Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Декабрь
2021

Новости за 12.12.2021

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د کابل ټایمز خبریال سید راشد کاشفي د وهل ټکولو موضوع څېړو

طالبان وایي، د کابل ټایمز د خبریال سید راشد کاشفي د وهل ټکولو موضوع څېړي. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند انجنیر عزام نن رسنیو ته ویلي، دوی د خبریالانو خوندیتوب ته ژمن دي. دی زیاتوي: "د کابل ټایمز د خبریال سید راشد قضیه تر څېړنې لاندې ده، د افغانستان اسلامي امارت د رسنیو او خبریالانو خوندیتوب ته ژمن دی، د رسنیو او خبریالانو په وړاندې هېڅ ډول تاوتریخوالي ته اجازه نه‌ورکوي." سید راشد کاشفي پرون شنبه په کابل کې د طالبانو له‌خوا توقیف او وهل شوی دی. د افغانستان د ازادو خبریالانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خپلواکو خبریالانو د دفاع کمېټه: شااوخوا ۲ زره افغان ښځینه خبریالانې بې‌دندې شوي

شااوخوا ۲ زره ښځینه خبریالانو په تېرو څلورو میاشتو کې خپلې دندې له لاسه ورکړي او د هېواد پرېښودو ته اړې شوې دي. دغه شمېرې له خبریالانو د دفاع کمېټې او خپلواکو خبریالانو د ټولنې له‌خوا ازادي راډیو سره شریکې شوې دي. د خپلواکو خبریالانو له حقونو د دفاع کمېټې معلومات ښیي چې په وروستیو څلورو میاشتو کې په رسنیز ډګر کې د ښځینه خبریالانو له لاسه تللي حقونه په تېرو ۲۰ کلونو کې بې‌مخینې وو. د خپلواکو خبریالانو له حقونو د دفاع کمېټې مرستیال عبدالمعید هاشمي ازادي راډیو سره په خبرو کې اقتصادي، امنیتي ستونزې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکیې د لومړي ځل لپاره د کرونا د بدلې شوې بڼې 'اومېکرون' پېښې تأیید کړې

ترکیې نن د لومړي ځل لپاره د کرونا د بدلې شوې بڼې اومېکرون شپږ پېښې تأیید کړې. دغلته مسؤلانو ویلي چې ناروغان‌یې ډېرې شدیدې نښې نښانې نه‌لري. د ترکیې د عامې روغتیا وزیر فخرالدین کوچا ویلي، یوه پېښه په استانبول او پنځه نورې په ازمیر ښار کې ثبت شوي چې ناروغان‌یې بستر شوي نه‌دي. اومېکرون چې د لومړي ځل لپاره په جنوبي افریقا کې کشف شو، تر اوسه د نړۍ ۶۰ هېوادونو ته خپور شوی دی. د سیمې لسګونه هېوادونو له جنوبي افریقا سره په تګ راتګ بندیزونه لګولي دي.

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل صدراعظم متحده عربي اماراتو ته سفر کوي

د اسرائیل صدراعظم نفتالي بېنټ نن اعلان کړی چې متحده عربي اماراتو ته سفر کوي.  دا د خلیج دغه هېواد ته د اسرائیلي صدراعظم لومړنی سفر دی. بېنټ خپلې کابینې ته ویلي چې د اماراتو سفر نن پيلوي او دفتر یې ویلي چې د اماراتو له ولیعهد محمد بن زاید سره پر اقتصادي او پوځي اړیکو خبرې کوي. د اسرائیل او متحده عربي اماراتو اړیکې د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر میاشت کې د امریکا په منځګړیتوب رسمي شوې او دا له همغه وروسته د لوړې کچې لومړنی اسرائیلی پلاوی دی چې ابوظبي ته ځي. اسرائیل پر اماراتو سربېره له اردن او مصر سره هم اړیکې رسمي کړې دي.

Pa.azadiradio.com 

د یو ډالر بیه ۱۱۰ افغانۍ ته ورسېده؛ صرافان وايي طالبان دې نړیوالې غوښتنې ومني

په هېواد کې د اسعارو د بدلولو تر ټولو ستر مرکز، سرای شهزاده د صرافانو ټولنې غړي وايي، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده. د دې ټولنې د رهبرۍ غړی حاجي زیرک ازادي راډیو ته وویل، نن یکشنبه «۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۲۱» یو ډالر په ۱۱۰ افغانۍ تبادله کېږي. ښاغلي زیرک ازادي راډیو ته وویل: "موږ له دې وړاندې هم له افغانستان بانک سره تماس نیولی و ترڅو هغوی په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي. هغوی باید مداخله وکړي او په دې برخه کې د دوی مداخلې ته اړتیا ده. تقاضا زیاته ده، خو په سرای شهزاده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغان ښځې د بېلابېلو محدودیتونو له امله، خپلې دندې بدلوي.

له دوی یو شمېرو یې چې په فراه کې اوسېږي او مخکې یې په تعلیمي او تحصیلي ادارو کې زده‌کړې کولې یا هم یې تدریس کاوه، خپلې دندې بدلې کړي دي. دوی وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته، مجبورې شوي چې د خیاطۍ او ارایشګرۍ په څېر دندو ته مخه کړي.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان ته له امریکا د پیسو د لېږد اجازه؛ طالبان وايي دا د دوحې د غونډو پایله ده

د اقتصادي بندیزونو نرمښت؛ له طالبانو سره د اړیکو نږدېوالی، که افغانستان کې د بشري ناورین د پراخېدو د مخنیوي هڅه. د طالبانو حکومت د امریکا متحده ایالاتو هغه پرېکړه ستايي او هرکلی یې کوي چې د یوه جواز په صادرولو سره‌یې افغانستان ته د پیسو د لېږد رالېږد اجازه ورکړې ده. د امریکا د خزانې وزارت د لیندۍ په ۱۹مه په دې اړه یو عمومي جواز صادر کړ او دا اجازه‌یې هم ورکړه، هغه خلک او مؤسسې چې د پیسو د استولو په چاره کې دخیل دي، پر طالبانو د امریکا له بندیزونو معافېږي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په هندوستان کې ۸۵ ایسار افغانان بېرته کابل ته راستانه شول

په هندوستان کې لسګونه ایسار افغانان کابل ته ورسول شول. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق ازادي راډیو ته وویل ۸۵ تنه د کام ایر شرکت په الوتکه کې پرون کابل ته رارسېدلي. وثیق وویل: "له کافي ځنډ وروسته د کام ایر شرکت له‌خوا هندوستان ته لومړنی پرواز ترسره شو چې له کابله‌یې یو شمېر مسافرین هندوستان ته یوړل او له هندوستانه‌یې هغه ۸۵ تنه افغاني مسافرین چې هلته ایسار پاتې وو هغوی یې را انتقال کړل." د هند د بهرنیو چارو وزارت هم پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ډسمبر په ۱۰مه له کابله یوه الوتکه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عمران خان وایي افغانستان کې باید د اقتصادي سقوط او بشري ناورین مخه ونیول شي

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي په افغانستان کې د اقتصادي سقوط او بشري ناورین د مخنیوي لپاره باید د مرستو لپاره هره ممکنه لار وکارول شي. هغه دا خبره پرون په اسلام‌اباد کې له یوه ډله امریکايي سناتورانو سره په لیدنه کې کړې. له امریکایي سناتورانو انګس کېنګ، ریچارد بر، جان کورنېن او بنجامین ساسي سره په لیدنه کې ښاغلي خان همدارز له امریکا غوښتي چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره خپل رول ادا کړي. د پاکستان د صدراعظم دفتر د امریکايي سناتورانو په حواله لیکلي چې دوی له افغانستانه د خلکو د را ایستلو په بهیر کې د پاکستان هڅې ستایي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فراه کې د اهل تشیع یو دیني عالم ووژل شو

په فراه ولایت کې یو دیني عالم وژل شوی دی. د فراه امنیه قوماندانۍ ویاند عارف عدیل ازادي راډیو ته تأيید کړه چې د اهل تشیع یو دیني عالم شېخ محمد اسماعیل موحدي شنبه ماسپښین د فراه ښار په درېیمه ناحیه کې د نامعلومو بریدګرو له‌خوا وژل شوی. عدیل زیاته کړه چې د قتل علت نه‌دی معلوم او د دوی ځواکونه د پېښې په عاملینو پسې ګرځي. وړمه ورځ هم د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې دوه تنه د یوه لاسي بم په چاودنه کې وژل شوي.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ځینو ایالاتونو کې طوفانونو تقریباً ۷۰ کسان وژلي

د امریکا په منځنیو او جَنوبي ایالاتونو کې زورورې بوړبوکۍ او توپانونه روان دي او شېبه په شېبه د زیانونو او تلفاتو شمېر زياتېږي. د کنټکي والي انډي بېشېر ویلي یوازې په دغه ایالت کې له ۷۰ زیات کسان وژل شوي. په دغو توپانونو کې له مشهورو ورانو شویو سیمو په کنټکي کې د شمعو فابریکه، په لوېدیځ ایلینای کې د امازون ګدامونه او په ارکنساس کې پالنځای دی. د راپورونو له مخې ټولو دغو سیمو کې زورورو بوړبوکیو او توپانونو چې بې‌ساري بلل شوي خلک مړه کړي او ګڼې سیمې یې ورانې کړې دي. د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا اوکراین ته د جاوېلین ډوله ټانک ضد راکټونو ۳۰ دستګاوې ورکړې

امریکا له اوکراین سره د کلنیو تسلیحاتي مرستو ترڅنګ دغه هېواد ته تېر اکټوبر د جاوېلین ډوله ټانک ضد راکټونو ۳۰ دستګاوې ورکړي. د روسیې تاس خبري اژانس په خپل راپور کې چې د پنټاګون د ځواب په حواله‌یې جوړ کړی، دا خبره کړې. په راپور کې زیاته شوې چې د امریکا په مرسته شویو وسلو کې د جاوېلین ۱۸۰ راکټونه شامل دي. خو د ازادې اروپا/‌ ازادي راډیو د امریکا له دفاع وزارته د دغه خبر د بېړني تأیید په اړه څه غبرګون ترلاسه نه‌کړ. امریکا مخکې د راکټونو د شمېر او جزئیاتو په اړه څه نه‌و ویلي. روسیې په دې وروستیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

صربیا کې د چاپېریال ساتنې فعالانو مظاهرې درېیمې شنبې ته ورسېدې

د چاپېریال ساتنې فعالانو پرون د درېیمې شنبې لپاره په صربیا کې مظاهرې وکړې. لاریونونه د لیتیمو د یوه لوی کان د پراختیا د پلان پر ضد ترسره کېږي. مظاهره‌چیانو پرون په څو ښارونو کې د موټرو د تېرېدو مخه ونیوله او د نړۍ تر ټولو لوی کان کېندنې شرکت، ریو ټینټو څخه‌یې وغوښتل چې د صربیا په لوېدیځ کې د لیتیوم استخراج بند کړي. د لاریون تنظیموونکي او د چاپېریال د پاڅون د غورځنګ مشر الکساندر یووانوویچ ازادي راډیو ته وویل چې د مظاهره کوونکو یوازنۍ غوښتنه دا ده چې ریو ټینټو له صربستان څخه ویستل شي او د لیتیمو د کان د استخراج د منع کولو قانون تصویب شي.

Pa.azadiradio.com 

د روسیې او اوکراین ترمنځ کړکېچ؛ يوه امریکایي ډيپلوماته مسکو او کیف ته سفر کوي

د روسیې او اوکراین ترمنځ د کړکېچ په زیاتېدو سره د امریکا یوه جګپوړې ډيپلوماته به راتلونکې اوونۍ د دغه کړکېچ د کمولو په هدف دواړو هېوادونو ته سفر وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د اروپا او یوروشیا لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله کارین ډنفرېډ به د دوشنبې په ورځ کیف او بیا مسکو ته سفر وکړي. بیان زیاتوي چې مېرمن ډنفرېډ به د دواړو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره د اوکراین پولو ته نږدې د روسي عسکرو د ځای پر ځای کېدو او د اوکراین د خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه د واشنګټن په تعهد باندې خبرې وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له افغانستان سره د هند طبي مرستې؛ طالبانو یې هرکلی وکړ

طالبان وايي دمګړۍ چې افغانان له سختو شرایطو سره مخ دي د هندوستان د مرستو هرکلی کوي او د نورو مرستو تمه هم ترې لري. د طالبانو حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق ازادي راډیو ته وویل د هندوستان یو ۱،۶ ټنه صحي مرسته پرون کابل ته رسېدلې او دوی یې روغتونونو باندې وېشي. ښاغلي وثیق ازادي راډیو سره په خبرو کې د هند د مرستو په اړه وویل: "د هند د حکومت له لوري ترسره شوې مرسته چې ۱،۶ ټنه دارو درمل پهکې وو کابل ته رانقل شول او روغتونونو ته ورسول شول. د معلوماتو له مخې په راتلونکو ورځو کې به یو شمېر مهم طبي سامان الات هم کابل ته راوړل شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هېل: امریکا له افغانستانه د خپلو سرتیرو د وتلو په اړه ۳ میاشتنۍ ارزونه پیل کړې

هېل له امریکا  خپریدونکي هېل ورځپاڼې په یو راپور کې د هغو ارزونو خبر ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونه یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن خپلو کار کوونکو ته په یو یادښت کې چې د هېل ورځپاڼه وايي، لیدلی یې دی لیکلي،  د بهرنیو چارو د وزارت دا درې میاشتنۍ ارزونه به "افغانستان کې زموږ د ښکېلتیا څخه زده کړي درسونه وارزوي او د وړاندې تګ لپاره به سپارښتنې وکړي." په دې پروسه کې به د ۲۰۲۰ میلادي کال له جنورۍ څخه تر ۲۰۱۲ میلادي... Читать дальше...


«Локомотив» готов рассмотреть продажу Баринова, футболистом интересуются клубы Испании, Франции и Турции

Великобритания сообщила о нападении на судно в Аденском заливе вблизи Йемена

Психологи объяснили, почему некоторых женщин влечет к абьюзерам и психопатам

Сбивший двоих детей в Подмосковье водитель Maserati ехал со скоростью 280 км/ч



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Цены на квартиры выросли на 73% за пять лет

Адские цены на Сочи и Анапу заставили российских туристов найти новые пути экономии

Великобритания сообщила о нападении на судно в Аденском заливе вблизи Йемена

АРМЕНИЯ. Сборная России по футболу разгромила Белоруссию в Минске

Музыкальные новости

«Локомотив» готов рассмотреть продажу Баринова, футболистом интересуются клубы Испании, Франции и Турции

В Подмосковье сотрудники Росгвардии спасли пожилого мужчину, который оказался один дома и плохо себя почувствовал

Спортсмены из Тувы стали бронзовыми призёрами Чемпионата Сибирского округа Росгвардии по лёгкой атлетике

Собянин рассказал о главных возможностях для развития Москвы

Новости России

«Локомотив» готов рассмотреть продажу Баринова, футболистом интересуются клубы Испании, Франции и Турции

Великобритания сообщила о нападении на судно в Аденском заливе вблизи Йемена

Режиссер Астрахан: вторая жена погибла из-за пожара, только сына смог спасти

Психологи объяснили, почему некоторых женщин влечет к абьюзерам и психопатам

Экология в России и мире

CЛД «Печора» филиала «Северный» ООО «ЛокоТех-Сервис» получило сертификацию для технического обслуживания локомотивов серии 2ТЭ25КМ в объёме ТО-2.

Немцы решили элегантно кинуть турецкие отели: гостиницы Анталии уже в шоке и угрожают массовыми удержанием туристов

Культурный центр «Интеграция» проведет концерт ко Дню России в Перовском парке

Уникальный интерактивный проект Ставропольской психиатрической больницы на выставке-форуме «Россия»

Спорт в России и мире

Зверев сыграет с Алькарасом в финале "Ролан Гаррос"

Уимблдон и Олимпиада? Что нужно знать о планах Рыбакиной после Ролан Гаррос

Андреева рассказала о своих планах на предстоящий матч с Соболенко во Франции

Тарпищев о Медведеве и Рублеве: без травм сыграют в Париже лучше, чем в Токио

Moscow.media

Роман Старовойт выразил готовность оказывать дальнейшую поддержку в строительстве Ленского моста в Якутии

В Забайкалье пятерых мигрантов задержали за групповое изнасилование девочки-подростка

В этом году планируют заключить контракт на реконструкцию еще одного участка трассы Р-23 в Ленобласти

Пустынная долина Кодара...







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *