احمد وحیدي: غیرقانوني افغان کډوال باید په ایران کې ونه اوسېږي
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي، غیرقانوني افغان کډوال باید په ایران کې ونه اوسېږي. د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور پر بنسټ وحیدي دا خبره د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته کړې ده. هغه زیاته کړې، هغه کډوال چې په قانوني ډول اوسېږي هغوي باید په یوه تعریف شوي چارچوب کې فعالیت وکړي. وحیدي ویلي، په ایران کې د کډوالو پر تنظیم کار کوي. د وحیدي له څرګندونو وړاندې، د پاکستان حکومت اعلان کړی چې څه باندې یو میلیون او اووه سوه زره غیرقانوني افغان کډوال باید د نومبر تر لومړۍ نېټې له دې هېواده ووځي. Читать дальше...