Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2021

Новости за 18.05.2021

Pa.azadiradio.com 

د وحشي ژویو ساتونکي په ځانګړو کیمرو د کم یافته حیواناتو څارنه کوي

په ګرجستان کې د چاپیریال ساتنې فعالان د ځانګړو تصویر اخیستو کیمرو نه په ګټنې د هغه وحشي ژویو انځورونه اخلي چې کم یافته دي. دوی له همدې لارې په ځنګلونو کې د ژویو روغتیايي حالت او شمېر څېړي، چې د دغه ژویو د نسل ورکېدو ته په ورپېښو ګواښونو پوه شي. نور يې په دې راپور کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

حنیف اتمر: په افغانستان کې د جنګي جرمونو څېړنه پیلېږي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، له دې وروسته هر هغه څوک چې په افغانستان کې جرم ترسره کوي، په هېڅ ځای کې خوندي نه‌دي. حنیف اتمر د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰  کال د غويي ۲۸» ناوخته د عدلیې له وزیر او د لوی څارنوالۍ له سرپرست سره په کابل کې یوې ګډې خبري ناستې ته وویل چې دا موضوع‌یې په لاهه کې د نړیوالې جزايي محکمې مقر ته د سفر پر مهال مطرحه کړې ده. ښاغلی اتمر وايي، نړیواله جزايي محکمه به نه‌یوازې له افغان حکومت سره د تېرو جرمونو، بلکې د اوسنیو او راتلونکو جرمنو په برخه کې هم همکاري وکړي. دی زیاتوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کوویډ ۱۹ ناروغۍ یو شمېر اخته کسان له درملنې یو کال ورسته هم ناروغان دي

یو شمېر دوی چې له درملنې له کال زیاته موده اوړي لا یې هم د دغه ناروغۍ جانبي زیانونه ځوروي. په دوی کې ځني په مشکل سره په لاره ځي او یو شمېر نور بیا له رواني ستونزو سره مخ دي. په دې راپور کې مو په انګلستان کې د دوو ناروغانو ژوند ته لنډه کتنه کړې.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د غزني قره‌باغ ولسوالۍ کې ۱۵ طالبان ووژل شول

چارواکي د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې د ۱۵ طالبانو د وژلو ادعا کوي. د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده نن رسنیو ته په استولي پیغام کې وویل چې پرون تر غرمې وروسته افغان ځواکونو په ابراهیم‌خېل کلي کې عملیات ترسره کړل. ښاغلی جمعه‌زاده زیاتوي: "له ډلې یې ۱۵ تنه وسله‌وال مخالفین وژل شوي، ۴ تنه ټپیان شوي او دوه تنه‌یې ژوندي نیول شوي دي، په دغه عملیاتو کې د وسله‌والو یو شمېر وسلې، مهمات او وسایط هم له‌منځه وړل شوي، له نېکه مرغه چې په دغه عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو ته زیان نه‌دی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بغلان په زاړه ښار کې د جګړې پر مهال یو کلینیک وران شوی

د بغلان د عامې روغتیا رئیس محب‌الله حبیب وایي، د بغلان په زاړه ښار کې د جګړې پر مهال یو کلینیک وران شوی او یو روغتیاپال ټپي شوی دی.  د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي دي چې پر دې کلینیک نن غرمه الوتکې بمباري کړې ده چې په‌کې یو ناروغ وژل شوی او دوه ډاکتران له اتو تنو نورو ملکیانو سره ټپیان شوي دي.  د بغلان زوړ ښار د مرکزي بغلان د ولسوالۍ برخه ده چې دوه اوونۍ مخکې طالبانو ونیوله او نن سهار دفاع وزارت وویل چې طالبانو پر دې ولسوالۍ له څلورو لورو برید وکړ چې په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فاریاب کې د نوي والي ضد معترضانو د ولایت مقام او یو شمېر دولتي ادارې وتړلې

فاریاب ولایت ته د نوي والي د معرفي کېدو په غبرګون کې د دې ولایت د یو شمېر اوسېدونکو اعتراضونه لا هم روان دي. ۲۶ ورځې وړاندې د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د فاریاب لپاره د نوي والي د ټاکل کېدو اعلان وکړ چې ورسره جوخت د فاریاب د اوسېدونکو غبرګونونه هم پیل شول. د خلکو لاریونونه ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دي. که څه هم د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مخکې ویلي وو چې د فاریاب لپاره به بل والي معرفي کړي، خو د خلکو د غبرګونونو سره سره‌يې تېره ورځ د ملي اردو د لومړۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو ته د اشرف غني خبرداری: که تاوتریخوالی غوره کړئ، ځواکونه مو جګړې ته تیار دي

افغان ولسمشر اشرف غني وایي، که طالبانو د تاوتریخوالي لاره غوره کړې وي، حکومت او افغان ځواکونه د امریکایي ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته هم جګړې ته تیار دي. ولسمشر غني د امریکا له پي‌بي‌اېس ټلوېزیونې شبکې سره په مرکه کې چې پرون دوشنبه «۱۴۰۰ کال د غويي ۲۷» خپره شوې، طالبانو ته خبرداری ورکړ او ټینګار کوي چې طالبان باید د افغانستان سیاسي نظام چې پر انتخاباتو ولاړ دی، ومني. ښاغلی غني زیاتوي: "که هغوی (طالبان) سوله نه‌غواړي او هڅه کوي چې له پوځي لارې قدرت ته ورسېږي او یا دیکتاتوري نظام وتپي، د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د 'پاکستاني جنګیالیو' مړي؛ ملي امنیت شورا وايي د طالبانو لیکو کې لاهم بهرنیان دي

د ننګرهار په حصارک او د فاریاب په پشتونکوټ ولسوالیو کې  د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په جګړه کې د پنځه پاکستانيانو د وژل کېدو ادعا. د ننګرهار سیمه‌ییزه اداره د دغه خبر په دوام وايي، د دوی جسدونه له پېژندنې وروسته د سره میاشتې ټولنې په مرسته پاکستان ته ولېږل شول چې کورنيو ته‌یې وسپارل شي. اوس د افغانستان ملي امنیت شورا دې موضوع ته په اشارې سره وايي، طالبانو لا هم له بهرنیو وسله‌والو سره خپلې اړیکې نه‌دي پرې کړي او په وینا یې همدا دلیل و چې امریکا د دوحې هوکړه‌لیک له سره وارزاوه. د دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان ښځو د وضعیت په اړه د بشر حقونو څار نړیوال سازمان اندېښنه

‎د بشر حقونو څار نړیوال سازمان ځینو چارواکو په افغانستان کې د ښځو اوسنی او راتلونکی وضعیت ننګوونکی بللی او اندېښنه‌یې ښودلې چې لا هم افغان مېرمنې د خپلو د حقونو او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخ دي. ‎د اسیا لپاره د دغه سازمان د ښځو برخې مسؤلې هیدر بار د دغه سازمان له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، له افغانستان سره مرستندویه هېوادونه باید د خپلو سرتېرو له ایستلو وروسته هم د اساسي خدمتونو په برخه کې خپلو اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي، خو په خبره‌یې هغه دولتي او نا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

"ډېر ژر به یو شمېر دیني عالمان او قومي مخور د سولې په پار طالبانو ته جرګه شي"

یو شمېر دیني عالمان او قومي مخور غواړي د سولې په اړه د مخامخ خبرو لپاره طالبانو ته جرګه شي. په سیاسي چارو کې د جمهوري ریاست سلاکار محمد اکرم خپلواک وايي، دا وړاندیز یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو له ښاغلي غني سره په لیدنه کې کړی او جمهور رییس هم ترې هرکلی کړی. ښاغلي خپلواک د سې‌‌شنبې (د غويي ۲۸مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دیني عالمانو او قومي مشرانو جمهور رییس غني ته ویلي، دوی به په دې جرګه کې له طالبانو سره د سولې د ارادې او نورو موضوعاتو په اړه وضاحت وغواړي. ښاغلي خپلواک زیاته کړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غزه کې لا هم د جګړې د پای څرک نه لیدل کېږي؛ملګري ملتونه بېړنۍ غونډه لري

په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د نړیوالې شدیدې ډیپلوماسۍ سره سره د دې نښې نه دي لیدل کېږي چې جګړه به ودرول شي. د نړیوالو هڅو په ترڅ کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن سې شنبه (د غويي ۲۸مه) په بیړنۍ غونډه کې د غزې پر وضعیت خبرې کوي. دغه راز د امریکا ولسمشر جو بایډن هم د غزې او اسراییلو ترمنځ د اوربند ملاتړ کړی. سپینه ماڼۍ وايي، ښاغلي بایډن دا غوښتنه پرون دوشنبې (د غويي ۲۷مه) د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې وکړه. د سپینې ماڼۍ په بیان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اقتصاد وزیرې د سوداګرۍ لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ونډه اړینه وبلله

د اقتصاد وزیرې نن سې شنبه (د غويي ۲۷مه) د 'CSTD' په ناسته کې د اقتصادي ودې او سوداګرۍ لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ونډه اړینه وبلله. د دغه وزارت ویاند صبور نریمان ازادي راډیو ته وویل چې د اقتصاد وزیرې کریمه حامد فاریابي، د ساینس، ټکنالوژۍ او ودې کمېسیون د نړیوال سازمان په ۲۴ مه ناسته کې په انلاین ډول ګډون وکړ. میرمن فاریابي د افغانستان اقتصادي وده له ټکنالوژۍ سره تړلې وګڼله او په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه. معلوماتي ټکنالوژي چې بنسټیزه برخه یې د انټرنیټي شبکو شتون دی،  په نړۍ کې د اقتصادي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بغلان چارواکي: مرکزي بغلان کې د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي

طالبانو نن سې شنبه (د غويي ۲۷مه) سهار د څلورو بجو خوا ته د مرکزي بغلان پر ولسوالي له څو لوریو بریدونه وکړل.  د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوېد بشارت ازادي راډیو ته وویل چې د طالبان برید شاته تمبول شوی دی: "د دښمن د بریدونو په ترڅ کې د دوی تر پنځه ویشت ډېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي چې یو شمېر یې سرګروپان دي او اوس زموږ  عملیات د مرکزي بغلان په ولسوالي کې ادامه لري."  د ښاغلي بشارت په وینا په ټپیانو کې د زرقاوي په نوم یو سرګروپ هم شامل دی.   طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې ۳ توليدي کارخانې پرانیستل شوې

په هرات کې درې توليدي کارخانې پرانیستل شوې چې سلګونو کسانو ته يې د کار زمینه هم برابره کړې ده. د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند فواد احمدي نن سې شنبه (د غويي ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغو درې توليدي کارخانو نن د هرات په صنعتي ښارکوټي کې په توليداتو پيل وکړ. نوموړي وویل په دغو کارخانو نږدې ۱۰ میليونه امريکايي ډالره پانګونه شوې ده. د یادو کارخانو په پرانيستلو سره ۵۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوه. د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، هڅه یې روانه ده څو په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته کار خانې جوړې شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

څېړنه: پر ځمکه د انسانانو  پرتله د مرغانو شمېر ۶ برابره زیات دی

د یوې نوې څیړنې له مخې پر ځمکه د مرغانو شمېر څه باندې شپږ برابره د انسانانو تر شمېره زیات دی.   د استرالیا ساینس پوهانو د امریکا د ساینس د ملي اکاډیمۍ په خپرونه کې یوه څېړنه خپره کړې ده چې په کې راغلې دي، د ځمکې کره د شااوخوا پنځوس میلیارده مرغانو کور دی. جرمني اژانس خبر ورکوي چې په سدني کې د 'نیو سوت ویلس' پوهنتون له لوري څیړنه په نړۍ کې پر نهه زره اووه سوه ډوله مرغانو شوې ده چې د دې څېړنې له مخې دا شمېره د ټولې نړۍ د دوه نوي په سلو کې مرغانو استازیتوب کوي. د څېړنې له مخې د ځینو مرغانو شمېر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه په غزه کې د روانې حګړې د درېدو په اړه بېړنۍ ناسته کوي

ټاکل شوې ده چې نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د روانې جګړې د دریدو پر لارو چارو بیړنۍ غونډه وکړي.  په څه باندې یوه اوونۍ کې د دې جګړې له کبله تر دوه سوه ډېر کسان وژل شوي دي.  د دې سربېره چې د دې جګړې د درېدو غږ له هر لوري په جګېدو دی، د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون ناوخته وویل چې ځواکونه به یې په غزه کې د ترهګرو ځایونه تر هغو په نښه کوي چې د اسراییل ټول اتباع خوندي شي.  د سپینې ماڼۍ په بیان کې راغلي دي چې ولسمشر جوبایډن د دوشنبې په ورځ له صدراعظم نتانیاهو څخه د اوربند غوښتنه وکړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غزني ولسونه: افغان حکومت او طالبان دې دایمي اوربند وکړي

په غزني ولایت کې ولسونو د یوې لویې غونډې په ترڅ کې له افغان دولت او وسله والو طالبانو څخه د اوربند او دایمي سولې د ټینګښت غوښتنه وکړه. د دوشنبې (د غويي ۲۷مه) په ورځ په غزني کې د قومونو ترمنځ همغږۍ، د نظام او جمهوریت ملاتړ، د اوربند د ټینګښت او دایمي سولې د غوښتنې په نوم یوه ولسي غونډه وشوه. په غونډه کې د دولتي چارواکو او ولایتي شورا وکیلانو ترڅنګ له غزني مرکز او ولسوالیو څخه سلګونو تنو قومي مشرانو، مدني فعالانو، میرمنو او ولسي خلکو ګډون کړی وو او ځینو یې ویناوې وکړې. ويناوالو وويل، سوله د افغانانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح: دوستم ویلي ترک تباران یوازې نه دي ګڼ هېوادونه یې ملاتړ کوي

هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې د فاریاب د نوي والي ګمارل کېدو پرسر د حکومت او ملي جنبش ګوند ترمنځ تقابل ته په اشارې لیکنه کړې ده. د لېکوال په باور که د خبرو له لارې دغه لانجه هواره نه شي د وسله والې نښتې امکان هم لېرې نه دی چې  بیا به یې کنټرول ستونزمن وي او ناوړې پایلې به ولري. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرغني نږدې یوه میاشت وړاندې محمدداوود لغمانی چې پخوا د لښکرګاه ښاروال و د فاریاب د نوي والي په توګه وګماره . ورځپاڼې لیکلي چې دغه ګمارنه د جنبش ګوند له سختو عکس العملونو او مظاهرو سره مخ شوې،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

حنیف اتمر خپل ترکمني سیال سره پر ټاپي پروژې وغږېد

د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ټاپي پروژې د ګازو د نللیکې د رغونې د راتلونکو پړاوونو په اړه خبرې کړي. د افغانستان د بهرنیو چار وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن سې شنبه (د غویي په ۲۸مه)وختي خپره شوه ویلي چې محمد حنیف اتمر او رشید مریدوف پرون دوشنبه په ټیلیفوني خبرو کې د سیمه ییز اتصال د لویو پروژو، په تېره د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد د نل لیکې د تطبیق پر اهمیت او همدا راز د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په نورو برخو کې د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان مېرمنو په اړه د بشري حقوقو د څار د ټولنې خبرداری

د بشري حقونو د څار ټولنې خبرداری ورکړی چې د امریکا سنا ته یوه وړاندې شوې لایحه ښايي د افغان مېرمنو او نجونو لپاره د مالي ملاتړ د بندېدو باعث شي.  په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب په نوم د دواړو ګوندونو له خوا جوړه شوې لایحه چې تېره اوونۍ سنا ته وړاندې شوه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر موظفوي چې په کال کې دوه ځلي د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو په اړه کانګرس ته راپور ورکړي.  دا لایحه د افغان ښځو د خوندیتوب په هدف جوړه شوې، خو په عین حال کې دا خبرداری هم ورکوي چې که د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ګوانتانامو ۷۳ کلن پاکستانی بندي له ۱۶ کاله بند وروسته خوشې کېږي

د ګوانتانامو زندان یوه ۷۳ کلن پاکستاني بندي ته خبر ورکړل شوی چې له شپاړلس کلن بند وروسته خوشې کېږي. سیف الله پراچه پر امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د سېپټمبر د ۱۱مې د تروریستي حملو له دوو طراحانو سره د مرستې په تور نیول شوی و. شېلبي سولیوان بېنیس چې په نوومبر میاشت کې یې د زندانیانو د ارزونې د بورډ په غونډه کې د پراچه د مدافع وکیلې په توګه برخه اخیستې وه پرون دوشنبې (د مې په ۱۷مه) وویل چې دې بورډ د ده موکل او دوو نورو بندیانو ته خبر ورکړ چې برائت یې ورکړی دی. دوه نور بندیان یو ۵۴ کلن عبدالرباني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جوبایډن د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ د اوربند ملاتړ کړی

د امریکا ولسمشر جوبایډن د غزې او اسراییلو ترمنځ د اوربند ملاتړ کړی دی. سپینه ماڼۍ وايي، ښاغلي بایډن دا غوښتنه پرون دوشنبې (د مې په ۱۷مه) د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې وکړه. د سپینې ماڼۍ په بیان کې راغلي دي چې بایډن له نتانیاهو سره په خبرو کې همدا راز د فلسطیني ډلو د توغندويو حملو پر وړاندې د خپلې دفاع لپاره د اسراییلو د حق پر قاطع ملاتړ ټینګار وکړ. له دې مخکې د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي خبریالانو ته وویل، امریکا د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو هڅو ته ژمنه ده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملي اردو: فاریاب کې د ۳ پاکستانیانو په ګډون ۱۹ طالبان وژل شوي

ملي اردو ادعا کوي چې په فاریاب ولایت کې د درېیو پاکستاني وګړو په ګډون نولس وسله والو طالبان وژل شوي دي.  ۲۰۹ شاهین قول اردو نن سې شنبه (د غويي ۲۸مه) سهار په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا وسله وال تېره ورځ مازیګر د پښتون کوټ ولسوالۍ په خواجه ناموسي سیمه کې هغه مهال په یو هوايي برید کې په نښه شول چې په فاریاب ولایت کې د حملو لپاره یې پلان جوړاوه.  خبرپاڼه زیاتوي چې په وژل شویو کې پر ۳ پاکستانيانو سربېره د بالامرغاب او المار لپاره نومول شوی ولسوال او د طالبانو څو نور مهم کسان هم شامل دي.  طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز: افغان زده‌کوونکي څنګه له خطرونو سره سره تعلیم ته زړه ښه کوي؟

نیویارک ټایمز نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې اړه یوه تحلیلي مقاله خپره کړې چې افغان نجونې او هلکان څنګه له ورپېښو خطرونو سره سره تعلیم ته زړه ښه کوي؟  لیکوال د دشت برچي د تېرې اوونۍ د خونړۍ حملې د یوې ټپي نجلۍ عارفې په خبرو باندې خپله مقاله پیل کړې چې ویلي یې دي ان که ډارېږي هم تعلیم ته به دوام ورکوي.  په مقاله کې راغلي افغان نجونې او هلکان ښايي قلم، کتابچې او لپټاپونه ونه‌لري، خو تعلیم ته د دوی په تنده کې ډېر داسې څه شته چې نړۍ یې ترې زده‌کړه کولای شي.  لیکوال زیاته کړې ترهګر د تعلیم له زوره وېرېږي په تېره بیا چې نجونې ښوونځیو ته ځي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فاریاب وضعیت؛ مصالحې شورا: د والیانو ګمارنه کې باید د خلکو نظر پام کې ونیول شي

د ملي مصالحې عالي شورا په فاریاب کې روان وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی. د دغې شورا په اعلامیه کې چې پرون دوشنبه (د غويي ۲۷مه) ماښام خپره شوه، راغلي چې د لوړپوړو مسوولانو او والیانو په ګمارنه کې باید د خلکو ملاتړ او نظر په پام کې ونیول شي. همدا تېره ورځ محمد داوود د فاریاب د نوي والي په توګه دنده پيل کړه، خو د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د اسلامي جنبش ګوند پلویانو د دغې ګمارنې پر ضد میمنه کې مظاهرې وکړې. د مصالحې عالي شورا له دواړو لوریو غوښتي چې رامنځته شوې ستونزه د خبرو له لارې هواره کړي. د محلي... Читать дальше...


9 июня: какой сегодня праздник, что было в этот день

Психологи объяснили, почему некоторых женщин влечет к абьюзерам и психопатам

Сбивший детей в Можайске водитель разогнал Maserati до 280 км/ч

Мурашко сообщил, что первые результаты доклинических исследований вакцины против рака могут представить в конце года



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Сбивший детей в Можайске водитель разогнал Maserati до 280 км/ч

Премьер-министр Дании Фредериксен заявила, что потрясена нападением на нее

Глава Минздрава пообещал первые итоги доклинических исследований вакцины от рака до конца года

РИА Новости: эксперт счел сбои в Telegram внутренней проблемой мессенджера

Музыкальные новости

Юлия Пересильд, московский Театр на Таганке, ММОМА – участники 3-его фестиваля «Территория. Красноярск» раскрывают грани современного искусства

Собянин рассказал о главных возможностях для развития Москвы

Путин: РФ готова к переговорам только на условиях, которые уже обсуждались ранее

Собянин: Московский городской транспорт на 100 процентов отечественный

Новости России

РИА Новости: эксперт счел сбои в Telegram внутренней проблемой мессенджера

Baza: в Люберцах прозвучал взрыв

Психологи объяснили, почему некоторых женщин влечет к абьюзерам и психопатам

«Виват, Амур!» завершится в Благовещенске грандиозным концертом

Экология в России и мире

Джомба, суттуг шай, кучу и другими видами чая в регионах России могут насладиться российские туристы

Антисанитария в службах доставки: токсиколог Кутушов рассказал, почему опасно заказывать еду

Культурный центр «Интеграция» проведет концерт ко Дню России в Перовском парке

Жители Барнаула помогут сделать родной город чище

Спорт в России и мире

Ига Свентек в четвертый раз выиграла Открытый чемпионат Франции по теннису

Теннисист Медведев снялся с турнира ATP в Нидерландах из-за травмы

Экс-теннисист Ольховский: Рублев не успел набрать форму на "Ролан Гаррос"

Зверев вышел в финал «Ролан Гаррос»

Moscow.media

Мобилизованного свердловчанина приговорили к 23 годам "строгача" за подрыв гранаты в казарме

«Автодор» – к концу 2025 года скоростными дорогами госкомпании будет охвачена половина населения России

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: В Московском регионе более 62 тысяч семей распорядились материнским капиталом через банки

Российский астроном рассказал о редком солнечном событии







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *