Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2021

Новости за 17.12.2021

Pa.azadiradio.com 

ډاکتران: زرقي معتادینو ته د سرنجونو نه‌ورکول د ساري ناروغيو د ډېرېدو سبب کېږي

په معتادینو کې د ساري ناروغیو د خپرېدو په اړه زرقي معتادینو ته د سرنجونو نه‌رسېدو اندېښنې راپورته کړې دي. د معتادینو د درملنې مرکزونو کارکوونکي وايي چې د نشه‌يي موادو د زيانونو کمولو پروګرام چې پخوا به د معتادینو د راټولېدو په ځايونو کې عملي کېده، اوس له ستونزو سره مخ شوی دی. د معتادینو د درملنې کارپوهان وايي چې د نشه‌يي موادو د زيانونو کمولو پروګرام ځنډ به د دې سبب شي چې په معتادینو کې د ساري ناروغیو لمن پراخه شي او روغ خلک هم په ناروغيو ککړ شي. د کابل پل سوخته هغه سيمه ده چې پخوا به سلګونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د ژمي په رارسېدو سره بې‌سرپناه معتادین د مرګ له ګواښ سره مخ دي

د افغانستان په هرات ولایت کې په تېره یوه اوونۍ کې د معتادینو څو مړي موندل شوي چې د سړې هوا له امله‌يې ساه ختلې وه. ځیني معتادین چې په وروستيو ورځو شپو کې یې د سړې هوا له امله معتاد ملګري مړه شوي، په تېرو دوو میاشتو کې د طالبانو له ډاره د هرات له ښاره لیرې سیمو ته تښتېدلي وو، خو اوس د هوا په سړېدو سره بېرته د هرات ښار ته راستانه شوي دي. معتادین او د هرات ښار اوسېدونکي ادعا کوي چې په تېره یوه اوونۍ کې په دغه ښار کې ۱۴ معتادین د سړې هوا له امله مړه شوي او د ژمي په رارسېدو سره د نورو معتادینو ژوند هم د مرګ له ګواښ سره مخ دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه کابل ته بشري مرسته استوي

روسیه وايي که چېرې د هوا وضعیت سم وي د شنبې په ورځ کابل ته بشري مرسته استوي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دې خبر د تأیید ترڅنګ ایترتاس خبري اژانس ته ویلي چې دا الوتکه به له کابل څخه بېرته د ستنېدو پر مهال له هغه هېواد څخه روسي وګړي انتقال کړي. روسیې د ډسمبر په لومړۍ نېټه هم په درې الوتکو کې بار ۳۶ ټنه بشري مرستې افغانستان ته استولې وې. د بېرته ستنېدو پر مهال دې الوتکو ۲۱۴ تنه روسي او قرغزي وګړي او هغه افغانان چې د روسیې په پوهنتونونو کې درس وايي، لېږدولي وو.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم یو لوبغاړی علي عرب‌زاده په ایران کې مړ شو

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د افغانستان د فوټسال د ملي ټیم د یو لوبغاړي علي عرب‌زاده د مړینې خبر ورکړی دی. دې فدراسیون د جمعې په ورځ پر خپله رسمي فېس‌بوک پاڼه یو خپاره کړي بیان کې ویلي چې عرب‌زاده د ۲۰۱۹ م کال په اسیایي سیالیو کې د افغانستان د ټیم لپاره په بریاوو کې اغېزناک رول درلود. په دې لوبو کې د افغانستان تر ۲۰ کلنۍ ښکته د فوټسال ټیم دوهم مقام ترلاسه کړی و. تر اوسه د دې ځوان افغان لوبغاړي د مرګ سبب روښانه نه‌دی. ویل کېږي چې عرب‌زاده کلونه په ایران کې په کډوالۍ کې ژوند کاوه.

Pa.azadiradio.com 

یو اوکراینی سرتېري له روس پلوو بېلتون غوښتونکو سره په نښته کې ووژل شو

د کیف او مسکو ترمنځ د ترینګلتیا د زیاتېدو سره هم‌مهاله یو اوکراینی سرتېري له روس پلوو بېلتون غوښتونکو سره په نښته کې وژل شوی دی. د اوکراین د دفاع وزارت د جمعې په ورځ وویل، دا سرتېری هغه مهال ووژل شو چې تېره شپه بېلتون غوښتونو د اوکراین په ختیځ کې د اوکراین د پوځ پر پوستو د هاوانونو، لاسي بمونو او ماشیندارو برید وکړ. تر اوسه پورې د روس پلوو بېلتون‌پالو استازو په دې اړه څه نه‌دي ویلي. دا نښته داسې مهال کېږي چې امریکا، اروپايي ټولنه او اوکراین د اوکراین پولو ته نږدې د روسي ځواکونو د خوځښتونو او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جاپان کې یوې اورلګېدنې لږ تر لږه ۲۷ کسان ووژل

​په جاپان کې یوې اورلګېدنې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژلي دي. د جاپان عامه دولتي ټلوېزیون اېن اېچ کې نن راپور ورکړی چې اور د اوساکا ښار په یوه روغتیايي مرکز کې لګېدلی او قربانیان ټول ناروغان و. پولیس په هغه کس پسې ګرځي چې د دې اورلګېدنې سبب شوی. د راپورونو له مخې یو تن چې ویل کېږي په خپله هم په رواني ناروغي اخته دی بلېدونکي اوبلن مواد کلینیک ته راوړي و او دغو موادو اور واخیست. اېن اېچ کې ټلوېزیون ښکاره کړل چې د کلینیک له څلورم پوړه لمبې خېژي.

Pa.azadiradio.com 

امریکا پر یو شمېر چینايي بایوټکنالوژیکي او څارګرو شرکتونو بندیزونه ولګول

د امریکا حکومت پر یو شمېر چینايي بایوټکنالوژیکي او څارګرو شرکتونو بندیزونه لګولي دي. پرونی اقدام د بیجېنګ له لوري په سېنکیانګ کې د اویغوریانو د بشري حقونو سرغړونو پر وړاندې د امریکا تازه غبرګون دی. د امریکا د سوداګرۍ چارو وزارت پرون د اویغوریانو پر وړاندې د بیجېنګ د رژیم په اقداماتو کې د رول پر سر پر چینايي شرکتونو هم‌مهالي اقدامات اعلان کړل. دغه وزارت د چین د پوځي طبي علومو پر اکاډمۍ او د هغې پر ۱۱ څېړنیزو مرکزونو بندیزونه اعلان کړل چې ورسره سم به برامداتو ته د هغو ادارو لاسرسی محدود شي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د وېسټ انډیز او پاکستان د کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ وځنډېده

د وېسټ انډیز او پاکستان ترمنځ د کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ ځنډېدلې دي. د پاکستان د کرکټ بورډ اجرائیوي مشر سلمان نصیر پرون د کراچۍ په نشنل لوبغالي کې خبریالانو ته وویل، دواړو هېوادونو سیالۍ ځکه وځنډولې چې یو شمېر وېسټ انډیزي لوبغاړي په کرونا ویروس اخته شول. ده زیاته کړه چې د وېسټ انډیز لوبغاړي خپل هېواد ته ستنېږي او درې یو ورځنۍ لوبې به د ۲۰۲۲ ز کال په جون کې کېږي. دا پرېکړه پر داسې مهال شوې چې لومړنۍ یو ورځنۍ سیالي سبا ته کېدونکې وه. له پاکستان سره مخکې یو شمېر نورو ټیمونو هم سیالۍ لغوه یا ځنډولي چې وروستی یې نیوزیلنډ وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کونړ اوسېدونکي: پاکستاني ځواکونو پر شلتن ولسوالۍ د توپونو ډزې پیل کړي

د کونړ شلتن ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له تېرو درېیو ورځو راهيسې یې پاکستاني ځواکونو پر سیمه د توپونو ډزې پیل کړي. ځايي اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې د توپونو په دې ډزو کې یو کس ټپي شوی او لسګونه څاروي په‌کې تلف شوي. بل‌خوا راپورونه وايي چې د همدې ولسوالۍ په چوګام کې تېر ماښام د ډرون برید هم شوی چې د ځايي اوسېدونکو په وینا په‌کې مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې. تر اوسه څرګنده نه‌ده چې د ډرون دا برید د چا له‌خوا شوی، خو د فرانسې خبري اژانس د پاکستان د طالبانو د تحریک له قوله راپور ورکړی چې یو مشر یې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د سرپرست ګومارنې ته د طالبانو غبرګون

طالبان وايي، ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي پر څوکۍ د سرپرست په توګه د نصیر احمد فایق ګومارنه د اصولو خلاف ده او دغه سازمان دې د بې‌پرېتوت په مراعت کولو سره دغه لانجه نه‌اوږدوي. سهیل شاهین چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو کې د طالبانو له لوري دې څوکۍ ته معرفي شوی و، ازادي رادیو ته وویل، ملګري ملتونه چې د بې‌پرېتوب ادعا لري باید دغه څوکۍ د طالبانو حکومت استازي ته وسپاري. دی زياتوي: "ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د اصولو له مخې د افغانستان د اوسني حکومت حق دی چې د افغانستان پر لوېشت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې پر یو دیني عالم چاودنې لږ تر لږه څلور تنه ټپیان کړل

کابل کې چاودنې د یو دیني عالم په ګډون لږ تر لږه څلور تنه ټپیان کړي دي. چاودنه نن مازدیګر ناوخته د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د "پروان سوم" په سیمه کې شوې ده. عیني شاهدانو ویلي دغه چاودنه د یو دیني عالم عبدالسلام‌ عابد په موټر کې د یو ایښوول شوي ماین په پایله کې شوې ده چې نوموړی هم په‌کې ټپي شوی دی. د کورنۍ غړو یې د نوموړي روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودلی دی، خو د راپورونو پر بنسټ په پېښه کې د یو بل ټپي روغتیايي حالت نازک دی. مولوي عبدالسلام‌ عابد وړاندې په کابل کې د عبدالرحمن د جامع... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت بېساري لویدل

د افغانیو ارزښت په وروستیو ورځو کې پرلپسې داسې را ولوید چې په تیرو شلو کلونو کې بېساری دي. افغانان چې لا دمخه له بې وزلۍ، د خوراکي توکو د بیو له لوړیدو او بې کارۍ سره مخ وو، د افغانیو د ارزښت کمیدو یې ستونزې نورې هم زیاتې کړې. تر دې چې ځینې خلک د خپلو کورونو د توکو پلورلو ته اړ شول څو یې په پیسو خوراکي توکي واخلي.

Pa.azadiradio.com 

بايډن ته د کانګرس د ځينو غړو ليک: د افغانستان کنګل شوې پانګه دې ازاده شي

د کابل خیرخانې کوتل ته څېرمه د کورنیو بې‌ځایه شویو په یو کمپ کې وړمه شپه یوه پنځه میاشتنۍ ماشومه د سړې هوا او سینه‌وبغل له امله مړه شوې دی. کورنۍ يې وايي، له کندزه کابل ته کډه شوي وو او احتمال شته چې د سړې هوا له امله‌یې یو بل ماشوم هم مړ شي. ثمر الدین چې د ۵ میاشتنۍ مړې شوې حسنات پلار دی او د اولاد غم ترې د خبرو توان اخيستی وايي، که چېرې وضعیت داسې روان وي، يو بل زوی يې هم چې سینه‌وبغل دی ښايي د سړې هوا له کبله مړ شي. دی زياتوي: "یخ شو. ګېلم نه‌و. لرګي او زغال نه‌و. خوراکي توکي نه‌و. ډاکتر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

څلورو هېوادونو له ایران د غورځول شوې اوکراینۍ الوتکې اړوند خپلو پوښتنو ځواب غوښتی

څلورو هېوادونو کاناډا، سویډن، اوکراین او بریتانیا ایران ته درې اوونۍ مهلت ورکړی چې د غورځول شوې اوکراینۍ الوتکې اړوند پوښتنو ته ځواب ورکړي. دغو هېوادونو چې د الوتکې د لوېدو په پېښه کې یې اتباع وژل شوي، پرون پنجشنبه یوه ګډه اعلامیه کې وویل، د ایران د وضاحت نه‌ورکولو په خاطر يې د صبر کاسه ډکه شوې ده. د اوکراین دا مسافر وړونکې الوتکه د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په اتمه، هغه مهال د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک په دوو توغندیو رانسکوره شوه چې د تهران له هوایي ډګره پورته شوه. پېښه کې د الوتکې دننه سپاره ټول ۱۷۶ تنه ووژل شول چې یوشمېر افغانان هم په‌کې وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نصير احمد فایق ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ مشري په غاړه واخیسته

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ مشري نصیر احمد فایق په غاړه اخیستې ده. د افغانستان د دایمي استازولۍ په رسمي ټویټر پاڼه په دې اړه په یوه رسنیز بیان کې راغلي چې نصیر احمد فایق د شارژدافیر په توګه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د چارو د پر مخ بیولو مسؤلیت په غاړه اخیستی. په بیان کې راغلي چې یاده استازولي به د افغانستان سخت بشري وضعیت ته په کتو د ملګرو ملتونو له ټولو غړو سره له نږدې کار کوي څو ډاډ حاصله کړي چې د افغان ښځو او نجونو په شمول د ټولو اساسي حقونه تأمین شي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

او ای سي: اسلام‌اباد غونډه کې به د افغانستان پر حالاتو مهم پرېکړه‌لیک وړاندې شي

د اسلامي همکاریو سازمان (او ای سي) د عمومي منشي مرستیال ویلي دي چې د اسلام‌اباد په "فوق‌العاده غونډه" کې به د افغانستان پر حالاتو یو "مهم او جامع پرېکړه‌لیک" وړاندې کېږي. طارق علي بخیت پرون په اسلام‌اباد کې له پاکستاني رسنیو او دولتي راډیو سره په خبرو کې وویل، د ډسمبر د ۱۹مې کنفرانس هدف له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه ستراتېژي جوړول دي. بخیت دا څرګندونې داسې مهال کړې دي چې د اسلامي همکاریو سازمان د مشر حسین ابراهیم طه په ګډون د ۵۷ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو یو شمېر وزیران اسلام‌اباد ته رسېدلي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني په پاکستان کې مېشت ۳۰ افغان کډوالو زده‌کوونکو ته سکالرشېپونه ورکړل

د جرمني حکومت په پاکستان کې مېشتو هغو یو شمېر ثبت شویو افغان کډوالو ته سکالرشېپونه ورکړي چې د یاد هېواد په تعلیمي ادارو کې زده‌کړې کوي. د جرمني سفیر په اسلام‌اباد کې پرون په یوه غونډه کې د پنځو نجونو په ګډون ۳۰ زده‌کوونکو ته لپ‌ټاپونه هم ورکړل. د دې ترڅنګ به د جرمني حکومت هغو زده‌کوونکو ته هره میاشت ۳۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي او ورته به روزنیز پروګرامونه هم برابروي. په اسلام‌اباد کې د جرمني سفیر برنارډ شلاګهېک غونډې ته په وینا کې وویل، په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو تر کنټرول وروسته هلته بشري وضعیت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو نوې پرېکړه: افغانستان کې بايد ټولې راکړې ورکړې په افغانیو وشي

د طالبانو حکومت څو وزارتونو او ادارو پرېکړه وکړه چې سر له نن دې د افغانستان دننه ټولې سوداګریزې راکړې ورکړې په افغانیو وشي. پر دې سربېره د دکانونو، کورونو، دفترونو او نورو املاکو کرایې هم د پرېکړې له مخې باید په افغانیو ورکړل شي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال انجنیر عزام تېر ماښام رسنیو ته وویل، ولایتونو ته د پرېکړې د تعقیب لارښوونه هم شوې ده. ښاغلی عزام زياتوي: "له پورتنۍ پرېکړې څخه سرغړوونکي باید مجازات شي، په ټولو ولایتونو کې له امنیتي مسؤلینو څخه غوښتنه وشوه چې خپلو سیمو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هند د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د بسته‌بندۍ پر کړنلارو محدودیتونه کموي

په هند کې د افغانستان سفیر وایي، هندي حکومت پرېکړه کړې چې تر پسرلي پورې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د بسته‌بندۍ پر کړنلارو لګول شوي محدودیتونه کم کړي دي. فرید مامومندزي پر خپله ټویټرپاڼه دا د افغانستان او هند سوداګرو ته ښه خبر یاد کړی او لیکلي یې دي، دا به په دې سختو شرایطو کې له افغان بزګرانو سره د همکارۍ یو ګام وي. هند د افغانستان د زراعتي محصولاتو او په ځانګړې توګه تازه مېوې یو له عمده مارکېټونو څخه دی. له دې وړاندې افغان سوداګرو ویلي و، هند د افغانستان د کرنیزو توکو پر بسته‌بندۍ نیوکې لري او سخت شرایط‌یې ورته وضع کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پای ته ورسېد

د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې پرون د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پای ته ورسېد.  په افغانستان کې د پولیو د له‌منځه وړلو د ملي عملیاتي مرکز مشر نېک ولي شاه مومن ازادي راډیو ته وویل، دوی اوس پر دې لګیا دي چې معلومه کړي څه شمېر ماشومان واکسین شوي دي.  ښاغلی مومن زیاتوي: "موږ په ۲۱ ولایتونو کې په پوره بریالیتوب سره کمپاین ترسره کړ، موږ له ټولو ولایتونو سره په تماس کې یو، د امنیتي پېښې کوم راپور نه‌لرو، موږ به د ډسمبر په ۲۰مه په ۱۳ نورو ولایتونو کې هم دا کمپاین ترسره کړو."... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: اکثرو ولایتونو کې له اړمنو سره د ژمنیو مرستو زېرمې تشې دي

د طالبانو چارواکي وایي، په اکثرو ولایتونو کې هغه زېرمې تشې دي چې د ژمي پر مهال به له اړمنو سره د مرستو لپاره توکي په‌کې ځای پر ځای کېدل.  د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، دوی له مرسته کوونکو هېوادونو او مؤسسو سره په تماس کې دي چې د لارو له احتمالي بندېدو مخکې دا زېرمې ډکې کړي.  ښاغلي حقاني د پنجشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، ځینو زېرمو کې مواد لري، خو هغه بسنه نه‌کوي.  دی زیاتوي: "ځینو سټاکونو کې توکي لرو د مرستې لپاره، خو هغه په کمه اندازه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کوسوو حکومت وایي خپلو زندانونو ته له ډنمارکه د زندانیانو انتقال ته چمتو دي

د کوسوو حکومت وایي، دوی چمتو دي چې خپلو زندانونو ته له ډنمارکه ۱۰۰ تنه زندانیان انتقال کړي.  ډنمارک پر خپلو زندانونو د فشار کمولو په هدف له کوسوو سره یوه هوکړه لاسلیک کړې ده.  د کوسوو د عدلیې وزارت ویلي، دا زندانیان د غیر اروپایي هېوادونو مجرمان دي چې کولای شي د حبس پاته موده د کوسوو په ختیځ پراته یوه زندان کې تېره کړي. د وزارت په خبره دا خطرناک زندانیان نه‌دي.  کوسوو به له ډنمارک سره د دې ۱۰ کلنې هوکړې له مخې چې د پارلمان تأیید ته اړتیا لري، ۲۳۷ ملیونه ډالره ترلاسه کړي.  ډنمارک ویلي، له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنه: مسکو دې د فرانسې او جرمني په منځګړیتوب خبرو ته وروګرځي

د اروپایي ټولنې مشرانو یو ځل بیا له مسکوه وغوښتل چې د فرانسې او جرمني په منځګړیتوب خبرو ته وروګرځي.  دا خبرې له اوکراین سره پر پوله د روسیې د پوځي تحرکاتو په تړاو د راولاړې شوې لانجې د کمولو په مقصد ترسره کېږي. فرانسه، جرمني، روسیه او مسکو د څلور اړخیزو خبرو یو چوکاټ لري چې هدف‌یې د مسکو او کیف ترمنځ د څه باندې ۷ کلنې اوږدې لانجې پای ته رسول دي. د اروپایي ټولنې مشرانو پرون پنجشنبه په بروکسل کې وویل، د دوی راټولېدنه د هغو اندېښنو په لیرې کولو کې مرسته کوي چې پر اوکراین د روسیې د احتمالي یرغل په اړه دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

حمدالله محب: غوښتل مو د ټاکنو او لویې جرګې له لارې واک طالبانو ته ولېږدوو

د افغانستان د مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار وایي، ټاکنې او لږ تر لږه لویه جرګه هغه دوه غوراوي و چې دوی غوښتل له مخې یې طالبانو ته واک ولېږدوي. حمدالله محب د جمهوري نظام له سقوط څلور میاشتې وروسته د لومړي ځل لپاره له ازادي راډیو سره ځانګړې مرکه کې وویل، دوی د واک په وروستۍ ورځ هم غوښتل چې دوحې ته د خبرو لپاره پلاوی ولېږي، خو په خبره‌یې طالبانو جوړجاړي ته زړه نه ښه کاوه. محب چې اوس په امریکا کې اوسېږي، د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی هغه وخت له خبرو او سیاسي جوړجاړي نهیلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د مېشتو افغانانو د اندېښنو په اړه د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې لیکنه

لاس انجلس ټایمز لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې په ایران کې د مېشتو افغانانو اندېښنو ته پاملرنه کړې. ورځپاڼه لیکي، کله چې د اګسټ پر ۱۵مه طالبان واک ته ورسېدل، جمال پاپُلي د ګڼو نورو افغانانو پر خلاف چې په افغانستان کې و، د طالبانو د راتګ په اړه اندېښنه نه‌درلوده. ځکه چې جمال کلونه مخکې له افغانستان څخه وتلی او د ایران د پلازمېنې تهران څخه بهر یې د تیږو توږلو یو دکان جوړ کړی و. خو د لیکنې د لیکوال په وینا اوس دا افغان کډوال چې د دوو بچیانو پلار دی وېره لري، ځکه نوموړی د هغو سلګونه زرو... Читать дальше...


Как братья Константин и Владимир Маковские создавали русский стиль

“Папа в доме”, – стало известно о причинах конфликта Талькова и Азизы

Аварийной посадкой самолета Piper в Лыткарине занялись прокуратура и следователи

В Газпроме предлагают поднять тарифы на газ населению и бизнесу ещё в 2 раза, мол, а иначе "труба"



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Путин прямо предупредил Эрдогана, что сидение на двух стульях закончится потерями для экономики, несопоставимыми с «помидорным» эмбарго

Директор Театра сатиры Игорь Берлин покидает свой пост

«Что-то компенсировать»: гепатолог Колесникова объяснила резкую тягу к сладкому

Аварийной посадкой самолета Piper в Лыткарине занялись прокуратура и следователи

Музыкальные новости

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»

В ПРЕДДВЕРИИ ДНЯ РОССИИ РОСГВАРДЕЙЦЫ ПРОВЕЛИ ПРАЗДНИЧНОЕ МЕРОПРИЯТИЕ ДЛЯ ДЕТЕЙ

Юлия Пересильд, московский Театр на Таганке, ММОМА – участники 3-его фестиваля «Территория. Красноярск» раскрывают грани современного искусства

За один день работники Уссурийского ЛРЗ и их дети выполнили сменно-суточное задание по ремонту 129 паровозиков

Новости России

ЦАХАЛ освободил россиянина Козлова и еще трех заложников из плена ХАМАС в Газе

Более 100 реконструкторов принимают участие в фестивале «Исаборг»

Путин прямо предупредил Эрдогана, что сидение на двух стульях закончится потерями для экономики, несопоставимыми с «помидорным» эмбарго

“Папа в доме”, – стало известно о причинах конфликта Талькова и Азизы

Экология в России и мире

Красноярский музыкальный театр представил проект театральной экосистемы будущего

Культурный центр «Интеграция» проведет концерт ко Дню России в Перовском парке

С чем носить юбку этим летом: примеры стильных образов

Пошив костюма по индивидуальным размерам

Спорт в России и мире

Андреевой предрекли борьбу за топ-10 рейтинга WTA в текущем сезоне

Уимблдон и Олимпиада? Что нужно знать о планах Рыбакиной после Ролан Гаррос

«Сейчас даже счёт не помню»: Андреева сенсационно победила Соболенко и вышла в полуфинал «Ролан Гаррос»

Джокович снялся с Открытого чемпионата Франции по теннису

Moscow.media

В этом году планируют заключить контракт на реконструкцию еще одного участка трассы Р-23 в Ленобласти

Пустынная долина Кодара...

В Забайкалье пятерых мигрантов задержали за групповое изнасилование девочки-подростка

Остров Огой.







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *