چین د مذهبي ازادیو لپاره د امریکا د یوه کمېسیون پر ۴ غړو بندیزونه ولګول
چین په نړۍ کې د مذهبي ازادیو لپاره د امریکا متحده ایالاتو د یوه کمېسیون پر څلورو غړو بندیزونه ولګول. دغه اقدام شااوخوا دوه اوونۍ مخکې د چین پر چارواکو او شرکتونو د امریکا لهخوا د لګول شویو بندیزونو په غبرګون کې شوی دی. متحده ایالاتو په نښه شوي چارواکي او شرکتونه د چین په شینجن سیمه کې په بد سلوک تورن کړي دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیان وویل، د مذهبي ازادیو لپاره د امریکا متحده ایالاتو د کمېسیون رئیس او درې غړي یې چین، هانګ کانګ او ماکاو ته سفر نهشي کولای او په چین کې بهیې هر ډول شتمني کنګل شي. Читать дальше...