Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2023

Новости за 04.12.2023

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل د پوځ ټینګار؛ د غزې له خان یونس ښارګوټي دې خلک ووځي

د اسراییل پوځ په غزه کې له خان یونس ښارګوټي د خلکو د وتو غوښتنه بیا تکرار کړه. په دې ښارګوټي کې چې په غزه کې د اسراییل د جګړې له پیل راهیسې څواوونیو کې په لسګونو زره بې ځایه شویو فلسطینیانو پناه اخیستې خلکو ته یې د وتلو خبرداری داسې مهال ورکول کیږي چې اسراییل په غزه کې ځمکني عملیات او هوایي بریدونه زیات کړي دي. اسراییل په غزه کې پوځي عملیات د یوه اوه ورځني اوربند له پای ته رسیدو وروسته پراخوي چې هدف یې د سخت دریځې حماس ډلې له منځه وړل ښودل شوې دي. حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان ولسمشر له نړیوال بانک څخه د کاسا زر پروژې د بېرته پیل غوښتنه وکړه

د تاجکستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر وایي چې ولسمشرامام رحمان د نړیوال بانک له مشراجی بنګا Ajay Banga سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې اړتیا ده د برېښنا د لوړ ولتاژ لرونکې کاسا زر پروژې چارې بېرته پیل شي. د روسیې د انترفاکس خبري آژانس د راپورله مخې، په دې کتنه کې چې په دوبۍ کې د ملګروملتونو د اقلیم د بدلون د ۲۸ م کنفرانس په څنډه کې ترسره شوه، ولسمشر رحمان ټینګار وکړ چې د دغې سترې پروژې چې د افغانستان له لارې د مرکزي آسیا د انرژۍ مارکیټ له جنوبي آسیا سره نښلوي، کار یې باید له سره پیل شي. د راپورله مخې،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یوناما: تېره میاشت د هزاره ټبر شیعه ګانو ته خونړۍ وه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما وایي، تېره میاشت د هزاره ټبره شیعه ګانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات و. يوناما نن دوشنبه ( د ډسمبر ۴مه) پر خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې تېره میاشت په کابل، بغلان او هرات ولایتونو کې پر شیعه ګانو بریدونه شوي دي. افغانستان کې پر شیعه مذهبو وروستی برید د تېرې جمعې په ورځ په هرات کې وشو چې د دوو دیني علماو په ګډون یې ۶ تنه ووژل شول. یوناما د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی او د شویو پیښو د څیړنې، د عاملینو د حساب کتاب او له ګواښ سره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان: د ګیلګیټ د پېښې په تور ۱۷ کسان نیول شوی

پاکستاني چارواکي وایي، پولیسو په ګیلګیټ کې پر یوه بس د وروستي برید په تړاو ۱۷ شکمن کسان نیولي دي. په دغه برید کې لس تنه وژل شوي او پنځه وییشت نور ټپیان شوي دي. د اسوشیتید پرس خبري اژانس د راپورله مخې، د شمالي ګیلګیټ بلستان د سیمې د پولیسو مشرشاه ولي خان وویل چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې چې دغه پیښه شوې، پر یو شمېر ځایونو عملیات کړي او ۱۷تنه یې نیولي. هغه همدارنګه وویل چې د دې پیښې یوه بل سخت ټپي په روغتون کې ساه ورکړه او د مړو شمېر لسو ته ورسېد. پر دغه بس چې سپرلۍ یې له ګیلګیټ څخه د راولپنډۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اقلیمي بدلون اغېزو ته اندېښنه؛ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جدي او عملي اقداماتو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د یکشنبې په ورځ پر خپله X پاڼه لیکلي دي چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوی خو د اغېزو په وړاندې یې تر ټولو لږ مسوولیت لري. د اوچا په وینا، د ګلخانه يي د ګازونو په تولید کې د افغانستان ونډه یوازې ۰،۸ سلنه ده. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي دي چې دوی باید د عادلانه حل لارو لپاره متحد شي او له هغو کسانو ملاتړ وکړي چې د اقلیمي بدلون له امله د زیانمنېدو په لومړۍ کرښه کې دي. په ورته وخت کې په افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان پنا غوښتونکو پر وضعیت خبرې؛ درې لوړپوړي امریکایي چارواکي پاکستان ته ځي

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت درې لوړ پوړي چارواکي پاکستان ته ځي، څو په دې هېواد کې د مېشتو هغو افغان کډوالو په اړه چې د متحده‌ایالاتو ویزو ته یې غوښتن‌لیکونه سپاري، له پاکستان چارواکو او نورو ادارو سره خبرې وکړي. تمه ده چې له درېیو چارواکو څخه لومړنۍ یې(د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو په وزارت کې د وګړو او مهاجرینو چارو مرستیاله جولیتا والس نویس) نن اسلام‌اباد ته ورسېږي. د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ډسمبر په لومړۍ نېټه یوه اعلامیه کې لیکلي، اغلې نویس به د ډسمبر تر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

استرالیا خپلو اتباعو ته؛ افغانستان ته له تلو ډډه وکړئ

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته هغه خبرداری تمدید کړی چې افغانستان ته د نه سفر کولو په هدف یې ورکړی دی. دغه وزارت نن دوشنبه په یوه بیان کې ویلي، د پلازمېنې کابل په ګډون په ټول افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو دوامداره او لوی ګواښ لا پر ځای دی. په بیان کې زیاته شوې چې استرالیایي اتباع په افغانستان کې د تښتونې او توقیف له جدي ګواښ سره مخامخ دي. د استرالیا بهرنیو چارو وزارت نه دي ویلي چې د ګواښونو دغه راپورونه یې څنګه ترلاسه کړي، خو خپلو اتباعو ته یې سپارښتنه کړې چې افغانستان ته سفر ونه کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل او ولایتونو د برېښنا پرچاوي ولې زیاته شوې؟

په داسې حال کې چې د ژمي له رانېږدې کېدو سره هوا مخ په سړېدو ده، د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان د اکثرو ولایتونو اوسېدونکي شکایت کوي چې د برېښنا پرچاوي ډیره شوې ده. د ننګرهار ولایت یو تن اوسېدونکی جان محمد وايي، دوی په ورځ کې د څو محدودو ساعتونو ان کله کله د دقیقو په حساب برېښنا لري. هغه ازادي راډیو ته وویل: " يو څه وخت کېږي چې ننګرهار ولايت کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې ده، ننګرهار ته له پاکستان د کډوالو د راتلو شمېر هم ډېر شوی دی، بې‌وزلي او بې‌کاري هم زياته شوې. د خلکو ټول ژوند او کاروبار په برېښنا پورې تړلی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له ۷ ورځني اوربند وروسته په غزه کې د جګړو شدت

د اسراییلي پوځیانو او حماس سخت دریځې ډلې ترمنځ چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، بریدونه وروسته له هغه بیا پیل شوي چې د دوی ترمنځ ۷ ورځني لنډمهاله اوربند د جمعې په ورځ پای ته ورسېد. د دغه اوربند پر مهال د حماس له خوا یرغمل شوي ۱۰۵ تنه چې تر ډيره اسراییلیان وو، له ۲۴۰ فلسطیني زندانیانو سره تبادله شول. رویټرز خبري اژانس لیکلي، داسې ښکاري چې اسراییلي پوځیانو د غزې تړانګې په کلابندې شوې او د کډوالو په ګڼ میشتې جنوبي سیمه کې پلان شوي ځمکني عملیات هم پيل کړي دي. دغه تاوتریخوالی داسې مهال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چین د هرات زلزله ځپلو ته لسګونه خېمې لېږلي

چین د هرات له لسګونو زلزله ځپلو کورنیو سره د خېمو مرسته کړې ده. د چین د پیپلز ډیلې د ورځپاڼې د راپور له مخې، له ۲۸۰ زیاتو زلزله ځپلو کورنیو سره د چین د خېمو مرسته شوې ده. ورځپاڼې په هرات کې طبعي پیښو ته د رسیدو د چارو ریاست د چارو د یوه چارواکي عبدالسلام بارکزي له قوله ویلي چې په زنده جان ولسوالۍ کې د یکشنبې په ورځ هرې کورنۍ ته یوه خېمه ورکړل شوې او د مرستو دغه لړۍ به دوام ولري. د راپور له مخې، چین په دې وروستیو کې پربشري مرستو بار ۴۱کانټینرونه سیمې ته استولي او د وېش لړۍ یې له یکشنبې ورځې راهیسې پیل شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کنعاني: ایران به په سوریه کې پر خپلو ګټو حملو ته ځواب ووایي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، ایران به په سوریه کې پر خپلو ګټو حملو ته ځواب ووایي. د دې وزارت ویاند ناصر کنعاني دغه څرګندونې نن دوشنبې په سوریه کې تېره اوونۍ د اسراییل له خوا د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو د دوو غړیو د وژل کېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې. کنعاني وویل: "د ایران د ګټو پر خلاف او په سوریه کې زموږ د مشورتي ځواکونو پر وړاندې هر عمل به بې ځوابه پاتې نه شي." د ایران دولتي رسنۍ د ډسمبر په دوهمه راپور ورکړ چې په سوریه کې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب د ځواک دوه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندهار اوسېدونکي د بېلابېلو توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي

د کندهار اوسېدونکي د خوراکي او غیرخوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي. دوی وايي چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه راټیټه شوې او باید د توکو بیې هم راټيټې شي. خلک په داسې حال کې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي چې د افغانیو په مقابل کي د ډالرو بیه د پخوا په پرتله ډېره راټيټه شوې ده. په همدې حال کې د کندهار ښاروالۍ وايي، د سوداګرو او حکومتي مسوولانو په ګډون یو کمېسیون د نرخونو د ټاکلو لپاره مکلف شوی دی. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

اسراییلي پوځیانو په غزې کې له حماس سخت دریځې ډلې سره جګړه کړې

اسراییلي پوځیانو نن دوشنبه په غزې تړانګه کې له حماس سخت دریځې ډلې سره چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، جګړه کړې ده. رویټرز خبري اژانس لیکلي، داسې ښکاري چې اسراییلي پوځیانو د کډوالو په ګڼ مېشته او کلابنده شوې جنوبي سیمه کې پلان شوې ځمکنۍ جګړه پيل کړې ده. رویټرز بې له دې چې د کره مرګ‌ژوبلې شمېر وښيي لیکلي چې د اسراییلو په تازه بمباریو کې لسګونه فلسطینیان وژل او ټپیان شوي دی. د اسراییلو او حماس سخت دریځې ډلې ترمنځ جګړه له ۷ ورځني اوربند وروسته چې د ‌ډسمبر په لومړۍ نېټه پای ته ورسېد، بېرته پيل شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جاپان له افغانستان سره د ٥۸.۴ میلیونه ډالرو نوې مرستې ژمنه کړې

جاپان له افغانستان سره د اته پنځوس اعشاریه څلور میلیونه ډالرو نوې مرستې ژمنه کړې ده. په کابل کې د جاپان سفارت نن دوشنبه پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې دغه مرستې به د ملګرو ملتونو، نړیوالو سازمانونو او غیر دولتي موسسو له لارې اړمنو افغانانو ته ورسېږي. د دغو مرستو اعلان داسې مهال کېږي چې نن د اکتوبر څلورمه په افغانستان کې د وژل شوي بشرپاله جاپاني تیتڅو ناکامورا څلورم تلین دی. ناکامورا د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۴مه په ننګرهار کې د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو ټپي او بیا یې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په خرسون کې د روسي ځواکونو د ډزو له کبله دوه اوکراینیان وژل شوي

د اوکراین په جنوبي سیمه خرسون کې د روسیي ځواکونو په درنو ډزو کې لږ تر لږه ۲ اوکراینیان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي. د ازادي راډیو د اوکراین څانګې د خرسون د والي اولکساندر پروکودین په حواله ویلي چې روسي ځواکونو دغلته تېره ورځ ۱۱۷ هدفونه ویشتي دي. د نوموړي په خبره په دغو بریدونو کې د هستوګنې کورونه، روغتیایي مرکزونه او یو شمېر نورې ودانۍ هم زیانمنې شوي دي. روسي چاروکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین یرغل پيل کړی چې لا هم دوام لري.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: تېر کال نږدې ۲۰ میلیونه افغانان د اقلیمي بدلون له کبله اغېزمن شوي

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وایي، تېر کال نږدې ۲۰ میلیونه افغانان د اقلیمي بدلون له کبله اغېزمن شوي دي. د دغه وزارت ویاند ملاجانان سایق د افغانستان له ملي تلوېزیون سره، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، په مرکه کې ویلي، همدې اغېزو ته په پام، دوی ته باید د اقلیمي بدلون نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شي. د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو ۲۸م کانفرانس د نومبر له ۳۰مې پر دوبۍ کې پیل شوی او د ډسمبر تر ۱۲مې پورې به دوام ولري. د راپورونو له مخې دغه کنفرانس کې د ۱۵۰... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران ملي امنیت شورا ۱۶ ولایتونو ته د افغانانو په سفر بندیز لګولی

ایران ۱۶ ولایتونو ته د افغانانو سفر منع اعلان کړ او په دوی یې بېلابېل بندیزونه ولګول. د ایران ملي امنیت شورا ۱۶ ولایتونو ته د افغانانو په سفر بندیز لګولی او په دې ولایتونو کې یې د دوی استوګنه او کار روزګار هم منع اعلان کړی دی. دا خبره د ایران په کرمانشاه ولایت کې د وګړو او بهرنیو کډوالو عمومي مدیر حمزه سلیماني د ایران ایسنا خبري اژانس سره مرکه کې کړې ده. هغه ویلي، له دې ولایتونو یو یې هم کرمانشاه دی چې په کې د لیندۍ له ۸مې د دې پلان تطبیق پیل شوی او دوی د ښار په ګډون په بېلابېلو سیمو کې عملیات هم کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او انګلستان د کرکټ الف لوبډلې خپله درې ورځنۍ لوبه جاري ساتي

نن د افغانستان او انګلستان د کرکټ الف لوبډلې بیا خپله درې ورځنۍ لوبه جاري ساتي. افغان لوبډلې پرون د لوبې په لومړۍ ورځ د انګلستان ټیم په ۱۳۷ منډو اوټ کړ او په ځواب کې بیا د افغانستان اوه لوبغاړي په ۱۳۹ منډو وسوځېدل. نن لوبډلمشر او دوه نور لوبغاړي د لوبې د جاري ساتلو چانس لري. په پرونۍ لوبه کې د افغانستان ورو توپ اچوونکي ضیاالرحمن اکبر څلور مقابل لوبغاړي وسوځول. لوبډلمشر اکرام علي خېل ۴۷ منډې جوړې کړې او لا نه دی سوځېدلی. د افغانستان او انګلستان د الف ټیمونه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې درې ورځنۍ لوبه لري.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا پوځ: په سره سمندرګي کې درې تجارتي کښتۍ په توغنديو لګېدلي

د امریکا د متحدو ایالتونو پوځ وايي، په سره سمندرګي کې درې تجارتي کښتۍ په هغو بالیستیک توغنديو لګېدلي چې د حوثي یاغیانو تر ولکې لاندې یمن څخه پرون یکشنبه توغول شوي وو. د پوځ په وینا، د امریکا یوې جنګي کښتۍ درې بې پېلوټه الوتکې له ځانه د دفاع پر مهال نسکورې کړې دي. د دې حملې مسوول حوثي یاغیان ګڼل شوي چې ایران یې ملاتړ کوي او دا حمله د سیمې په سطحه د کړکېچ زیاتوالی ښيي. په سیمه کې له وړاندې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ جګړه روانه ده. د امریکا مرکزي قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه حملې،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د عراق شمال کې هوايي حمله؛ چارواکي: پنځه ایران پلوه ملېشه وژل شوي

د عراق امنیتي ځواکونو پرون وویل، د دغه هېواد په شمال کې په یوه هوايي حمله کې لږ تر لږه ۵ ایران پلوه ملېشه وژل شوي دي. تر دې یوه ورځ مخکې بغداد واشنګټن ته د عراق په قلمرو کې د حملو په وړاندې خبرداری ورکړی و. د عراق په کرکوک کې یوه لوړ رتبه امنیتي چارواکي ویلي، په دې حمله کې هغه ساحه ویشتل شوې چې په حشد الشعبي وسله‌والې ډلې پورې یوې تړلې ډلې ورڅخه استفاده کوله. حشد الشعبي د هغو پخوانیو ملېشه ځواکونو یو ایتلاف دی چې د عراق په منظم پوځ کې مدغم شوی دی. په بغداد کې یوه دفاعي چارواکي چې نوم یې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي: خرسون ښار د روسي ځواکونو تر سختو بریدونو لاندې دی

د اوکراین په جنوبي ښار خرسون کې د اوکراین پوځي مشرتابه اعلان وکړ چې دا ښار د دنیپر سیند له کیڼ اړخه د روسي ځواکونو تر سختو بریدونو لاندې دی. د نیپر سیند کیڼ اړخ په موقتي توګه د روسي ځواکونو له‌خوا اشغال دی. د اوکرایني چارواکو په وینا په دغو بریدونو کې یو تن وژل شوی دی. د خرسون د پوځي ادارې مشر رومن مروچکا پرون يکشنبه د ډسمبر ۳مه د دې سيمې له اوسېدونکو وغوښتل چې خوندي ځای ومومي او په ازاده فضا کې له ګرځېدو ډډه وکړي. نوموړي وروسته د نويو تلفاتو د شمېر په اړه وويل چې درې نور کسان ټپيان شوي او يوه څو پوړيزه ودانۍ زيانمنه شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د یرغمل شویو کسانو د موندلو هڅې؛ د بریتانیا پوځ پر غزې د څار الوتنې ترسره کوي

د بریتانیا پوځ ویلي، د حماس له‌خوا د یرغمل شویو خلکو د ځای د موندلو لپاره پر غزې د څار الوتنې ترسره کوي. د بریتانیا د دفاع وزارت تایید کړه چې د انګلستان پوځ به د غزې په اوږدو کې د څارنې الوتنې ترسره کړي ترڅو د حماس له‌خوا د یرغمل شویو کسانو په موندلو کې مرسته وکړي. حماس چې د امریکا متحده ایالتونو او اروپايي ټولنې له‌خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي د اکټوبر په اوومه په اسراییل په برید سره ۲۴۰ کسان یرغمل کړل. له دې ډلې ۱۱۰ کسان د شاوخوا یو اوونیز اوربند پر مهال خوشې شول خو نور لا هم یرغمل پاتې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ویانا کې د طالبانو د مخالفانو غونډه؛ هدف یې د سیاسي اجماع او هوکړې لپاره د لار نقشې جوړول بلل شوي

د طالبانو د مخالفانو په ګډون د ویانا درېیمه غونډه پرون د اتریش په پلازمېنه ویانا کې پيل شوه. د ویانا په غونډه کې یو شمېر سیاسي شخصیتونه، پخواني چارواکي، د طالبانو د مخالفو خوځښتونو استازي، د افغانستان د ځینو ډیپلوماتیکو ماموریتونو یو شمېر مشران او د مدني ټولنې غړيو ګډون کوي. د افغانستان د تېر جمهوري نظام د سولې د مرکچي ټیم غړې او د پارلمان مخکینۍ استازې فوزیه کوفي د ناستې د اهدافو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "په دې غونډه کې هیله لرو چې د سیاسي لارې د نقشې یوه مسوده وړاندې شي څو په راتلونکو غونډو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن د جاپاني الاصله افغان بشرپاله 'تیتڅو ناکامورا' څلورم تلین دی

نن د ډسمبر ۴مه د جاپاني الاصله افغان بشرپاله تیتڅو ناکامورا څلورم تلین دی. ډاکتر تیتڅو ناکامورا د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۴مه په ننګرهار کې د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو ټپي او بیا یې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه. هغه چې په کاکا مراد مشهور و د افغانستان په ختیځ په تېره ننګرهار کې شاوخوا شل کاله خدمت وکړ. د هغه له مهمو پروژو په ننګرهار کې د پاکو اوبو ۱۷۰۰ څاګانو کېندل، د مروارید کانال بشپړول چې ګمبیري دښته کې یې سلګونه جریبه ځمکه خړوبه کړه. هغه همداراز په یاده دښته کې اوه سوه زره ونې کېنولې. Читать дальше...


Пятеро саратовских гребцов выступят на играх БРИКС

Талантливых детей наградили грантами мэра Москвы

Силовики задержали одного из террористов, напавших на Буденновск в 1995 году

Подмосковное ЦОП БПК рассмотрели обращения о незаконном преследовании бизнеса



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

REALTOR-EUROPE: Профессиональные Услуги на Рынке Европейской Недвижимости

Каждая 13-я сделка на рынке новостроек Новосибирска приходится на апартаменты

Артисты – они все особенные!

Москвича Хамзата Зоева задержали по подозрению в причастности к боевикам Басаева

Музыкальные новости

Тысячи активистов разгромили офис Socar в Стамбуле, обвинив «Азербайджан» в поддержке геноцидальной политики Израиля в Палестине

"Евро-Футбол.Ру": "Спартак" не будет подписывать камерунского форварда Абубакара

Более 40 тысяч семей в Москве и области получают ежемесячные выплаты из средств материнского капитала

«Восход», Тинькофф Банк и Альфа объявили о совместном pre-IPO фонде в секторе tech на 4 млрд рублей

Новости России

Телеведущая Виктория Лопырева вышла на улицу в мини-платье с глубоким декольте

В Подмосковье напомнили об акции "Проверь здоровье в парке"

Силовики задержали одного из террористов, напавших на Буденновск в 1995 году

Фестиваль «Лето в Москве» 1 и 2 июня посетили 220,5 тыс. человек

Экология в России и мире

Пегас сделал важное заявление по Египту: стали известны цены на туры на предстоящую зиму

Студия Звукозаписи в Москве. Создание Песен, Музыки, Аранжировок.

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе

Улыбка сделала слушателя «Юмор FM» миллионером

Спорт в России и мире

Организм был не в состоянии: Потапова прокомментировала поражение на «Ролан Гаррос»

Синнер повторил уникальное достижение Джоковича и Надаля на турнирах «Большого шлема»

Потапова о поражении от Свентек на "Ролан Гаррос": организм дал сбой

Итальянская забастовка: Рублёв, Котов и Самсонова вылетели с «Ролан Гаррос», Потапова обыграла Ван Синьюй

Moscow.media

Терминал сбора данных (ТСД) промышленного класса SAOTRON RT42G

Преступления мигрантов с рынков азербайджанского олигарха Года Нисанова продолжают шокировать Москву

Пожар в пятиэтажке унес жизнь неосторожного курильщика

Правительство РФ направило дополнительные средства на завершение строительства трассы Гузерипль – плато Лагонаки в Адыгее







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *