Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2023

Новости за 30.10.2023

Pa.azadiradio.com 

نړیوال جام؛ افغانستان سریلانکا ته د ۷ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې خپله ۶مه سیالي د سریلانکا له لوبډلې د ۷ وېکټو په توپیر وګټله. افغانستان تر دې بریا وروسته د شپږو نومرو په لرلو سره د نومرو په جدول کې ۵م مقام ته ورسېد. افغانستان تر سریلانکا وړاندې پاکستان او انګلستان ته هم ماتې ورکړې وې. د ننۍ سیالۍ پچه افغان لوبډلې ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې وه. سریلانکا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۹.۳ اورونو کې ۲۴۱ منډې کړې وې. د سریلانکا یوازینی مخکښ توپوهونکی پتون نساکا و چې ۴۶ منډې یې کړې وې. په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسلام اباد کې د افغان ښځینه مدافع وکیلانو لاریون؛ د پناغوښتنې قضیې مو بشپړې کړئ

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې نن لسګونه هغو افغان ښځینه وو، چې وایي مخکې په افغانستان کې مدافع وکیلانې وې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) د دفتر مخ ته لاریون وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د دوی د پناغوښتنې قضیې دې ژر بشپړې او خوندي ځایونو ته دې ولېږدول شي. دوی چې د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) د دفتر مخ ته راټول شوي وو، ویل یې چې له دوو کلونو راهیسې یې د پناغوښتنې کېسونو ته پام نه کېږي او اوس له پاکستان څخه د جبري ایستلو له ګواښ سره هم مخ دي.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان ښځو ته د عدالت غوښتنې دوام؛جرمني کې د تحصن بله خېمه ودرول کیږي

د جرمني په ویپرفورټ ښار کې د ښځو د حقونو د فعالانو د تحصن درېیم پړاو پای ته ورسېد. تمنا زریاب پرياني چې د دې تحصن له پیلوونکو ده وايي، چې څلورمې پړوا لپاره به د تحصن خېمه د نومبر په ۱۸مه د جرمني په فرانکفورت ښار کې ودرول شي. د اغلې پرياني په خبره، که څه هم تر اوسه د دوی اعتراضونو کومه لویه مثبته پايله نه ده ورکړې، خو د "جنسي اپارتايد" په اړه بحثونه پیل شوي دي. هغه زیاتوي: "غږونه اورېدل شوي، خو مثبته پایله نه لري او هغه لویه لاسته راوړنه چې باید ولري، نه يې لري چې هغه په افغانستان کې د جنسیتي اپارتايت په رسمیت پېژندنه ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مالګې پر واردولو بندیز؛ یو شمېر سوداګر: راوړل یې اړین دي، افغانستان با کیفیته مالګه نه لري

د طالبانو حکومت افغانستان ته د خامې او پروسس شوې مالګې په واردولو بندیز لګولی او د افغانستان له کانونو څخه د مالګې په استخراج یې ټینګار کړی دی. د طالبانو د حکومت د خوړو او درملو ملي اداره وايي، دا پرېکړه د طالبانو د حکومت د اقتصادي کمېسیون له‌خوا شوې ده. د دې ادارې د خوړو د خوندیتوب عمومي رئیس نعمت الله ایوبي رسنیو ته په یوه استولي ویډیويي پیغام کې ویلي: " په کلني ډول باندې افغانستان ۳۰۰زره ټنه مالګې ته اړتيا لري، چې  ۱۶۰زره ټنه خوراکي مالګه او دغه شان ۱۴۰زره ټنه صنعتي مالګه کېږي. په کلني ډول... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نړیوال جام؛ سریلانکا افغانستان ته د ۲۴۲ منډو هدف وټاکه

د کرکټ نړیوال جام په ۳۰مې سیالۍ کې سریلانکا خپل ټول لوبغاړي په ۴۹.۳ اورونو کې له لاسه ورکړل او ۲۴۱ منډې یې وکړې. د دې لوبې پچه افغانستان ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې وه. سریلانکا ته په توپوهنه کې پتون نساکا ۴۶، لوبډلمشر ګوشال مېنډس ۳۹ او سدیرا سمراویکرما ۳۶ منډې وکړې. په افغان توپ اچوونکو کې بیا فضل حق فاروقي ۴، مجیب الرحمن ۲، راشد خان او عظمت الله یوه یوه وېکټ واخېسته. افغانستان به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.

Pa.azadiradio.com 

تورخم او سپین بولدک کې له ګڼه ګوڼې شکایت؛ ستنیدونکي کډوال: د وسایلو را اړولو ته څو ورځې انتظار باسو

د پاکستان د موقت حکومت له لوري ناقانونه کډوالو ته د وتلو په برخه کې د ورکړل شوي مهلت په نږدې کېدو سره، يو شمېر هغه افغان کډوال چې تازه له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي وايي، د تورخم او سپين بولدک پر دروازو د را اوښتو لپاره کډوال په ورځو ورځو انتظار باسي. دوی وايي، په دغو دروازو د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره ده چې له امله يې دوی له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي. د جليل په نوم يو افغان کډوال چې د کندز ولايت اوسېدونکی دی او تازه د تورخم له لارې افغانستان ته را اوښتی وايي، د کور توکي يې تر اوسه له دروازې ها... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات کې د زلزلو ټکانونه او سړه هوا؛ له کورونو وتلي کسان د خېمو کمښت سره مخ دي

په داسې حال کې چې په هرات ولایت کې له لومړۍ مرګونې زلزلې څخه څه دپاسه درې اوونۍ تیرې شوې دي، خو یو شمېر زیانمن کسان لا هم د خېمو له کمښت سره مخ دي او د ژمي سړې شپې په سختۍ تېروي. د خوړو نړیوال پروګرام (ډبليو، اف پي ) وايي، په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله زرګونه کسان اړ دي، چې له کورونو بهر یخې هوا ته ویده شي. د خوړو نړیوال پروګرام د یکشنبې په ورځ، پر خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، چې زيانمن شوي کسان د خپل ژوند د بیا رغونې لپاره د بیړنیو مرستو نه اخوا نور ډېر څه ته اړتیا لري. ياد سازمان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي: د غیرقانوني افغان کډوالو د ویستلو لپاره عملیات پیلوو

له پاکستانه د افغان کډوالو د ویستو د ضرب‌الاجل له را نږدې کېدو سره سم د دې هېواد د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته به د غیرقانوني افغان کډوالو د ویستو لپاره عملیات پیل کړي. د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي وايي، د نومبر په دویمه نېټه به د غیر قانوني افغان کډوالو د ویستو لپاره عملیات پیل کړي چې په کې به د دوی د نیولو او د کډوالو مرکزونو ته د لېږلو لپاره د دوی په استوګنځایونو چاپې هم ووهل شي. سرفراز بګټي تېره شپه جیو نیوز تلوېزیون سره مرکه وویل، دوی به... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

فريډم نېټورک وايي د قانون د جوړېدو سربېره هم په پاکستان کې خبریالان خوندي نه دي

د اکتوبر پر  ۲۹ مه سازمان خپل کلنی رپورټ خپور کړی چې پکې راغلي دي چې پاکستان د ايشيا لومړی ملک دی چې ژورنالستانو د ساتنې او حفاظت د پاره يې قانون جوړ کړی دی خو دا قانون تر اوسه سم عملي شوی نه دی او د خبریالانو ضد د رياستي او غير رياستي خلکو ګامونه زيات شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د کډوال یاداښتونه؛ یو افغان هټیوال له پاکستانه په شړل کېدو خپه دی

زه ویده وم چې زما د خور ټلیفون ته زنګ راغی. کله چې ټلیفون یې ځواب ورکړ، د دوی د رسنیو همکار هغه ته زنګ وهلی و او غږ یې له اندېښنو ډک و. کله چې د دوی خبرې پای ته ورسېدې، ما وپوښتل چې لیمې دومره سهار وختي د څه لپاره زنګ وهلی و؟ خور مې وویل: "د لیمې د کور مالک هغه له خپلې کورنۍ سره له کوره ځواب کړي و او یوازې تر ماښامه یې ورته فرصت ورکړی و چې کور پرېږدي." هغې د مرستې غوښتنه کوله ځکه چې دوی د اوسېدو بل ځای نه درلود او پرېکړه وشوه چې ددوی د ستونزې تر حل کېدو پورې به زمونږ کور کې اوسېږي. د ورځې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د افغان کډوالو لپاره مظاهرې شوې دي

د پاکستان حکومت لخوا د افغان کډوالو د نيولو او د هغوی بيرته افغانستان ته د استولو د اقدام پرضد په اسلام اباد، لاهور ، ملتان او کراچۍ کې عورت مارچ نومې تنظيم د اکتوبر پر ۲۹ احتجاجي مظاهرې کړې دي. دوی له نګران حکومته غوښتنه کړې چې افغان کډوال دې په زوره افغانستان ته نه ستنوي. خو حکومت وايي چې یوازې هغه بهرنیان له هېواده باسي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. تفصيل په ويډيو کې

Pa.azadiradio.com 

اسراییل د غزې دننه د ځمکنیو عملیاتو لپاره فشارونه زیات کړي

په غزه کې چارواکي د اسراییل د پراخو هوایي او توپچي بریدونو خبرداسې مهال ورکوي چې اسراییلي ځواکونو د ټانکونو په ملتیا دغې کلابندې شوې سیمه کې دننه د ځمکنیو عملیاتو لپاره فشارونه زیات کړي دي. له دې سره هممهاله د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره د نړیوالو غوښتنې زیاتې شوي دي. د اسراییل پوځ چې په غزه کې یې د ځمکنیو عملیاتو د پراخېدو لپاره فشارونه زیات کړي، وویل چې په وروستیو ورځو کې یې په غزه کې څه باندې ۶۰۰ پوځي هدفونه په نښه کړي دي. په غزه کې چې روان کړکېچ څلورمې اوونۍ ته داخل شوی، ملکي وګړي یې سخت... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ځانګړی رپورټ: د بلوچستان په کالجونو کې د پوهنتون ډګرۍ ورکولو پروګرام ته کتنه

د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو د کالجونو استادان وايي، په یادو سیمو کې د غربت او له کوټې ښار څخه د لرې والي له کبله زیاتره زده کوونکي تر کالج وروسته زده کړې پرېږدي. د دوی په وینا، دا زده کوونکي دومره وس نه لري چې د پوهنتونو لوړ فیسونه او له کوره لرې په هاسټلونو (لیلیو) کې د اوسېدو خرڅې برابرې کړي. د استادانو په وینا، حکومت ته پکار ده چې په کالجونو کې د پوهنتون په څېر ډګرۍ ورکوونکي پروګرام ته پام زیات او د هغه لپاره ضروریات پوره کړي. د دې هدف ترلاسه کولو لپاره په کالجونو کې د څلور کلنو زده کړو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان د سریلانکا پر وړاندې توپ اچونه کوي

د کرکټ نړیوال جام د ۳۰مې سیالۍ پچه افغانستان وګټله او سریلانکا ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. د افغانستان په یولس کسیز نوملړ کې یو بدلون راغلی چې د نوراحمد پرځای بېرته فضل حق فاروقي ته چانس ورکړل شوی دی. دا سیالي د هندوستان په پونې ښار کې ترسره کېږي. افغانستان له دې مخکې انګلستان او پاکستان ته ماتې ورکړې ده. د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ویلي چې د وروستیو بریا له کبله د افغان لوبډلې د لوبغاړو روحیه لوړه ده. د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بریا د افغانستان دننه او بهر په پراخه کچه وستایل شوه.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د هرات زلزله ځپلو سره د تاجکستان مرستې وستایلې

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د هرات له زلزله ځپلو سره د تاجکستان د بشري مرستو مننه کړې او دا ګام یې د ډېر ستاینې وړ بللی دی. د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن دوشنبې په خپله ایکسپاڼه کې کښلي چې د دغو مرستو لومړۍ جوپه چې تېره اوونۍ هرات ته رسېدلې، پکې خوراکي توکي، پوښاک، درمل او ځینې نور د بیارغونې او بېړني وضعیت د اړتیا وړ توکي شامل دي. د هغه په وینا، دغه مرسته د افغانستان لپاره د تاجکستان د ولسمشر د استازي صاحب جان او په کابل کې د تاجکستان د سفارت د ډیپلوماتانو مل پلاوي له لوري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام یوځل بیا له اړو افغانانو سره د مرستې غوښتنه وکړه

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' یوځل بیا له بسپنه ورکوونکو وغوښتل چې په افغانستان کې اړو کسانو ته د خوړو په برابرولو کې د دې پروګرام لاسنیوی وکړي. د دې پروګرام د افغانستان څانګې نن دوشنبې په خپله ټولنیزه شبکه ایکسپاڼه کې لیکلي چې تېر کال په افغانستان کې ۲۳ میلیون کسانو د خوړو پروګرام مرستې ترلاسه کړې او دا کار یوازې د بسپنه ورکوونکو لکه د اسټرالیا، چین، کویټ، فنلنډ او بریتانیا په څېر هېوادونو د سخاوتمندانه مرستو له لارې ممکن شوی و. د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې سږ کال یې د بودیجې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو افغانستان ته د پخې او خامې مالګې په واردولو بندیز ولګاوه

د طالبانو د حکومت د خوړو او درملو ملي ادارې اعلان وکړ چې له دې وروسته هېواد ته د پخې یا پروسس شوې او خامې مالګې واردات په مطلق ډول بند دي. د دې ادارې د خوندیتوب عمومي رییس ډاکتر نعیم الله ایوبي د دې ادارې په ټولنیزه شبکه ایکسپاڼه کې په یوه صوتي پیغام کې وایي چې دغه پرېکړه په هېواد کې د اړتیا وړ کافي مالګې تولید ته په پام د ریاست الوزرا د مقام له خوا شوې ده. هغه زیاته کړه چې په کلني ډول ۳۰۰ ټنه مالګه هېوادته واردېږي چې ۱۶۰ یې خوراکي او ۱۴۰ یې صنعتي مالګه ده حال دا چې د کانونو او پټرولیم وزارت... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

وېتنامی هنرمند له وړۍ او مالوچو د کورنیو ځناورو مجسمې جوړوي

یو وېتنامی هنرمند د وړۍ، مالوچو او ستنې په کارولو د سپیو او پیشوګانو مالکانو لپاره مجسمې جوړوي. د هغه د کار مقصد دا دی چې خلک د خپلو ګران بیه کورنیو ځناورو یادونه ژوندي وساتي. تفصیل د ای اېف پي خبري اژانس په ویډیويي راپور کې.

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ ابراهیم عبدالرحیمزي ۷ لوبغاړي سوځولي

د افغانستان کورنیو یو ورځنیو یا 'لېست اې' سیالیو په ترڅ کې نن د سپین غر او بند امیر لوبډلو ترمنځ سیالي پیل شوې چې د بند امیر ټوله لوبډله په ۳۷ منډو سوځېدلې ده. دا د افغانستان د 'لېست اې' سیالیو په تاریخ کې د یوې لوبډلې تر ټولو کمې منډې دي. د سپین غر په توپ اچونکو کې ابراهیم عبدالرحیمزي ۱۰ اورونه بشپړ کړي ۲۲ منډې یې ورکړي او ۷ لوبغاړي یې سوځولي دي. دغه راز وفادار مومند ۲ او افتاب عالم یوه وېکټ اخیستې ده. 'لېست اې' سیالۍ تېره ورځ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د ۵ لوبډلو په ګډون پیل شوې.

Pa.azadiradio.com 

د هند په جنوب کې د رېلګاډو د ټکر له کبله ۸ کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي

د هند په جنوب کې تېره شپه د دوو رېلګاډو په ټکر کې لږه تر لږه ۸ کسان مړه شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان شوي دي. پرېس ټرسټ اف انډیا د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې پېښه په اندرا پردېش ایالت کې شوې ده. د دې خبري اژانس د راپور له مخې پېښه وروسته له هغې وشوه چې یو رېلګاډی ټرافیکي اشارې ته له پام کولو پرته په تېز سرعت تېر شو. د پولیسو یوه چارواکي ویلي، په ټکر کې ۸ کسان مړه شوي، هاخوا د رېللارو یوه لوړپوړي چارواکي بیا له ۱۸ تر ۲۰ پورې د کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی. د هند صدراعظم نریندرا مودي په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سلګونو پارېدلو کسانو د روسیې د داغستان جمهوریت پر یوه هوايي ډګر هجوم وروړ

د سلګونو کسانو پارېدلې ډلې چې د یهودانو پر خلاف شعارونه ورکول، پرون د روسیې د داغستان جمهوریت چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان دي په مخاچ­کلا ښار کې پر یوه هوايي ډګر هجوم وروړ او دغه هوايي ډګر یې وتاړه. دا پېښه وروسته له هغې وشوه چې یوه الوتکه له اسراییل دغه هوايي ډګر ته ورسېده. د دې کړکېچ په وخت کې د بلو اضد پولیس هوايي ډګر ته ورسېدل. د بازا په نوم د ټلګرام کانال په حواله، په مخاچ­کلا کې د کورنیو چارو وزارت څانګې ویلي چې د ملي ګارډ د قطعاتو په ګډون اضافي ځواکونه د مسافرو د خوندیتوب لپاره لېږل شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو ایستل به ناورین رامنځته کړي

د ملګرو ملتونو ادارو په دې ژوره اندېښنه ښکاره کړه چې که د طالبانو د تعقیب له ډاره تښتېدلي افغانان د پاکستان له لوري افغانستان ته په زوره واستول شي، شکنجه او توقیف به شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري خبرداری ورکوي چې له پاکستانه د سلګونو زره افغان کډوالو په زوره ایستل به د بشري حقونو د یوه ناورین سبب شي. سبا د اکټوبر ۳۱ مه له پاکستان څخه د بې اسناده افغان کډوالو د وتلو لپاره د پاکستان د حکومت وروستی مهلت دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ او د کډوالۍ د نړیوالې ادارې د معلوماتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او سریلانکا کرکټ سیالي؛ شهیدي: د افغان لوبغاړو رحیه لوړه شوې

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او سریلانکا لوبډلې نن په نړیوال جام سیالیو کې له یو بل سره مخامخ شي. دا په روان جام سیالیو کې د دواړولوبډلو شپږمه مسابقه ده. افغانستان په تېرو ۵ سیالیو کې دوې ګټلي او درې بایللي، سریلانکا هم دوې ګټلي او دوې بایللي دي. نننۍ لوبه له دې کبله مهمه ده چې که هره لوبډله بریالۍ شي، احتمال شته چې د سیالیو بل پړاو ته لار ومومي. پرون د دې سیالۍ په درشل کې د افغانستان د لوبډلې کیپتان حشمت الله شهیدي په یوه خبري غونډه کې وویل چې د لوبغاړو روحیه یې د وروستي بري له کبله لوړه شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خیبرپښتونخوا په کورمه کې د فرقوي نښتو له کبله لږترلږه ۱۹ تنه وژل شوي

د خیبرپښتونخوا د کورمې په قبایلي سیمه کې په فرقوي نښتو کې لږترلږه ۱۹ تنه وژل شوي او ۳۸ نور ژوبل دي. د سیمې حکومتي چارواکو پرون وویل چې په دې سیمه کې د اکټوبر په ۲۳ وروسته له دې نښتې پیل شوې چې نامعلومو وسله والو پر شیعه کارګرو برید وکړ او دوه تنه یې ووژل. د سیمې اوسېدونکي وايي چې د کورمې په ۶ ځایونو کې فرقوي نښتې دوام لري او دواړه خواوې له سپکو او درنو وسلو پکې کار اخلي. ځايي اوسېدونکي د نښتو په نتیجه کې د مرګ ژوبلو شمېر زیات ښيي او وايي چې لږترلږه ۳۰ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل شوي دي. خو چارواکي د ۱۹ تنو وژل کېدا تاییدوي. Читать дальше...


Сотрудники Росгвардии совместно с представителями МВД обеспечили охрану общественного порядка в период проведения праздничных мероприятий, посвященных Дню весны и труда.

В Егорьевске капитально отремонтируют сети теплоснабжения протяженностью 2,4 км

На востоке Москвы загорелся завод по производству искусственного камня

Почти 80 специалистов переехали в Мурманскую область за первый год работы службы «Курс на Север»



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Магнитная буря 2 мая может спровоцировать северное сияние в Москве

SOS, SOS, SOS! Прямо сейчас здоровью грозит необычная солнечная буря

Третья по силе магнитная буря за 2024 год началась в России

Обвалилась кровля На горящем заводе в Москве удалось локализовать огонь

Музыкальные новости

В Евпатории появится уютный жилой квартал “Кубики”

Регионы Россия, Культура Детям, Концерт Победы: Театр кукол Ульгэр поздравляет "Вальсом Победы" земляков

"Вальс Победы" покажет Театр Ульгэр в честь Дня Победы, Россия, Культура Дети, Концерт

Консультации. Составление Договоров. Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.

Новости России

Москвичи потребовали отменить решение о строительстве ТЦ в Люблино

Тверская область: ввозили хлопок из Казахстана, саженцы из Германии

Магнитная буря 2 мая может спровоцировать северное сияние в Москве

В подмосковном Клину наблюдали северное сияние

Экология в России и мире

ЗЕЛЕНЬ для здоровья мужчин и женщин: советы аюрведы

Актерское агентство Киноактер. Актерское агентство в Москве.

Доля свободных площадей в ТЦ Москвы к лету может сократиться до 6 процентов

Несколько вопросов и ответов для подростков про Инфекции, Передающиеся Половым Путем

Спорт в России и мире

Россиянка Полина Михайлова стала чемпионкой Франции по настольному теннису

Медведев сыграет с Бубликом в Мадриде 

Рыбакина узнала неприятную новость перед "казахстанским дерби"

Потапова и Павлюченкова вышли в полуфинал турнира WTA в Мадриде в парном разряде

Moscow.media

Музеи Твери. Лисичкины сказки

В преддверии Дня Победы в Великой Отечественной войне росгвардеец рассказал о поисковой деятельности

Цветочный водоворот

Сегодня свой 70-летний юбилей отмечает Заслуженный спасатель Российской Федерации Пётр Алексеевич Спичев







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *