Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2023

Новости за 10.12.2023

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د هوا د ککړتیا ډېروالي اندېښنې رامنځته کړي

یو شمېر کابل ښاریان شکایت کوي چې هوا ډېره ککړه شوې ده. د هوا په سړېدو او د مرکز ګرمۍ او د تودولو د نورو وسايلو لکه بخاريو په فعالېدو سره چې ډېر ککړ سونګ توکي په‌کې کارول کېږي، د کابل ښار د ککړې هوا په اړه اندېښنې زياتې شوې دي. یو شمېر کابل ښاریان وايي، هوا ډېره ککړه شوې ده چې ورسره خلک په تنفسي ناروغیو اخته شوې دي. د کابل ښار یو اوسېدونکی مسعود مصمم په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د مازدیګر څلور بجې چې شي، لوګي ډېرېږي، هوا ډېره ککړه وي چې دا د هوا ککړتیا ماشومانو، امیندوارو ښځو او د ډیر عمر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې ځینې ټکسي چلوونکي د طالبانو د ترافیک پولیسو له چلنده شکایت کوي

په کابل کې یو شمېر ټکسي چلوونکي د طالبانو حکومت د ترافیکو پولیسو له چلنده شکایت کوي. په کابل کې یو شمېر ټکسي چلوونکي ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت د ترافيکو پولیسو چلند نه یوازې د دوی ګټه کمه کړې، بلکې دوی ته یې وخت ناوخته تاوان هم اړولی دی. د دوی په خبره، ترافیک پولیس د ښار پر واټونو کې د سورلي پورته کولو پر مهال د دوی د موټرو ټایرونه په تېزو څېزونو 'پېچکشونو' سوري کوي او په عین حال کې جریمه هم ترې اخلي. دوی ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت دې چلند نه یوازې دا چې د دوی ګټه کمه کړې، بلکې تاوني کړي یې هم دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دوحې غونډه؛ د افغان ښځو د حقونو محرومیت موضوع یې د بحث یوه برخه ده

له خپلو حقونو د ښځو د بې برخې کېدو موضوع د دوحې فارمټ غونډې د بحثونو یوه برخه ده. د قطر پلازمېنه دوحه د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د دوحې فارمت نړیوالې غونډې کوربه دی چې په کې د نړۍ مهم مسایل مطرح کېږي. د دوحې د غونډې د اجنډا له مخې به د غونډې په دوو برخو کې په افغانستان کې د ښځو پر ستونزو هم بحث وشي. "د هغې" ښځې"لپاره زده کړه، د ټولو لپاره پرمختګ" د قطر د ناورین او بشردوستانه مطالعاتو مرکز لخوا د دوحې فارمټ غونډې یوه برخه ده چې په افغانستان کې د ښځو د زده کړو په اړه بحث کوي. د دغې غونډې بل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې نیپال ته ماتې ورکړه

د نولس کلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو په ترڅ کې افغانستان د ۷۳ منډو په توپیر نیپال ته ماتې ورکړه. دغه سیالي د ډسمبر میاشتې په ۱۰مه نېټه د کابل پر وخت د یکشنبې پر سهار ۱۰:۰۰ بجې پیل شوې وه چې نیپال د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه. افغان لوبډلې د ۹ لوبغاړو سوځېدو پر سر په ۴۹.۳ اورونو کې ۲۶۱ منډې وکړې. په افغان توپ وهونکو کې جمشید ځدراڼ سلیزه ووهله، هغه لومړنی افغان شو چې په روان اسیا جام کې سلیزه کوي. ځدراڼ ۱۵۸ توپونه ولوبول، ۸ څلوریزې یې ووهلې او د لوبې په وروستي اور کې د پښې ټپي کېدو له امله ناسوځېدلې له لوبغالي ووت. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بنګله‌دېش د اپوزیسیون د یو عمده ګوند پنځه غړي په زندان کې مړه شوي

په بنګله‌دېش کې چارواکي وايي، د بنګله‌دېش د اپوزیسیون عمده ګوند پنځه غړي په تېرو دوو اوونیو کې په زندان کې مړه شوي دي.  دا خبره د دغو کسانو خپلوانو هم کړې ده. دا پېښه داسې وخت کېږي چې په بنګله‌دېش کې د راروانې میاشتې عمومي ټاکنو په درشل کې په زرګونو کسان لارو سړکونو ته په اعتراض راوتلي دي. د بنګله‌دېش ملتپال ګوند یا 'بي این پي' د جنورۍ د اوومې نېټې ټاکنې بایکاټ کړي او د صدارعظمې شیخ حسینه بیا ټاکل کېدل یې قاطع کړي دي. دغه ګوند وايي، د اکټوبر پر ۲۸مه په پلازمېنه ډاکه کې د اپوزیسیون تر پراخ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران او عربستان ترمنځ د مستقیمو الوتنو د بیا پیل په اړه رسمي خبرې پیلېږي

ایران او سعودي عربستان به راراونه اوونۍ د تهران او ریاض یا هم نورو ښارونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو د بیا پیل په باب رسمي خبرې پیل کړي. د ایران یوه چارواکي نیمه رسمي خبري اژانس ایلنا ته نن یکشنبه دا خبره کړې ده. د منځني ختیځ د دغو دوو سیالانو ترمنځ د منظمو الوتنو پیل به د اړیکو جوړولو پر لار بل ګام وي. په مارچ میاشت کې د چین په منځګړیتوب ایران او سعودي عربستان خپلې اړیکې د څو کلونو تر کړکېچ وروسته بېرته ورغولې. دغه کړکېچ ټولې سیمې ته خطر پېښ کړی و.

Pa.azadiradio.com 

ځینې افغانان: صرافان د پیسو لېږد رالېږد کې د ځنډ ترڅنګ د خلکو په پیسو کاروبار هم کوي

يو شمېر افغانان ادعا کوي چې ډېری صرافان د پيسو په لېږد رالېږد کې قصداً ځنډ رامنځته کوي او په همدې جریان کې د خلکو پر پيسو کاروبار کوي. د کندهاره ولايت اوسېدونکی محمد نسيم ميوندوال دی چې وايي، ډېر ځله يې پيسې حواله کړي، خو پر وخت نه‌دي حواله شوي. نوموړی ادعا کوي چې صرافان د خلکو په پیسو کار کوي. محمد نسیم ازادي راډيو ته وويل: "يو تعداد صرافۍ او صرافان موجود دي چې کله خلک حواله وکړي او شخص ورته مشخص کړي چې زما ياد مبلغ به تر هغه کسه پورې ورسوئ، خو دوی د سبا او بل سبا ورځې وعدې ورته ورکوي. دلته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د یوناما مشره: طالبان دې د بشري حقونو مکلفیتونه ومني او درناوی یې وکړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې له طالبانو وغوښتل چې د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت د دغه هېواد د باثباته، سوله ییز او سوکاله راتلونکي د بنسټ په توګه د بشري حقونو مکلفیتونه ومني او درناوی یې وکړي. د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، اوسني حاکمان، د ټولو هغو کسانو په وړاندې چې په افغانستان کې ژوند کوي، هم قانوني مکلفیت لري او هم تر دې پراخ مسوولیت لري چې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو بشري حقونه خوندي کړي. نن د ډسمبر میاشتې لسمه، د بشري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ریچارډ بینېټ له طالبانو د بشري حقونو د مدافعانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ له طالبانو د بشري حقونو د مدافعانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. هغه نن یکشنبه په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت له طالبانو غوښتنه کړې چې د څلورو فعالانو په ګډون بشري حقونو د ټولو مدافعانو، په خوشې کولو سره د بشري حقونو نړیوالې ورځې درناوی وکړي. د بینېټ په وینا ژولیا پارسي، منيژه صدیقي، ندا پرواني او پریسا آزاده د سپټمپر له نولسمې نیول شوي او د طالبانو په توقیف کې دي. په همدې حال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډبلیو ایف پي: له پاکستانه شپه او ورځ افغانان په جبري ډول ایستل کېږي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، له پاکستانه شپه او ورځ افغان کورنۍ په جبري ډول ایستل کېږي. د دې ادارې د افغانستان څانګې نن په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې د خپل یوه کارکوونکي کفایت الله ویډیو خپره کړې چې وايي، په تورخم کې افغانستان ته له راتګ سره سم له دغو کورنیو سره ځینې اساسي مرستې کوي. پاکستاني چارواکي وايي، په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې څه کم پنځه سوه زره افغانان افغانستان ته اخراج شوي دي. له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهیر د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې ګړندی شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: ترکي پانګوالو په افغانستان کې د مرمرو پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د طالبانو چارواکي وايي، ترکي پانګوالو په افغانستان کې د مرمرو پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. ملي راډیو تلوېزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پرون ناوخته د طالبانو د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور او د ترکیې د امي اوغلو مرمرو کمپنۍ د مشر رجب مصطفی د کتنې خبر ورکړی چې په افغانستان کې د پانګونې پر موضوع یې په خپلو کې خبرې کړې دي. د خبر له مخې دلاور ویلي، په افغانستان کې پانګونې ته هر ډول زمینه برابره شوې ده. ملي راډیو تلوېزیون تېره پنجشنبه راپور ورکړی و چې د هېواد په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غزې جنوب کې د جګړو دوام؛ په همدې سیمه کې سلګونه زره ملکیانو پناه اخیستې

د اسراییل ځواکونه نن یکشنبه د غزې د جنوب د هغو سیمو پر لوري د مخګې تګ په حال کې دي چې په سلګونو زره ملکیانو هلته له بمباریو او له حماس افراطي ډلې سره د سختو جګړو له کبله پناه اخیستې ده. بلخوا د اسراییل د پوځ لوی درستیز وايي، هېواد یې دې ته اړتیا لري چې په غزې تړانګه کې خپل پوځي کمپاین لا شدید کړي. هرزي هالیوي پرون شنبه دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د امریکا متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ په ملګرو ملتونو کې هغه پرېکړه لیک رد یا ویټو کړ، چې د اسراییل او حماس افراطي ډلې ترمنځ یې په غزه کې د فوري اوربند غوښتنه کوله. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نولس کلنو ځوانانو اسیاجام؛ افغانستان نیپال ته د ۲۶۲ منډو هدف ورکړ

د نولس کلنو ځوانانو د اسیاجام سیالیو په ترڅ کې افغانستان خپله دویمه سیالي له نیپال سره پیل کړې ده. د دې لوبې پچه نیپال ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړه. افغانستان د ۹ لوبغاړو سوځېدو پر سر په ۴۹.۳ اورونو کې ۲۶۱ منډې وکړې. جمشید ځدراڼ لومړنی افغان توپوهونکی شو چې په روانو سیالیو کې سلیزه وهي، هغه چې د پښې د خوږېدو له امله په اخره کې له لوبغالي ناسوځېدلی ووت په ۱۵۲ توپونو یې ۱۰۶ منډې وکړې. دغه راز نعمان شاه بیا په ۳۸ توپونو چټکې ۶۰ منډې وکړې. د نیپال لپاره په توپ اچونه کې سوباش او دامي دوه دوه لوبغاړي وسوځول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو څار یوه ډله: د سوریې د بمبارۍ له کبله پنځه ملکیان وژل شوي

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، د سوریې پوځ پرون پر هغه ساحه چې د یاغیانو وروستی مرکز ګڼل کېږي، بمباري کړې او پنځه ملکیان یې وژلي دي. په بریتانیا کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د سوریې د رژیم ځواکونو په ادلب او سارمین کې د استوګنې سیمې او صنعتي ساحې په نښه کړي دي. د دې ډلې په وینا، په دې پېښه کې ۲۴ نور کسان ټپیان شوي دي. دغه څارونکې ډله وايي، په ادلب او سارمین کې وژل شوي او په نورو ساحو کې ټپي شوي کسان ملکیان دي. د فرانسې خبري اژانس خبریال ویلي، چې په وژل شویو کې دوه تنه ماشومان هم شامل دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل ځواکونو په غزه کې د حماس ډلې ۲۵۰ اهداف ویشتلي

د اسراییل دفاعي ځواکونو نن ویلي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال یې په غزې تړانګه کې د افراطي وسله‌والو ۲۵۰ اهداف چې په هغو کې د وسلو ډیپوګانې او د سمڅو شبکې شاملې وې، ویشتلي دي. دغو ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي، جنګي جېټ الوتکو او د دوی پلیو ځواکونو د حماس افراطي ډلې د ارتباطاتو هغه تاسیسات هم ویجاړ کړي، چې د غزې تړانګې په جنوب کې د یوه جومات تر څنګ وو. د اسراییل دفاعي ځواکونه وايي، په جنوبي ښار خان یونس کې چې د اسراییل پوځ کور پر کور جګړه پرمخ بیايي، د سمڅو شبکې د دقیقو بمونو په کارونې سره تخریب کړای شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن بللی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن بللی دی. یوناما وايي، سره له دې چې امنیتي وضعیت ښه شوی، خو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم کړکېچن دی. یوناما نن د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، له نجونو او ښځو سره د طالبانو سیستماټیک تبعیض چې هغوی یې د ورځنې او عامه ژوند له ډېرو برخو ایستلي؛ روښانه دی. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په‌‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو وړاندې یې ادعا کړې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو نړیواله ورځ؛ یو شمېر افغانان: طالبانو زمونږ بشري حقونه تر پښو لاندې کړي

نن د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ ده. د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ په داسې حال کې رارسېدلې چې یو شمېر افغانان ادعا کوي چې طالبانو پرته له کوم جرمه بندیان کړي، شکنجه کړي او بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي. د افغانستان د تېر جمهوري نظام یو پوځي افسر چې په ایران کې اوسېږي او نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې درې میاشتې بندي و او د طالبانو لخوا په بېلابېلو ډولو شنکجه شوی دی. هغه وايي: "هغوی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډیپلوماټ: طالبانو د ټولو افغانانو له بشري حقونو سرغړونې کړي

ډیپلوماټ: ډیپلوماټ خپرونې افغانستان کې د بشري حقونو پر موضوع د پخوانۍ افغان ډیپلوماټې نظیفې حقپال لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی: "د افغانانو ترمنځ ډیالوګ لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو په سر کې پر بشري حقونو تمرکز په کار دی." د لیکنې لیکواله وايي، داسې حال کې چې د ډسمبر په لسمه نېټه د نړۍ شاوخوا ۱۹۳ هېوادونه د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې پنځه اویایمه کالیزه نمانځي، افغانان به د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو روانو سرغړاویو سره لاس او ګرېوان وي. د لیکنې په وینا، طالبانو په یوه بڼه د ټولو افغانانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو نړیواله اعلامیه؛ مهم موضوعات په کې څه دي؟

د بشري حقونو نړیواله اعلامیه د بشري حقونو په تاریخ کې تر ټولو مهم سند بلل کېږي. دا اعلامیه چې د انسانانو حقونه او ازادۍ تضمینوي د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر په ۱۰مه په پاریس کې د عمومي اسامبلۍ د درېیمې غونډې پر مهال د ۲۱۷ پرېکړه لیک په توګه ومنل شوه. هغه مهال د ملګرو ملتونو له اته پنځوس غړیو څخه اته څلوېښت غړیو دې اعلامیې ته مثبته رایه ورکړه چې یو هم په کې افغانستان و، پاتې اته رایې ممتنع وې. دا اعلامیه دېرش مادې لري چې د یوه کس بنسټیز حقوق او بنسټیزې ازادۍ په کې تشریح شوې دي. په افغانستان کې د ملګرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو یوه افغان مدافع د طالبانو د بشري سرغړونو د مستند کولو غوښتنه وکړه

د بشري حقونو مدافع رحیم جامي غوښتنه کړې چې د طالبانو له خوا، له بشري حقونو د سرغړونې موارد باید مستند او وڅېړل شي. د ښاغلي جامي څرګندونې د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا برخې پرون پر خپله اېکس شبکه (پخواني ټویټر) خپرې کړې دي. ښاغلي جامي په خپلو څرګندونو کې د دغو سرغړونو د مستند کولو لپاره د قوي حساب کتاب غوښتنه کړې ده. د نومبر میاشتې ۲۵مه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ وه چې په دې مناسبت د بېلابېلو سازمانونو له خوا یو ۱۶ ورځنی کمپاین پیل شوی دی. د بخښنې نړیوال سازمان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ تر ۱۹ کلنۍ کم عمره افغان لوبغاړي نن نیپال سره لوبیږي

د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډله نن د کابل پر وخت د سهار لس بجې، په خپله دویمه مسابقه کې له نیپال سره مخامخېږي. د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات نن یکشنبه ازادۍ راډیو ته وویل، تمه لري افغان لوبډله په ابوظبۍ کې کېدونکې نننۍ سیالي وګټي. سادات زیاتوي: " تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله نن د اسیا جام په لړ کې د نیپال په وړاندې خپله دویمه سیالي کوي. که څه هم د هند په وړاندې لومړۍ لوبه د افغان ټیم په بریا تمامه نه شوه، خو تمه ده چې افغان ټیم نننۍ سیالي وګټي." د هند د کرکټ تر ۹ کلنو کم عمره لوبډلې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران له نړیوالو قدرتونو سره خپل لاسلیک کړی اټومي تړون« بې خاصیته» وباله

د ایران د بهرنیو چارو وزیر اټومي تړون چې تهران د نړۍ له پیاوړو قدرتونو سره لاسلیک کړی و «بې خاصیته» وباله. حسین امیر عبداللهیان چې پرون شنبه په تهران پوهنتون کې خبرې کولې، هېواد یې غواړي پر اټومي تړون چې د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ورڅخه په یواړخیز ډول وتلی و، بیاکتنه وکړي. عبداللهیان ویلي: څومره چې مخ ته ځو، دغه تړون هغومره بې خاصیته کېږي او دوی به هېڅکله ځانونه د تړون په تنګ تونل کې راګیر نه کړي. په ۲۰۱۵م کال کې د تړون له مخې، د نړیوالو بندیزونو کمېدو په بدل کې تهران د خپل اټومي پروګرام د محدودولو پرېکړه وکړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سوریه کې د اسراییلو ډرون برید؛ د حزب الله ډلې ۳ غړي وژل شوي

د سوریې په جنوب لوېدیځ کې د ایران له ملاتړه د برخمنې حزب اله ډلې درې غړي، د اسراییل د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوي دي. دمشق ته نږدې دوو سرچینو پرون شنبه د لبنان د دې افراطي ډلې د غړو د وژل کېدو خبر تایید کړی دی. د سرچینو په وینا، په دې حمله کې د سوریې هغه یو وګړی هم وژل شوی چې له دغو کسانو سره ملګری و. د اسراییل پوځ د سوریې په ٱلْقُنَيطْرَة سیمه کې چې د اسراییل له خوا اشغال شویو ګولان غونډیو ته څېرمه پرته ده، د شوې حملې په باب تبصره ونه وکړه. اسراییل له کلونو راهیسې په سوریه کې پر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: ټول ګډونه حکومت جوړول افغانستان له پېچلي وضعیت څخه ویستلی شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي، افغانستان کې وضعیت پېچلی دی او یوه عمده حل¬لار د ټولګډونه حکومت جوړول دي. پرون شنبه (د ډسمبر میاشتې نهمه) په تهران پوهنتون کې د وینا پر مهال وویل، طالبان د افغانستان د ټولنې د واقعیت یوه برخه دي، خو ټول واقعیت نه دي. هغه د افغان کډوالو په باب وویل:  " تاسې د افغانستان وګړي ګورئ هر بحران چې یې په هېواد کې راشي، دوی زموږ پر لوري راځي. موږ په واقعیت کې پنځه ملیونه افغان کډوال په خپل هېواد کې لرو." د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان... Читать дальше...


Зеленоградский маньяк Юрий Гриценко выходит на свободу

Спасатели начали поиски двух подростков на реке Урал в Магнитогорске

Бобруйчанин пожаловался на новый пол соседа - обратился в суд и даже дошел до Москвы. ´МогилевОнлайн´ узнал, почему Москва Бо...

Синоптики пообещали москвичам кратковременный дождь и до +27 градусов 15 июня



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Телефонные мошенники в Москве получили условные сроки

Якутские школьники участвуют в историческом форуме «Маршал Жуков» в Музее Победы в Москве

В Киргизии влияние санкций Минфина США против российской банковской системы ощущалось всего один день

Эксперты увидели риск в концертах певицы Тейлор Свифт для ставки в Англии

Музыкальные новости

"Зенит" проведет в межсезонье три контрольные игры

Владимир Путин сенсационно получил ключевое признание от Н А Т О.

«Магнит» планирует строительство нового склада в Ленобласти

Группа Metallica даст виртуальный концерт в Fortnite 22 июня

Новости России

Зеленоградский маньяк Юрий Гриценко выходит на свободу

Тулячка завоевала сразу два призовых места на Всероссийской Специальной Олимпиаде

Спасатели начали поиски двух подростков на реке Урал в Магнитогорске

Reuters: Германия не дала принять новый пакет санкций против РФ

Экология в России и мире

Рубена Варданяна в бакинской тюрьме заставляли долго стоять, его лишали воды, ему не разрешали мыться и менять белье и одежду

Курорт «Горячинск» поддерживает «Балет на Байкале. Бурятия»

Новые портативные ирригаторы Revyline RL 630 Green скоро поступят в представительство марки в Махачкале

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Спорт в России и мире

Сафиуллин не смог пробиться во второй круг турнира ATP в Штутгарте

Самсонова вышла в четвертьфинал турнира WTA в Хертогенбосе

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне

Елена Рыбакина «заменила» Геннадия Головкина

Moscow.media

Летний Петербург. Старо - Калинкин мост

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

Новая технология моделирования ДНК ускорит биомедицинские исследования

Больше функций для комфорта: беспроводные клавиатуры Fstyler FBK26C AS, FBK27C AS и FBK36C AS от A4Tech







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *