Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2021

Новости за 27.12.2021

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې د ملا عمر کلی او کور

په دې راپور کې به تاسې هغه وګورئ چې د طالبانو د تحریک پخواني مشر ملا محمد عمر په کې خپل کوچني‌توب او زلمي‌توب تېر کړی. له هغه شخص سره به مو هم اشنا کړو چې د ملا محمد عمر سره یو ځای یې کلونه تېر کړي او څنګ په څنګ ورسره ډېرو جګړو ته تللی.

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ اسیايي جام؛ تر ۱۹ کلنو کم‌عمره افغان لوبډلې خپله لوبه هند ته بایلوده

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې په اسیایي جام کې نن خپله لوبه هند ته بایلوده. افغانستان په دې لوبه کې هند ته د ۲۶۰ منډو هدف ورکړ، خو هندي لوري د شپږو لوبغاړو په سوځېدو دا هدف پوره او په څلورو وېکټو یې بریا خپله کړه. افغانستان په دې ماتې سره د خپل پرمختګ چانس له لاسه ورکړ. افغان لوبډلې دې جام کې درې لوبې درلودې چې له اماراتو یې وګټله، خو هند او پاکستان ته‌یې لوبې بایلودې.

Pa.azadiradio.com 

تهران: له بندیزونو پرته د ایران د صادراتو لپاره د اټمي تړون خبرې پیل شوې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، د نړۍ له قدرتونو سره‌یې د اټمي تړون پر سر ځکه بیا خبرې پیل کړي چې له بندیزونو پرته د ایران صادراتو ته زمینه برابره شي. حسین امیر عبدالهیان دا څرګندونې په ویانا کې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د اټمي تړون د بیا ژوندي کېدو په اړه د خبرو د اتم پړاو له پيل مخکې کړې دي. ټاکل شوې چې دا خبرې نن د اروپا په وخت د ماښام شپږ بجې چې افغانستان کې نهه‌نیمې کېږي، پیل شي. ایراني رسنیو د ښاغلي عبدالهیان په حواله ویلي، دوی تر هر څه لومړی په دې لټه کې دي چې د ایران تېل په اسانه وپلوري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان: پر ډیورند د اغزن تار مسئله حل شوې او طالبانو سره په ګډه به دا کار کوو

د پاکستان کورنيو چارو وزیر وايي، له افغانستان سره پر ډیورند کرښه د اغزن تار لګولو مسئله حل شوې او اوس به دا کار له طالبانو سره په ګډه کوي. شېخ رشيد پرون (د ډسمبر په ۲۶مه) په کراچۍ کې خبریالانو ته وويل چې د دې تار په لګولو یې پوځ ډېره قرباني ورکړې او پیسې یې پرې لګولې دي. طالبانو سملاسي په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو وروستیو ورځو کې ډیورند کرښې ته نږدې د طالبانو ځینو ځایي چارواکو د اغزن سیم پر سر غبرګون وښود. د ډسبمر په ۲۰مه پر ټولنیزو رسنیو د ننګرهار د استخباراتو د مشر ډاکتر بشیر یوه وېډیو خپره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې چاودنې دوه طالب سرتېري ټپیان کړل

په کابل کې نن یوې چاودنې دوه طالب سرتېري ټپیان کړل. د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، چاودنه نن مازدیګر د څلورمې حوزې اړوند ګل سرخ څلور لارې سره شوې. د وزارت مرستیال ویاند عاقل جان عزام رسنیو ته ویلي، ماین په یوه ګلدان کې ایښودل شوی و. دا ماین داسې مهال چاودلی چې د طالبانو یو موټر له سیمې تېرېده. سملاسي یې کومې ډلې مسؤلیت نه‌دی منلی، خو طالبانو له دې وړاندې دا ډول چاودنې داعش ډلې ته منسوبې کړې دي.

Pa.azadiradio.com 

د ازادو ژورنالېستانو ټولنه او د نورین ټلوېزیون د مشر کورنۍ: عارف نوري ازاد کړئ

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنه او د نورین ټلوېزیون مشر عارف نوري د کورنۍ غړي وایي، عارف نوري طالبانو نیولی دی. د ښاغلي نوري د کورنۍ غړي وايي، طالبان له کوم اجازه لیک پرته د دوی کور ته ننوتل او عارف نوري یې له ځان سره یووړ. د ښاغلي نوري زوی رومان نوري ازادي راډیو ته وویل، د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته یوه بجه د طالبانو وسله‌وال کسان راغلل او پلار یې د دوی له کوره چې د کابل په پروان سه سیمه کې دی له ځانه سره یووړ. دی زیاتوي: "موږ هېڅ خبر نه‌درلود. اصلاً هېڅ هم نه‌و. د حاجي د نیولو لپاره کوم سند موجود نه‌و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: پر ټولنیزو رسنیو د یو 'پخواني پوځي' د وهلو ډبولو وېډیو څېړو

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د هغې وېډیو په اړه څېړنه کوي چې په‌کې ښکاري وسله‌وال یو "پخوانی پوځي" وهي ډبوي. پر ټولنیزو شبکو داسې ادعا شوې چې دا وسله‌وال کسان طالبان دي.   د دغه وزارت ویاند سعید خوستي خبریالانو ته ویلي، دوی به دا کسان پیدا او په خبره‌یې راتلونکي کې به د داسې پېښو مخه ونیسي. ځایي خبریالانو  هغه کس چې شکنجه کېږي، رحمت‌الله قادري یاد کړی چې د پخواني نظام د ملي اردو د یوه کنډک قوماندان و.   په هغې وېډیو کې چې ټولنیزو رسنیو کې ښکته پورته کېږي، ښکاري چې وسله‌وال کسان په یوه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د برښنا شرکت او د تاجکستان تر منځ د ۲۰۲۲م کال د برښنا د قرارداد لاسليک شو

د افغانستان برښنا شرکت او د تاجکستان د "برق تاجک" شرکت ترمنځ د ۲۰۲۲م کال د برېښنا د واردولو قرارداد لاسليک شو. د افغانستان د برښنا شرکت وایي چې دا تړون د دواړو لورو د پلاوو تر دوه ورځنیو خبرو وروسته لاسلیک شو. د دې شرکت د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان او تاجکستان د برېښنا مسؤلانو پر ځینو نورو سیمه‌ییزو پروژو لکه «کاسا ۱۰۰۰» او د «۵۰۰ کیلو ولټه» لین د غځولو پر پروژو هم خبرې وکړې. له دې وړاندې داسې اندېښنې وې چې برښنا شرکت ممکن د برېښنا صادروونکو هېوادونو ته پورونه ورنه‌شي کړای چې ورسره به په افغانستان برېښنا پرې شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسکو د روسیې-ناټو شورا په جوړېدونکې غونډه کې په خپل ګډون غور کوي

مسکو راتلونکې میاشت د روسیې-ناټو شورا په جوړېدونکې غونډه کې په خپل ګډون غور کوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړې چې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د داسې یوې غونډې وړاندیز ورته کړی دی. روسیې په دې غونډه کې د ګډون یا نه‌ګډون پرېکړه لا نه‌ده کړې، خو تاس خبري اژانس د کرملېن د یوه ویاند په حواله ویلي "دوی پرې غور کوي". د ناټو یوه ویاند هم چې نوم‌یې نه‌دی ښودلی ویلي، دوی له روسیې سره په اړیکه کې دي چې غونډه کې د ګډون ډاډ ورکړي. د روسیې-ناټو شورا ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوه، خو په وروستیو کې د اوکراین په ختیځ کې د شخړې له کبله غیر فعاله شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ښاروالۍ د نفتي موادو لپاره نرخونه وټاګل  

د ننګرها ولایت د ښاروالۍ چارواکو د نفتي موادو لپاره تازه نرخونه وټاکل. د دې ولایت د ښاروالۍ مسؤلینو په یوې خبرپانه کې ویلي، له دې وروسته باید په دغه ولایت کې یو لیتر ډیزل ۶۹ افغانۍ، یو لیتر پطرول ۷۰ افغانۍ او یو کيلو ګاز په ۸۲ افغانۍ وپلورل شي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د سرغړوونکو سره به جدي چلند وشي. دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې په دې وروستیو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو په لوړېدو سره د نفتي او خوراکي موادو بیې هم لوړې شوي. د یادونې ده چې دا مهال په کابل کې یو کیلو ګرام... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران د اټمي تړون د احیا خبرې نن یو ځل بیا په ویانا کې پیلېږي

ټاکل شوې د ۲۰۱۵م کال اټمي تړون د بیا احیا لپاره له ایران سره مذاکرې نن په ویانا کې بیا پیل شي. د اروپايي ټولنې د مذاکراتي هیئت مشرې انریکه مورا تېره اوونۍ د دغو مذاکرو د بیا پیل نېټه اعلان کړې وه. هغې ویلي و چې مهمه ده د مذاکرو په اتم پړاو کې د کلیدي مسایلو او راروانو اقداماتو په اړه بحث او د امریکا له متحده ایالاتو سره له نږدې کار وشي. دغه مذاکرې له تېر نومبر میاشتې راهیسې لږ پرمختګ لري. د چین، بریتانیا، فرانسې، جرمني او روسیې ډیپلوماتانو په خبرو کې په مستقیم ډول برخه اخیستې ده، خو امریکا په‌کې په غیر مستقیم ډول ونډه لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان ښځو سره د طالبانو د چلند په اړه د امریکا جمهور رئیس د مرستیالې اندېښنه

په افغانستان کې ورځ تر بلې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه اندېښنې مخ په پراخېدو دي. تازه د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن مرستیالې کمالا هارېس په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو سره د روان چلند په اړه اندېښنه ښودلې. هارېس د سي‌بي‌اېس ټلوېزیون د «فېس د نېشن» (FACE THE NATION) خپرونې سره مرکه کې وویل، طالبانو له افغان نجونو او ښځو سره مناسب چلند نه‌دی رعایت کړی. خو د مېرمن هارېس په خبره، له افغان ښځو او نجونو ملاتړ د دوی له لومړیتوبونو دی او دوی طالبان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندز اوسېدونکي: د طالبانو د یونیفورم نشتوالي د مسؤل او غير مسؤل توپير سخت کړی

د کندز ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې په دغه ولایت کې د طالبانو زیات شمېر پوځیان پرته له پوځي یونیفورم له وسلو سره په ښار کې تګ را تګ کوي او دې مسئلې خلکو ته د مسؤلو او نامسؤلو وسله‌والو ترمنځ توپیر ستونزمن کړی دی. د دې ولایت د چهاردرې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي ۶۰ کلن عزیزالله چې ښار ته په سودا پسې راغلی ازادي راډیو ته وویل: "موږ دا غوښتنه کوو چې باید د امنیتي کسانو یونیفورم معلوم شي، ترڅو خلک په اسانۍ سره د غله او غیر مسؤله وسله‌وال توپیر وشي کړای. چارواکي باید دې مسئلې ته جدې پاملرنه وکړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جدي ۶مه پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل؛ طالبان وايي دا د ۴۰ کلنې غميزې پيل و

د جدي شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل. د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل له ورځې سره برابره ده چې سږ کال‌یې ۴۲مه کلیزه ده. د سرو پوځونو د یرغل د ورځې په اړه طالبان او پخواني مجاهدین یوه خوله دي. دوی د جدي شپږمه غندي او په افغانستان کې یې د جګړو پیلامه ګڼي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "شپږم د جدي د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ورځ ده، دا ورځ د افغانستان لپاره توره ورځ وه، دا د ۴۰ کلنې غمیزې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پوتین: که لوېدیځ د مسکو غوښتنې پوره نه‌کړي، په نورو انتخابونو غور کوو

په داسې حال کې چې د اوکراین په پولو کې د لسګونو زرو روسي پوځیانو د ځای پر ځای کېدو په اړه کړکېچ زیات شوی، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، که لوېدېځ د امنیتي ضمانتونو په اړه د مسکو غوښتنې پوره نه‌کړي، په بېلابېلو انتخابونو غور کوي. مسکو د دې میاشتې په پیل کې د امنیتي سندونو مسوده وړاندې کړه او د ختیځ په لور د ناټو د پراختیا او د اوکراین او ګرجستان په څېر هېوادونو سره د دغه تړون د نظامي همکارۍ د پای ته رسولو غوښتنه‌یې وکړه. ولادیمیر پوتین تېره اوونۍ په خپل کلني خبري کنفرانس کې هم پر لوېديځ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سعودي په مشرۍ ائتلاف: حزب‌الله پر عربستان حملو کې له حوثيانو سره مرسته کوي

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف پر حزب‌الله ډلې تور ولګاوه چې د یمن له حوثي یاغیانو سره پر عربستان د میزائیلو په توغولو او د بې‌پېلوټه الوتکو په حملو کې مرسته کوي. د دغه ائتلاف په خبره د لبنان او ایران له‌خوا د حزب‌الله افراطي غورځنګ ملاتړ کېږي. د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف ویاند ترکي المالکي پرون خبریالانو ته وویل، د ایران له ملاتړه برخه‌من حوثي یاغیانو د صنعا هوايي ډګر نظامي کړی او پر سعودي عربستان‌یې د حملو لپاره کاروي، خو حوثي یاغیان دغه تور ردوي. ترکي المالکي خبریالانو ته هغه وېډیوګانې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ازادو ژورنالېستانو ټولنه: د نورین ټلوېزیون مشر ظاهراً طالبانو نیولی  

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنه وايي چې د نورین خصوصي ټلوېزیون د امتیاز خاوند محمد عارف نوري ظاهراً د طالبانو له‌خوا په کابل کې نیول شوی دی. دغې ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلی نوري پرون ماسپښین د کابل په کارته پروان کې له خپله کوره بېول شوی چې تر اوسه‌یې د برخلیک په اړه معلومات نه‌شته. د ازادو ژورنالېستانو ټولنې د دغسې پېښو له کبله اندېښنه ښوولې او د محمد عارف نوري د خوشې کېدو غوښتنه‌یې کړې ده. طالبانو د دې موضوع په اړه تر اوسه کومه تبصره نه‌ده کړې.

Pa.azadiradio.com 

پنجشېر کې سلګونه خلکو د یوه ځوان د وژل کېدو په غبرګون اعتراض ته دوام ورکړ

د پنجشېر سلګونه اوسېدونکو تر بېګا ناوخته د یوه ځوان د وژل کېدو په غبرګون خپل اعتراض ته دوام ورکړ. معترضینو ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې د طالبانو وسله‌والو د یکشنبې په ورځ د محمد اقا په نوم یو ځوان په ډزو وژلی دی. د مظاهرې ګڼې وېډیوګانې په خواله رسنیو خپرې شوي. د پنجشېر د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحمید خراساني د معترضینو منځ ته ورغلی و او ډاډ یې ورکړ چې پېښه به څېړل کېږي. خراساني وویل: "د وژنې یا ځپنې امر د مشرانو له‌خوا نه‌دی شوی. هر څوک چې په خپل سر هر جنایت وکړي نیول کېږي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د شیعه‌ګانو د يوه جومات امام او ۳ لمونځ کوونکي په چاقو وهل شوي

په کندهار کې د شيعه‌ګانو د یوه جومات ملا امام او درې نور لمونځ کوونکي د چاقو په ګوزارونو ټپيان شوي. یوه سرچینه چې نه‌غواړي نوم‌یې خپور شي ازادي رادیو ته وویل چې یکشنبه د کندهار ښار د لومړۍ حوزې د شیعه‌ګانو اړوند د امام علي په جومات کې یو کس د ماسپښين تر لمانځه وروسته د دې جومات پر امام یاسین سروري د چاقو په وسیله برید کړی او هغه‌یې سخت ټپي کړی. د سرچینې په وینا نورو لمونځ کوونکو د امام د ساتنې هڅه کړې چې په هغوی هم بریدګر ګوزارونه کړي او ټپیان کړي یې دي. بریدګر نیول شوی او د طالبانو مسؤلینو ته سپارل شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله نن له هند سره لوبه لري

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله نن له خپلو هندي سیالانو سره لوبه لري. دا لوبه په دوبۍ کې ده چې د افغانستان په وخت به له غرمې مخکې په ۱۰ بجو پيل شي. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې د دې لوبې ګټونکی ټيم تر ډېره پورې بل پړاو یا سیمي فاینل ته د تلو چانس ترلاسه کوي. هوتک وویل: "افغان لوبډله به په بشپړ چمتووالي سره د هند پر وړاندې د لوبې ډګر ته وځي. دواړو ټیمونو له دوو لوبو یوه یوه ګټلې او دا لوبه ځکه مهمه ده چې په ګټلو سره‌یې بل پړاو ته د تګ ډېر چانس ترلاسه کوي."... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غلام غوث ناصري د طالبانو له‌خوا د ښار جوړونې وزارت سرپرست وټاکل شو

غلام غوث ناصري د طالبانو حکومت له‌خوا د ښار جوړونې وزارت د سرپرست په توګه معرفي شوی. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټر دا خبر ورکړی. هغه ویلي چې ښاغلی ناصري د رئیس‌الوزرا په امر د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مالي او اداري معین او د وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی. تر دې یوه اوونۍ مخکې مسلم حقاني د ښار جوړولو وزارت د سرپرست په توګه معرفي شوی و. د طالبانو حکومت مخکې ویلي و چې کابینه‌یې موقتي ده او د وخت په تېرېدو په‌کې تغيیرات راولي.

Pa.azadiradio.com 

مدیترانې سمندرګي کې د ډوب شويو ۲۷ تنو مړي د لیبیا لوېدېځ ساحل کې وموندل شول

د هغو ۲۷ کسانو جسدونه چې اروپا ته په لار په مدیترانې سمندرګي کې ډوب شوي وو، د لیبیا په لوېديځ ساحل کې وموندل شول. د لیبیا د سرې میاشتې پرونی راپور زیاتوي چې د دغو خلکو مړي د اوبو څپو ساحل ته رسولي. د لیبیا سرې میاشتې ویلي چې دوه نور کډوال ژغورل شوي او د لټون عملیات روان دي. ښايي د دوی کښتۍ د لیبیا سواحلو ته نږدې ډوبه شوې وي. لیبیا چې له یوې لسیزې راهیسې د بې‌قانونۍ په جال کې ګیر ده، د هغو کډوالو لپاره یو له اصلي لارو ده چې د افریقا او منځني ختیځ له بې‌وزلۍ او کورنۍ جګړې څخه د ښه ژوند په هیله اروپا ته تښتي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران کې عیسوي بندیانو ته د کرېسمس په مناسبت ۱۰ ورځې رخصتي ورکړل شوه

د ایران قضايي چارواکو عیسوي بندیانو ته اجازه ورکړې چې د کرېسمس په مناسبت له خپلو کورنیو سره ۱۰ ورځې تېرې کړي. دا د عیسوي اقلیت په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت یو نادر عمل ګڼل کېږي. د میزان انلاین وېب‌پاڼې چې د ایران له قضا سره تړاو لري، لیکلي چې دا پرېکړه د ۲۰۲۲ کال د پیل او کرېسمس له امله نیول شوې. وېب.پاڼې زیاته کړې چې د قضائیه قوې مشر غلام حسین محسني اژه‌اي په ټول هېواد کې چارواکو ته لارښوونه کړې چې عیسوي بندیانو ته دا ډول رخصتي ورکړي. خو څرګنده نه‌ده چې دا ۱۰ ورځې به کله پیل شي او څومره بندیان به له دغه فرمان څخه ګټه واخلي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یونېسف له اړمنو افغان ماشومانو او میندو سره د مرستې لپاره سیار ټيمونه ګومارلي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف وايي په ټول افغانستان کې یې سیار صحي ټيمونه له اړمنو ماشومانو او ميندو سره مرستې کوي. له دې ډلې یو یې د کندهار یوې لیرې پرتې سیمې ته تللی ترڅو هلته له ګڼو بې‌وزله ماشومانو سره مرسته وکړي. د کندهار دې سیمې ته د یونېسف له ګرځندویه ټيم سره د دې ادارې د بېړنیو خدمتونو د ټيم غړې ماریکسي مرسادو هم ورغلې. د مارسي د دې سفر وېډیو او خبرې د یونېسف جَنوبي اسیا څانګې په خپل ټویټر خپرې کړي. هغه زیاتوي: "موږ له خپل یوه ډېر ښه ګرځندویه صحي او د خوړو متخصص ټیم سره یو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډېلي ریکورډ: افغانستان کې د مرګ له ګواښ سره ۵ لکه ماشومان مخ دي

ډېلي ریکورډ  ډېلي ریکورډ ورځپاڼې چې له سکاټلنډه خپرېږي په افغانستان کې د مرګ له ګواښ سره د ۵ لکه ماشومانو د مخامخېدو په اړه مقاله خپره کړې ده. دغې ورځپاڼې له دې مقالې سره په خوارځواکۍ د څو اخته ماشومانو عکسونه هم خپاره کړي چې ځینو روغتیايي مرکزونو ته د لومړنۍ درملنې په موخه لېږدول شوي دي.  د لیکنې په پیل کې راغلي، له افغانستانه په اګسټ میاشتې کې د غربي ځواکونو تر وتلو وروسته دغه هېواد له یوه بحران سره لاس او ګرېوان دی چې بهرنۍ مالي مرستې بندې شوي او سخت ژمی هم په مخکې دی. لیکوال زیاتوي: ... Читать дальше...


«Больниц теперь не боюсь». Стебунов рассказал о травме, изменившей его жизнь

«Сумасшедшая бабка»: как звезда 90-х Татьяна Макарова проводит старость

Без прав и пьяный. Лихач на Maserati сбил двух подростков на остановке

«Виват, Амур!» завершится в Благовещенске грандиозным концертом



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Патриарх Кирилл: РПЦ не должна перегружать человека долгим стоянием в храме

Премьер-министр Дании Фредериксен заявила, что потрясена нападением на нее

Без прав и пьяный. Лихач на Maserati сбил двух подростков на остановке

В Санкт-Петербурге прошел Кубок ПМЭФ по конкуру

Музыкальные новости

Concord is skipping free-to-play and pulling a Helldivers 2 instead: $40 for the full game with all 16 heroes at launch

Поражения Шубенкова и Савлукова, осечка Кнороз и двойной триумф Макаренко: чем запомнился «Мемориал Знаменских»

В Подмосковье сотрудники Росгвардии спасли пожилого мужчину, который оказался один дома и плохо себя почувствовал

Андрей Воробьев: около 110 новых магазинов «Магнит» построят в Подмосковье

Новости России

Анна Заворотнюк показала неопубликованные фото с матерью

«Виват, Амур!» завершится в Благовещенске грандиозным концертом

Дорогие дороги

«Больниц теперь не боюсь». Стебунов рассказал о травме, изменившей его жизнь

Экология в России и мире

Proenza Schouler, коллекция pre-fall 2024

Туристка заразилась плотоядной болезнью и потеряла руку: новая инфекция начала распространяться на людей, посещающих достопримечательности

Культурный центр «Интеграция» проведет концерт ко Дню России в Перовском парке

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

Спорт в России и мире

Соболенко, проигравшая Андреевой, потеряет 2-е место в рейтинге WTA по итогам «Ролан Гаррос», уступив его Гауфф

«Сейчас даже счёт не помню»: Андреева сенсационно победила Соболенко и вышла в полуфинал «Ролан Гаррос»

Каспер Рууд: «Не буду выступать на турнирах перед «Уимблдоном», но на нем, конечно, сыграю»

«Он никогда не снимается с турниров». Циципас прокомментировал травму Джоковича

Moscow.media

За один день работники Уссурийского ЛРЗ и их дети выполнили сменно-суточное задание по ремонту 129 паровозиков

Российский астроном рассказал о редком солнечном событии

Гора Бабырган

В Москве арестовали бывшего замглавы Росприроднадзора по делу о мошенничестве







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *