سور صلیب په افغانستان کې پر زرګونو بندیانو ژمني وسایل ویشلي
د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې زرګونو بندیانو ته د ژمني وسایلو د ویشلو خبر ورکوي. د دې کمېټې د افغانستان څانګې نن دوشنبې په ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دغه اقدام یې د دې لپاره کړی چې ژمی راروان دی او په سړو کې بندیان هیر نه شي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، پر۱۷زره او ۸۰۴ بندیانو یې ژمني کېټونه چې په کې شړۍ، پټوګان او جرابې شامل دي، ویشلي دي. دې کمېټې ویلي، د دغو مرستو له ویشلو یې هدف دا دی چې له ټولو بندیانو سره له دې پرته چې پر کومو دلایلو توقیف شوي، د انساني چلند ډاډ ترلاسه شي. Читать дальше...