په ایران کې یو شمېر افغان کډوال: بد چلند راسره کیږي، وهل کیږو، شکنجه کیږو
په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې یوه ویډیو په دې ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کیږي. ډېری هغه کډوال چې د طالبانو لخوا د افغانستان له سقوط وروسته او د امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله د ایران په ګډون، ګاونډي هیوادونو ته پناه یووړه. په دې ویډیو کې لیدل کېږي، چې یو شمېر ایراني اتباع د افغان کډوالو پر کورونو د لرګیو او نورو وسایلو په وسیله برید کوي او له دوی څخه غواړي چې له هیواده یې ووځي. د ټولنیزو رسنیو ځينې کاروونکي چې دا ویډیو خپره کړې ادعا کوي چې دا پیښه د ایران په قزوین ښار کې شوې ده. Читать дальше...