Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2023

Новости за 03.12.2023

Pa.azadiradio.com 

هرات کې د ښځو په ګډون سلګونو تنو پر شیعه ګانو د وروستي برید پر ضد اعتراض وکړ

په هرات کې په سلګونو کسانو چې ښځې هم پکې وې نن یکشنبې په دې ولایت کې پرشیعه ګانو د وروستي برید د قربانیانو د ښخولو په مهال پرشیعه ګانو د بریدونو په وړاندې اعتراض څرګند کړ. د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې، د عالمانو د شورا یوه غړي حسین عظمي دې آژانس ته وویل چې د هرات په جبرییل ښارګوټي کې د یوشمېر قربانیانو د ښخولو په مهال یو شمېر ښځینه معترضانو، مړه دې قاتلان او موږ امنیت غواړو، شعارونه ورکول. معترضانو همدارنګه غوښتنه کوله چې په هرات کې پرشیعه لږکیو د بریدونو عاملان دې عدالت ته راکاږل شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوچا: افغانستان په اقلیمي بدلون کې له لږې ونډې سره- سره زیات اغېزمن دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وایي، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د اقلیم بدلون سخت ځپلی خو په اغېزو کې یې تر ټولو کمه ونډه لري. اوچا نن په خپله ټولنیزه شبکه اېکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې کښلي چې افغانستان په نړیواله کچه د شنو خونو د مضره ګازونو یوازې ۰،۰۱ سلنه جوړوي. دغه اداره زیاتوي، موږته په کارده چې د عادلانه حل لارو لپاره یوځای شوو او د هغو ملاتړ وکړو چې د اقلیم د بدلون له امله ډېر اغېزمن شوي دي. د خوړو نړیوال پروګرام د تېرې چهارشنبې په ورځ ویلي وو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر کارپوهان: د ترهګرۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور طالبانو ته خبرداری دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په اړه د ۲۰۲۲ کال په کلني راپور کې چې تېره جمعه یې خپور کړ، ویلي که څه هم د طالبانو حکومت ژمنه کړې چې د افغانستان له خاورې به د ترهګرو ډلو له خوا د امریکا او متحدینو پر ضد د بریدونو لپاره کار نه اخیستل کېږی، خو د تحریک طالبان پاکستان او داعش د عناصرو د بهرنیو عملیاتو د مخنیوي په برخه کې یې وړتیا روښانه نه ده. د دغه راپور پر بنسټ، د القاعدې، داعش او نورو سیمه ییزو ترهګرو ډلو عناصر اوس هم په افغانستان کې فعال دي. د سیاسي چارو پوه میرویس اشفته د دغه راپور موندنې د طالبانو حکومت ته یو خبرداری ګڼي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان ناروغ لرونکي: پاکستان د درملنې لپاره په« ټوکن» د ورتګ اجازه نه راکوي

له پاکستان څخه د بې‌اسنادو افغان کډوالو په زوره د اېستلو او دغه هېواد ته د افغانانو پر ننوتلو د محدودیتونو له لګولو وروسته اوس یو شمېر ناروغ لرونکي شکایت کوي چې ټوکنونه لري، خو له ویزې پرته پاکستان ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي. د دوی له ډلې زرمینې ازادي راډيو ته وویل، څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت د هغې د تره زوی او وراره چې دواړه سخت ناروغان وو، د تورخم له دروازې له ټوکن په لاس خو له ویزې پرته د ننوتو اجازه ورنه‌کړه. هغه وايي چې د تره زوى يې له دوو ورځو انتظار وروسته په تورخم کې مړ شو. زرمینه زیاتوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسراییل نن په درېیمه ورځ هم غزه کې ځینې هدفونه په نښه کوي

اسراییل نن یکشنبه د درېیمې ورځې لپاره هم په غزه کې ځینې هدفونه په نښه کوي. غزه کې دا جګړې وروسته له هغې پیل شوې چې لومړی حماس ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل حمله وکړه. د اسراییل تازه جګړې چې د اووه ورځني اوربند د مهلت له پای ته ورسېدو وروسته بیا پیل شوه، د ملکیانو د مرګ ژوبلې په باب اندېښنې ولاړې کړې دي. د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، څه باندې ۱۵زره ۲۰۰ کسان د فلسطینیانو په دې محاصره شوي ښار کې وژل شوي، خو دغه شمېرې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي. د ملګرو ملتونو د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر غزې د بمبارۍ دوام؛ اسراییل له خان یونس سیمې د خلکو د وتو امر کړی

د اسراییل پوځ د غزې تر ټولو لویې ولسوالۍ خان یونس او د هغې په شا و خوا کې له مېشتو خلکو وغوښتل چې نورو سیمو ته ووځي. اسراییل خپل پوځي عملیات د غزې جنوب ته وغزول او وايي، هلته د حماس افراطي ډلې ګڼ رهبران پټ دي. د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي. تېره شپه او نن هم د غزې له خان یونس سیمې او له جنوبي ښار رفح د سختو بمباریو راپورونه ورکړل شوي دي. دغه بمباري د غزې د شمال په ځینو برخو کې هم شوي، چې د اسراییل په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې زیات تمرکز ورباندې شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بلوچستان یو چارواکی: د طالبانو حکومت پاکستان سره دوه ګونې لوبه کوي

د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزی د طالبانو حکومت تورنوي چې د افغانستان له خاورې په ګټې پاکستان کې برید کوونکي ترهګر دوی ته نه‌سپاري او له دوی سره دوه ګونې لوبه کوي. هغه چې پرون یې رسنیو سره خبرې کولې ادعا وکړه چې پاکستان د طالبانو حکومت ته کره اسناد سپارلي او په ځلونو یې په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو د ورسپارلو غوښتنه کړې، خو د طالبانو حکومت د ده په ټکو تر اوسه دې مسلې سره ډېر بې‌حسه چلند کوي. اڅکزي زیاته کړه: "د پاکستان حکومت په دې اړه خپلې غوښتنې له افغان طالبانو سره شریکې کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بګټي: که افغانان پاکستان کې ژوند او سوداګري غواړي، ویزې باید ولري

له پاکستانه د افغان کډوالو د اخراج له دوام سره هم‌مهاله د دې هېواد د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي ویلي، افغانانو ته په کار‌ ده چې په پاکستان کې د اوسېدو او سوداګرۍ لپاره د دې هېواد ویزې واخلي. بګټي له "ډان نیوز" سره مرکه کې چې پرون خپره شوه ویلي، دا امکان نه‌لري چې له قانوني لارې راتلو پرته دوی ته د اوسېدو اجازه ورکړل شي. هغه ویلي: "دوی زموږ ورورڼه دي، یو اسلامي هېواد دی. موږ ترې دا غوښتنه کوو که تاسې غواړئ زموږ په هېواد کې پاتې شئ، زموږ دروازه وټکوئ، موږ به ویزه درکړو. که تاسې غواړئ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جاپان ساحلي ساتونکي: د امریکا د نسکورې شوې پوځي الوتکې نښې مو نه دي موندلي

د جاپان ساحلي ساتونکي وايي، له وړمې ورځې د امریکا د یوې پوځي الوتکې د عمده ټوټو د موندلو لپاره د پلټنې عملیاتو نتیجه نه ده ورکړې. د دې الوتکې ځینې برخې او ۷ تنه سورلۍ یې اوس هم ترۍ تم ده. دغه تېلټ روټور اوسپرې (tilt-rotor Osprey Osprey) ډوله الوتکه چې ۸ کسان په کې وو، تېره چهارشنبه یاکوشیما ټاپو ته څېرمه نسکوره شوه. تر اوسه د یوه کس جسد موندل شوی. د الوتکې د یوې پرزې تر موندل کېدو وروسته د پلټنې عملیات شدید شول، خو د لادرکه کسانو کوم څرک نه دی لګېدلی.

Pa.azadiradio.com 

د ایټوپیا چارواکي: یوې وسله والې ډلې ګڼ ملکیان وژلي

د ایټوپیا محلي چارواکو پرون شنبه وویل چې یوې وسله والې ډلې د دغه هېواد په یوه ګڼ مېشتې سیمه کې «زیات ملکیان» وژلي دي. دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې تر دې ۱۱ ورځې مخکې د حکومت او د اورومو د ازادۍ پوځ په نوم ډلې ترمنځ مذاکرې بې نتیجې پای ته ورسېدې. د ارومو د ازادۍ پوځ یا (OLA) چې ادیس آبابا یې یو تروریستي سازمان ګڼي، د ارومو د ازادۍ له جبهې تر جلا کېدو وروسته له ۲۰۱۸م کال راهیسې د حکومت په وړاندې جنګېږي. د ازادۍ پوځ وروسته له هغې د ازادۍ له جبهې جلا شو چې دغې جبهې خپله وسله پر ځمکه کښېښوده او له جګړې یې لاس واخیست. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نتنیاهو: حماس سره د اوربند د تمدید مذاکراتو پایله ورنه کړه، مرکچیان مو قطر نه بېرته ستنیږي

د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر پرون ویلي، په قطر کې د غزې د جګړې د اوربند نوي کولو لپاره خبرې له خنډ سره مخامخې شوې او د اسراییل مرکچیان به خپل هېواد ته ستانه شي. د نتنیاهو په سپارښتنه د اسراییل د بهرنیو استخباراتي خدماتو ادارې (موساد) مشر ډېوېډ برنیا ته امر شوی چې مرکچي ډله یې له قطر څخه روانه شي. د نتنیاهو دفتر ویلي تروریستي سازمان حماس، د لنډمهاله اوربند په موافقه کې له خپله اړخه عمل نه دی کړی. اسراییل د اوو ورځو لپاره د نافذ شوي اوربند د مهلت له ختمېدو وروسته په غزه کې بیا بمباري پیل کړه چې نن یې درېیمه ورځ ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د یوه پاکستاني چارواکي ادعا؛ د طالبانو حکومت دوه مخې لوبه راسره کوي

د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست ایالتي وزیر جان اڅکزي ادعا وکړه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دې پرځای چې په پاکستان کې په حملو کې دخیل عناصر چې د افغانستان له خاورې استفاده کوي، دوی ته تسلیم کړي، دوه مخې لوبه کوي. نوموړي، چې په دې باب پرون شنبه یوه کنفرانس ته څرګندونې کولې ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت دا موضوع جدي نه اخلي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، جان اڅکزی وایي پاکستان په وار- وار د هغو عناصرو د ورسپارل کېدو غوښتنه کړې چې لیست یې له وړاندې د اسلام اباد له خوا له شواهدو سره یوځای... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوتنبایووا: له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو اېستو دوی ګڼو ستونزو سره مخ کړي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو ستنولو، دغه کډوال له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن په خپله اېکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې مېرمن اوتنبایووا دغه څرګندونې د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په کتنه کې کړې دي. د دغه وزارت په حواله، مېرمن اوتنبایووا ویلي، چې نړیواله ټولنه د دغو افغانانو د ستنېدو بهیر په دقت څاري. دا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکي: پرون ۴۴۰ کورنۍ له پاکستانه خپل هېواد ته ستنې شوي

د طالبانو چارواکي وايي، پرون شنبه د سپین بولدک او تورخم له لارې څه باندې ۴۴۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوي دي. باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، د راستنېدونکو د ثبت او تثبیت کمېټو د مسوولانو په وینا راپور ورکړی چې ۳ کورنۍ بیا د پکتیکا د انګور اډې له لارې خپل هېواد ته ستنې کړای شوي دي. د اژانس په وینا په تېرو ۲۱ ورځو کې د پکتیا ولایت د خرلاڅي له لارې هم ۳ کورنۍ افغانستان ته راغلي دي. له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ډله ییز اخراج لړۍ د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې ګړندۍ شوې ده. نړیوالو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن یې نړیواله ورځ ده؛ افغان معلولیت لرونکي: موږ ته هیڅکله پام نه دی شوی

نن د ډسمبر درېیمه د معلولیت لرونکو کسانو نړیواله ورځ ده. دا ورځ په داسې حال کې رارسيږي چې، په افغانستان کې یو شمېر معلولین وايي، دوی تل له پامه غورځول شوي، خو په وروستیو دوو کلونو کې د دوی ژوند نور هم ستونزمن شوی دی. يو تن معلول چې نه‌يې غوښتل نوم يې په راپور کې خپور شي، وايي چې دی مخکې د غاښونو ډاکټر و، خو په کابل ښار کې د مقناطيسي ماين د چاودنې له امله يې دواړه پښې پرې شوې. هغه وويل، تېر کال يې د شهيدانو او معلولينو چارو له وزارت څخه معاشونه ترلاسه کړل، خو سږ کال يې نوم د هغو کسانو په نوم‌لړ کې چې د معاش وړ دي، نه‌دى شامل شوى. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افریقا؛ د مسو د یوه کان نړېدو ۷ کیندونکي مړه او ۲۰ نور نادرکه کړي

د افریقا په زامبیا هېواد کې پولیس او محلي چارواکي وايي تر سختو اورښتونو وروسته د ځمکې ښویېدنې له کبله د مسو د یوه کان یوه برخه نړېدلې او ۷ مشکوک غیرقانوني کان کیندونکي مړه او شل نور لادرکه دي. اسوشېټېډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی، چې ګومان کېږي، لادرکه غیرقانوني کان کیندونکي به هم د دې پېښې له کبله مړه شوي وي. چاراکو پرون شنبه ویلي، د ځمکې ښویېدنې پېښه د پنج شنبې ناوخته شوې او تر اوسه یو مړی هم نه دی ترلاسه شوی. ګومان کېږي زیات قربانیان به تر خاورو لاندې شوې وي. پولیسو نه دي ویلي چې د پېښې په وخت کې څو کسان په کان کې وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د امریکا پر جګړې هنري کیسینجر څرنګه انتقاد کاوه؟

هنري کیسینجر چې امریکا یې په افغانستان کې په تیروتنو تورنه کړې وه د سل کلونو په عمر د نومبر په نهه ویشتمه مړ شو. په امریکا کې یوشمیر ښاغلی کیسینجر په تیره یوه پيړۍ کې د امریکا له ډیرو اغیزمنو سیاستوالو څخه ګڼي. د هغه په اړه احمد شیبر د امریکا د دفاعي پوهنتون له استاد علي احمد جلالي سره غږیدلی.

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو اعتراض؛ پاکستان داسې وخت افغان کډوال وباسي چې نه پیسې او نه هېواد کې سرپنا لري

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، زیات افغانان په داسې حالت کې افغانستان ته اخراجېږي، چې هلته نه سرپناه لري او نه هم په جېب کې پیسې. د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د اخراج پروسه ګړندۍ شوې ده. په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمشنرۍ ویاندې کارولاین ګلوک (Caroline Gluck) ازادي راډیو ته وویل، ګڼ افغانان د لومړي وار لپاره افغانستان ته ځي. ګلوګ زیاتوي: " ګڼې کورنۍ هېڅ افغانستان ته نه دي تللي، دوی او ماشومان یې په پاکستان کې زېږېدلي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غزې پر یوې ملکي سیمې د اسراییلو بمبار ته غبرګونونه

د غزې تړانګه پر جنوب د اسراییل له خوا پراخه بمباري شوې ده، هغه سیمه چې د فلسطیني ملکیانو یوه لویه برخه په کې د پناهځای په لټه کې ده. دې پېښې د ګڼو نړیوالو مرستندویو ادارو عکس العملونه پارولي دي. د جرمني خبري اژانس د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونیسف د ویاند جیمز الډر په وینا راپور ورکړی چې پرون شنبه یې په خپله اېکس شبکه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د ملکیانو په یوه ګڼ مېشته سیمه کې سلګونه چاودنې شوې دي. د اوو ورځو لپاره د نافذ شوي اوربند تر ماتېدو وروسته د هغه د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان د افغان مېرمنو د وضعیت پر بدلون ټېنګار وکړ

د بخښنې نړیوال سازمان د ښځو د حقونو په ملاتړ د ۱۶ ورځني کمپاین په لړ کې د افغان مېرمنو د وضعیت د بدلون لپاره د یوه بل فعال څرګندونې خپرې کړې دي. د دې ادارې د جنوبي اسیا څانګې پرون د بشري حقونو د فعال، عمر حیدري څرګندونې په خپله اېکس شبکه کې خپرې کړې چې د افغان ښځو په وضعیت کې د بدلون لپاره یې د ګډو اقداماتو پر اهمیت ټینګار کړی دی. حیدري ویلي، د افغان مېرمنو مصیبت څه نوې کیسه، خو د دې ستونزې د حل لپاره عملي اقدام ته اړتیا ده. تېره شنبه (د نوامبر ۲۵مه) د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د افغانستان الف لوبډله نن تمریناتي سیالۍ کې انګلستان سره لوبیږي

ټاکل شوې چې چې نن یکشنبه د افغانستان د کرکټ الف لوبډله په یوه درې ورځنۍ تمریناتي سیالۍ کې د انګلستان الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. د دې سیالۍ لپاره د اکرام علي خیل په لوبډلمشرۍ د افغانستان ابدالیانو ۱۴ کسیزه لوبډله هم اعلان شوه. کرکټ بورډ نه دي ویلي چې ایا دغې لوبډلې اماراتو ته سفر کړی او که نن یې کوي؟ دا لومړی ځل دی چې د افغانستان او انګلستان الف لوبډلې سره سیالي کوي.

Pa.azadiradio.com 

اسراییل: لبنان کې مو د حزب الله ډلې ځینې هدفونه ویشتي

د اسراییل دفاعي ځواکونه وايي، په لبنان کې یې د حزب اله شیعه ډلې ځینې اهداف ویشتلي دي. دغو ځواکونو پرون په یوه اعلامیه کې وویل، دغه اهداف یې د دې لپاره ویشتلي چې لومړی د دوی له لوري پر اسراییلي لوري ډزې وشوې. بلخوا: د ایران د سپاه پاسداران وېبسایټ خبر ورکړی چې په سوریه کې یې دوه دېره پوځیان پرون د اسراییل په هوايي حمله کې وژل شوي دي. ایران وايي دغو پوځیانو یې محمد علي عطایي شورچه او پناه تقي زاده په سوریه کې د سلا مشورې ماموریت پرمخ بېوه چې حمله ورباندې وشوه. د سوریې دولتي رسنیو د یوه پوځي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا مرستیاله ولسمشره: د ډبرو سکرو د کارونې تدریجي بندېدل غواړو

د امریکا د متحدو ایالتونو مرستیاله ولسمشره وايي، هېواد یې د ډبرو له سکرو د کار اخیستو د تدریجي بندېدو غوښتنه لري. کاملا هاریس پرون شنبه په دوبۍ کې د نړیوال اقلیم غونډې (COP28) ته په خبرو کې د ډبرو د سکرو د کارونې کمولو پر ځای د دغو سکرو د کارونې د بندولو د ملاتړ څرګندولو په ترڅ کې وویل، نننۍ عمومي ژمنتیا د تازه شویو انرژیو کارول دي. دهغې په وینا، ټول هېوادونه غواړي چې د ډبرو سکرو د زېرمو جوړول بند شي. په دوبۍ کې د نړیوال اقلیم غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د ځینو متخصصانو په باور د ډبرو سکرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یوریشیا ریویو: د طالبانو تر کنټرول لاندې القاعده شبکه بیا پیاوړې کیږي

یوریشیا ریویو په یو تحلیلي مطلب کې د څارونکو له قوله لیکلي دي چې وايي، د طالبانو تر کنټرول لاندې القاعده شبکه بیا پیاوړې کیږي. خپرونه د حماس او اسراییلو ترمنځ جګړې ته د اشارې په ترڅ کې لیکي، داسې مهال چې منځنی ختیځ یوځل بیا له ناکرارۍ سره مخامخ دی د نړۍ په بېلابېلو برخو کې بېلابېلې ډلې هڅه کوي چې له دې وضعیت څخه د ځان په ګټه کار واخلي. یوریشیا ریویو لیکي، حتی په امریکا کې ځوانانو اوس د فلسطین په اړه د القاعده شبکې پخوانۍ تبصرې هېرې کړې دي. د خپرونې په لیکنه، په عین حال کې القاعده چې د مطلب... Читать дальше...


Картину Шишкина доставили в Калининград из Москвы самолетом

«Мы самая мощная сила в мире!» – генсек НАТО угрожает России полумиллионной армией

Минтранс Подмосковья подготовил список маршрутов до грибных мест

Список мест для обряда жертвоприношения на Курбан-байрам опубликовали в Подмосковье



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Минэкологии предостерегло владельца в Ступине о недопустимости размещения отходов

Документальный фильм «Бессмертный Сталинград» покажут в Москве 22 июня

В Подмосковье стартовал итоговый этап Всероссийского чемпионата «Профессионалы»

Список мест для обряда жертвоприношения на Курбан-байрам опубликовали в Подмосковье

Музыкальные новости

«Вероника решает»: Театр «Модерн» этим летом дважды покажет премьеру сезона

LG HVAC ACADEMY: ГОТОВИМ ПРОФЕССИОНАЛОВ ДЛЯ РАСТУЩЕЙ ОТРАСЛИ

Площадь пожара в здании у метро «Динамо» в Москве составляет 400 квадратов

В Москве пройдет выставка Евгении Васильевой «Между пороком и добродетелью»

Новости России

«Мы самая мощная сила в мире!» – генсек НАТО угрожает России полумиллионной армией

Автопробег в честь Дня России прошел в Ленинском округе

Минэкологии предостерегло владельца в Ступине о недопустимости размещения отходов

Минтранс Подмосковья подготовил список маршрутов до грибных мест

Экология в России и мире

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Proenza Schouler Pre-Fall 2024

Сэкономить и оторваться с Angsana Velavaru

Как существовала платная стоматология в СССР — стране бесплатной медицины

Спорт в России и мире

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне

Федерер рассказал о недооценке Джоковича на старте карьеры

Moscow.media

«Школа вожатых» прошла в школе №7 в Реутове

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

Завершается устройство земляного полотна на дороге с мостом через Обь в районе Сургута

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *