Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2023

Новости за 02.12.2023

Pa.azadiradio.com 

فوټبال؛ د جرمني اولس کلنو ځوانانو نړیوال جام وګاټه

د جرمني د ۱۷ کلنو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې د فرانسې په ماتولو سره د فوټبال نړیوال جام وګاټه. د فوټبال نړیوال فدراسیون(فیفا) له لوري د ۱۷ کلنو فوټبالرانو نړیوال جام نن شنبه د جرمني په اتلولۍ سره بشپړ شو. یاده پایلوبه چې په اندونیزیا هېواد کې ترسره شوه، جرمني او فرانسې د دوه دوه ګولونو په وهلو سره د لوبې وخت بشپړ کړی و، خو د پینالټي شوټونو په مرحله کې ۴ د ۳ په مقابل کې جرمني بریا خپله کړه. یاد نړیوال جام د ۲۴ هېوادونو ترمنځ د نومبر میاشتې په ۱۰مه پيل شوی و. د ویلو ده چې دا د جرمني د ۱۷ کلنو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د انګلستان الف لوبډلې پر وړاندې د افغانستان الف لوبډله اعلان شوه

ټاکل شوې چې سبا د ډسمبر په ۳یمه نېټه د افغانستان الف لوبډله په یوې درې ورځنۍ تمریناتي سیالۍ کې د انګلستان الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. د یادې سیالۍ لپاره د اکرام علي خیل په لوبډلمشرۍ د افغانستان ابدالیانو ۱۴ کسیزه لوبډله هم اعلان شوه. کرکټ بورډ نه دي ویلي چې یادې لوبډلې اماراتو ته سفر کړی او که نن یې کوي؟ په اعلان شوې لوبډله کې اکرام علي خېل(لوبډلشمر)، ریاض حسن، احسان الله جنت، شاهدالله کمال، دروېش رسولي، سمیع الله شینواری، افسر ځاځی، شرف الدین اشرف، ضیاالرحمن اکبر، یامین احمدزی،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران: اسراییلو سوریه کې د سپاه پاسداران دوه پوځي سلاکاران وژلي

د ایران دولتي اژانس نن خبر ورکړ چې د سپاه پاسداران انقلاب دوه پوځي سلاکاران په سوریه کې د اسراییلي ځواکونو د برید پر مهال وژل شوې دي. دا په غزه کې د روانې جګړې په ترڅ کې لومړی ځل دی چې د ایرانیانو د وژلو راپور خپریږي. د ایران د سپاه پاسداران انقلاب په بیان کې د ترسره شوي برید په اړه جزییات نه دې خپاره شوي. سوریې د ایران د دولتي اژانس د خبر تر خپریدو مخکې وویل چې نن سهار وختي یې دمشق ته څیرمه د اسراییلي ځواکونو د توغندیو برید شنډ کړ.

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله پاکستان ته په سفر ځي

د کډوالو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله جولیتیا والس د دوشنبې په ورځ په درې ورځني سفر اسلام اباد ته ځي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، اغلې والس به له پاکستاني چارواکو او د نړیوالو موسسو له استازیو سره په پاکستان کې د افغان کډوالو په تړاو خبرې وکړي او په دې برخه کې به ډاډ ترلاسه کړي چې هغه افغانان چې د امریکا متحد ایالتونو ته روان دي، په پاکستان کې له ستونزو سره مخامخ نه شي. د امریکا متحد ایالتونو اندیښنه ښکاره کړې ده چې یوشمیر افغانان که افغانستان ته واستول شي، ممکن د طالبانو له لورې محاکمه شي.

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د افغانستان الف لوبډله له انګلستان سره درې ورځنۍ سیالي کوي

د افغانستان د کرکټ الف لوبډله (افغان ابدالیان) د ډسمبر په ۳یمه نېټه د انګلستان له الف لوبډلې سره یوه درې ورځنۍ تمریناتي سیالي پيلوي. افغان کرکټ بورډ ویلي، د یادې سیالۍ د لګښت چارې به د دواړو هېوادونو بورډونه ورکوي او سیالي به د عربي متحده اماراتو د ابوظبۍ په ښار کې وي. دا په داسې حال کې ده چې د یادو سیالیو لپاره لا افغان الف لوبډله نه ده اعلان شوې. د کرکټ بورډ په خبر پاڼه کې د عمومي ریس میرویس اشرف له قوله لیکل شوي:"موږ غوره وبلله چې له دغه فرصت څخه ګټه واخلو او د انګلستان الف لوبډلې پر وړاندې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غور کې په دودیزه بڼه د ښځودرملنه

په غور کې یوه ښځه په لیرې پرتو سیمو کې په دودیزه بڼه د ناروغانو درملنه کوي. توبا وايي، سره له دې چې د خلکو اړتياوې ډېرې دي، خو هڅه کوي تر خپلې وسې مرسته وکړي. هغې د فارمسي پوهنځی لوستی دی.

Pa.azadiradio.com 

د پخوانۍ خبریالې حسنا سادات مرموز مرګ او غبرګونونه

که څه هم په کابل کې د یوه خصوصي ټلوېزیون د پخوانۍ کارکوونکې حسنا سادات د وژل کېدو اصلي لامل لا نه دی معلوم، خو د هغې مرموزې وژنې د یو شمېر خبریالانو او د ښځو د حقونو او مدني فعالانو اندېښنې راپارېدلي دي. د افغان ښځینه خبریالانو په نوم بنسټ مسوولین وايي چې دا قضیه باید په جدي او بې پرې توګه تعقیب شي. د دې بنسټ مرستیالې مشهوده سروري د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "د حسنا سادات د وژنې په اړه باید وویل شي چې موږ نه پوهېږو چې هغه څنګه ووژل شوه. په ټولیزه توګه موږ غواړو چې دا قضیه په هر اړخیزه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو لخوا د یو شمېر ښځینه فعالانو د بندي ساتلو خلاف لاریون

د افغان مېرمنو د خپلواک ايتلاف غړو د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د خپلو هم لارو ښځو د ازادۍ لپاره لاريون وکړ. دغو مېرمنو د ژولیا پارسي، منیژې صدیقي، ندا پرواني، مریم کریمي او پریسا آزاد د خلاصون لپاره خپل غږ پورته کړ. دوی د جمعې په ورځ د خپل اعتراض پر مهال له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د زنداني مېرمنو د خلاصون لپاره دې پر طالبانو فشار راوړي. د دې اعتراض یوې تنظیموونکې نسرین حمیدي ازادي راډیو ته وویل په داسې حال کې چې په افغانستان جنسیتي اپارتایید روان دی نړۍ باید د افغان مېرمنو غږ له پامه ونه غورځوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غزه کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو زیاتوالی او د لبنان څنډو ته د جګړې پراختیا

پر غزې نن د دویمې ورځې په مخه د اسراییل سخته بمباري روانه ده. د څه باندې یوې اونۍ تر اوربند ماتیدو وروسته حماس ډله چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه یې د ترهګرې ډلې په توګه پیژني، اسراییل د اوربند په ماتیدو ملامتوي او اسراییل حماس پړ ګڼي. د اسراییل د نن سهار ډیر بریدونه په خان یونس سیمه کې چې د غزې په جنوب کې ده، متمرکزه دي. اسراییل وایي چې په دې سیمه کې دوی د حماس پنځوس وسله وال په نښه کړې دي او پر هغوی د هوا، مځکې او سمندر له خوا ډزې کوي. اسراییلي ځواکونو په دې سیمه کې یوه ورځ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ښځینه بیګ بیش لیګ؛ اډلیډ سټرایکرز لوبډلې د سږني پړاو اتلولي وګټله

د اسټرالیا د ښځینو د بیګ بیش لیګ د سږني پړاو په پایلوبه کې اډلیډ سټرایکرز لوبډلې برسبن هیټ ته ماتې ورکړه او په پرله پسې ډول یې اتلولي وګټله. دغه پایلوبه چې د ډسمبر په ۲یمه نېټه د اسټرالیا په اډلیډ ښار کې ترسره شوه، د سټرایکرز لوبډلې د ۱۲۶ منډو هدف ټاکلی و او هیټ لوبډلې د ۸ وېکټو په سوځېدو سره ۱۲۲ منډې وکړې او د ۳ منډو په توپیر یې سیالي وبایلله. په پایلوبه کې د اډلیډ لوبغاړې امنداجادي ویلینګټن غوره لوبغاړې وټاکل شوه، هغې د ۱۶ منډو په بدل کې ۳ وېکټې سوځولې وې. د ټورنمنټ د غوره لوبغاړې جایزه بیا سریلانکایۍ چماري اتاپتو ته ورکړل شوه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مثلث: د افغان طالبانو او پاکستان ظاهراً که باطناً ترینګلي روابط

هغه اسلام اباد چې د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له پنځلسمې وروسته یې میټایي ویشله نن سبا افغان طالبان تهدیدوي، ولې؟ هغه طالبان چې شل کاله یې په پاکستان کې پناه اخیستې وه او له واکمنۍ وروسته یې پاکستان خورا نژدې دوست باله؛ نن سبا پاکستان ګواښي، ولې؟

Pa.azadiradio.com 

د اقلیم د بدلون نړیوال کنفرانس؛ یوناما: د پوهاوي پر ځای زیانمن افغانستان کې عملي ګامونه واخلئ

د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو ۲۸م کنفرانس سره هم مهاله، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) له ښکېلو اړخونو غوښتي چې د پوهاوي پر ځای عمل ته مخه کړي ځکه چې د اقلیم ټکانونه او فشارونه د میلیونونو افغانانو پر ورځني ژوند ژور اغیز کوي. د یوناما په اعلامیه کې چې دیسمبر په لومړۍ نېټه خپره شوې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د دې ادارې مشرې روزا اوتونبایوا په حواله ویل شوي، ټول اړخونه باید په غیر سیاسي او رغنده توګه د افغانانو د ګټو لپاره په دې مسله کې ښکېل شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني لا هم د هوایي مدافع سیستم لپاره اوکرایني ځواکونه روزي

د اوکرایني سرتېرو دویمې ډلې ته د جرمني پوځيانو له لورې د هوایي مدافع سیستم په برخه کې روزنه په بشپړېدو ده. له نژدې شپږ اوونیو روزنې وروسته د شاوخو اویا نارینه او ښځینه اوکرایني پوځیانو روزنه تقریبا پای ته رسېدلې ده. د څو هېوادونو د پوځي روزنې د مرکز قوماندان ډګر جنرال اندریس مارلو د روزنې له ځای څخه د لیدو پرمهال وویل، یوه اصلي دنده د اوکراین د هوایي قلمرو دفاع ده. نوموړې زیاته کړه چې روسیه په ځانګړي ډول غواړي چې په اوکراین کې ملکي زیربناوې په نښه کړي.

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنې له افغانستان سره د نژدې ۱۴۳ میلیونه یورو مرسته تصویب کړه

اروپایي کمیسیون له افغانانو سره د نژدې یوسل او درې څلویښت میلیونه یورو مرسته د جمعې په ورځ تصویب کړه. د دې کمیسیون د نړیوال مشارکت کمېشنرې یوتا اورپیلینین وویل، اروپایي ټولنه به د افغانانو ترڅنګ ولاړه وي او دا دریځ د بدلیدو نه دی. نوموړې زیاته کړه چې د اروپایي تولنې یوسل او دوه اعشاریه اته میلیونه یورو مرسته به د روغتیا، د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي، زده کړو او د پاکو اوبو پر چمتو کولو ولګیږي. د اغلې اروپیلینین په وینا، دا مرسته به تر ډېره هغو کسانو ته ځانګړې شي چې له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خیبرپښتونخوا د سترې محکمې پریکړه؛ پاکستاني مېرمنو لرونکو افغانانو ته د اوسیدو اسناد ورکړئ

د خیبرپښتونخوا سترې محکمې پریکړه وکړه چې هغو افغان کډوالو ته به د پاکستان د اوسیدو اسناد ورکړي چې له پاکستانیو مېرمنو سره یې ودونه کړې دي. په پېښور کې سترې محکمې پرون اعلان وکړ چې یوسل او نهو تنو هغو افغانانو ته به چې له پاکستانیانو سره یې ودونه کړې دي د پاکستان د اوسیدو دایمي کارټونه ورکړي. د راپورونو له مخې، د داسې نارینه او ښځینه افغان کډوالو شمېر په پاکستان کې زیات دی چې له پاکستانیانو سره یې ودونه کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له حکومته د پاکستان نهیلي؛ زهرا بلوچ: د ټي ټي پي پر وړاندې اغېزناک ګام نه اخلي

په داسې حال کې چې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترمنځ ظاهرا اړیکې ترېنګلې ښکاري، پاکستان وايي د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د غړو پر وړاندې د اقداماتو په برخه کې د طالبانو له حکومته ناهیلی شوی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ تېره ورځ په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې وویل چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د "اغېزناکو" اقداماتو په اړه د اسلام اباد د بیا -بیا غوښتنو سره هم کومه پایله نه لیدل کیږي. خو نوموړې وویل چې په دې برخه کې له طالب چارواکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال سازمان: افغانستان ته د بیرته ستنیدونکو لپاره ۲۶،۳ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لرو

افغانستان ته له ګاونديو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان څخه د کډوالو په ډله‌ییز ډول چټک ستنېدل، د سوړ ژمي رانږدې کېدل او د نړیوالو سازمانونو اندېښنې. د خوړو نړيوال پروګرام وايي، افغانستان کې د بېرته راستنېدونکو سره د مرستې لپاره ۲۶.۳ ميليون ډالرو ته بېړنۍ اړتيا لري. ډبيلو‌اف‌پي د دسمبر په لومړۍ نېټه پر خپله‌ وېب‌پاڼه د يو راپور په خپرولو سره ويلي، د دوی ټيمونو د بولدک او تورخم دروازو له لارو راستنېدونکو کډوالو سره لیدلي دي او زیاتوي چې د ژمي په راتلو سره بشري مرستو ته د يادو کډوالو اړتيا نوره هم ډېره شوې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غزه کې نن بیا د اسراییلو سخته بمباري روانه ده

پر غزې نن د دویمې ورځې په مخه د اسراییل سخته بمباري روانه ده. وروسته تر دې چې تر څه باندې یوې اوونۍ وروسته د اسراییل او حماس ترمنځ د نړیوالې ټولنې د هڅو سربیره اوربند مات شو، اسراییل پر غزې حمله پيل کړې ده. له غزې د اسمان لور ته خړ لوګی پورته شوی دی. په غزه کې د حماس ډلې روغتیا وزارت ویلي دي چې له پرون راهیسې د بریدونو په ترڅ کې تر دوه سوه ډېر کسان وژل شوي دي. حماس ډله د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه د ترهګرې ډلې په توګه پېژني. اسراییل او حماس یو بل د اوربند په ماتولو تورنوي.

Pa.azadiradio.com 

افغان سفیر: د جاپان د بهرنیو چارو وزیر سره مې د افغانستان په تړاو خبرې وکړې

په جاپان کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي وايي، د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر ناګاهوکا سره یې کتنه کې له افغانستان سره د جاپان د دوامداره ښکېلتیا په اړه خبرې اترې کړي دي. ښاغلي ابدالي نن سهار په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دوی د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د وروستۍ ارزونې په اړه هم نظریات تبادله کړي دي. په جاپان کې د افغانستان سفیر چې د جمهوري نظام راهیسې هلته دنده مخ‌ته وړي، د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د افغانستان د ستونزې د سیاسي حل لپاره د جاپان د قوي ملاتړ په اړه هم خوښې ښودلې.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان: د طالبانو حکومت سره مو د ترهګرۍ او امنیت په اړه مذاکرات پيل کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ومنله چې د طالبانو له حکومت سره یې د ترهګرۍ او امنیت په اړه مذاکرات پیل کړي دي د دې وزارت ویاندې زهرا بلوچ پرون په اسلام‌‌اباد کې رسنیو سره خبرو کې له ډېرو جزییاتو ورکولو پرته وویل، دا خبرې د دوی استخبارات مخ‌ته وړي او نه غواړي اوس‌مهال په دې اړه ډېر جزییات ورکړي. خو هغې زیاته کړه، پاکستان د هغو ترهګرو ډلو په اړه چې د نوموړې له قوله، په افغانستان کې پټنځایونه لري، د هغوی د شتون او فعالیت په اړه ا ندېښمن دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دا هم وویل چې د دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوربند پای او د جګړې بیا پيل؛ " غزه بیا جهنمي شوه "

له نژدې یوې اونۍ وروسته د غزې او اسراییل د جنوب خلک پرون یوځل بیا د چاودنو او بمباریو په غږونو له خوبه راویښ شول. د اسراییلو پوځ وايي چې جنګي الوتکو یې پرون د ورځې په ترڅ کې په غزه کې څه باندې ۲۰۰ اهداف وویشتل. اسراییل همداراز ادعا کړې چې حماس د اوربند د مودې له پای ته رسېدو مخکې د دې هېواد پر قلمرو د توغندیو ډزې کړي. غزې ته نژدې د اسراییل د جنوب په څو سیمو کې د خطر زنګونه هم وکړنګېدل. په عین حال کې حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د تروریستي ډلې په توګه پېژني، ادعا کړې چې اسراییلو یې څو طرحې رد کړې او هوايي حملې یې پیل کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات کې پر شیعه ګانو پرله پسې بریدونه؛ دوی ولې په نښه کېږي؟

د هرات ښار په شیعه مېشتې سیمه جبرییل ښارګوټي کې پرون ۶ کسان په یوه وسله والو برید کې ووژل شول. راپورونه وايي چې وسله والو کسانو په ریکشا کې پر ناستو کسانو ډزې وکړې او په نتیجه کې یې دوه شیعه عالمان او څلور نور خلک چې مېرمنې هم پکې وې ووژل شول. د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت بېګا ناوخته پر خپله اېکس پاڼه دا پېښه یوه تروریستي حمله او بریدکوونکي یې ناپېژانده وسله وال بللي دي. د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو دې ته د ورته پخوانیو حملو پړه اسلامي دولت ډلې یا داعش منلې وه. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازبکستان د لسګونه ماشومانو په مړینه د تورنو کسانو د محاکمې بهیر وځنډوه

د ازبکستان د پلازمېنې تاشکند یوې محکمې د لسګونه ماشومانو د مړینې په قضیه کې د ۲۱ تورنو کسانو د محاکمې جریان پرون وځنډاوه. ګومان کېږي چې دا ماشومان به د ټوخلې د یوه ډول شربت د کارولو په نتیجه کې مړه شوي وي. د ازبکستان سترې محکمې پرون (د ډسمبر په لومړۍ نېټه) په یوه بیان کې وویل چې دا قضیه د نورو تحقیقاتو لپاره استول شوې ده، څو نور کسان که احتمالا په دې قضیه کې ښکېل وي وپېژندل شي. په ۲۰۲۲ کال کې د ټوخلې یو ډول شربت چې د ماریون بایوتیک په نوم د هندي شرکت له خوا جوړ شوی و، په ازبکستان کې ۶۵ ماشومان ووژل چې دې خبرې ټولې منځنۍ آسیا ته ټکان ورکړ.

Pa.azadiradio.com 

د ایران حکومت دوه نور فعالان هم په دار کړل

د ایران د بشري حقونو سازمان د دې هېواد د حکومت له لوري د سیاسي بندي صابر مطلق او د ۲۰۱۹ کال د اعتراضونو د یو ګډونوالو کامران رضایي د اعدام خبر ورکړی. دې سازمان چې مرکز یې په ناروې کې دی پرون (د ډسمبر لومړۍ نېټه) وویل چې صابر مطلق له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې د سیاسي بندي په توګه په حبس کې و. د یاد شوي سازمان په بیان کې راغلي دي چې ۶۲ کلن مطلق د اسلامي رژیم له مخالفې ډلې مجاهدین خلق سره د همکارۍ په تور نیول شوی و. سازمان همداراز ویلي دي چې کامران رضایي په ایران کې د څلور کاله مخکې اعتراضونو له ګډونوالو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت لومړني سفیر د چین بهرنیو چارو وزارت ته خپل باور لیک وړاندې کړ

د طالبانو حکومت د لومړي ځل لپاره په بهر کې خپل سفیر په دنده وګوماره. بلال کریمي چې مخکې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند و، پرون په پېکینګ کې د طالبانو د حکومت د سفیر په توګه رسما خپله دنده پیل کړه. د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت په یو خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو زیاو یونګ Yue Xiaoyong ښاغلي کریمي ته په پېکینګ کې هرکلی ووایه. خبرپاڼه زیاتوي چې د طالبانو سفیر خپل اعتبار لیک د چین د بهرنیوچارو وزارت د پروتوکولونو د څانګې لوی منشي ته وسپاره. د نړۍ هېڅ هېواد... Читать дальше...


Производство светодиодных светильников от Terra-LED

МО Финляндии: страна направит РФ ноту о подозрении в нарушении воздушных границ

«Хорошие дни и плохие»: Кейт Миддлтон поделилась новостями о своем состоянии

Подберезовики, местами — лисички. Какие грибы собирать в Подмосковье в июне



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Москва киношная: 115 культовых мест

Группа «Город 312» посвятила хит «Останусь» экс-солистке Ае на концерте в Москве

«Хорошие дни и плохие»: Кейт Миддлтон поделилась новостями о своем состоянии

Reuters: Германия не дала принять новый пакет санкций против РФ

Музыкальные новости

Многонациональный «Хоровод со Знанием» собрал более 1000 гостей Выставки “Россия”

Пожар у станции «Динамо» в Москве потушен

Военнослужащие Красноярского соединения стали призерами Чемпионата Сибирского округа Росгвардии по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия

Росгвардия приняла участие в спортивном празднике «Динамо» в Москве

Новости России

Производство светодиодных светильников от Terra-LED

МО Финляндии: страна направит РФ ноту о подозрении в нарушении воздушных границ

Группа «Город 312» посвятила хит «Останусь» экс-солистке Ае на концерте в Москве

«Хорошие дни и плохие»: Кейт Миддлтон поделилась новостями о своем состоянии

Экология в России и мире

Попурри мелодий и дух патриотизма: военный оркестр в парке «Кузьминки» отметил День России

Dior Resort 2025

Более 3 тысяч ВИЧ-позитивных пациентов получили за год комплексную социальную помощь в Свердловской области

Сэкономить и оторваться с Angsana Velavaru

Спорт в России и мире

Федерер рассказал о недооценке Джоковича на старте карьеры

Дядя Надаля назвал причину поражения Зверева в финале «Ролан Гаррос»

«ITF решила пойти по пути WTA и ATP, которые давно допускают россиян» — Янчук

Александрова вышла во второй круг турнира WTA в Хертогенбосе

Moscow.media

ТСД промышленного класса Saotron RT-Т510

Открыто движение по отремонтированной полосе моста через реку Ува в Удмуртии

Северные ночи...

В Ингушетии чиновники похищали бюджетные средства, предназначенные для поддержки семей с детьми







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *