Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2023

Новости за 06.12.2023

Pa.azadiradio.com 

د لوبو له میدانه؛ د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې انګلستان ته ماتې ورکړه

د دې اوونۍ د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې انګلستان ته ماتې ورکړه. د نولس کلنو ځوانانو اسیا جام سیالۍ پيلېږي چې افغان لوبډله هم په کې ګډون کوي. هند تر نړیوال جام وروسته اسټرالیا ته ماتې ورکړه. د اولس کلنو ځوانانو د فوټبال نړیوال جام جرمني وګاټه. د ښځینه بیګ بیش لیګ پایلوبه اډلیډ لوبډلې وګټله. د خپرونې په دویمې نیمايي کې درته د لوبغاړو په فزیکي تکړښت مرکه وړاندې کېږي. په مرکه کې به واورئ چې یو لوبغاړی خپل فزیکي تکړښت څنګه ساتلی شي او د دې ترڅنګ په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عربستان ته د پوتین سفر؛ له ولیعهد 'محمد بن سلمان' سره ګوري

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین به نن سعودي عربستان ته په سفر کې د هغه هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري. پوتین به بهر ته په دغه نادره سفر کې د تېلو د تولید، د اوپیک پلس چې روسیه یې هم غړې ده او د غزې او اوکراین د جګړو پر مسئلو خبرې وکړي. پوتین داسې مهال د سعودي له شهزاده سره کتنه ترسره کوي چې د اپیک پلس د غړیو هېوادونو له خوا د تېلو د تولید د لاکمېدو له ژمنې سره سره په نړۍ کې د تېلو بیې لا ټیټې شوې دي. پوتین ابوظبي ته رسېدلی چېرې چې نوموړی به د متحده عربي اماراتو له مشر شیخ محمد بن زید النهیان سره خبرې وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولکر ترک: په غزه کې د بې‌رحمانه جنایتونو ډېر خطر شته‌

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنیر ولکر ترک نن چهارشنبې خبرداری ورکړ چې په غزه کې د بې رحمانه جنایتونو ډېر خطر شته او له ښکېلو خواوو یې وغوښتل چې له دا ډول سرغړونو ډډه وکړي. ترک په جینوا کې خبریالانو ته وویل، د بشرپالنې د چارو همکارانو یې په سیمه کې وضعیت د ناورین په توګه بیان کړی او زیاته کړې چې په دې شرایطو کې د بې رحمانه جنایتونو ډېر خطر شته. هغه وویل، ټولو ښکېلو خواوو او ټولو دولتونو، په ځانګړې توګه نفوذ لرونکو ته په کار ده چې باید بېړني اقدامات وکړي ترڅو د هر ډول جنایتونو مخه ونیول شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران یوځل بیا د بې‌اسناده افغان کډوالو پر ایستلو ټینګار وکړ

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي یوځل بیا ټینګار کړی چې په ایران کې مېشت افغان کډوال چې په ايران کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي، په ایران کې مېشت افغان کډوال چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. د ایران د تسنيم خبري اژانس، د راپور له مخې، نوموړې زياته کړې چې افغان کډوال په موقتي توګه په ایران کې ژوند کوي او بايد بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. سرچینې ویلي، احمد وحیدي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تورخم دروازه د باروړونکو موټرو پرمخ بېرته پرانیستل شوه

پاکستاني او طالب چارواکي وايي چې تورخم لاره د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره پرانیستل شوه. په تورخم کې یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي نن د ازادي راډیو مشال څانګې ته ويلي چې دا دروازه د دواړو لوریو ترمنځ تر مذاکراتو وروسته خلاصه شوې او اسناد لرونکي خلک پرې تګ راتګ کولی شي. د دغه چارواکي په خبره يوه جنجالي لوحه ليرې کړل شوې او مسئله حل شوې ده. چارواکو تر دې مخکې مشال راډيو ته ويلي وو چې طالبان بېګا تورخم دروازه تر هغه وروسته بنده کړه چې د پاکستان لخوا په صفري نقطه کې د لوحې لګولو کار روان و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړيوال سازمان: ايراني چارواکو د معترضانو د ځورونې بڼه بدله کړې

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، ایراني چارواکو د معترضانو د وېرولو لپاره له جنسي تېري او د جنسي تاوتریخوالي له نورو بڼو کار اخیستی دی. د بخښنې نړیوال سازمان يا امنیستي انټرنېشنل وایي، د ایران امنیتي ځواکونو په ټول هېواد کې د هغو اعتراضونو د ځپلو په ترڅ کې د متعرضانو د بېرولو لپاره له جنسي تېري او د جنسي ځورونې له نورو بڼو کاراخیستی دی چې د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د ښځه، ژوند او ازادي تر شعار لاندې پیل شوې دي. امنیستي انټرنېشنل په هغه ۱۲۰ مخیز راپور کې چې نن چهارشنبې یې خپورکړی او په‌کې د ۴۵ ژوندي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټوماس وېسټ د افغانستان په تړاو د مشورو لپاره څلورو هېوادونو ته سفر پیل کړی

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ويلي، د افغانستان په اړه د مشورو لپاره پاکستان، قطر، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته يې لس ورځنی سفر پیل کړ. په داسې حال کې چې پاکستان کې لا هم د بې‌اسناده افغان کډوالو د نيونې او ايستلو لړۍ لا روانه ده، د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ د سيمې د هېوادونو سفر پيل کړی دی. نوموړي نن پر خپله ايکسپاڼه ليکلي، د ډسمبر د پنځم او پنځلسمو نېټو ترمنځ به پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته د سفر پرمهال د ګډو امنیتي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملاله یوسفزۍ: طالبانو په افغانستان کې نجلۍتوب غیر قانوني کړی

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې او د نجونو د زده کړې فعاله ملاله یوسفزۍ وايي، طالبانو په افغانستان کې له بیا ځلې واکمنۍ وروسته په دې هېواد کې نجلۍ توب غیر قانوني کړی دی. یوسفزۍ د ډسمبر په پنځمه د جنوبي افریقا د پخواني ولسمشر او د نژادي توپیر یا اپارټایډ د سر سخت مخالف نیلسن مانډیلا د لسم تلین په مناسبت یوې جوړې شوې غونډه کې د طالبانو حکومت پر غندلو سره له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې په افغانستان کې جنسیتي اپارټایډ د بشریت ضد جنایت په توګه وپېژني. اغلې یوسفزۍ په دې غونډه کې وویل چې د ۲۰۲۱ کال د اګست... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو څار سازمان: طالبانو ښوونیز سیستم له نه جبرانېدونکي زیان سره مخ کړی

د بشري حقونو څار سازمان وايي، طالبانو د افغانستان ښوونیز سیستم له نه جبرانېدونکي زیان سره مخ کړی دی. د بشري حقونو څار سازمان وايي، طالبان د هلکانو او نجونو لپاره د افغانستان تعلیمي سیستم ته نه جبرانېدونکی زیان رسوي. دې سازمان پرون په یوه ۱۹ مخیز راپور کې چې 'د هلکانو ښوونځي هم سقوط سره مخ دي' تر عنوان لاندې یې خپور کړی لیکلي، په تعلیمي برخه کې د طالبانو د ناسمو پالیسیو زیان د نجونو ترڅنګ هلکانو ته هم رسېږي. د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد تل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني ځواکونه: د روسیې ۴۱ بې‌پیلوټه الوتکې مو راغورځولي

د اوکراین هوایي ځواکونه وایي، د ایران ساخت ۴۸ ډرون الوتکو چې روسیې نن سهار په اوکراین کې د څو هدفونو د په نښه کولو لپاره ترې کار اخیست، ۴۱ یې راغورځولي دي. دغو ځواکونو نن پر ټلیګرام پاڼه په یوه بیان کې وویل چې د هوایي مدافعې ځواکونو یې د دښمن ۴۱ ډرون الوتکې له منځه وړې دي. په بیان کې ویل شوي چې دغه بې پیلوټه الوتکې د مسکو له خوا د اشغال شوې کریمیا ټاپووزمې او د روسیې له کورسک سیمې څخه الوتې وې. د احتمالي ځاني او مالي زیانونونو په اړه جزییات نه دي څرګند شوي.

Pa.azadiradio.com 

یونېسف په نوې مرستې د افغان ماشومانو لپاره د زده‌کړو مناسب چاپېریال رامنځته کوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وایي، له افغانستان سره د زده کړې په برخه کې د اروپایي ټولنې په نوې مالي مرستې سره به دا صندوق په دې هېواد کې د دوه لکه ماشومانو لپاره د زده کړې مناسب چاپېریال رامنځته کړي. د یونېسف د افغانستان څانګې نن چهارشبنې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې ټولګي باید د دوهم کور په څېر احساس شي او زیاتوي ټولګي باید خوندي او د زده کړې لپاره مناسب وي. اروپایي ټولنې په افغانستان کې د زده کړو د کیفیت د ښه والي لپاره د ۲۵ میلیون یورو نوې مرسته اعلان کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه د ایستل شویو افغانانو وضعیت ته اندېښنه؛ ډبلیو ایف پي: دوی له ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' افغانستان ته له پاکستانه د نویو ستنېدونکو افغان کډوالو وضعیت ته اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دوی له یوې ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي. د دې پروګرام د افغانستان څانګې نن چهارشنبې په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې له وړاندې تر شپږ میلیونو زیات خلک په کور دننه بې ځایه شوي، هغوی چې نوي له پاکستانه راستنېږي، له یوې ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي. د دې پروګرام په خبره دوی د تلو لپاره هېڅ ځای نه لري او هم نه پوهېږي چې دوی به په څه ډول له ژمي ژوندي وځي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل پوځ د غزې په جنوب کې مهم ښارګوټی کلابند کړی

د اسراییل پوځ چې د غزې په جنوب کې مهم ښارګوټی یې کلابند کړی، د سخت دریځې حماس ډلې چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله پېژني، له وسله‌والو سره جګړه کوي. د اسراییل پوځ په روانه جګړه کې چې له پیله یې دوه میاشتې تېرېږي، د دې سیمې په سړکونو او ودانیو کې یوه تر ټولو سخته جګړه مخ ته وړي. اسراییل په دې سیمه کې پر جګړې وروسته له هغې تمرکز کړی چې د غزې په شمالي برخه کې یې پراخ پوځي عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې یې د دې سیمې ډېرې برخې په کنډواله بدلې شوې او نږدې دوه میلیونه خلک هم خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د زده‌کړو د کیفیت ښه‌والي لپاره د ۲۵ میلیون یورو مرسته اعلان شوه

داسې مهال په افغانستان کې نږدې نیمايي ماشومان ښوونځي نه‌ځي، اروپايي ټولنې په دې هېواد کې د زده‌کړو د کیفیت د ښه‌والي لپاره د ۲۵ میلیون یورو نوې مرسته اعلان کړه. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي شارژدافېرې دفتر نن سهار ازادي راډیو ته رالېږلې خبرپاڼه کې لیکلي، دا پیسې به د ابتداییه ښوونځیو د څه باندې ۲۰۰ زره زده‌کوونکو د زده‌کړه‌ییز چاپیریال د ښه‌والي لپاره د یونېسف له لارې مصرف شي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې، په دې پیسو به نږدې ۳۸۵ ابتداییه ښوونځیو ته ټولګي، د احاطې دېوالونه او د روغتیا ساتنې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: پاکستان یوځل بیا د تورخم دروازه د باروړونکو موټرو پر مخ وتړله

د تورخم دروازه یوځل بیا د باروړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه. په ننګرهار کې د باختر خبري اژانس څانګه چې طالبان یې اداره کوي خبر ورکوي چې دا لاره بېګا ناوخته د پاکستاني چارواکو له لوري تړل شوې ده. باختر د تورخم د کميسار مولوي عصمت الله له قوله ويلي چې پاکستاني لوري غوښتل تورخم دروازې ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې شل متره رامخکې د لوحې په پلمه يوه بله دروازه جوړه کړي، خو دوی يې مخه ونيوله چې هغوی یې په غبرګون کې د لاریو پر مخ دروازه وتړله. په تورخم کې د ډریورنډ بلې خوا ته د سوداګرو يوه استازي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د موسسو ځینې پخوانۍ کارکوونکې دندو ته د بېرته تګ اجازه غواړي

په کندهار کې یو شمېر هغه مېرمنې چې مخکې یې په غیردولتي موسسو کې کار کاوه، وایي چې اقتصادي حالت یې ورځ تر بلي خرابېږي او د طالبانو حکومت دې دندو ته د تګ اجازه ورکړي. په دغو مېرمنو کې چې یو شمېر یې د کورنیو د ساتنې لګښتونه پر غاړه لري، وایي چې د بې‌کارۍ له امله په رواني ناروغۍ اخته شوي دي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر د امریکا سنا ته خپله وینا لغوه کړه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون د امریکا سنا ته خپله وینا وروسته له هغه لغوه کړه چې د اوکراین او اسراییل د جګړو لپاره د ولسمشر جوبایډن د نږدې ۱۰۶ میلیارد ډالره بودیجې په اړه بحثونه تاوده شول. ټاکل شوې وه چې ولسمشر زیلینسکي به په داسې حال کې اوکراین په دې ساړه ژمي کې د روسیې د حملو پر وړاندې مقابلې ته تیاري نیسي، سنا ته وینا واوروي، خو ده خپله وینا هغه مهال لغوه یا کنسل کړه چې د سنا د اقلیت مشر مایکل مککونیل له خپلو ملګرو جمهوریپالو وکیلانو وغوښتل چې دا طرح رد کړي. د بایډن ادارې په تېره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډیويي مجله؛ یوې افغانې په سویډني ژبه ناول لیکلی

د ازادي راډیويي مجلې په دې خپرونه کې به د دوو ادبي جایزو په اړه واورئ چې د افغانانو اثارو ته ورکول کېږي. یوې افغانې په سویډني ژبه ناول لیکلی دی. په خپرونه کې شعرونه هم شته او یو شمېر نور مطالب هم اورېدلی شئ. دغه خپرونه چې احمد شیبر چمتو کړې، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو یو بنسټ: د طالبانو د ناسمو پالیسیو زیان د نجونو ترڅنګ هلکانو ته هم رسېږي

د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې د تعلیم په برخه کې د طالبانو د ناسمو پالیسیو زیان د نجونو ترڅنګ هلکانو ته هم رسېږي. دې سازمان په یو تازه راپور کې چې نن خپور شو، ویلي چې نړیوال طالبان له دې کبله غندي چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه یې بند کړي، خو زیاتوي چې پر هلکانو د طالبانو د دې پرېکړې زیانونو ته لږه پاملرنه شوې. په راپور کې راغلي چې له هېواده د ښځو په ګډون د متخصصو استادانو د وتلو، په تعلیمي نصاب کې د ناسمو بدلونونو او بدني سزاګانو له وجې په هلکانو کې ښوونځي ته د وتلو وېره ډېره شوې او په ښوونځیو کې د زده کوونکو حاضري رالوېدلې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سیمې هېوادونو ته سفر پیل کړی

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي ټوماس وېسټ هیله څرګنده کړې چې سیمې ته د راروان سفر په ترڅ کې به د افغانستان د مهمو مسایلو په اړه د امریکا له شریکانو سره ګټورې خبرې وکړي. وېسټ نن پر خپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې د ډسمبر د پنځم او پنځلسمو نېټو ترمنځ به پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته د سفر پرمهال د ګډو امنیتي ګټو، د افغان کډوالو د خوندیتوب او بیامېشتېدنې، بشري اړتیاوو، بشري حقونو او اقتصادي موضوعاتو په اړه له چارواکو سره خبرې وکړي. وېسټ په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې چاودنه شوې

راپورونه وايي چې تېره شپه په کابل ښار کې چاودنه شوې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې دا چاودنه د کابل په میرویس میدان یا کوټې سنګي سیمه کې شوې ده. د طالبانو چارواکو د دې خبر تر خپرېدو پورې په دې تړاو څه نه دي ویلي. خو رسنیو راپور ورکړی چې په دې چاودنه کې د طالبانو د ځواکونو یو رینجر موټر د شپې په شاوخوا ۹ بجو په نښه شوی او مرګژوبله یې هم اړولې ده. له دې مخکې په کابل او ځینو نورو لویو ښارونو کې هم د طالبانو پر ځواکونو حملې شوي چې د اکثرو پړه د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې، د افغانستان د آزادۍ جبهې منلې ده.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: په دولتي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا د دورو لګښتونه ورکوو

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت وايي چې له دې وروسته په دولتي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا د دورو لګښتونه دغه وزارت ورکوي. د افغانستان ملي تلوېزیون چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، د سه شنبې په ورځ د ډسمبر پنځمه ایکس شبکې کې لیکلي چې دا پرېکړه د لوړو زده کړو وزارت د وړاندیز او د طالبانو د ریاست الوزرا د منظورۍ په اساس شوې ده. وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان واک تر لاسه کړ له افغانستانه د پوهنتونو سلګونه مسلکي استادان ووتل چې ورسره په ماسټرۍ او دوکتورا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ: طالبانو د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد جګړه اعلان کړې

واشنګټن پوسټ: واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ګوزڼ د ناروغۍ پر ضد پر روانو هڅو لیکنه کړې چې سرلیک یې دی: "طالبانو چې اوږده موده یې د ګوزڼ پر ضد د کمپاینونو مخه نیوله اوس یې د دې ناروغۍ پر ضد جګړه اعلان کړې." د لیکنې په پیل کې راغلي، د تېرې شل کلنې وسله‌والې جګړې په ترڅ کې طالبانو په تکرار د واکسینونو د هغو کمپاینونو مخه نیوله چې کور په کور کې ترسره کېدل. د ورځپاڼې په وینا، دې چارې مرسته وکړه چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د هغو دوو هېوادونو ډله کې پاتې شي چېرې چې د ګوزن یا پولیو ناروغي لا هم موجوده ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان کې د لاسي صنایعو جوړونکي د تولیداتو لپاره د بازار له نشتوالي شکایت کوي

په بدخشان کې ګڼ شمېر ښځو د لاسي صنایعو جوړولو ته مخه کړې، خو د پلور لپاره بازار نه لري. پر زده کړو او کار د طالبانو د بندیز له کبله په بدخشان کې یو زیات شمېر ښځو او نجونو د لاسي صنایعو تولیداتو ته مخه کړې، خو دوی د دغو لاسي صنایعو تولیداتو پلور لپاره د بازار له نشتوالي شکایت کوي.


Евросоюз разрывают противоречия из-за российского газа

Жителей столицы пригласили на мероприятия проекта «Питомцы в Москве»

Раскрутка и продвижение ВКонтакте. Раскрутка и продвижение Видео ВКонтакте. Раскрутка и продвижение Песен ВКонтакте.

Более миллиона заявок подано в рамках обмена замороженных активов



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Курс доллара снизился до 89,96 рубля

Раскрутка и продвижение ВКонтакте. Раскрутка и продвижение Видео ВКонтакте. Раскрутка и продвижение Песен ВКонтакте.

Предприятия Кировской области представили достижения сельского хозяйства на ВДНХ

Жителей столицы пригласили на мероприятия проекта «Питомцы в Москве»

Музыкальные новости

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

«Зенит» добыл волевую победу в матче с «Балтикой» и завоевал Кубок России

На ВДНХ открылась цифровая фотовыставка "Счастье. Материнство или карьера!?"

Новости России

Озвучено, при каком условии резко подорожает доллар

Российскую культуру представили на международной студенческой встрече в Измире

Более миллиона заявок подано в рамках обмена замороженных активов

В Подмосковье идет строительство более 20 новых тротуаров

Экология в России и мире

Фотопрогулка по советским городам. Классная серия!

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе

Студия Звукозаписи в Москве. Создание Песен, Музыки, Аранжировок.

Добрые рисунки: «585*ЗОЛОТОЙ» запустила конкурс ко Дню защиты детей

Спорт в России и мире

Потапова о поражении от Свентек на "Ролан Гаррос": организм дал сбой

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции: «Я здесь дома»

Ролан Гаррос. Расписание 2 июня. Потапова и Швентек сыграют первым запуском, Синнер – последним

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции

Moscow.media

Более 40 тысяч семей в Москве и области получают ежемесячные выплаты из средств материнского капитала

Терминал сбора данных (ТСД) промышленного класса SAOTRON RT42G

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе

Вечернее поле.







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *