Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2021

Новости за 14.12.2021

Pa.azadiradio.com 

د صربیا پولې ته څېرمه د کډوالو د يوه موټر ټکر ۷ تنه ووژل

د هنګري چارواکي وايي، د صربیا پولې ته څېرمه په کډوالو بار یو موټر له یو کور سره ټکر شوی چې اووه تنه په‌کې وژل شوي او څلور نور په‌کې ټپیان شوي دي. پولیس وايي، پېښه پرون ناوخته د موراهالوم په نوم یو کلي کې وروسته له هغې رامنځته شوې چې موټر چلوونکي د پولیسو له‌خوا د ودرېدو امر رد کړ او هڅه‌یې وکړه چې په ډېر سرعت وتښتي. موټر چې تر ۱۰ زیات کډوال په‌کې سپاره وو، د صربیا پلېټ شمېره درلوده او له یو کور سره تر ټکر وروسته چپه شوی دی. اروپايي چارواکي وايي د هغو کډوالو شمېر چې د بالکان د لوېدیځو هېوادونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تهران: د اټمي تړون مقابل لوري د ايران د ملامت ښودلو لپاره فشار راوړي

ایران د ۲۰۱۵ م کال د اټمي تړون مقابل اړخونه تورن کړي چې په وینا یې د ایران د ملامت ښودلو لپاره فشار راوړي. دا وروسته له هغې ده چې د ایران سره د دې اټمي تړون د بیا ژوندي کولو په روانو خبرو کې ښکېلو اروپايي ډیپلوماتانو وویل، تهران نوي وړاندیزونه مطرح کړي دي چې د دوی په وینا له تړون سره اړخ نه‌لګوي. د ایران د مرکچي پلاوي مشر علي باقري پر خپل ټویټر لیکلي چې یو شمېر ښکېل لوري د رښتینې ډیپلوماسۍ پر ځای د ده په وینا "د ملامت ښودلو پر عادت" ټینګار کوي. تر دې مخکې د فرانسې، بریتانیا او جرمني ډیپلوماتانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې چاودنې يو کس وژلی او دوه نور ټپيان کړل

نن په کابل کې د یو ماین چاودنې لږ تر لږه یو کس وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي. افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي وژل شوي او ټپیان ټول ملکیان دي. د دې وزارت د ویاند مرستیال عاقل ګل عزام وايي، دا ماین د ټانګ لوګر په سیمه کې د سړک د غاړې په یو ګلدان کې ځای پر ځای شوی و. تر اوسه چا د دې چاودنې مسؤلیت نه‌دی اخیستی. د تېرې جمعې په ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې دوه جلا چاودنې شوې وې چې دوه ملکیان په‌کې وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي وو. د جمعې د ورځې د چاودنو مسؤلیت د داعش خراسان څانګې منلی و.

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: د طالبانو له واکمنېدو راهيسې تر ۱۰۰ زیات افغانان بې‌محاکمې وژل شوي

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، باورېدونکې ادعاوې یې ترلاسه کړي چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهيسې افغانستان کې تر ۱۰۰ زیات کسان له محاکمې پرته وژل شوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مرستیالې نَدا النشیف نن په جنوا کې د دې شورا په غونډه کې وویل د دې وژنو تر ۷۰ زیاتې یې طالبانو ته منسوبې شوې دي. په جنوا کې (د لیندۍ په ۲۳مه نېټه) د دې شورا په جوړې شوې غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مرستیالې نَدا النشیف وویل: "د اګسټ له میاشتې تر نومبر پورې موږ تر ۱۰۰ د زیاتو پخوانيو امنیتي ځواکونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پنټاګون: هېڅ امريکايي سرتېری به کابل کې پر يو کور د هوايي برید حساب ورنه‌کړي

د امریکا متحده ایالات وايي، هېڅ سرتېری به‌یې د بې‌پیلوټه الوتکې د هغه هوايي برید په اړه حساب ورنه‌کړي چې د اګسټ په میاشت کې په کابل کې وشو او د یوې کورنۍ ۱۰ غړي په‌کې ووژل شول. د پنټاګون ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، د ملي دفاع وزیر د جنرال کلارک او جنرال مک‌کنزي چې د دې پېښې د څېړلو لپاره ګمارل شوي وو، هغه توصیې تأیید کړي چې په‌کې د حساب ورکولو هېڅ لارښوونه نه‌ده شوې. ښاغلي کربي زیاته کړه، که دوی په خپلو څېړنو کې داسې څه موندلي وی چې په دې عملیاتو کې کمزورې رهبري، ناغېړي او یا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګواښونو سره مخ د افغان خبریالانو سل کسیزه ډله: اروپا او کاناډا دې ور وغواړي

د افغان خبریالانو یوې ډلې د جرمني، فرانسې او کاناډا مشرانو ته د یو سرخلاصي لیک په استول غوښتنه کړې چې دوی دې ورسره مخ، له شدیدو امنیتي ګواښونو وژغوري او له افغانستانه دې خپل هېوادونو ته انتقال کړي.  د دې لیک په یوه برخه کې راغلي چې دوی د اروپایي ټولنې د ژورنالېستانو ملي ټولنې  'SNJ' او د ژورنالیستانو نړیوال فدراسیون 'IFJ' ادارو له خوا تایید شوي لیکونه هم لري چې له امنیتي ګواښونو سره مخ او اړتیا ده چې باید ژر تر ژره له افغانستانه 'امن' هېوادونو ته انتقال شي.  دغه لیک چې د خبریالانو دغې ډلې ازادي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سپینه ماڼۍ:۳ دلایلو د افغانستان بانکي زېرمو ته د طالبانو لاس‌رسی محدود کړی

د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو په اړه د طالبانو له بیا ځلي غوښتنو سره سره، سپینه ماڼۍ دا یوه پېچلې موضوع بولي او وايي، دې زېرمې ته طالبان لاس‌رسی نه شي لرلای. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون خپله خبري غونډې کې  د دې بانکي زېرمې د خلاصېدو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر د تازه څرګندونو په ځواب کې وویل: "یو شمېر دلایل شته چې ولې دا زېرمې د لاس‌رسي وړ نه دي. لومړی باید یادونه وکړم چې دا یوه ډېره پېچلې موضوع ده او موږ په تل‌پاتې توګه له خپلو شریکانو او متحدانو سره په هم‌غږۍ او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چین افغانستان سره د څه باندې ۵۰۰ ټنه خوراکي توکو مرسته کوي

چین ژمنه کړې چې په نژدې راتلونکي کې به له افغانستان سره د څه باندې پنځه سوه ټنه خوراکي موادو مرسته وکړي.  د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چین له افغانستان سره د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د بشري مرستو په دویمه جوپه کې، پرون یو اندازه درمل، ۷۶ زره کمپلې او ۴۱ زره ژمني جمپرونه افغانستان ته وسپارل.   په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو  چارو  وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني نن ازادي راډیو ته وویل، ټاکل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک: یو ډالر به په ۱۲۴ افغانی او ۳۰ پوله بدل شي

د افغانستان بانک نن د افغانیو پر وړاندې د یوه ډالر بیه ۱۲۴ افغانی او ۳۰ پوله اعلان کړه.   په هغه اعلامیه کې چې نن د افغانستان بانک په رسمي وېب پاڼه کې خپره شوې راغلي، یاد بانک هڅه کوي چې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د راټیټېدو مخه ونیسي.   په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان بانک د پانګه والو، بانکونو استازو او صرافانو په مرسته په دې برخه کې هڅې تېزې کړي دې.   د اعلامیې په یوه بله برخه کې ویل شوي، د هغې ستراتیژۍ له مخې چې د افغانستان بانک یې پرمخ وړي، تل هڅه کوي چې د خلکو د پیر او پلور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هند کې ایسار پخواني افغان سرتیري: اقتصادي ستونزو سره مخ یو

په هند کې د افغانستان د پخواني پوځ لسګونه بند پاتې شوي افسران وایي چې له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخامخ دي.  دوی چې وایي، شمېر یې ۱۸۰ تنو ته رسېږي، د پوځي زده کړو لپاره هند ته تللي دي چې هلته یې ښوونیزه دوره هم پای ته رسېدلې ده.  د رحیم الله په نوم له دغو افسرانو یوه نن ازادي راډیو ته وویل چې نه یې د هند حکومت او نه هم هلته د افغانستان سفارت د دوی غم خوري.  رحیم الله وایي، وطن ته له ستنېدو هم وېره لري: "نه امکانات شته او نه هم افغان نظامیانو ته داسې امن فضا شته چې موږ بېرته افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پرېکړه لیک ویټو کړ

روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرون (د لېندۍ ۲۲مه) ورځې هغه پرېکړه لیک ویټو کړ چې اقلیمي بدلون یې په رسمي ډول د نړۍ له امنیت سره تاړه.  دا پرېکړه لیک د نایجر او ایرلنډ له خوا وړاندیز شوی و او په کې له امنیت شورا غوښتل شوي چې د اقلیمي بدلون منفي اغېزې و ارزوي.  د امنیت شورا د ۱۵ غړیو له ډلې ۱۲ هغو دغه پرېکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه.  هند له دې پرېکړه لیک سره مخالفت وښود، چین له رایې ورکولو ډډه وکړه، خو روسیې چې د ویټو حق لري، دا پرېکړه لیک رد کړ.

Pa.azadiradio.com 

ډنمارک او ناروې: دا اوونۍ به ډېرې پېښې د 'اومېکرون' وي

په ډنمارک او ناروې کې روغتیایي چارواکي وړاندوینه کوي چې دا اوونۍ به دغو هېوادونو کې د کرونا ډېرې پېښې د ویروس د نوې بڼې 'اومېکرون' وي.  د بریتانیا د روغتیا وزیر هم پرون دوشنبه (د لېندۍ ۲۲مه) وویل چې تر ۴۸ ساعتونو پورې به په لندن کې د ویروس دا نوې بڼه ډېره تیت شي.  د بریتانیا د عامې روغتیا وزیر ساجد جاوېد پارلمان ته ویلي، د کرونا ویروس هېڅ یوه بڼه دومره چټکه نه خپرېده.  اومېکرون د کرونا ویروس هغه بڼه ده چې د لومړي ځل لپاره په جنوبي افریقا کې وموندل شوه، خو اوس د نړۍ شااوخوا شپېتو هېوادونو ته رسیدلې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډیپلومات: ایا په رښتیا افغانستان منځنۍ اسیا ته ترهګري صادروي؟

ډیپلومات ډیپلومات خپرونې په وروستۍ ګڼه کې تر دې سرلیک لاندې یوه لیکنه خپره کړې چې "ایا په رښتیا افغانستان منځنۍ اسیا ته ترهګري صادروي؟". لیکوال ویلي، د طالبانو د بېرته راتګ یو ډاروونکی اغېز دا دی چې احتمالاً په سیمه کې به نړیواله ترهګري وده وکړي او ورسره به هېوادونه په ځانګړې توګه منځنۍ اسیا بې‌ثباته شي.  د مطلب په دوام راغلي، اوس‌مهال د منځنۍ اسیا هېوادونه غیر ډیموکراتیک دي او واکمنان‌یې له اوږدې مودې راهیسې د واک پر ږدۍ ناست دي، خو له دې سره سره هم دوامداره ترهګریز فعالیتونه په‌کې نه‌کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دیبرالاینز افغانانو سره د یوناما د مرستو ډاډ ورکړی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې له افغانانو سره د دغه سازمان د مرستو ډاډ ورکړی. دا خبره یوناما/ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت په خپل ټوېټر لیکلې. د بیان له مخې د یوناما مشرې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز دوشنبه ناوخته د افغانستان له مخکیني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي. هغې له کرزي سره په لیدنه کې ویلي چې ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره د ملاتړ د دوام لپاره ژمن دي. هاخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له دیبرا لاینز سره د خپلې پرونۍ لیدنې په اړه بیان ورکړی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي پانګې په اړه اندېښنې؛ د باختر خزانه چېرته ده؟

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له بیا پیل وروسته، د باختر خزانې د خوندیتوب په اړه هم پوښتنې او اندېښنې راپورته شوې دي. دغه اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې ټولنیزو رسنیو کې داسې انځورونه خپاره شول چې ګنې د باختر خزانې ځینې برخې په ایران کې دي. خو د افغانستان د ملي موزیم رئیس محمد فهیم رحیمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم د باختر خزانې دقیق ځای ونه‌ښود، اما وایي دغه ملي پانګه په افغانستان کې دننه په یو خوندي ځای کې ساتل کېږي. رحیمي وایي: "د باختر خزانې اثار د هغه مسلکي لید په اساس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا خپل ۴۷۹ اتباع او ۴۵۰ دایمي اوسېدونکي له افغانستانه ایستلي

د امریکا متحده ایالاتونو د اګسټ له ۳۱مې نېټې راهیسې له ۹۰۰ څخه زیاتو امریکایي اتباعو او د دایمي استوګنې 'ګرین کارت' لرونکو سره له افغانستان څخه د وتلو په برخه کې مرسته کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، ۴۷۹ امریکايي اتباع او ۴۵۰ دایمي اوسېدونکي او کورنۍ یې له افغانستانه ایستلي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، وزارت لا هم له لسګونو امریکایانو سره په تماس کې دی چې غواړي له هېواده ووځي او د سفر اسناد لري. متحده ایالاتو د اګسټ په میاشت کې د طالبانو په بیا واکمنېدو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې ۱۷ مجهول الهویه جسدونه خاورو ته وسپارل شول

په کندهار  ولایت کې پرون ۱۷ مجهول الهویه جسدونه خاورو ته وسپارل شول. په کندهار کې د طالبانو چارواکي وایي، د دوی تر بیا واکمنېدو دمخه په جنګ جګړو او ټرافیکي پېښو کې د ۶۰ تنو وژل شوېو کسانو جسدونه په میرویس روغتون کې پاتې دي چې اوس یې دوی خاورو ته سپاري. د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ امر شمس صمیم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په تېرو څلورو میاشتو کې د همدې وژل شوېو کسانو د کورنیو موندلو له پاره اعلانونه ترسره شوي دي، مګر کورنۍ یې نه دي پيدا شوي. په کندهار کې د طالبانو اړوند ادارو په ګډه د يادو جسدونو د خښولو پروسه پیل کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د جعلي افغانیو د وېش د عواملو پرضد کوټلي ګامونه پورته کوو

د طالبانو حکومت وايي، د ډالرو د قاچاق د مخنیوي د ناچله او جعلي افغانیو د وېش او نورو ټولو عواملو پرضد کوټلي ګامونه پورته کوي چې د افغانۍ په ارزښت بد اغېز کوي. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي بېګا ناوخته د طالبانو د وزیرانو شورا د پرېکړې په اړه ازادي راډيو ته وویل: "اقتصادي کمېسیون ته دنده وسپارل شوه چې د ټولو اقتصادي نهادونو سره په همغږۍ د افغانۍ د ثبات ساتلو په اړه عاجل اقدامات ترسره کړي او دې برخه کې د هر ډول ډالرو د قاچاق د مخنیوي، د ناچله او جعلي افغانیو د وېش او نورو هغو عواملو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بایډن کینټاکي ته ځي څو د بوړبوکیو له امله اوښتي زیانونه وارزوي

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چهارشنبه کینټاکي ته ځي څو د بوړبوکیو له امله اوښتي زیانونه وارزوي. تېره اوونۍ کې پيل شوېو بوړبوکیو او تُندبادونو د امریکا متحده ایالاتونو منځني غربي ایالاتونه سخت زیانمن کړي او په کینټاکي کې یې د پام وړ کسان مړه او مالي تاوانونه یې رسولي. سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر بایډن فورټز کمپبیل ښار کې د چټک غبرګون د عملیاتو په اړه معلومات ورکوي او بیا دوسن سپرنیګز ښارګوټي ته د زیانونو د ارزونې لپاره ورځي. د کینټاکي والي اندي بېشیر دوشنبې په ورځ وویل چې لږ تر لږه ۶۴ کسان بوړبوکیو او تُندبادونو وژلي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسکو ښار ته نږدې یوې چاودنې ۱۲ تنه ټپیان کړي

د روسيې پلازمېنه مسکو ښار ته نږدې یوې چاودنې ۱۲ کسان ټپیان کړي دي. چاودنه په یوه ارتودوکس ښوونځي کې د یوه مذهبي فارغ التحصیل ځوان له خوا د چاودیدونکو موادو له ځای پر ځای کولو وروسته شوې. پېښه کې د برید دا اصلي عامل هم ټپي دی او یوه پښه یې پرې شوې. د سیمې پولیسو ویلي چې ولادي سلاف ستروژینکوف په سیرپوخوف ښار کې کار کاوه او چاودیدونکي مواد یې ارتودوکس ښوونځي دروازې مخ سره ځای پر ځای کړي وو. د هغوی په خبره ټپيان روغتون ته وړل شوي، خو د یوه حالت ښه نه دی. د روسیې د تحقیقاتو کمېټې ویلي، له دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عمران خان: لویدیځې رسنۍ د افغانستان په اړه د پاکستان شهرت ته زیان ورساوه

(دوه مخی سیاست) هغه څه چې د افغانستان د پرځول شوي جمهوري حکومت ګڼو چارواکو او لویدیځو سیاستوالو د افغان سولې په پروسه کې پاکستان پرې تورناوه. تازه د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي، دا غربي رسنۍ وې چې د افغانستان په قضیه کې یې تېر شااوخوا ۱۵ کاله د پاکستان د بدنامۍ هڅې کولې او د دوه مخې لوبې تور یې پرې لګاوه. عمران خان پرون ناوخته په لاهور کې د مارګلې کلني ډیالوګ څېړندویه بنسټ د پرانیستې پر مهال په دې اړه زیاته کړه: "هېڅ یوه هېواد اتیا زره تلفات نه درلودل کومو چې د امریکا په اییتلاف کې ګډون کړی و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان زده کوونکي پرتګال ته ورسېدل؛ سرمست: افغاني موسیقي دلته ژوندۍ ساتو

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ د زده کوونکو او هنرمندانو وروستۍ ډله پرون دوشنبه (د لېندۍ ۲۲مه) د پرتګال پلازمېنې لیزبون ته ورسېده. د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ مشر ډاکتر احمد ناصر سرمست د خپلو زده کوونکو او د هغوی د کورنیو د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته ورغلی وو: "دا د ازادۍ په لور د یوه ډېر اوږد مزل پای دی. دا ډېره مهمه ده چې د افغانستان راتلونکي په یوه خپلواکه هېواد کې وګورو. چېرته چې زموږ شاګردان نوي فرصتونه پيدا کړي او خپلو هیلو ته ورسیږي." دا وار ۲۷۳ تنه د قطر له پلازمېنې دوحې نه د پرتګال... Читать дальше...


Об отношении к русским в Азербайджане

Москва. Проблемы Гольяново обсудили в Госдуме: диалог о дорогах и реновации на Байкальской

Появились кадры с места аварийной посадки самолета Piper в Подмосковье

На Ближнем Востоке зарождается союз, который перевернет мир. Выгоды для России



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

С начала 2024 года предприниматели воспользовались ...

Художник Петр Зубов завершил роспись Никольской церкви в Балашихе

Подмосковные УК расчистили от захламления еще 2 тысячи холлов в домах

Туляки сообщают о сбоях работы мессенджера Telegram

Музыкальные новости

Низкой ставки не будет, задумка ЦБ понятна без лишних слов. Экономист указал на большую опасность

Медийный баскетбол, киберспорт и турнир ММА: Константин Пухов рассказал о мероприятиях Международного центра бокса (Наташа)

Погружение в современное российское искусство – стартовал 3-ий фестиваль «Территория. Красноярск»

Собянин: Москва — мировой лидер по динамике развития транспортной инфраструктуры

Новости России

Завод сухих смесей «Цементум» в Воскресенске расширил линейку продукции

Появились кадры с места аварийной посадки самолета Piper в Подмосковье

Об отношении к русским в Азербайджане

Самолет смог вылететь из Бишкека в Москву из-за птиц

Экология в России и мире

Турецкие отели в шоке после банкротства крупнейшего туроператора: все оказались в долгах, как работать летом — непонятно

«В девять лет я уже был очень любвеобильным». Актер Михаил Богдасаров вспомнил детство в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3  

Об отношении к русским в Азербайджане

CЛД «Печора» филиала «Северный» ООО «ЛокоТех-Сервис» получило сертификацию для технического обслуживания локомотивов серии 2ТЭ25КМ в объёме ТО-2.

Спорт в России и мире

Зверев вышел в финал «Ролан Гаррос»

Семнадцатилетняя Андреева впервые сыграет в полуфинале турнира Большого шлема

Тарпищев о Медведеве и Рублеве: без травм сыграют в Париже лучше, чем в Токио

«Сейчас даже счёт не помню»: Андреева сенсационно победила Соболенко и вышла в полуфинал «Ролан Гаррос»

Moscow.media

SURREAL NAMIBIA

«Грузовичкоф» выступил в Санкт-Петербургской торгово-промышленной палате с предложениями для развития отрасли

Роман Старовойт выразил готовность оказывать дальнейшую поддержку в строительстве Ленского моста в Якутии

Пустынная долина Кодара...







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *