کابل کې له موټربم چاودنې وروسته وسلهواله حمله پای ته ورسېده
کابل ښار له اوږدې مودې وروسته نن شپه ناوخته د یوې درنې چاودنې او ورپسې د یوې وسلهوالې حملې شاهد و. د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه حمله د ټولو حمله کوونکو په وژلو شره پای ته ورسېده، خو د ټولو حمله کوونکو دقیق شمېر یې په ډاګه نهکړ. د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ چې د سې شنبې «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۲» ماښام ناوخته شااوخوا ۰۸:۰۰ بجې د کابل ښار د ۱۰مې حوزې د شېرپور سیمه کې "ترورېستانو" له چاودېدونکو موادو ډک موټر ته چاودنه ورکړه او ورسته یو شمېر وسلهوال حمله کوونکي استوګنیزو کورونو ته ننوتل او له افغان ځواکونو سرهیې نښته پيل کړه. Читать дальше...