Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2021

Новости за 17.05.2021

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني په هلمند کې د داعي په نوم د څلور لاري نومول منظور کړل

د افغانستان ولسمشر په هلمند کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال الیاس داعي په نوم د یوې څلور لارې نومول منظور کړل.  د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې مطبوعاتي دفتر ویلي، دغه وړاندیز د هلمند د خبریالانو له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وسیله تر محمد اشرف غني رسیدلی و.  دغه دفتر وایي، ښاغلي غني پرون دوشنبه (د غويي ۲۷مه) دغه وړاندیز ومانه چې له مخې به یې لښکرګاه کې یوه څلور لارې د داعې په نوم شي.  هلمند کې د ازادي راډيو خبریال الیاس داعي شااوخوا ۷ میاشتې مخکې د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

Pa.azadiradio.com 

سپینې ماڼۍ: امریکا غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو هڅو ته ژمن دی

سپینې ماڼۍ په غزه کې د جګړې پایته رسېدو ته د پيل شوېو هڅو د دوام غوښتنه وکړه.  د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون دوشنبه (د غويي ۲۷مه) خبریالانو ته وویل، هېواد یې د اسراییل او فلسطینیانو د جګړې د پای ته رسېدو هڅو ته ژمن دی، خو ويې نه ویل چې هېواد یې د سملاسي اوربند غوښتونکی دی. نوموړې وویل: "زموږ هدف، زموږ تمرکز او زموږ هر اقدام او هره اعلامیه د تاوتریخوالي د کمولو او ناورین ته د پای ورکولو لپاره ده."  ساکي زیاته کړه، نه شي کولی ټولې پیل شوې هڅې په علني ډول بیان کړي.  اوس په غزه کې د اسراییل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلېنکن خپل ډنمارکي سیال سره د شمال قطب په اړه خبرې پیل کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د شمال قطب د راتلونکي په اړه خبرې د ډنمارک د بهرنیو چارو له وزیر میت فیریدرایکسین له کتنې پيل کړې.  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، بلېنکن په دغه ملاقات کې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې د ګډو اهدافو پر اهمیت او د شنې ټکنالوژۍ پر پراختیا خبرې کړي دي.  اعلامیه کې راغلي چې د شمال قطب په اړه له ډنمارک سره همکارۍ هم د دغو لیدو کتو یوه برخه وه.  ټاکل شوې بلېنکن له ډنمارک وروسته ایسلنډ ته ولاړ شي او سبا 'د مې په نولسمه' د شمال قطب د شورا په غونډه کې ګډون وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روتردام ښار د یورو ویژن سندرو د سیالۍ کوربه توب کوي

د هالند روتردام ښار د یورو ویژن سندرو د سیالۍ کوربه توب ته چمتو کېږي.  له کرونا وبا سره- سره چې تېرکال یې دغه سیالۍ ځنډولې وې، د یورو ويژن وروستۍ برنامه د مې په ۲۲مه ترسره کېږي.  ټاکل شوې له نن شپې د مې تر شلمې پورې د سیالۍ د نیمه پای ګټونکي اعلان شي.  د هالنډ حکومت دغې سیالۍ ته ډېر چمتوالی نیولی او ګډونوالو ته یې ویلي، هرو ۴۸ ساعتونو کې یو ځل باید د کرونا معاینه وکړي.  ۲۰۱۹ میلادي کال کې هالنډي سندرغاړی دونکان لاورینس د یوروویژن سیالیو اتل شو او خپل هېواد یې د ۲۰۲۰ کال لپاره د سیالۍ کوربه کړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل-فلسطینیانو جګړه ۲مې اوونۍ ته وغځېده؛ د پای نښې یې نه لیدل کېږي

د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د پيل شوې جګړې پای ته رسېدو ته نړیوالې هڅې تراوسه بې پایلې پاتې دي. تېره شپه هم پرغزې د اسراییلو هوایي بریدونه په شدت سره روان و. بل لور ته حماس ډلې د تېرو ورځو په څېر پر اسراییل توغندیز بریدونه جاري ساتلي و. د امریکا غبرګون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چې د ډنمارک په سفر بوخت دی، پرون دوشنبه (د غويي ۲۷مه) وویل، دغه کړکېچ کې باید دواړه لوري د ملکیانو ساتنې ته هرډول هڅې وکړي: "موږ له دواړو خواوو سره په زغرده کار کوو چې دا کړکېچ پای ته ورسېږي، ولسمشر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي: د طالبانو د بریدونو لومړنۍ څپه شنډه شوې، د نورو ځواب هم ویلی شو

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال په ډېرو ولایتونو کې د جګړې لیکې تودې شوي او دولت طالبان د دغه تاوتریخوالي لامل بولي. افغان چارواکي وایي، د طالبانو د بریدونو لومړنۍ څپه یې شنډه کړې، خو په خبره یې که دغه وسله وال بریدونو ته نور هم زور ورکړي، ځواب یې ویلی شي. د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي د دوشنبې(د غويي۲۷مه) په ماښام ازادي راډیو ته وویل، د دوی ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ګڼو ولایتونو کې د طالبانو بریدونه په شا کړي دي. ښاغلي احمدزي زیاته کړه: " د دوی پر وړاندې جدي مبارزه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تېرو دوو میاشتو کې افغانستان کې جګړو 'شااوخوا ۵ زره کورنۍ' بې‌ځایه کړي

جګړې په افغانستان کې د قرباني اخيستلو ترڅنګ د دې هېواد ډېری وګړي له خپلو مېنو او کورونو هم بې‌ځايه کړي دي. د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د ۱۴۰۰ لمريز کال له پيل راهيسې یعنې تېرو دوو میاشتو کې د نا امنيو او جګړو له امله شاوخوا ۵ زره کورنۍ په ټول هېواد کې بې‌ځايه شوي. د دې وزارت د مطبوعاتو برخې سلاکار عبدالباسط انصاري وايي، د بې‌ځايه شويو ډېره برخه د درې ولايتونو دي. ښاغلی انصاري زیاتوي: "د ۱۴۰۰ کال له پيل سره د جګړې او نا امنۍ له وجې شاوخوا ۵،۰۰۰ بې‌ځايه شوې کورنۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روغتیا وزارت: ۱۰ سلنه افغانانو ته د کرونا ضد واکسین اخیستو لپاره پیسې نه‌لرو

‎د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې دا مهال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کرونا ضد واکسین د تطبیق لړۍ روانه ده. ‎د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علي‌زي د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۲۷» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وول چې د کرونا ویروس واکسین د ګډ پروګرام (کوواس) له لارې د ۲۰ سلنه وګړو لپاره به ۱۶ ملیونه دوزه واکسین ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر افغانستان ته ورسېږي. ‎ښاغلی علي‌زی وایي دا مهال دغه وزارت د واکسین د اخیستو په برخه د ۱۰ سلنه وګړو لپاره د پیسو له کمښت سره مخ دی. ‎ښاغلی علي‌زی زیاتوي: "د ۶۰ سلنه وګړو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کورنيو چارو وزارت: د برېښنا ستنو د ويجاړولو په تور مو څوک نه‌دي نيولي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مني چې د برېښنا ستنو د ويجاړولو په تور يې تر اوسه څوک نه‌دي نيولي. دا په داسې حال کې ده چې دغه وزارت وړمه ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان په يوه شمالي سيمه کې يې د برېښنا ستنو د ويجاړولو په تور څلور کسان نيولي دي. د دې وزارت يو وياند رسنيو ته په استول شوي پیغام کې دا هم ويلي و چې له نيول شويو کسانو څخه پلټنې هم روانې دي. خو څو ساعته وروسته بيا د افغانستان د جمهور رئيس لومړي مرستيال امرالله صالح په خپل فېس‌بوک پاڼه کې ولیکل چې د برېښنا ستنو د نړولو پېښې څېړي او په تړاو يې تر اوسه څوک نه‌دي نيول شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په هرات ښار کې د عبدالمنان نیازي د جنازې مراسمو غبرګونونه راپارولي

په هرات ښار کې د عبدالمنان نیازي د جنازې مراسمو ته د دغه ولایت د یو شمېر اوسېدونکو غبرګونونه. له طالبانو د جلا شوې ډلې د مرستیال عبدالمنان نیازي د جنازې مراسم تېره ورځ د هرات ښار په ګازرګاه جامع جومات کې ترسره شول. په ټولنیزو رسنیو کې چې کوم انځورونه خپاره شوي ښيي چې د جنازې په دې مراسمو کې د نوموړي سلګونه پلویانو چې له ځینو سره‌يې وسلې او د طالبانو "د اسلامي امارت بیرغونه" هم و، برخه اخیستې وه. د هرات ښار یو شمېر اوسېدونکي دا کار د دې ولایت د چارواکو کمزوری مدیریت بولي. د هرات ښار اوسېدونکي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسرائیل وايي د حماس ډلې د نهو قوماندانانو کورونه‌یې ویجاړ کړي

اسرائیل وايي چې جنګي الوتکو یې نن سهار د غزې پر تړانګه د بمبارۍ لړۍ بیا پیل کړې او په دې ترڅ کې یې د فلسطیني وسله‌والو ۱۵ کیلو متره سمڅې او د حماس ډلې د نهو قوماندانانو کورونه ویجاړ کړي دي.  په یوه هوايي حمله کې په غزې ښار کې یوه درې پوړیزه ودانۍ سخته زیانمنه شوه، خو اوسېدونکو یې ویلي دي چې اسرائیلي پوځ له حملې ۱۰ دقیقې مخکې دوی ته خبرداری ورکړی او ټول ترې ووتل. د اسرائیلو د نننیو هوايي حملو د تلفاتو په اړه سمدستي جزئیات نه‌شته، خو د فلسطین د روغتیا وزارت وايي په غزه کې په پرونیو بمباریو کې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یونېسف: د نړۍ اقتصادي قدرتونه او اروپايي ټولنه دې کوواکس سره د واکسین مرسته وکړي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق، یونېسف د نړۍ له اووه سترو اقتصادي قدرتونو او اروپايي ټولنې وغوښتل چې د کرونا د واکسین ګډ پروګرام کوواکس ته د واکسین مرسته وکړي. یونېسف د کرونا واکسین د ګډ نړیوال کمپاین کوواکس د تمویل چارې پر مخ وړي. د یونېسف مشرې هنریتا فور دوشنبه وویل د اضافي واکسینونو مرسته د اوس وخت لپاره اړین او بېړنی اقدام دی چې په مټ به‌یې رامنځته شوې تشه ډکه او د نړۍ په بې‌وزلو هېوادونو کې د واکسین د پر مخ بیولو لپاره د واکسین مرستې وشي. د کرونا په نړیوال واکسیناسیون کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فاریاب والي له اوږدو لانجو وروسته بالاخره په کار پیل وکړ

د فاریاب والي له اوږدو لانجو وروسته بالاخره په کار پیل وکړ. محمد داوود نن د فاریاب د ولایتي شورا د رئیس او نورو چارواکو په حضور کې معرفي شو. د ښاغلي داوود له معرفي کېدو سره هم‌مهاله د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش سلګونه پلویان چې د نوموړي له ټاکنې سره‌یې مخالفت کاوه د اعتراض لپاره د مرکز میمنې لارو کوڅو ته راووتل. یوې سیمه‌ییزې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه‌غواړي هویت‌یې افشا شي ازادي راډیو ته وویل چې محمد داوود د پراخو اعتراضونو له کبله د ولایت د مقام پر ځای د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه قرارګاه کې معرفي شو.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام‌اباد کې افغان سفیر احضار کړی

پاکستان وایي، د افغان چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې یې اسلام‌اباد کې افغان سفیر احضار کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، دوی سفیر نجيب‌الله علي‌خېل ته خپل سخت اعتراض سپارلی دی. پاکستان دا کار په ښکاره د دې هېواد په اړه د جمهور رئیس غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له سختو څرګندونو وروسته کوي. ښاغلی محب د اختر په لومړۍ ورځ ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال پاکستان ته په خطاب کې وویل چې تاریخ‌یې جعلي او د ویاړ لپاره هېڅ هم نه‌لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ډنمارک، ایسلنډ او ګرینلنډ ته روان شو

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر پرون له واشنګټن څخه ډنمارک، ایسلنډ او ګرینلنډ ته په پنځه ورځني سفر روان شو. انتوني بلېنکن به په دې ډیپلوماتیک سفر کې په ایسلنډ کې د شمالي قطب د شورا په یوه غونډه کې هم برخه واخلي. وروسته له هغې چې جو بایډن د امریکا د ولسمشر په توګه خپله دنده پیل کړې، بلېنکن به د لومړي وار لپاره له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په دې غونډه کې مخامخ شي. انتوني بلېنکن به نن په کوپنهاګن کې د ډنمارک له چارواکو سره هم وګوري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلی بلېنکن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسرائیل نن هم د غزې ښار پر ګڼو ساحو درنې بمبارۍ وکړې

د اسرائیل جنګي الوتکو نن دوشنبه هم د غزې ښار پر ګڼو ساحو درنې بمبارۍ وکړې.  دا هوايي حملې په داسې حال کې وشوې چې له تېرې اوونۍ د دې پیل شوي خونړي تاوتریخوالي د بندېدو لپاره غوښتنې مطرح شوې دي. پرون د دې تاوتریخوالي خونړۍ ورځ وه. راپورونه وايي، نن سهار لسګونه هوايي حملو غزې ښار ولړزاوه. د اسرائیل دفاعي ځواکونو په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي چې دوی په غزې تړانګه کې ترورېستي اهداف ویشتلي دي. دغه حملې د برېښنا د پرچاوۍ او د سلګونو ودانیو د تخریب سبب شوي. د فلسطین روغتیا وزارت وايي، په یوه حمله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح: له اوربند وروسته حکومتي او طالب جنګیالي بېرته د جګړې لیکو ته ستانه شوي

هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې بیا خپله سرلیکنه کې د سولې خبرو اترو په دوام ټینګار کړی. وړاندې راغلي چې د اختر له اوربند وروسته حکومتي او طالب جنګیالي بېرته د جګړې لیکو ته ستانه شوي او یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي. خو لیکوال اندېښنه ښکاره کړې چې دولت او طالبان داسې مهال بېرته جګړه پیلوي چې د خلکو اساسي غوښتنه د اوربند غځېدل او د جګړې پای ده. ورځپاڼې د جګړې په دواړو لورو غږ کړی چې د خبرو له لارې ستونزه هواره کړي اوجګړه پای ته ورسوي. ویسا ویسا ورځپاڼې کابل ته د بریتانیا او پاکستان د لوی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د نښتو دوام؛ د 'حماس ډلې د یوه مهم مشر' کور بمبار شو

د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د سختو نښتو په دوام اسرائیلي چارواکو خبر ورکړی چې په غزه تړانګه کې یې د حماس ډلې د یوه مهم مشر یحیی سینوار کور بمبار کړی دی. د سینوار د ورور کور هم بمبار شوی دی. د یحیی سینوار ورور محمد نومېږي چې د حماس ډلې د لوجستیک څانګې مشر دی. په دې هوايي برید کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي، خو د اسرائیل پوځ نه‌دي ویلي چې په لسګونه وژل شویو کې د حماس ډلې دا مشران هم شامل دي که څنګه؟ د فلسطین روغتیايي چارواکو پرون ویلي چې تېر یوه اوونۍ نږدې ۲۰۰ فلسطینیان په غزه تړانګه کې وژل شوي.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان سولې خبرې وکړې

د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د سولې په پروسه باندې خبرې کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یکشنبه ماښام په دې اړه اعلامیه ورکړې ده. د اعلامیې له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خپل امریکايي سیال انتوني بلېنکن ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې د افغانستان د سولې له پروسې کلک ملاتړ کوي. هغه دا ټینګار هم کړی چې له سیاسي حل لارې سولې ته رسېدل د ټولو ښکېلو افغان خواوو، سیمې او نړیوالې ټولنې ګډ مسؤلیت دی. په اعلامیه کې د قریشي په حواله زیاته شوې چې د پوځیانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لغمان ولایت کې تندر دوه تنه وژلي

د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې تندر دوه تنه وژلي دي. دا خبره د لغمان ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې کړې ده. د اعلامیې له مخې، دا پېښه یکشنبه مازیګر مهال د قرغیو ولسوالۍ د چهارباغ په مفتي کلا سیمه کې شوې ده. د تندر پرېوتو په دې پېښه کې د وژل شویو نومونه حسیب‌الله او نصیر یاد شوي. بل چا ته په دې پېښه کې زیان نه‌دی اوښتی.

Pa.azadiradio.com 

د ملا عبدالمنان نیازي زوی د هغه ځای ناستی وټاکل شو

د وسله‌والو طالبانو د انشعابي ډلې د مرستیال ملا عبدالمنان نیازي مړی پرون په هرات کې خاورو ته وسپارل شو او زوی یې د هغه ځای ناستی وټاکل شو. د راپورونو له مخې د ملا عبدالمنان نیازي د جنازې په مراسمو کې د طالبانو د انشعابي ډلې سلګونه پلویانو او غړو محمد خالد نیازی خپل مشر وټاکه. خالد نیازي ازادي راډیو ته وویل چې د خپل پلار لار به تعقیبوي: "زه هم د حاجي صاحب هیلې پوره کوم. د هغه هیلې او اهداف یو امن افغانستان او ارامه او خوشحاله خلک و." ملا عبدالمنان نیازی د طالبانو په دوره کې د بلخ او هرات والي پاتې شوی و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل په جنګي جنایتونو تورن کړ

د فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزیر ریاض‌المالکي اسرائیل په غزه تړانګه کې په جنګي جنایتونو تورن کړ. المالکي د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پرونۍ بېړنۍ غونډه کې وویل د هغه وحشت بیانولو ته الفاظ نه‌لري چې د فلسطین په خلکو تپل شوی. د هغه په خبره اسرائیل په دې هڅه کې دی چې فلسطینیان له بیت‌المقدسه ختم کړي. اخوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش خبرداری ورکړ چې د اسرائیل او حماس جګړه به منځنی ختیځ یوه تازه ناورین ته یوسي چې د ده په خبره د کنټرول وړ به نه‌وي. هغه د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د راپورته شوي کړکېچ د سمدستي بندېدو غوښتنه وکړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د چک جمهوریت ولسمشر د روسیې وروستی اقدام احمقانه یاد کړ

د چک جمهوریت ولسمشر میلوش زیمان د روسیې هغه اقدام چې چک‌یې د غیر دوستو هېوادونو په ډله کې شامل کړی، احمقانه یاد کړی. روسیې چک جمهوریت او امریکا د "غیر دوست" هېوادونو لېست کې شامل کړي او ګواښ‌یې کړی چې که نور هېوادونه هم د مسکو په وړاندې غیر دوستانه اقدامات وکړي په دې لېست کې به‌یې واچوي. د چک جمهوریت ولسمشر د روسیې د دې کار په غبرګون پرون وویل پخوانیو دوستانو ته د دښمن خطاب کول یو احمقانه کار دی چې روسیې کړی. د چک جمهوریت او روسیې ترمنځ اړیکې له یو څه وخت راهیسې ځکه کړکېچنې شوي چې چک جمهوریت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د سوک‌وهنې دوه اتلان تایسن فیوري او انتوني جوشوا لوبه کوي

تمه ده د نړۍ د سوک‌وهنې د درانه وزن دوه اتلان تایسن فیوري او انتوني جوشوا سږ اګسټ لوبه وکړي. د نړۍ د سوک‌وهنې د درانه وزن اتل تایسن فیوري پرون اعلان وکړ چې د انتوني جوشوا په وړاندې به په سعودي عربستان کې د اګسټ په ۱۴مه مخ شي. فیوري په خپل ټویټر په دې اړه پیغام ورکړی: "د اګسټ په ۱۴مه ۲۰۲۱ کال کې به د ټولې نړۍ سترګې سعودي عربستان ته وي. زه بې‌صبرانه انتظار باسم څو د نړۍ په تر ټولو لوی سټېج باندې انتوني جوشوا مات کړم. دا به د ځمکې په سر تر ټولو لوی سپورټي پروګرام وي." ۳۲ کلن تایسن فیوري په ۳۱ لوبو کې ۳۰ ګټلي یوه‌یې مساوي کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سیدالشهدا ښوونځي له قربانیانو سره همدردي؛ افغان غر ختونکې شاه فولادي ته ورسېدې

د افغانستان یوه ډله غر ختونکې نجونې وايي د دشت برچي د پېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ په خاطر د بابا غره تر ټولو لوړې څوکې ته وختلې. د دې نجونو مشره عاقله هاشمي وایي د اختر په ورځو کې شاه فولادي ته چې ۵،۱۴۰ متره لوړه ده وختلې او ویې‌غوښتل وښيي چې ترهګر په بریدونو سره د افغان نجونو د پرمختګ مخه نه‌شي نیولی. عاقلې یکشنبه ماښام ازادي راډیو ته وویل: "په دشت برچي کې د یوې حملې شاهد و چې مکتب‌یې هدف وګرځاوه. موږ وغوښتل په دې کوهنوردۍ سره وښیو چې که تاسو (ترهګر) تر ټولو پست کار کوئ، موږ بیا هم نه‌تسلیمېږو او خپله روحیه له لاسه نه‌ورکوو. Читать дальше...


Maserati снес автобусную остановку с детьми под Можайском

Хлопок, шляпки и цветы: самые стильные аксессуары лета–2024

«Социальный взрыв»: почему в России не будет шестидневной рабочей недели

Почему Сталин не подписал Бреттон-Вудс



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

«Социальный взрыв»: почему в России не будет шестидневной рабочей недели

Собянин: Москва подписала ряд крупных соглашений на Петербургском форуме

Кокорин–Мамаев скоро и Сафонов

Почему Сталин не подписал Бреттон-Вудс

Музыкальные новости

Бастрыкин затребовал доклад об исчезновении девушки в Новосибирске 15 лет назад

Вирусолог Вострухов предупредил о миграции клещей-мутантов из ЕС в Россию

Клиники «Будь Здоров» — в лидерах рейтинга лучших клиник 2ГИС

В ПРЕДДВЕРИИ ДНЯ РОССИИ РОСГВАРДЕЙЦЫ ПРОВЕЛИ ПРАЗДНИЧНОЕ МЕРОПРИЯТИЕ ДЛЯ ДЕТЕЙ

Новости России

Хлопок, шляпки и цветы: самые стильные аксессуары лета–2024

В аэропорту Пулково 12 рейсов задержали и отменили еще один

Почему Сталин не подписал Бреттон-Вудс

Собянин: Москва подписала ряд крупных соглашений на Петербургском форуме

Экология в России и мире

Джомба, суттуг шай, кучу и другими видами чая в регионах России могут насладиться российские туристы

Культурный центр «Интеграция» проведет концерт ко Дню России в Перовском парке

Фонд «Восход» выпустил на «Атомайз» первые в России венчурные ЦФА

ГЕРОИЧЕСКОЕ УЧАСТИЕ АРМЯН В СВО. ЧАСТЬ ЧЕТВЕРТАЯ

Спорт в России и мире

Экс-теннисист Ольховский: Рублев не успел набрать форму на "Ролан Гаррос"

Каспер Рууд: «Не буду выступать на турнирах перед «Уимблдоном», но на нем, конечно, сыграю»

«Янника Синнера очень рано сравнивать с Роджером Федерером» // Тренер мужской сборной России по теннису Игорь Куницын — о главных событиях Roland Garros

«Сейчас даже счёт не помню»: Андреева сенсационно победила Соболенко и вышла в полуфинал «Ролан Гаррос»

Moscow.media

Гора Бабырган

Игровое кресло Bloody GC-670 настроено на победу

Сотрудники военных следственных органов Следственного комитета России по всей стране оказывают помощь подшефным детским учреждениям

Трасса М-12 Восток будет продлена до Тюмени в 2025 году







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *