Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2021

Новости за 08.08.2021

Pa.azadiradio.com 

د دوا خان مینه‌پال فاتحه نن په کابل کې واخیستل شوه

د افغانستان حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز د وژل شوي مشر دوا خان مینه‌پال فاتحه نن په کابل کې واخیستل شوه. د مرحوم مینه‌پال د فاتحې مراسم د کابل په عیدګاه جومات کې د هغه د کورنۍ، همکارانو، دوستانو او د زابل او کندهار ولایتونو د مشرانو له لوري نیول شوي و چې په‌کې حکومتي لوړپوړو چارواکو او عامو خلکو برخه اخیستې وه. دوا خان مینه‌پال د تېرې جمعې په ورځ د کابل د اوومې ناحیې اړوند د دارالامان په سیمه کې ترور شو، د وژنې مسؤلیت‌یې وسله‌والو طالبانو پر غاړه واخیست. د مینه‌پال وژل کېدل په ملي او نړیواله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سرپل والي: طالبانو د سرپل ښار او ټولې ادارې نیولي

د سرپل والي عبدالحق شفق تأیید کړه چې د سرپل ښار سقوط کړی او طالبانو په دې ښار کې ټولې ادارې نیولې دي. ښاغلي شفق ازادي راډیو ته وویل چې اوس په ښار کې جنګ درېدلی دی.  ښاغلی شفق زیاتوي: "سرپل نن سهار په پاو کم څلورو بجو سقوط وکړ او طالبانو دغه ښار نیولی او اوس په ښار کې جګړه درېدلې ده." دا لومړی ځل دی چې یو جګپوړی چارواکی د طالبانو په لاس د سرپل نیول کېدل تأییدوي. تر دې مخکې طالبانو پر سرپل سربېره د کندز ښار د نیولو ادعا هم کړې وه، خو دفاع وزارت ویلي چې کمانډو ځواکونه په دې ښار کې له طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پکتیا کې چاودنې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي ووژل او دوه نور ټپيان دي

په پکتیا کې چارواکي د ماین چاودنې په یوه پېښه کې د یوې کورنۍ د ۱۲ غړو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.  د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند حیات‌الله نظامي ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه تېره شپه د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ اړوند د چینو کلي په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې پر یوه سراچه ډوله موټر چې د یوې کورنۍ غړي په‌کې سپاره و، د وسله‌والو طالبانو له لوري خښ شوی ماین وچاودېد. نظامي وایي، په دې چاودنه کې د یوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي او دوه ماشومان ټپیان شوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د ملګرو ملتونو له اداري فساد سره د مبارزې کنوانسیون سره یوځای شو

فساد هغه پدیده چې د ورکولو په برخه کې یې د افغانستان حکومت څو کلنې هڅې له نیوکو سره مخ دي، خو تازه د دغه هېواد د اداري فساد په وړاندې د مبارزې کمېسیون، د اداري فساد په وړاندې د مبارزې کنوانسیون لاسلیک کړ چې د فساد سره د مبارزې په برخه کې د دغه هېواد د دولت ژمنتیا پیاوړې کوي. د دغه کمېسیون رئیس عبدالقیوم نظامي د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۷» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دغه سند په لاسلیک سره به د فساد سره د مبارزې پروګرام لا روڼ شي. ښاغلی نظامي زیاتوي: "موږ د عملي پلان اوږدمهاله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا کې د کرونا تازه کړکېچ؛ یو ځل بیا هره ورځ په اوسط ډول ۱۰۰ زره پېښې ثبتېږي

امریکا یو ځل بیا هره ورځ په اوسط ډول ۱۰۰ زره د 'کووېډ-۱۹' مثبتې پېښې ثبتوي.  د مثبتو پېښو په دومره شمېر سره وضعیت بېرته هغسې شوی دی لکه د تېر کال په ژمي کې.   د امریکا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مرکزونو رئیسې روشیل والنسکي سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون ته ویلي چې که خلک واکسین نه‌شي، ښايي د ورځې مثبتې پېښې څو لکو ته ورسېږي، هماغسې لکه د روان کال په جنورۍ میاشت کې چې پېښې اوج ته رسېدلې وې.   روغتیايي چارواکي اندېښنه لري چې دا ناروغي او مړینې به تر هغو روانې وي چې نور امریکايان هم له شته واکیسن استفاده ونه‌کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت: طالبان د کندز او سرپل ښارونو ته دننه شوي او درنه جګړه روانه ده

د زرنج او شبرغان له نیولو وروسته، طالبانو له تېرې شپې راهیسې په سرپل او کندز ښارونو درنه جګړه پیل کړې. د افغانستان حکومت مني چې طالبان دې دوو ښارونو ته دننه شوي، خو د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ دي. د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواري د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۷» ازادي راډیو ته رالېږلي پیغام کې لیکلي "طالبانو له تېرې شپې راهیسې پر سرپل او کندز بریدونه پیل کړل او اوس په دې ښارونو درنه جګړه روانه ده." طالبان بیا د دې دوو ښارونو د نیولو ادعا کوي.  د دې ډلې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جو بایډن وايي د طالبانو د حملو په وړاندې د مشرتابه او ارادې وخت دی

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه ټویټ کې ویلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن احساس کوي او دا یې ویلي چې افغان حکومت او افغان امنیتي ځواکونه د بریا لپاره روزنه، تجهیزات او غړي لري او اوس د طالبانو د حملو او تاوتریخوالي په وړاندې د مشرتابه او ارادې وخت دی. ولسمشر بایډن په داسې حال کې پر افغان حکومت او افغان امنیتي ځواکونو حساب کوي چې د رسنیو د راپورونو له مخې نوموړي د «بي-۵۲» او  د سپکټر په نوم په وسلو سمبالو الوتکو ته امر کړی چې په افغانستان کې طالبان په نښه کړي.  د افغانستان دفاع وزارت وايي، د امریکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: وسله‌والو طالبانو د پنجشېر او لغمان ترمنځ استانه کلان سیمې برید کړی

د پنجشېر سیمه‌ییز چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو د دې ولایت د ابشار او د لغمان ولایت د شاهین ولسوالۍ ترمنځ د استانه کلان پر سیمې برید کړی دی.  د ابشار ولسوال محمد سهراب دا خبره تأیید کړه او ویې‌ویل چې په دې سیمه کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې سختې شوې دي. هغه په دې نښتو کې دواړو لورو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه ونه‌ویل او د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې طالبانو پرون د دې ولسوالۍ یو شمېر سیمې ونیولې او ځان‌یې مرکز ته نږدې ور رسولی دی. دغه ادعا د پنجشېر سیمه‌ییزو چارواکو رد کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران د اټمي تړون په اړه د ځنډېدلو خبرو 'پیلولو' ته چمتو دی

د اروپایي ټولنې یو جګپوړی چارواکی وایي چې ایران چمتو دی چې د اټمي تړون په اړه ځنډېدلې خبرې د سپټمبر میاشتې په لومړیو کې پیل کړي.  فرانسپرس او ډي‌پي‌اې اژانسونو نن په جلا راپورونو کې د یوه جګپوړي چارواکي له قوله چې د خپل نوم نه‌ښودلو په شرط‌یې څرګندونې کړي، ویلي چې ایراني استازو په وروستیو ورځو کې ورته دا ډاډ ورکړی چې خبرې به په ویانا کې بېرته پیل شي.  دغه چارواکي ویلي چې د ایران د اټمي پروګرام په اړه د اروپایي ټولنې مرکچي اینریکي مورا تېره اوونۍ په تهران کې د ایران د نوي ولسمشر ابراهیم رئیسي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا څه باندې ۱۰۷ زره مثبتې پېښې ثبت کړې

د امریکا متحده ایالات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا د څه باندې ۱۰۷ زره مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکوي. تر ژمي وروسته دا لومړی ځل دی چې په دې هېواد کې دومره کسان په دې موده کې پر کرونا اخته کېږي. د امریکا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول د مرکز مشر روچیل ولینسکي تېر ماښام سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون ته وویل چې که خلک واکسین ونه‌لګوي، ښایي په یوه شپه او ورځ کې په سلګونه زره کسان پر دغه ویروس اخته شي.  د امریکایي روغتیایي چارواکو په باور په دې هېواد کې د کرونا د دېلټا بڼه په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او په عین حال کې یو شمېر خلک نه‌غواړي چې ځان واکسین کړي.

Pa.azadiradio.com 

جاپان به نن د المپیک مشال مړ او د المپیک دوبنۍ لوبې به پای ته ورسوي

جاپان به نن د المپیک مشال مړ کړي او د المپیک دوبنۍ لوبې به چې د خپرې شوې کرونا وباله امله په یوه کال ځنډ ترسره شوې، نن پای ته ورسوي. د دغې وبا له خپرېدو سره سره داسې ښکاري چې د دغو لوبو تنظیموونکي توانېدلي چې دغه لوبې چې شااوخوا ۵۰ زره لوبغاړو په‌کې ګډون کړی و، د کرونا په زیات سرایت بدلې نه‌شي. په داسې حال کې چې په سیمه کې د کرونا ډېلټا بڼه خپره شوې، په توکیو کې په یوه ورځ کې په متوسط ډول پر کرونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر له پنځو زرو اوښتی.  چین د دغو لوبو د سرو زرو تر ټولو زیات مډالونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملي ارمان: افغانستان کې ورور وژنه، د مالونو تالا کېدل او چور روان دی

په کابل کې چاپېدونکو ورځپاڼو په خپلو نننيو ګنو کې په هېواد کې روانو جګړو او د طالبانو له لوري د بشري حقونو نقض په اړه سرمقالې لیکلې دي. ملي ارمان ملي ارمان ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي، په افغانستان کې ورور وژنه، د مالونو تالا کېدل او چور روان دی.‌ د سرمقالې لیکوال ليکي، پاکستان په ټول توان سره خپلې هڅې روانې کړي چې اسلامي امارت بيا ځلي په افغانانو ومني. په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې طالبان د جګړې په ميدان کې د خلکو له کورونو کار اخلي او افغان پوځ پرې هم بې‌درېغه بریدونه کوي.  سرمقاله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایراني چارواکي: د زرنج له سقوط وروسته مو افغانستان سره پوله وتړله

ایراني چارواکي وايي، وروسته له دې چې طالبانو د نیمروز مرکز زرنج ونیوه، له افغانستان سره‌یې خپله پوله بنده کړې ده.  د ایران د سیستان او بلوچستان د والي امنیتي مرستیال محمد هادي مرعشي وویل، پر زرنج ښار د طالبانو له حملې وروسته د سیستان په میلک سیمه کې یې له افغانستان سره پوله بنده کړې او ۲۷۰ ایراني کانتینرونه‌یې له افغانستان څخه بېرته ایران ته ورګرځولي دي.  ایران دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې د طالبانو لاس ته د زرنج ښار له لوېدو وروسته له نیمروز څخه ایران ته د افغانانو د پناه وړلو لړۍ چټکه شوه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت: امریکايي الوتکو شبرغان کې پر طالبانو بمبار کړی

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د امریکا «بي-۵۲» الوتکو د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې پر طالبانو بمباري کړې ده.  د دفاع وزارت ویاند فواد امان پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا برید پرون ماښام شپږ نیمې بجې وشو او طالبانو ته‌یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.  د فواد امان په وینا د امریکايي الوتکې په بمبارۍ کې د طالبانو د ډېر شمېر وسلو او مهماتو ترڅنګ د هغو تر سلو ډېرې نقلیه وسیلې هم ویجاړې شوې دي. پرون ټایمز او مېل ورځپاڼو د امریکا د دفاع وزارت د سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې ولسمشر بایډن «بي-۵۲» او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندز ښار ځینو سیمو ته د طالبانو ننوتل او د خلکو امنیت په اړه د چارواکو ډاډ

سره له دې چې نن سهار وختي وسله‌وال طالبان د کندز ښار ځینو سیمو ته ننوتي، د دغه ولایت چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي چې امنیت به‌یې خوندي کړي.  راپورونه وايي چې د ښار په ځینو برخو کې خورې ورې نښتې روانې دي، خو مهمې دولتي ودانۍ لکه د ولایت مقام، امنیه قومانداني، د ملي امنیت ریاست، هوايي ډګر، ښاروالي او نورې دولتي ادارې د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دي.  کندز تر دې وړاندې دوه ځلې د وسله‌والو طالبانو لاس ته د لنډ وخت لپاره لوېدلی و.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې جګړو او وچکالۍ په خوارځواکۍ اخته ماشومانو شمېر تر '۳ ملیونو' اړولی

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف د جګړو شدت او وچکالۍ ته په پام سره روان وضعیت ویجاړوونکی وباله او وايي چې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر یې تر درېیو ملیونو اړولی دی. د یونېسف د ساحوي عملیاتي چارو لوی مشر مصطفی بن مسعود (Mustapha Ben Messaoud) ازادي راډیو ته وویل، تر ډېره ماشومان اغېزمن شوي دي. ښاغلی مسعود زیاتوي: "دا یو ویجاړوونکی خبر دی چې له بده مرغه حیرانوونکی نه‌دی. په وروستیو اوونیو کې د جګړو له شدت سره جوخت وچکالۍ هم دا کال لا وژونکي او ویجاړوونکي پړاو ته داخل کړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندز کې د «نوي ارچي کانال» د دوهمې برخې د جوړولو چارې نږدې نیمايي بشپړې شوې

په کندز ولایت کې د «نوي ارچي کانال» د دوهمې برخې د جوړولو عملي چارې نږدې نیمايي بشپړې شوې دي. د اوبو د تنظیم ملي ادارې ویاند نظام خپلواک پرون په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دغه کانال د اوبو د مدیریت، د ځمکو خړوبولو او خلکو ته د کار پیدا کولو په موخه جوړېږي. اوس‌مهال یې ۴۰ سلنه چارې مخ ته تللې دي. دغه کانال ۳،۶۰۰ هکټاره ځمکه خړوبوي او په زرګونه هېوادوال به ترې ګټه اخلي." ښاغلي خپلواک دقیقاً ونه‌ویل چې د دغه کانال جوړولو چارې به کله بشپړېږي.

Pa.azadiradio.com 

د کندهار هوايي ډګر الوتنې ښايي نن بېرته په عادي ډول پیل شي

د کندهار د هوايي ډګر مسؤل هیله‌من دی چې نن یکشنبه به بېرته الوتنې په عادي ډول پیل شي. پرون هوايي ډګر ته څېرمه د دوو راکټونو د لګېدو له کبله چې زیان‌یې نه‌و اړولی، د الوتنو بهیر ټکنی شو. د هوايي ډګر مسؤل مسعود پښتون ازادي راډیو ته وویل، توغندي داسې وخت لګېدلي چې له کابله د کام‌ایر هوايي شرکت یوه الوتکه د ناستې په حال کې وه، خو الوتکه له کېناستو پرته بېرته کابل ته ستنه شوې ده. د زمري/اسد پر نهمه هم د کندهار پر هوايي ډګر توغندي ویشتل شوي وو چې د الوتکو رنوې یې تخریب کړې وه او د الوتنو بهیر یې ټکنی کړی و.

Pa.azadiradio.com 

هندوستان د جانسن انډ جانسن کرونا ضد واکسین اضطراري لګولو ته اجازه ورکړه

هندوستان پرون شنبه د جانسن انډ جانسن په نوم د کرونا ضد واکسین اضطراري لګولو ته اجازه ورکړه. هندوستان دغه واکسین ته چې په یوه ډوز کې خلکو ته لګول کېږي، داسې مهال اجازه ورکوي چې د خپلو وګړو د خوندیتوب کمپاین‌یې پراخ کړی دی. د روغتیا وزیر منسوخ مانداویا (Mansukh Mandaviya) وویل، له دې سره به په هند کې د کرونا وبا په وړاندې مبارزه لا پیاوړې شي. په دغه هېواد کې د جون له نیمايي د کرونا د نوې څپې  پر مهال په دوو میاشتو کې لږترلږه ۲۰۰ زره کسان مړه شوي دي. په دغه هېواد کې چې یو میلیارد او څه باندې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تایلنډ کې تر زرو زیاتو حکومت ضد اعتراض کوونکو له پولیسو سره شخړه وکړه

په تایلنډ کې تر زرو زیاتو حکومت ضد اعتراض کوونکو پرون له پولیسو سره شخړه وکړه. دغو اعتراض کوونکو چې د حکومت پر ضد په مظاهره راوتلي پر حکومت تور لګاوه چې د کرونا ویروس په کنټرول او له دې درکه د اقتصاد د رکود په مخنیوي کې پاتې راغلی. یوه برخه‌وال روېټرز اژانس ته وویل: "موږ غواړو چې اقتصاد مو بېرته وغوړېږي، موږ کارونه او عواید نه‌لرو. له اعتراض پرته بله لار نه‌لرو." د تایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې د بریا په نوم یادګاري څلي ته نږدې شااوخوا ۱۰۰ پولیسو د اعتراض کوونکو د تیت و پرک کولو هڅه وکړه. دوی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یونان کې سلګونه مأمورانو ځنګلونو کې د لګېدلي اور مړه کولو ته دوام ورکړ

پرون شنبه هم په یونان کې د اور وژنې په سلګونه مأمورانو په ځنګلونو کې د لګېدلي اور د مړه کولو چارو ته دوام ورکړ. د دغه پراخ اور له کبله چې د ریکارډ تر سطحې یې زیاتې ځنګلي سیمې لاندې کړي، په زرګونه کورنۍ کډې کولو ته مجبوره کړي دي. بل‌خوا په ترکیه کې چې هلته هم په ځینو ځنګلونو کې اور بل شوی، پرون درنو بارانونو د اور لمبې یو څه کمې کړې. په یونان کې ۱،۴۵۰ تنه اور وژونکي چې ځیني یې له نورو هېوادونو ورغلي، د ۱۵ الوتکو په مرسته د اور د مړه کولو هڅه کوي. پرون په یونان کې د حرارت درجه ۳۸ ته لوړه شوې وه او اټکل دا دی چې اور به نور هم دوام کوي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پر ښارونو د بریدونو غندنه؛ بایډن پر طالبانو د 'هوايي حملو امر' وکړ

امریکا متحده ایالات وايي، د افغانستان پر ښارونو د وسله‌والو طالبانو له تاوتریخوالي ډک بریدونه غندي. په کابل کې د امریکا سفارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، په دغو مواردو کې د  جمعې په ورځ په غیر قانوني ډول د نیمروز د مرکز زرنج ښار، پرون شنبه د جوزجان د مرکز شبرغان او تر هغه مخکې د هلمند د مرکز لښکرګاه او د نورو ولایتونو د مرکزونو د نیولو لپاره بریدونه شامل دي. د سفارت په اعلامیه کې راغلي، د طالبانو هغه اقدامات چې په زوره د خپل حاکمیت د تپلو لپاره‌یې کوي د منلو وړ نه‌دي او د دوحې د سولې له پروسې... Читать дальше...


Москва. Проблемы Гольяново обсудили в Госдуме: диалог о дорогах и реновации на Байкальской

«Российская газета»: Депутат Госдумы Сергей Гаврилов предложил усилить защиту жилищных и имущественных прав детей

Более 540 километров новых дорог построят в Москве

Тарасова назвала баннер с фото Исинбаевой в Париже рекламой российского спорта



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Ефимов: Почти 10% строящейся нежилой недвижимости приходится на социальную инфраструктуру

В селе Шаховское простятся с бойцов СВО

Тарасова назвала баннер с фото Исинбаевой в Париже рекламой российского спорта

Военно-спортивную игру для юнармейцев провели в Домодедове

Музыкальные новости

Академия Плющенко требует почти два миллиона со сбежавшей от них юной спортсменки

«Солнечная Азбука» в особом семейном центре «Семь-Я»

Новости и Культура, Дети и Россия: кукольный Театр Ульгэр выступил в Улан-Улан-Удэ в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник

Поражения Шубенкова и Савлукова, осечка Кнороз и двойной триумф Макаренко: чем запомнился «Мемориал Знаменских»

Новости России

Можно ли найти новых «японцев» и «корейцев» за 2 млн рублей у российских дилеров? Легко

Москва. Проблемы Гольяново обсудили в Госдуме: диалог о дорогах и реновации на Байкальской

Более 540 километров новых дорог построят в Москве

В селе Шаховское простятся с бойцов СВО

Экология в России и мире

Джомба, суттуг шай, кучу и другими видами чая в регионах России могут насладиться российские туристы

Befree запускает сайт для поиска талантов

Какие украшения будут в моде летом 2024 – подборка стилиста «585*ЗОЛОТОЙ»

С чем носить юбку этим летом: примеры стильных образов

Спорт в России и мире

Теннисист Медведев снялся с турнира ATP в Нидерландах из-за травмы

Уимблдон и Олимпиада? Что нужно знать о планах Рыбакиной после Ролан Гаррос

Андреева рассказала о своих планах на предстоящий матч с Соболенко во Франции

Каспер Рууд: «Не буду выступать на турнирах перед «Уимблдоном», но на нем, конечно, сыграю»

Moscow.media

Такси в 7 раз чаще попадает в ДТП, чем обычные автомобилисты — изучаем аварийность на дорогах

«Грузовичкоф» выступил в Санкт-Петербургской торгово-промышленной палате с предложениями для развития отрасли

Ученые нашли «выключатель» болезни Паркинсона

Хакеры начали «прикидываться» соискателями и подсовывать вредоносные ссылки







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *