د هسپانیا یوې محکمې د نایټ کلبونو د اور لګیدو پېښه کې د ۱۳ تنو د مړینې تحقیقات پيل کړل
په هسپانیا کې یوې محکمې، په نایټ کلبونو کې د اورلګېدو په پېښه کې د ۱۳ کسانو د مړینې په باب جنايي تحقیقات پیل کړي دي. په جنوب ختیځه سیمه مورسیا کې د یکشنبې په ورځ په درېیو نایټ کلبونو کې د اورلګېدنې پېښه په څو لسیزو کې بېسارې ګڼل شوې ده. دې اور، چې چارواکي وايي علت یې لا معلوم نه دی، دوه نایټ کلبونه تر حد زیات تخریب کړل. محلي چارواکو ویلي، که څه هم دغو دوو نایټ کلبونو ته یو کال مخکې خبرداری ورکړل شوی و، چې له قانوني جواز پرته دې فعالیت نه کوي، خو بیا هم پرانیستي وو. د محکمې قاضي اوس د قربانیانو... Читать дальше...