Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2021

Новости за 03.12.2021

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې پارېدلو کسانو يو سریلانکايی مقدساتو ته د سپکاوي په تور وژلی

د پاکستان په پنجاب ایالت کې پارېدلو کسانو، د سریلانکا یو وګړی د هغه څه له کبله چې مقدساتو ته سپکاوی بلل شوی، وژلی او بیا یې مړي ته اور وراچولی دی. په سیالکوټ کې د پولیسو یوه افسر عمر سعید ملک خبریالانو ته وویل چې پریانتکا کومارا (Priyanthka Kumara) چې د (راجکو) په نوم د جامو شرکت د صادراتو مدیر و، د کارګرانو له‌خوا مقدساتو ته د سپکاوي په تور وژل شوی دی. د سیمې یوه اوسېدونکي عبدالله نعیم ویلي چې د فابریکې کارګرانو د سریلانکا د دغه وګړي د دفتر په کثافت دانۍ کې د قران کریم څو پاڼې موندلې دي. راپورونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر روسیې د اوکراین دفاع وزیر تور: روسیه احتمالي پوځي تهاجم ته ځان تیاروي

د اوکراین دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف پر روسیې تور ولګاوه چې د اوکراین پولې ته څېرمه د ۹۴ زره پوځیانو ځای پر ځای کولو سره، په پام کې لري راروانه میاشت په پراخه پیمانه احتمالي پوځي تهاجم ته ځان تیار کړي. ریزنیکوف چې نن‌یې پارلمان ته وینا کوله زیاته کړه چې کیف به په سیمه کې کړکېچ ته لمن ونه‌وهي، خو که اړتیا وه په ځواب کې په جګړه لاس پورې کړي.  د اوکراین دفاع وزیر وويل، د دوی استخبارات تر ټولو د ناوړه سناریوګانو په ګډون ټولو احتمالي سناریوګانو ته پام کوي. ده ویلي چې د روسیې له‌خوا د کړکېچ په وړاندې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکمنستان د نړۍ تر ټولو کمزوری انټرنټ لرونکی هېواد وبلل شو

ترکمنستان د نړۍ په سطحه تر ټولو د کمزوري انټرنټ لرونکی هېواد وبلل شو. په دغه هېواد کې یو څوک د یوه فلم د ډاونلوډ لپاره یوې پوره ورځې ته اړتیا لري. د کېبل ټکی سي او ټکی یو کې (Cable.co.uk) په هغه راپور کې چې په ۲۰۲۱م کال کې د نړۍ په سطحه د انټرنټي خدماتو په اړه دی، ویلي: "په ۲۲۴ هېوادونو کې د شوې سروې له مخې، ترکمنستان تر ټولو کمزوری انټرنټ لري چې سرعت‌یې په یوه ثانیه کې ۰،۵۰ مېګابایټس دی." د دې بنسټ په حواله، که یو څوک غواړي په ترکمنستان کې د پنځه جي بي یو فلم ډاونلوډ کړي، ۲۲ ساعتونو او ۳۴ دقیقو ته اړتیا لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو څار سازمان: د ښځو په اړه د طالبانو د رهبر فرمان اساسي ژمنه نه‌لري

د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله له‌خوا د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو د حقونو په اړه د فرمان له صادرولو وروسته، د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په دې فرمان کې د ښځو د حقونو په اړه کومه اساسي ژمنه نه‌ده شوې. په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له نږدې څلور میاشتو تېرېدو او له دوی د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه د نړیوالو له ډېرو غوښتنو وروسته، د طالبانو مشر د ښځو د  حقونو په اړه دا فرمان صادر کړی. په دې فرمان کې په زور د ښځو ودول، په بدو کې ورکړه او د دوی له خوښې پرته‌یې نکاح ته مجبورول منع کړل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو رهبر د افغان ښځو د ځينو حقونو په اړه نوی فرمان ورکړ

د طالبانو رهبر ملا هبت‌الله اخندزاده په یوه فرمان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو د حقونو د ځینو برخو پر عملي کېدو ټینګار وکړ. د دغه فرمان چې شپږ مادې لري او نن خپور شوی، په لومړۍ ماده کې راغلي چې د نکاح په وخت کې د نجونو رضایت ضروري دی، خو چې د طالبانو د مشر په وینا د فتنې او فساد خطر په کې نه‌وي. د فرمان په دوهمه ماده کې راغلي چې ښځه مال نه، بلکې اصیل او ازاد انسان دی او هېڅوک‌یې چا ته د روغې په بدل کې په بدو کې نه‌شي ورکولای. په فرمان کې د نجونو او ښځو د تعلیم او کار د حق په باب څه نه‌دي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له طالبانو د محمود خان اڅکزي غوښتنه: یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړئ

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له طالبانو غوښتي چې له افغان سیاستوالو سره یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي. نوموړي پرون په کوټه کې د ګوند د بنسټګر عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۸م تلین په مناسبت غونډه کې دا خبره وکړه. هغه زیاته کړه چې په تېرو څه د پاسه ۴ لسیزو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی او بې‌ثباتي تر ټولو زیات افغانان ځپلي دي او اوس په‌کار ده چې دوی سره لاسونه ورکړي. ده وویل: "وه ملا طالبه! وه ملا پلانی اخونده! وه کرزی صاحبه! لاس به ورکوو د افغانستان استقلال به خوندي ساتو. داسې یو حکومت،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا کې د کرونا ویروس د نوې بڼې ډېرې نوې پېښې ثبت شوې

په امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس د نوې بڼې اومېکرون ډېرې نوې پېښې ثبت شوي. په ټوله نړۍ کې د اومېکرون د مخنیوي لپاره هېوادونو یو وار بیا محدودیتونه پيل کړي دي. «Omicron» د کرونا ویروس نوې بڼه ده چې له افریقايي هېوادونو په چټکۍ نورو سیمو ته خپره شوې او اوس د امریکا په څلورو ایالتونو کې یو شمېر خلک پرې اخته شوي. د متحده ایالاتو روغتیایي چارواکو ویلي چې اته داسې ناروغان په اومېکرون اخته شوي چې مخکې د 'کووېډ-۱۹' پر ضد واکسین شوي وو. د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن پرون (د ډسمبر دوهمه)... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان د روان ناورین د بدو ورځو پیل ته نږدې کېږي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانستان د روان ناورین د بدو ورځو پیل ته نږدې کېږي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام استازې مري الن مک‌ګروتي له قوله، دوی په دې هېواد کې د روان بشري ناورین بدو پایلو ته ډېر اندېښمن دي. اغلې مک‌ګروتي زياتوي: "اړتیا ده چې اوس‌مهال بشري اړتیاوې له سیاسي موضوعاتو جلا شي او د افغانستان بې‌ګناه خلک او ماشومان چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی، باید له دې امله چې په دې هېواد کې زېږېدلي، له لوږې ونه‌مري. " د خوړو نړیوال پروګرام وايي، اوس‌مهال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بلاروس پر سیاسي او اقتصادي څېرو بندیزونه پراخ شول

اروپایي ټولنې، امریکا او د لوېدیځ کلیدي متحدانو د بلاروس پر سیاسي او اقتصادي څېرو بندیزونه پراخ کړل. اروپایي ټولنه وایي، وزیرانو یې پر بلاروس د نویو بندیزونو طرحه پرون (د ډسمبر ۲مه) په یوه غونډه کې تأیید کړه. دا له کله نه چې د ۲۰۲۰ کال په اګسټ کې الکساندر لوکاشینکا ځان د بلاروس د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان کړی، پر بلاروس د اروپایي ټولنې پنځم پړاو بندیزونه دي. دغه بلاروسي چارواکي په ډیموکراسۍ ضد چلند، د بشري حقونو په سرغړونه او له کډوالو په ناوړه استفادې تورن دي. د بلاروس رژیم تورن دی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ځانګړي استازي له قطري چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ له لوړپوړو قطري چارواکو سره د افغانستان په مسئله خبرې کړي. ټام وېسټ نن په خپل ټوېټر د دې لیدنې په اړه لنډ لیکلي.  هغه زیاته کړې چې د امریکا د یوه نږدې متحد قطر هېواد د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار محمد ال مسناد سره‌یې د افغانستان د راتلونکي په اړه بحث کړی. ټام وېسټ په دې ټویټ کې لیکلي چې د قطر ملاتړ او فعالیت د ستایلو دی.  قطر په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی او وخت ناوخته له امریکایانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تازه څېړنه: د چرسو معتادو مېرمنو نوي زېږېدلي ماشومان په اوتيزم ناروغۍ اخته وي

په امريکا کې يوه نوې څېړنه ښيي، هغه مېرمنې چې د چرسو نشه کوي، د هغوی ماشومان د مور په ګېډه کې په ژور خفګان، رواني فشار او اوتيزم ناروغيو اخته کېږي. په دې څېړنه کې دا هم راغلي چې د چرسي مور په ماشومانو کې د چرسو ناوړه اثرات ان دا چې له درېيو څخه نيولې بيا تر شپږو کلونو پورې هم پاته کېږي. دا څېړنه چې د امريکا متحده ايالاتو په نيويارک ايالت کې پر ۳۲۲ امېندوارو میندو ترسره شوې ښيي چې د چرسو نشه ښځو ته د ژور خفګان ناروغي پيدا کوي، د هغوی نوي زېږېدلي ماشومان به هم په ژور خفګان اخته او د دې ترڅنګ به جنجالي او غالمغالي هم وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ومان بوټي پرې کول منع کړل

د طالبانو حکومت د کرنې وزارت وايي، دوی ته شکايتونه شوي چې په ځينو ولايتونو کې خلک د غرونو په لمنو کې د ومان بوټي پرې کوي او بيا يې بهرنيو هېوادونو ته قاچاق کوي، له همدې امله دوی د دې بوټي پرې کول او راټولول منع کړي دي. د هغو ولايتونو اوسېدونکو چې هلته ومان بوټي راشنه کېږي ازادي راډيو ته وويل، په وروستیو کلونو کې مافيايي ډلې له ومان بوټي څخه د ښیښې او هيروئينو په جوړولو کې کار اخلي، له همدې امله په افغانستان کې د هيروئينو او ښیښې نشه ډېره شوې ده. ومان یا بندک یو وحشي بوټی دی چې په فراه، بادغيس،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان وایي د معتادینو د درملنې د تر ټولو ستر مرکز ظرفیت‌یې لوړ کړی

د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت وایي، پر نشو د روږدو کسانو د درملنې د تر ټولو ستر مرکز ظرفیت‌یې لوړ کړی دی.  د دغه وزارت ویاند سعید خوستي ویلي، پلازمېنه کابل کې دې مرکز پخوا د زرو روږدو د درملنې وړتیا درلوده، خو اوس په یوه وخت درې زره کسان په‌کې تداوي کېدای شي.  ښاغلي خوستي پرون د نشه‌یي توکو په وړاندې د مبارزې معینیت له مسؤلانو سره له دې مرکزه د لیدنې پر مهال وویل: "د اسلامي امارت پلان دا دی چې په کابل ښار کې او په ولایتونو کې چې څومره معتادین دي، راټول کړل شي او علاج‌یې وشي. دا خلک واقعاً... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو لوی درستیز: د یوه پیاوړي پوځ د جوړولو لپاره هڅې روانې دي

د طالبانو حکومت پوځي چارواکي وایي، د یوه پیاوړي پوځ د جوړولو لپاره‌یې هڅې روانې دي. د طالبانو د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز قاري فصیح‌الدین دا خبرې پرون په پکتیا کې ۲۰۳ تندر قول اردو کې چې اوس د منصوري قول اردو په نوم ده، وکړې.  هغه خبریالانو ته وویل، د اردو په لیکو کې د پخواني حکومت مسلکي کسانو ته هم ځای ورکوي.  دی زیاتوي: "هغه کسان هم جذبېږي چې پخوانۍ اردو کې یې روزنه ترلاسه کړې او مسلکي دي، دا به هغه کسان وي چې فساد کې ښکېل نه‌وو." تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: ویاندویان مکلف دي چې د اړتیا په صورت کې رسنیو ته معلومات ورکړي

د طالبانو حکومت وایي، په کابل او ولایتونو کې یې ویاندویان مکلف دي چې د اړتیا په صورت کې رسنیو ته معلومات ورکړي.  دا خبره د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد پرون خپلو ویاندویانو ته د یوه روزنیز پروګرام په پای کې وکړه.  دې غونډې ته د رسنیو ځیني مسؤلان هم ورغوښتل شوي وو چې هغوی له طالبانو نه اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د همکاریو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.  طالبانو پرون د ۲۵ وزارتونو او ادارو لپاره خپل ټاکل شوي ویاندویان هم رسنیو ته وروپېژندل.  د افغانستان د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په ارزګان کې ۱۴ تنه د جنایي جرمونو په تور نیولي

په ارزګان کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې ۱۴ تنه د جنایي جرمونو په تور نیولي دي.  د ارزګان ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد اصف ازادي راډيو ته وویل چې دغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.   نوموړي وویل چې دغه ولایت کې امنیتي وضعیت په ښه کېدو دی. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ارزګان ولایت کې د انسان تښتوونکو، غلاو او نورو جنايي جرمونو کچه لوړه شوې چې خلک‌یې لامل د خلکو او یا هم د ځوانانو بې‌کاري یادوي.

Pa.azadiradio.com 

بلېنکن: روسیه باید خپل ځواکونه د اوکراین پولې ته له نږدې سیمو په شا کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن خپل روسي سیال سرګي لاوروف ته ویلي، روسیه باید خپل ځواکونه د اوکراین پولې ته له نږدې سیمو په شا کړي.  بلېنکن ویلي، امریکا غواړي چې روسیه په سیمه کې د رامنځته شویو ناندریو د حل لپاره ډیپلوماتیکه لاره غوره کړي.  بلېنکن او لاوروف پرون په ستاکهولم کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې سره وکتل. بلېنکن په یوه خبري غونډه کې مسکو ته خبرداری ورکړ چې د اوکراین پر ضد پوځي اقدام به‌یې "په لوړه بیه" ورته پرېوزي.  بلېنکن وايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا بهرنیو چارو وزیر: ایران لا هم وخت لري اټمي تړون ته راوګرځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، له وروستیو لفاظیو سره سره ایران لا هم وخت لري چې د اټمي تړون ژمنو ته راوګرځي.  بلېنکن ویلي د ایران وروستي تحرکات د خوشبینۍ ډېر احساس نه‌ورکوي، خو په خبره‌یې ایران ته لا ډېره ناوخته نه‌ده چې شاتګ وکړي.  بلېنکن خبریالانو ته ویلي، نړیواله ټولنه به نږدې راتلونکي کې دا څرک ولګوي چې ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ته بېرته ورګرځي او که نه.  ایران او د نړۍ شپږو قدرتونو امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین ۲۰۱۵ کال کې اټمي تړون لاسلیک کړ.  د دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بشري ناورین اندېښنه؛ ملګرو ملتونو افغانستان ته ۴،۵ میلیارده ډالره مرسته غوښتې

په افغانستان کې د بې‌وزلۍ زیاتېدو او  د احتمالي بشري ناورین رامنځته کېدو ته د اندېښنو په ترڅ کې ملګرو ملتونو له دغه هېواد سره د بشري مرستو په هدف د څلور نیم میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده. دا اندازه پیسې د هغو ۴۱ میلیارده ډالرو له ډلې دي چي ملګرو ملتونو یې په جګړه‌ځپلو او بې‌وزله هېوادونو کې د ۱۸۳ ملیونه کسانو د لاسنیوي په هدف غوښتنه کړې ده.  په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي مارتین ګریفیټس په دې اړه خبریالانو ته وویل: "مرسته د انسانانو ژوند ژغوري، خو دا حل‌لاره نه‌ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له منتو پلورنې سره نابلده ربابي ګوتې

پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ په دې هېواد کې د ګڼو موسیقي غږونکو او سندرغاړو کاروبارونه وتړل. د ننګرهار د هنرمندانو د ټولني مسولین وايي په دې ولایت کې لږ ترلږه پنځه سوه موسیقي غږونکو او سندرغاړو فعالیتونه کول چې اوس په ټپه ولاړ دي او دا ټول له بې روزګارۍ سره مخ دي. په جلال اباد کې د هنرمندانو د ټولنې رییس کمین ګل چې یاد موسیقار دی، بې وزلۍ او بې کارۍ منتو پلورنې ته اړ کړی. په اړه یې نور په دې راپور کې

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ: طالبانو د پخوانیو ځواکونو پرضد د هدفي وژنو کمپاین پيل کړی

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړو پرضد د هدفي وژنو کمپاین پيل کړی دی.  مقاله د هلمند ولایت په لښکرګاه کې د یوې هدفي وژني په کیسه پیل شوې ده. د پېښې کیسه یوه عیني شاهد واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته کړې ده چې وايي، د اګسټ میاشتې په اخره کې وسله والو طالبانو د دوو پخواني پوله ساتونکو پولیسو پر کور حمله وکړه، هغوی يې ووژل او مړي يې په کوڅه کې پرېښودل. کورنۍ یې مړي خاورو ته وسپارل او له هغه ځایه کډه شوه.   د مقالې په وینا، دا ډول پېښې... Читать дальше...


Под Петербургом в результате ДТП с фурой и автобусом пострадали пять человек

Пропавшую многодетную мать нашли в брюхе питона в Индонезии

В работе мессенджера «Телеграм» случился массовый сбой

В России предложили новый критерий отбора в космонавты



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Массовый сбой в работе Telegram затронул США и Европу

Адские цены на Сочи и Анапу заставили российских туристов найти новые пути экономии

Baza: в Люберцах прозвучал взрыв

Под Петербургом в результате ДТП с фурой и автобусом пострадали пять человек

Музыкальные новости

В Санкт-Петербурге прошел Кубок ПМЭФ по конкуру

Яндекс, А.С. Пушкин, Святой Ленин ведут следствие. Настоящая сенсация!

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

За месяц в Пулково столкнулись два самолета и задержали несколько рейсов

Новости России

Олег Сирота о конфликте Германа Грефа с таксистами: «Нужно воспитывать, кнутом и пряником»

Массовый сбой в работе Telegram затронул США и Европу

Под Петербургом в результате ДТП с фурой и автобусом пострадали пять человек

Пропавшую многодетную мать нашли в брюхе питона в Индонезии

Экология в России и мире

Уникальный интерактивный проект Ставропольской психиатрической больницы на выставке-форуме «Россия»

Новая коллекция ювелирных украшений Louis Vuitton

Культурный центр «Интеграция» проведет концерт ко Дню России в Перовском парке

Антисанитария в службах доставки: токсиколог Кутушов рассказал, почему опасно заказывать еду

Спорт в России и мире

Соболенко, проигравшая Андреевой, потеряет 2-е место в рейтинге WTA по итогам «Ролан Гаррос», уступив его Гауфф

Каспер Рууд: «Не буду выступать на турнирах перед «Уимблдоном», но на нем, конечно, сыграю»

Зверев вышел в финал «Ролан Гаррос»

Джокович снялся с Открытого чемпионата Франции по теннису

Moscow.media

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

Хакеры начали «прикидываться» соискателями и подсовывать вредоносные ссылки

Сотрудники военных следственных органов Следственного комитета России по всей стране оказывают помощь подшефным детским учреждениям

В Москве арестовали бывшего замглавы Росприроднадзора по делу о мошенничестве







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *