خوست کې  زده کوونکو ته نوي کتابونه نه دي ورکړل شوي چې له دې کبله د زده کوونکو د زده کړو بهیر له ستونزو سره مخامخ  دی. د چهارشنبې (د غويي ۱۵مه) په ورځ د پوهنې له بهیره د ملاتړ هغه غونډه چې د قومي مشرانو، مدني فعالانو، سوداګرو او روڼ اندو په ګډون جوړه شوې وه، ویناوالو وویل، پوهنه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کوچني اختر په رانږدې کېدو کابل ښاریان د توکو له لوړو بیو سرټکوي

کابل ښاریان د کوچني اختر په رانږدې کېدو په ښار کې د خوراکي موادو په ځانګړي توګه د وچو میوو له لوړو بیو شکایت لري. دوی وايي چې د وچو میوې په ځانګړي توګه د بادامو، پستو او چهار مغزو په هره کیلو کې ان تر دوو سوو افغانیو زیاتوالی راغلی. د کابل ښار اوسېدونکي ۳۲ کلن هارون ازادي راډیو ته وویل: "هټیوال د اختر له را رسېدو سره وچه مېوه ګرانه پلوري ان د یو کیلو بادامو بیه چې پخوا ۷۰۰ افغانۍ وه اوس یې په ۹۰۰ افغانۍ پلوري." خو د کابل په منډوي کې د وچو ميوې یو پلورنکی محمد امین بیا وايي: "ځینې وخت بازار... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د قرغیزستان ولسمشر د اساسي قانون تعدیل توشیح کړ

د قرغیزستان ولسمشر صدر جپاروف د اساسي قانون هغه تعدیل توشیح کړ چې تېره میاشت په ټولپوښتنه یا ریفرانډم کې تایید شوی و.  د جپاروف مخالفین تور پورې کوي چې د دغه تعدیل له مخې به د هغه صلاحیتونه خورا زیات شي.  د قرغیزستان وګړو د اپریل په ۱۱مه ټول پوښتنه کې د اساسي قانون د تعدیل په پلوي رایې ورکړې، خو تر اوسه دا نه ده په ډاګه شوې چې په متن کې یې څه لیکل شوي دي. د نوي تعدیل شوي قانون له مخې د قرغیزستان د پارلمان څوکۍ په سلو کې ۲۵ یعنې نوي څوکیو ته راکمېږي او ولسمشر ته صلاحیت ورکوي چې قاضیان او د قانون د تنفیذ ادارو مشران وټاکي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د امریکا سفارت کلکانو کې پر روغتیایي کار کوونکو برید غندلی

په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست او شارژدافیر راس وېلسن د کابل په کلکانو کې پر روغتیایي کار کوونکو نننۍ برید غندلی او پر ملکیانو یې د حملو د سمدستي درولو غوښتنه کړې ده.  د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز تایید کړه چې دغه چاودنه کې چې پر یوه کاسټر ډوله موټر شوې، یو تن وژل شوی او درې تنه ټپیان دي.  ویل شوي چې په دې موټر کې د پنجشیر روغتیایي کار کوونکي سپاره وو.  طالبانو رسنیو ته په یوه استولي خبرپاڼه کې په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي او ویلي یې دې چې روغتیایي کار کوونکي یې د وسله والو له بریدونو مصؤن دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې د اوسپنې سکټور کې پانګونه لس میلیونه ډالرو ته رسیدلې

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د ننګرهار د اوسپنې په سکتور کې د پانګونې کچه لس میلیونو ډالرو ته لوړه شوې ده. د دغه وزارت ویاند فواد احمدي نن چهارشنبه (د غویي په ۱۴مه) ازادي راډيو ته وویل، په یاد ولایت کې د اوسپنې د ویلي کولو ۱۳ فابريکې فعاله دي چې د ګول سیخ او اوسپنیزو توکو بېلابېل تولیدات لري. د ښاغلي احمدي په خبره د اوسپنې ویلي کولو یاده فابریکه هره ورځ له لسو څخه تر دېرش ټنو اوسپنې د ویلي کولو او د ګول سیخ  تولیدونکي فابریکې په ورځ کې له ۲۵ تر اویا ټنو ګول سیخ د تولید وړتیا لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن 'جي اووه' غونډه کې پر کرونا وبا او نورو نړیوالو ننګونو خبرې کېږي

د بریتانیا، کاناډا، جرمني، ايټالیا، جاپان او امریکا لوړپوړي ډیپلوماټان به د کرونا وبا او نورو نړیوالو ننګونو په اړه په 'جي اووه' غونډه کې خبرې کوي. نن چهارشنبه (د غويي ۱۵مه) په لندن کې د دغې درې ورځنۍ غونډې وروستۍ ورځ ده.   بډایه هېوادونو د روغتیا پر نړیوالې ادارې ټينګار کړی چې د کرونا ویروس ضد وسایلو د برابر وېش ادارې یا کوواکس له لارې دې لږ پرمختللو هېوادونو ته دې د کرونا واکسین وویشي.   امریکا د روغتیا نړیوال سازمان له کوواکس سره تر بل هر هېواد ډېره، د څلور میلیارده ډالرو مرسته کړې ده.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جوزجان کې د ولسي پاڅونوالو یو قوماندان له ۳ ملګرو سره ووژل شو

د جوزجان چارواکي په دې ولایت کې د ولسي پاڅونوالو د یوه قوماندان او د هغه د درې ملګرو د وژلو خبر ورکوي.  د جوزجان د امنیه قوماندانۍ ویاند مسعود نعیم ازادي راډیو ته یوازې دومره وویل چې دا پېښه تېره شپه شوې او نور جزئیات یې ورنه کړل، خو د ولسي پاڅونوالو یوه غړي محمد اکرام ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو د فیض آباد ولسوالۍ په کوکلداش کلي کې پر امنیتي پوستي بریدونه کړي وو چې په نتیجه کې یې د قوماندان عبدالرحمن په ګډون څلور تنه ووژل شول.  د راپورونو له مخې د دې کلي ولسي پاڅونوال چې د ملي امنیت د ادارې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فوټبال؛ نن شپه ریال مادرېد له چلسي لوبډلې سره سیالۍ ته وځي

تمه ده چې د اروپا د فوټبال جام دوهم فینالیست به نن معلوم شي.  د ریال مادرېد او چلسي د فوټبال لوبډلې د افغانستان پر وخت د شپې ۱۱ نیمې بجې په لندن کې لوبه پیلوي.  تېره اوونۍ دواړو لوبډلو لوبه یو-یو مساوي کړې وه.  مانچسټر سیټي تېره شپه د پاریس سنټ جرمن ټیم ته دوه د صفر په مقابل کې ماته ورکړه او د اروپا د فوټبال جام فاینل ته ووت.

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان لسو ولسوالیو کې سیلابونو سلګونه کورونه ویجاړ کړي

په بدخشان کې وروستیو سیلابونو خلکو ته ډېر زیانونه اړولي دي.  د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري رسنیو ته ویلي چې دغو سیلابونو چې په لسو ولسوالیو کې راوتلي، په سلګونو کورونه او په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړې ده. د ښاغلي نظري په وینا دغو سیلابونو چې له دوو ورځو راهیسې بهیږي، تر ټولو ډېره ویجاړي په جرم ولسوالۍ کې پېښه کړې ده.  د چارواکو په وینا دغو سیلابونو دغه راز له تېرې ورځې راهیسې د بدخشان ـ کابل لویه لاره هم بنده کړې او د خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي. پر بدخشان سربېره د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا د سر روضې ولسوالۍ امنیه قوماندان  ووژل شو

د پکتیکا د سر روضې ولسوالۍ امنیه قوماندان جمعه شا په ماین چاودنه کې ووژل شو. د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ ویاند شا محمد ارین نن چهارشنبه (د غويي ۱۵مه) رسنیو ته وویل چې د سر روضې ولسوالۍ امنیه قوماندان د دې ولسوالۍ دیوانه بابا سیمې ته په لاره وه چې پرې ماین وچاودېد او ووژل شو. ارین زیاته کړه: "د پکتیکا ولایت د سر روضې ولسوالۍ دیوانه بابا پر امنیتي پوستو تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو بریدونه وکړل، جنګ شدت موندلی او د ولسوالۍ امنیې قوماندان څارمن جمع شا یې د ملاتړ لپاره سیمې ته روان شوی چې پرې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بغلان چارواکي: برکه ولسوالۍ طالبانو نیولې

د بغلان چارواکو تایید کړه چې د دې ولایت برکه ولسوالۍ طالبانو نیولې.  د برکه ولسوال تاج محمد شېرزاد ازادي راډیو ته وویل، ولسوالۍ یې له اوو میاشتو راهیسې د طالبانو په محاصره کې وه او کله چې د طالبانو بریدونه پرې لازیات شول، د مهماتو او امنیتي پرسونل د کمښت له کبله تیره شپه مجبور شول چې ترې راووځي.  ښاغلي شېرزاد زیاته کړه: "د نظامي شورا ټول غړي سرې کښیناستو، مشوره مو وکړه او پرېکړه مو وکړه ولسوالۍ پریږدو."  شېرزاد وویل چې ځواکونو ته یې تلفات نه دي رسیدلي او اوس هغوی د برکه ولسوالۍ په څنډو کې ځای پرځای شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

انتوني بلېنکن له اوکراینه د ملاتړ په خاطر دغه هېواد ته روان شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له اوکراینه د ملاتړ څرګندونو په خاطر دغه هېواد ته پر لاره دی. دا سفر تر هغه وروسته کیږي چې روسیې تېره میاشت د اوکراین له سرحدي سیمو او کریمیا څخه خپل ځواکونه په شا کړل. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي، اوکراین ته د بلېنکن سفر ښيي چې متحده ایالاتونه "د روسیې د روان یرغل" پر وړاندې د اوکراین د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا کلک ملاتړي دي. له دې وړاندې د اوکراین پولو ته نژدې د روسي پوځیانو خوځښتونو اندیښنې پارولې وې، خو مسکو د اپریل په ۲۳مه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: د ښځو حقونو د محدودویت برخه کې د طالبانو دریځ ثابت پاتې

د امریکا استخباراتي ادارو خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د دوی د ځواکونو له وتلو وروسته به د ښځو شته لاسته راوړنې له ګواښ سره مخامخ شي.  د امریکا د استخباراتو ملي شورا په خپل یوه راپور کې چې پرون سې شنبه (د غويي ۱۴مه) خپور شو ویلي، طالبان لا هم د ښځو د حقونو د محدودولو په برخه کې په خپل ثابت دریځ پاتې دي.  دا شورا چې د امریکا د استخباراتي ټولنو د لوړې کچې یوه تحلیلي اداره ده وایي، که طالبان افغانستان کې ملي واک ترلاسه کړي، د ښځو هغه لاسته راوړنې به له پامه وغورځوي چې تېرو دوو لسیزو کې یې درلودې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح: ښکېلو لورو سولې ته شا کړې او غواړي قضیه پر جګړې یوې خوا ته کړي

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په بېلابېلو موضوعاتو د سولې پر پڅ بهیر، د جګړې پر شدت او مشروعیت او همدا شان د اسامه بن لادن د وژل کېدو د لسم تلین په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي. هشت صبح هشت صبح لیکلي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل سره د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ خونړیو جګړو زور اخیستی چې دواړو لورو ته ځاني تلفات اړوي او فکر کېږي چې دواړو لورو سولې ته شا کړې او تصمیم لري چې قضیه د جګړې له لارې یوې خوا ته کړي. په سرمقاله کې راغلي، په هلمند، غزني، فراه او ځینو نورو ولایتونو کې جګړو وښودله چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ۲۴ ولایتونو کې د درنو اورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

د افغانستان د هوا پېژندنې ملي ادارې په را روانو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د درنو اورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی. دغې ادارې پرون سې شنبې (د غويي ۱۴مه) په یوه خبرداري کې ویلي چې له نورستانه تر هرات او له غزني تر بلخ ولایت پورې په ۲۴ ولایتونو کې له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي مترو پورې د اورښت اټکل شوی دی. پرون هم د افغانستان په لویدیځو ولایتونو له دې ډلې هرات او غور کې سېلابونو لږ تر لږه ۳۴ کسان مړه کړل.

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: د مخالفانو د هر ډول حملو شنډولو ته چمتووالی لري

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د دولت د وسله والو مخالفانو د هر ډول حملو شنډولو ته چمتووالی لري. دغه وزارت دا څرګندونې وروسته تر دې کوي چې په تېرو څو ورځو کې له ارزګان، زابل، فاریاب، کاپیسا، خوست، بغلان، غزني، فراه او نورو ولایتونو هم د ناامنیو راپورونه ورکړل شوي دي. د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل: "له خپلو خلکو او هېواد څخه د دفاع په لاره کې زموږ د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو پياوړتيا د هرې ورځې په تېرېدو سره زياتېږي. دې ځواکونو د هېوادوالو د سر او مال ساتنه... Читать дальше...


Мурашко: результаты доклинических испытаний вакцины от рака будут к концу года

«Сумасшедшая бабка»: как звезда 90-х Татьяна Макарова проводит старость

Двое взрослых и ребенок погибли в ДТП с фурой в Одинцово

Полпредство Татарстана посетили коллеги из Алтая для изучения опыта работы



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Двое взрослых и один ребенок погибли в ДТП с фурой в подмосковном Одинцово

Мессенджер Telegram восстановил работу после сбоя

Эксперт Кусков рассказал о причине сбоя в работе Telegram

Минстрой: Площадь аварийного жилья в РФ выросла более чем полтора раза

Музыкальные новости

РОСГВАРДЕЙЦЫ ЗАДЕРЖАЛИ МУЖЧИНУ С ПОДДЕЛЬНЫМИ ДОКУМЕНТАМИ В МОСКВЕ

В ПРЕДДВЕРИИ ДНЯ РОССИИ РОСГВАРДЕЙЦЫ ПРОВЕЛИ ПРАЗДНИЧНОЕ МЕРОПРИЯТИЕ ДЛЯ ДЕТЕЙ

Бизнес-омбудсмен Москвы объяснила, почему важно принять закон о креативной индустрии

«Локомотив» готов рассмотреть продажу Баринова, футболистом интересуются клубы Испании, Франции и Турции

Новости России

Доцент Соболева: дешевле всего лечить зубы в Тульской и Тверской областях

Двое взрослых и ребенок погибли в ДТП с фурой в Одинцово

Олег Сирота о конфликте Германа Грефа с таксистами: «Нужно воспитывать, кнутом и пряником»

Россиянин по ошибке получил зарплату в 1,7 млн рублей и отстоял ее в суде

Экология в России и мире

Какие украшения будут в моде летом 2024 – подборка стилиста «585*ЗОЛОТОЙ»

Немцы решили элегантно кинуть турецкие отели: гостиницы Анталии уже в шоке и угрожают массовыми удержанием туристов

Пошив костюма по индивидуальным размерам

Антисанитария в службах доставки: токсиколог Кутушов рассказал, почему опасно заказывать еду

Спорт в России и мире

«Янника Синнера очень рано сравнивать с Роджером Федерером» // Тренер мужской сборной России по теннису Игорь Куницын — о главных событиях Roland Garros

Теннисистка Андреева заявила, что хочет войти в топ-20 рейтинга WTA ради собаки

Зверев и Рууд не пожали друг другу руки после полуфинала «Ролан Гаррос» – из-за проблем с желудком у норвежца

Каспер Рууд: «Не буду выступать на турнирах перед «Уимблдоном», но на нем, конечно, сыграю»

Moscow.media

Мобилизованного свердловчанина приговорили к 23 годам "строгача" за подрыв гранаты в казарме

Пустынная долина Кодара...

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»

В Москве арестовали бывшего замглавы Росприроднадзора по делу о мошенничестве







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *