Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2023

Новости за 01.12.2023

Pa.azadiradio.com 

یوه حقوقي ډله: طالبانو په تېر یو کال کې ۴۱۷ کسان په دُرو وهلي

د افغان ویټنس په نوم په بریتانیا کې مېشته حقوقي ډله وايي چې د طالبانو حکومت په تېر یو کال کې ۴۱۷ کسان په دُرو وهلي دي. دې ډلې د پنجشنبې په ورځ د 'یوې کلنې شرعي سزا' په نوم یو راپور خپور کړ او ویې ویل چې دا سزا د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د ۷۱ صادر شویو حکمونو پر بنسټ په نارینه‌وو او ښځو عملي شوې ده. دغه شان ویل شوي چې افغان ویټنس دغه ارقام د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر له ۲۶مې څخه د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر تر ۲۶مې پورې د 'شرعي مجازاتو' په د طالبانو د حکومت د سترې محکمې اړه له اعلامیو څخه ثبت کړي دي. افغان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یوناما د اقلیمي بدلون په وړاندې مبارزې لپاره د عمل پر لور د حرکت غوښتنه کړې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په دوبۍ کې د اقلیمي بدلون په باب د رابلل شوې غونډې له برخه‌والو د دې نړیوالې ستونزې پر وړاندې د مبارزې لپاره له پوهاوي د عمل پر لوري د حرکت غوښتنه کړې ده. دغې ادارې نن په یه اعلامیه کې ویلي، اقلیمي بدلونونو او فشارونو د میلیونونو افغانانو ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی. د یوناما د اعلامیې له مخې، 'افغانستان د اقلیمي بدلون له اغېزو څخه د لسو تر ټولو زیانګالو او لږو چمتو هیوادونو په ډله کې دی.' د یوناما د معلوماتو له مخې نږدې ۲۰ میلیونه افغانان د پرله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځینې مشتریان: خصوصي بانکونه د افغانستان بانک وروستۍ پرېکړه نه عملي کوي

د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د افغانستان بانک له خوا له خصوصي بانکونو د پیسو په ایستلو د بندیزونو له کمېدو وروسته د دغو بانکونو یو شمېر مشتریان ادعا کوي چې په دې برخه کې د افغانستان بانک پرېکړې د خصوصي بانکونو له خوا نه عملي کېږي. د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د افغانستان بانک د پنجشنبې په ورځ په خپل ایکسپاڼه د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي چې له دې وروسته د خصوصي بانکونو هغه مشتري چې شخصي یا انفرادي حسابونه لري کولای شي چې په اوونۍ کې زر ډالره یا د هغې معادل افغانۍ ترلاسه کړي. دغه شان په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان کډوالو د ایستلو دوام؛ د پاکستان سترې محکمې په دې تړاو په ورکړل شوې عریضې غونډه کړې

د پاکستان سترې محکمې له دې هېواده د افغان کډوالو د جبرې ایستلو په اړه د ورکړل شوې عریضې په اړه د اورېدنې لومړنۍ غونډه وکړه. په داسې حال کې چې له پاکستانه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو او نیولو لړۍ په شدت سره روانه ده د دې هېواد سترې محکمې د هغه عریضې په تړاو د اورېدنې لومړنۍ غونډه کړه چې د پاکستان د بشري حقونو فعالانو او سیاسي څېرو ورته سپارلې وه. یو شمېر پاکستاني رسنیو له دې دلې د ډان نیوز د راپور پر بنسټ د سترې محکمې د نن ورځې په غونډه کې د دې محکمې یوې قاضي عایشې ملک ویلي چې پاکستان د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې نامعلومو وسله‌والو د دوو دیني عالمانو په ګډون ۶ کسان وژلي

د هرات ولایت په جبرئیل ښارګوټي کې د نامعلومو وسله‌والو د ډزو په نتیجه کې د دوو دیني عالمانو په ګډون ۶ کسان وژلي دي. د افغانستان محلي رسنیو راپور ورکړی، په دې پېښه کې چې نن جمعه شوې درې نور کسان ټپیان شوي دي. ځینو سرچینو ویلي، دغه کسان د جمعې تر لمانځه وروسته خپلو کورونو ته روان وو چې ورباندې حمله شوې ده. په هرات کې د طالبانو چارواکو د دې موضوع په باب تبصره نه ده کړې. د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ تېره جمعه د نومبر ۲۴مه په هرات کې د دوو نورو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: داعش ډله په افغانستان کې فعاله ده

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې چې تېره شپه خپور شو، ویلي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان ولایت څانګه، په افغانستان کې فعاله ده. په دغه راپور کې چې په ۲۰۲۲م کال کې په نړۍ کې تروریستي فعالیتونو ته کتنه شوې راغلي، د داعش د خراسان څانګې پر طالبانو او ملکي افغانانو په ځانګړي شیعه ګانو حملې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه راپور کې وايي چې د داعش خراسان څانګې له پولو ها خوا په پاکستان، تاجکستان او ازبکستان کې هم حملې کړي او پر غربي هېوادونو د حملو لپاره یې خپل هوډ ساتلی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غزه کې د جګړې بیا پیل؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي پرې سخته اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په غزې تړانګه کې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د شخړو پر بیا پیل سخته اندېښنه وښوده. په غزه کې نن جمعه د لنډمهاله اوربند د مهلت له پوره کېدو څو دقیقې وروسته بیا جګړه پیل شوه. اسراییل پر حماس ډلې، چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي تور لګولی چې له لنډمهاله اوربند څخه یې سرغړونه کړې ده. خو حماس ډلې بیا پر اسراییل د لنډمهاله اوربند له موافقې د سرغړونې تور پورې کړی او وايي دا اسراییل دی چې د نورو یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره د هڅو مخه یې نیولې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بنو کې وروستي برید ته غبرګون؛ پاکستان د طالبانو حکومت ته د سخت ځواب ورکولو خبرداری ورکړ

یو شمېر پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان موقت حکومت د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې په راتلونکي کې هر به ډول برید ته، چې له ګاونډي هېواد سره تړلی وي، سخت ځواب ورکړي. د پاکستان د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزارت له خوا په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان د سفارت د سرپرست تر احضار وروسته اوس یو شمېر پاکستاني رسنیو د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د پاکستان موقت حکومت د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې په راتلونکي کې هر ډول برید ته، چې له ګاونډي هېواد سره تړلی وي، سخت ځواب ورکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: بلال کریمي د چین له خوا د سفیر په توګه ومنل شو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوی د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د چین له خوا د سفیر په توګه ومنل شو. د طالبانو په وینا، د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یوی شاویونګ د بلال کریمي هرکلی کړی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې کریمي نن جمعه خپل باورلیک د چین د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو لوی رییس ته وسپاره. که څه هم د چین په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو چین، پاکستان، روسیې، ایران، ترکیې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي پر تازه ارزونه بحث شوی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام دایمي استازي نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د کاناډا، قطر او بریتانیا د دایمي استازولیو مننه کړې چې د افغانستان په اړه یې 'د افغانستان د دوستانو ډلې' پرونۍ غونډه تنظیم کړې وه. په پرونۍ غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو پر تازه ارزونه بحث شوی دی. فایق نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي، د ارزونې د سپارښتنو د اجرا لپاره هر ډول فوري اقدام باید په ځانګړو شرایطو او د لارې په یوې نقشې پورې مشروط وي او د اقداماتو د یوه پروګرام له لارې مخ ته لاړ شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د زلزله ځپلو لاسنیوی؛ د قطر ۵۰ ټنه بشري مرسته هرات ته رسېدلې

هرات ولایت ته د قطر هېواد د ۵۰ ټنه بشري مرستو د رسېدو خبر ورکړل شوی دی. د افغانستان محلي رسنیو پرون پنجشنبه راپور ورکړی چې دغه مرستې د هرات د زلزله ځپلو لپاره دي چې پرون دغه ولایت ته ورسېدې. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې یا اوچا تېره چهارشنبه په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې ویلي چې په هرات کې له زلزلې د شپږو اوونیو له تېرېدو وروسته بشري مرستندویه ټولنو د ۲۴۲ زره او ۴۰۰ اغېزمنو کسانو لاسنیوی کړی دی. د هغې زورورې زلزلې د قدرت اندازه د ریښتر په کچه ۶،۳ ثبت شوې چې ورپسې څو نورې زلزلې هم شوې وې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: بشري مرستې د میلیونونو افغانانو لپاره د ژغورنې یوه لار ده

د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره یا 'یو این ډي پي' وايي، په افغانستان کې بشري مرستې د میلیونونو کسانو لپاره د ژغورنې یوه لار ده. د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون په خپله ایکس شبکه کې لیکلي: "د اتکا د دایرې ماتېدل په دې معنی دي چې موږ باید پر ځینو برخو پانګه وکړو." د ساري په ډول دغې ادارې د خلکو اساسي بشري اړتیاوې، د خصوصي سکټور پراختیا، د ښځو اقتصادي پیاوړتیا، اقلیمي بدلون او نور مسایل یاد کړي، چې باید پام ورته وشي. نړیوالو سازمانونو ویلي، په تېرو څه باندې دوو کلونو کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بشري بحران پراخ شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو متخصصان: په سوډان کې جنسي زور زیاتی د قومي انګېزې له مخې شوی

د ملګرو ملتونو په لسګونو متخصصانو پرون پنجشنبه وویل په جګړه ځپلي سوډان کې له جنسي زورزیاتي د جګړې د ابزار په توګه کار اخیستل کېږي. د دغو متخصصانو په وینا، په ځینو مواردو کې دغه جنسي زور زیاتی د قومي انګېزې له مخې شوی دی. د ملګرو ملتونو دغو متخصصانو غوښتنه کړې چې له عاملانو سره باید حساب کتاب وشي. له اپرېل میاشتې د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان ته وفادار ځواکونه چې دا مهال پر سوډان واکمني کوي او د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم د ملېشه‌وو ترمنځ چې مشري یې محمد حمدان دقلو کوي جګړه روانه ده. د ځینو شمېرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ازادۍ جبهې په کاپیسا کې د څلورو طالبانو د وژلو ادعا کړې

د طالبانو یوه عمده مخالفه ډله، د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان په خم زرګر سیمه کې تېره شپه د دوی وسله‌والو د طالبانو پر یوه پوسته حمله کړې چې وروسته په وسله‌واله نښته کې ۴ طالبان وژل شوي او ۲ تنه یې ټپیان شوي دي. د ازادۍ جبهې نن په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی ته یوه اندازه وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي دي. طالبانو د دې موضوع په باب تبصره نه ده کړې.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د عراق ختیځ کې د چاودنې او ډزو له کبله لږترلږه ۱۱ ملکیان وژل شوي

د عراق دوو امنیتي چارواکو نن جمعه ویلي، د دغه هېواد په ختیځ کې د یوې چاودنې او ډزو له کبله لږترلږه ۱۱ ملکیان وژل شوي دي. د دیاله والي مثنی التمیمي د پروني ماښام د دې پېښې مسوول د یوې افراطي ډلې وسله‌وال بللي دي. د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د حملې هدف هغه میني بس موټر و چې ملکیان یې د انتخاباتو په اړه له یوې غونډې راستنول. دغه غونډه د دغو ملکیانو د خپلې قبیلې د کاندیدانو له خوا تنظیم شوې وه. د دیالي والي دا د اسلامي دولت ډلې د افراطي وسله‌والو کار بللی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلېنکن: اسراییل دې په غزه کې د فلسطینیانو لپاره خوندي ځایونه جوړ کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پر اسراییلو غږ کړی چې د پوځي عملیاتو له پیلولو مخکې دې په غزې تړانګه کې د فلسطینیانو لپاره خوندي ځایونه جوړ کړي. بلېنکن پرون د نومبر په ۳۰مه په تل ابیب کې خبریالانو ته وویل چې اسراییل باید د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره بشري پروګرامونه پلي کړي څو د بې ګناه فلسطینیانو د مرګ‌ژوبلې کچه راکمه شي. د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې په دغو خوندي زونونو کې د غزې د تړانګې په جنوب او مرکز کې د هغو سیمو او ځایونو ټاکل شامل دي چې خوندي او د ډزو له لیکې بهر وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زیلینسکي: د جګړې په لومړۍ کرښه کې د سیمو د پیاوړتیا چارې باید ګړندۍ شي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ د نومبر ۳۰مه د پوځ له مشرانو سره د لیدو لپاره د زاپوریژیا جنوبي سیمې ته سفر وکړ او وروسته یې وویل چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د سیمو د پیاوړتیا چارې باید ګړندۍ شي. زیلینسکي تېر ماښام په خپله وینا کې د دونیتسک سیمې ځینو برخو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې زیاته پاملرنه به دوی ته ورکړل شي. په همدې حال کې د اوکراین د ځواکونو قومندان ویلي چې روسي ځواکونو د کوپیانسک، لیمان، باخموت، اودیوکا، مارینکا او زاپوریزیا په شمول په څو مرکزونو ناکام بریدونه کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو د جګړو د قربانیانو کورنۍ عدالت غواړي

په افغانستان کې د ښکېلو لوریو د بریدونو او عملیاتو پر مهال د وژل شویو افغانانو کورنۍ عدالت غواړي. په افغانستان کې د تېرې ۲۰ کلني جګړې پر مهال ګڼ شمېر ملکي کسان د بهرنیو ځواکونو، د طالبانو بریدونو او د تېر جمهوري نظام د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي. بلخوا د بشري حقونو فعالان وايي، باید ټولو اړه خونه د خپلو بشري جنایتونو په اړه خلکو ته حساب ورکړي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د ایډز نړيواله ورځ؛ روغتیا پالان: خلک په بېلابېلو لارو په ایډز اخته کېدای شي

نن جمعه د ډسمبر لومړۍ نېټه د 'ایچ آی وي' یا ایډز نړيواله ورځ ده. ایډز داسې ناروغي ده چې انسان پرې له بېلابېلو لارو اخته کېدى شي. د ناخوندي ګډو جنسي اړیکو لرل، هغه مهم لامل دی چې د 'ایچ آی وي' په ویروس د اخته کېدو چانس ډېروي، نو له همدې امله په افغانستان کې ډېری ناروغان نه غواړي چې د خپلې دغه ناروغۍ په اړه خبرې وکړي او ډېری وخت یې ان د پټولو هڅه هم کوي. خو په ایډز د اخته کېدو یوازېنۍ لاره ناخوندي جنسي اړیکه نه ده، نور لاملونه هم شته چې له لارې یې دغه ویروس له ناروغ د روغ انسان د وینې جریان ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: له افغانستانه بهر ته د ښیښې قاچاق دوولس برابره ډېر شوی

په منځنۍ اسيا کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې دفتر وايي چې له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته د ښیښې قاچاق دوولس برابره ډېر شوی دی. د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د نشه يي موادو د قاچاقو په اړه د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي، قاچاق کوونکي هڅه کوي چې د قاچاق شويو نشه يي موادو ډول او مسير بدل کړي. په جنوبي اسيا کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې دفتر وويل، پخوا ايران هغه هېواد و چې له افغانستان څخه به ډېر نشه يي مواد ورقاچاق کېدل او یا به هلته نيول... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسراییل او حماس د اوربند پر تمدید موافقه وکړه

اسراییل او حماس ډلې پرون په وروستیو شېبو کې د بلې ورځې لپاره د اوربند پر تمدید موافقه وکړه. د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ پرون ناوخته په وروستیو شېبو کې د بلې ورځې لپاره د اوربند پر غځولو موافقه وشوه. د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، هدف د نورو یرغمل شویو او بندیانو خوشې کېدو ته د زمینې برابرول دي. حماس ډلې چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي پرون پنجشنبه هم دوې اسراییلۍ ښځې خوشې کړې او د اسراییل پوځ تمه ښوولې چې نور یرغمل شوي کسان به هم خوشې شي. حماس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو څار سازمان: د طالبانو له خوا د ښځینه فعالانو ځپل دوام لري

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځینه فعالانو ځپل دوام لري. د بشري حقونو د څار سازمان وايي، لا هم د ښځو څلور فعالانې ژولیا پارسي، ندا پرواني، منیژه صدیقي او پریسا ازاده په خپلسري ډول تر نیولو وروسته د طالبانو په توقیف کې دي. هیومن رایټس واچ پرون پنجشنبه په یوه اعلامیه کې د طالبانو له خوا د خپلسرو نیونو، د ښځو د حقونو د فعالانو ګواښلو او شکنجې د دوام په تړاو، یو وار بیا د ښځو د دغو څلورو فعالانو یادونه کړې ده. دغه بنسټ ویلي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هند کې د افغانستان سفارت د فعالیت بیا پیل؛ دوو ډیپلوماتانو د سفارت مسوولیت پرغاړه اخیستی

د هند په پلازمېنه نوې ډیلي کې د افغانستان د سفارت د قونسلي چارو د بیا پیل خبر ورکړل شوی دی. د هند په حیدراباد کې د افغانستان جنرال قونسل وايي، په نوې ډیلي کې یې د هند د حکومت په غوښتنه د افغانستان د سفارت د قونسلي مسوولیت اخیستی دی. تر دې مخکې د هند لپاره د تېر جمهوري نظام له خوا ګمارل شوي سفیر فرید ماموندزي تېره جمعه د افغانستان د سفارت د دایمي تړل کېدو خبر ورکړی و. حیدراباد کې جنرال قونسل سید محمد ابراهیم‌خېل او په ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیې وردګ پرون په نوې ډیلي کې د سفارت په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو سټنډرډ اداره: ۲۴ ټانکره بې کیفیته تېل مو بېرته ایران ته ستانه کړي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي چې ۲۴ ټانکره بې کیفیته تېل یې بېرته ایران ته ستانه کړي دي. دغې ادارې پرون پنجشنبه په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، د بې کیفیته تېلو دغه ټانکرونه د دې ادارې په وینا په تېرو دوو ورځو کې د فراه له بندر بېرته ایران ته ستانه کړای شوي دي. په دوام کې له افغان سوداګرو غوښتنه شوې چې افغانستان ته بې کیفیته تېل وارد نه کړي، که نه د سرغړونې په صورت کې ورسره قانوني چلند کېږي.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د انفرادي حسابونو لرونکي په اوونۍ کې ۱۰۰۰ ډالره له خپل حسابه ایستلی شي

د افغانستان بانک چې طالبان یې اداره کوي، اعلان کړی چې تر دې وروسته د انفرادي حسابونو لرونکي کولی شي په اوونۍ زر دالره چې د اویازره افغانیو معادل کېږي، له خپلو حسابونو وباسي. دغه بانک په هغه اطلاعیه کې چې پرون پنجشنبه یې په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې خپره کړې ویلي، که د امریکایي ډالرو انفرادي حساب لرونکي په میاشت کې یوځل د پیسو غوښتنه وکړي، نو کولی په میاشت کې شي درې زره امریکايي ډالر له خپل حساب څخه وباسي. تر دې مخکې په افغانستان کې د انفرادي حسابونو لرونکو ولای شي چې په اوونۍ کې ۶۰۰ امریکايي... Читать дальше...


Солисты Мариинского и Михайловского театров выступят на улицах Петербурга

Умер актер Игорь Меркулов, снимавшийся в фильме «Следствие ведут знатоки»

Новые книги получили псковские районные библиотеки

Bloomberg: цифры по инфляции за май убедят Банк России ...



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Умер актер Игорь Меркулов, снимавшийся в фильме «Следствие ведут знатоки»

Берлин блокировал новый пакет санкций против России – Reuters

Bloomberg: цифры по инфляции за май убедят Банк России ...

Медиков Одинцовского округа поздравили с профессиональным праздником

Музыкальные новости

Нижегородская телебашня включит праздничную иллюминацию в День России

«Магнит» планирует строительство нового склада в Ленобласти

Конференция «Частные инвестиции во внутренний туризм Краснодарского края: проблемы, вызовы, перспективы»

Молдавия берет выборы под охрану // В республике завели дело на предполагаемого российского шпиона, а Запад предупредил о планах вмешательства Москвы

Новости России

НИУ ВШЭ: Увеличение минимальной площади квартир стимулирует рынок апартаментов

Новые книги получили псковские районные библиотеки

Умер актер Игорь Меркулов, снимавшийся в фильме «Следствие ведут знатоки»

Медиков Одинцовского округа поздравили с профессиональным праздником

Экология в России и мире

Более 3 тысяч ВИЧ-позитивных пациентов получили за год комплексную социальную помощь в Свердловской области

Proenza Schouler Pre-Fall 2024

Скидки по поводу и без от Mirihi Island Resort

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Спорт в России и мире

Медведев, Кафельников, Федерер, Маррей, Роддик, Агасси поздравили Синнера со статусом первой ракетки мира

Карен Хачанов проиграл Вукичу во втором круге турнира ATP-250 в Хертогенбосхе

Хачанов вылетел с турнира ATP в Хертогенбосхе после первого же матча

Дзюба заявил, что был бы теннисистом уровня Сафина

Moscow.media

Большая часть российских автомобилистов готова перейти на б/у запчасти

В Ингушетии чиновники похищали бюджетные средства, предназначенные для поддержки семей с детьми

Северные ночи...

Молодые специалисты «Газпромнефть - Битумные материалы» продемонстрировали эффективное решение в финале «CASE-IN»







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *