Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2021

Новости за 14.08.2021

Pa.azadiradio.com 

د ځینو ولایتونو سقوط؛ ملکي کارکوونکي: له ۲ میاشتو مو معاشونه نه دي اخیستي

د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې جګړو او سقوط د ملکي ادارو کار کوونکي سخت اندېښمن کړي. دوی وايي، له هغې وروسته چې طالبانو ځینې ولایتونه ونیول او یو شمېر ملکي ادارې ورانې شوې د دوی معاشونه هم ځنډیدلي دي. د کندهار ولایت اوسیدونکی جاوېد عابد وايي:" زه له کندهاره د دې لپاره را مهاجر شوم چې خپل سر مې خوندي نه احساسوو، زه یو دولتي کار کوونکی وم، د تېرو دوو میاشتو معاش مې نه دی اخیستی دلیل هم وروستي جګړې دي او زه نه پوهېږم چې څه ډول به دغه معاش موږ ته راکول کېږي." له بغلان ولایته راکډه شوي ګلبدین هم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قطر: طالبان دې افغانستان کې خپلې حملې بندې او اوربند وکړي

قطر له طالبانو غوښتي دي چې په افغانستان کې خپلې حملې بندې او اوربند وکړي.  د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې قطر نن- شنبې د دې هېواد په پلازمېنه دوحه کې په یوه غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ چې خپل یرغلیز عملیات بند کړي او د اوربند غوښتنې ومني.  طالبانو له دې مخکې د اوربند لپاره پخوانۍ غوښتنې رد کړې وې، خو د قطر د غوښتې په اړه چې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی، دې ډلې تراوسه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

عطا محمد نور: پر مزار شریف د طالبانو حملې شنډې شوې

په شمال کې د طالبانو پر ضد د جګړې قوماندان جنرال عطا محمد نور وايي چې پر مزار شریف ښار د طالبانو نننۍ حملې یې شنډې کړي دي.  ښاغلي نور خبریالانو ته وویل چې طالبان د ښار تر لویدیځې دروازې رسېدلي وو، خو له درنو تلفاتو وروسته له دې سیمو واېستل شول: "دښمن پر امنیتي کمربند برید کړی و، خو د وسله والو ځواکونو، مجاهدینو او پاڅونوالو د مېړانې په نتیجه کې دا سیمې مو بېرته ونیولې." له دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې دوی پر مزارشریف ښار له څلورو خواوو حملې کړي دي.  جنرال عطامحمد نور پرون... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راپورونه: میدان ښار کې درنې نښتې شوي

د میدان وردګو له مرکز میدان ښاره د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د درنو نښتو راپورونه را رسېدلي.  چارواکو د دې نښتو په اړه څه نه دي ویلي، خو د میدان وردګو د ولایتي شورا مرستیال شریف الله هوتک ازادي راډیو ته وویل چې په نننۍ جګړه کې ملکي وګړي هم زیانمن شوي دي: "دا جګړه د ولایت د مقام، صحت عامې او ولایتي شورا سیمه کې و. ملکيانو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده. همدا راز کورونه او عامه شتمنۍ ویجاړې شوي. جګړه ډېره شدیده وه." میدان ښار د کابل لویدیځه دروازه بلل کېږي او که سقوط وکړي نو له پُل علم وروسته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلوچستان کې د پاکستان درې پوځي سرتیري وژل شوي

د پاکستان امنیتي ځواکونو درې تنه وسله وال نن په ناامنه بلوچستان ایالت کې په یوه نښته کې ووژل.  د پاکستان پوځ نن په یوه مختصر بیان کې وویل، د دواړو خواوو ترمنځ نښته وروسته له هغه پیل شوه چې وسله والو د لورلایي ولسوالۍ شارېګ سیمې ته نژدې د امنیتي ځواکونو بر موټر برید وکړ.  د پوځ بیان زیاتوي چې په دې نښته کې یو دولتي سرتېري وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.   د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو بلوڅ بېلتونپالو مخکې خبرداری ورکړی و چې د اګسټ د ۱۴مې د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې به مناسبت به  حملې وکړي.

Pa.azadiradio.com 

امریکا د ایران د تېلو پر قاچاقبرانو او کمپنیو بندیزونه اعلان کړي

متحدو ایالاتونو د ایران د تېلو پر قاچاقبرانو او یو شمېر کمپنیو چې د چارواکو په وینا د سپاه پاسداران د اړوند قدس ځواک لپاره یې د ملاتړ د جلبولو هڅه کوله بندیزونه اعلان کړي دي.  د امریکا د خزانې وزارت وايي، په دې ترڅ کې د عمان د تېلو پر سوداګر رشید الحبسي او څو تجارتي کمپنیو چې دوه په عمان کې، یوه په لایبریا او یوه په رومانیا کې دېره دي بندیزونه لګول شوي دي.   د دې اقدام پر اساس د دې کمپنیو شتمنۍ کنګل کېږي او په ټوله کې امریکايي وګړي نه شي کولای له دوی سره معاملې وکړي.  د امریکا د بهرنیو چارو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرونا؛ امریکا د اخته کسانو د درملنې لپاره کافي بسترونه نه لري

د امریکا په څو ایالاتونو کې د روغتونونو چارواکي وايي چې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو د علاج لپاره کافي بسترونه نه لري.  د الاباما ایالت والي کای اېوي پرون جمعه وروسته له هغه بېړنی حالت اعلان کړ چې د امریکا د دې جنوبي ایالت روغتیايي چارواکو د کووېډ- ۱۹ د ناروغانو د مواردو د زیاتېدو خبر ورکړ. ښاغلي اېوي وویل، د بېړني حالت د اعلان هدف دا دی چې د روغتیايي خدماتو د مسوولانو د فعالیت چارې اسانه شي.  په اورېګان ایالت کې هم چې سیمه ییز حکومت له روغتونونو او روغتیاپالانو سره د مرستې لپاره د ملي ګارد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غني: د افغان ځواکونو بیا انسجام راته لومړیتوب لري، جدي اقدامات کېږي

د افغانستان په ولایتونو د طالبانو د ولکې په پراخېدو سره، افغان جمهور رییس محمد اشرف غني وايي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا انسجام ورته لومړیتوب لري او په دې برخه کې جدي اقدامات تر لاس لاندې دي. ښاغلي غني، د شنبې په ورځ په یوه ټلوېزوني پیغام کې ملت ته په خطاب کې وویل، هڅې روانې دي چې د بې ثباتۍ له لا پراختیا، تاوتریخوالي او د خلکو له بې برخلیک کېدو مخنیوی وشي. دی وايي: "په داسې حال کې پوهېږم چې د حال او راتلونکي په اړه اندېښمن یاست، تاسې ته ډاډ درکوم چې د جمهور رییس په توګه مو زما هڅه پر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یوه لویه برخه امریکایي سرتیري کابل ته راغلي او سلګونه بریتانوي لا په لاره دي

د امریکایي ځواکونو یوه ډله په داسې حال کې بېرته کابل ته راستنه شوې چې په افغانستان کې ناامني په بې ساري توګه زیاته شوې او د دې هېواد له نیمایي زیات ولایتونه د طالبانو لاسته لوېدلي دي. لویديځو رسنیو راپور ورکړی چې دا امریکایي سرتیري تېره شپه کابل ته راغلي او سلګونه نور هم افغانستان ته د راتلو په حال کې دي. د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، پر امریکایي سرتیرو سربیره، شااوخوا ۶ سوه بریتانوي ځواکونه هم دې هېواد ته راځي. په ظاهره د دې ځواکونو دنده، له افغانستانه د امریکا او بریتانیا د سفارتونو د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر بیا زیات شوی

د امریکا په متحدو ایالاتونو کې په کرونا وبا د اخته شوېو کسانو شمېر یو وار بیا زیات شوی دی.  د الاباما ایالت والي کې ایفي پرون جمعه د کرونا تازه څپه د سمندرونو څپو ته ورته وبلله، ویې ویل چې د کرونا وبا د امریکا په دغه جنوبي ایالت کې د طبي خدماتو پر وړاندې کوونکو سخت فشار راوړی دی دی.  کې ایفي په خپل ایالت کې فوق العاده حالت اعلان کړی دی.  د ده په وینا، بیړنی حالت یې د دې لپاره اعلان کړی چې د روغتیايي خدماتو څارونکو ته اسانتیا رامنځته شي.  د امریکا په ډېرو هغو ایالاتونو کې چې جمهوریپالان په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تازه طالبانو د افغانستان د ۵ ولایتونو پر مرکزونو بریدونه پیل کړي

طالبانو د افغانستان د ۱۸ ولایتونو پر ښارونو د ولکې ټینګولو وروسته، له تېرې شپې راهیسې په پنځو نورو ښارونو بریدونه پیل کړي. د پکتیکا ښرنه، د پکتیا ګردېز، د میدان وردک میدان ښار، د فاریاب میمنه او د بلخ مزار شریف هغه ښارونه دي چې دې ډلې هڅه کړې، تر واک لاندې یې راولي. خو دا ډله دعوه کوي چې د پکتیکا مرکز ښرنه ښار یې نیولی دی. طالبانو د دې ښار یوه ویډیو خپره کړې چې په کې لیدل کېږي، وسله‌وال یې په ښرنه ښار کې ګرځي او د ټول ولایت د نیولو دعوه کوي. په ورته وخت کې د پکتیکا ولایت دننه یوې مهمې سرچینې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مالیې وزارت: د ځینو کار کونکو معاش د نوي سیسټم له لارې ورکول کېږي

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د روانې زمري میاشتې د ځینو ادارو د کار کوونکو معاشونه به د نوي سیسټم له لارې اجرا شي. د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د اساسي قانون پر تطبیق د څار خپلواک کمېسیون، د هستوي انرژۍ اداره او د مشرانو جرګې د مرکزي کار کوونکو د زمري میاشتې معاشونه به د نوي سیستم له لارې اجرا کېږي. اعلامیه زیاتوي، د نورو ادارو معاشونه به د پخوا په څېر اجرا کېږي، ځکه چې د ادارو له خوا تر اوسه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار هم ونیو 

طالبانو نن د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار هم ونیو.  امنیتي چارواکو تردې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازې همااحمدي ویلي چې د مرکز پل علم په ګډون د لوګر پر ټولو سیمو طالبانو ولکه ټینګه کړې ده.  د هغو ولایتونو شمېر چې په بشپړ ډول د طالبانو په ولکه کې دي اوس اتلسو ته ورسېد.

Pa.azadiradio.com 

راپورونه: طالبانو پر مزارشریف ښار پراخې حملې پیل کړي 

د راپورونه له مخې طالبانو نن سهار وختي د بلخ ولایت پر مرکز مزارشریف ښار پراخې حملې پیل کړې.  په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې طالبانو له درېیو اړخونو پر دې ښار حملې وکړې: "طالبانو پر مزارشریف ښار له درېیو خواوو چې یوه د نهرشاهي ولسوالۍ د لنګر خانې سیمه ده، دوهمه د دهدادي ولسوالۍ د توختې سیمه او درېیمه یې د بلخ ولسوالۍ د څلور لارې او د ښار د لویدیځ لوري دروازه ده، پر افغان ځواکونو حملې پیل کړې."  د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل ازادي راډیو ته وویل چې په دې نښتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسیايي بانک د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د ماشینونو مرسته وکړه

د اسیا پراختیايي بانک له لوري د ننګرهار وادي له کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه. د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه (د زمري په ۲۳ مه) ازادي راډيو ته وویل چې په دغو توکو کې پنځه عرادې د اوبو سيار واټر پمپونه، دوه عرادې ډمټرکونه، يو عراده سکواټور، يو عراده رولر او يو عراده لوډر شامل دي. د نوموړي په خبره یاد ماشینونه به د عمومي کانال د پاکولو، د ځمکې د هوارولو، د موادو د انتقالولو، لوړو ساحو ته د اوبو د پورته کولو، کندن کاري او د ځمکو د سختولو په برخو کې وکارول شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

داودزی: د کاروان پوهنتون پخوانی مشر جاوېد اندیش ووژل شو

د ولسمشر ځانګړی استازی عمر داودزی وایي، د کاروان پوهنتون پخوانی مشر  او ملي سوداګر جاوېد اندېش ووژل شو. هغه دغه خبره په خپل فیسبوک پاڼه خپره کړې ده، خو دا یې نه دي ویلي چې هغه چېرې او د چا له خوا وژل شوی دی؟ ښاغلي داودزي زیاته کړې، اندېش د افغانستان يو له ژمنو ځوانانو او سوداګرو څخه و چې کلونه کلونه یې د هېواد ځوانانو ته د تعلیم او تحصیل په برخه کې ګڼ شمېر اغېزناکه فعالیتونه ترسره کړي دي. په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېری خلکو دغه خبره لیکلي چې جاوېد اندېش له لسو نورو کسانو سره یو ځای د غزني ولایت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولایتي شورا: د کونړ اسمار ولسوالۍ طالبانو نیولې

د کونړ اسمار ولسوالۍ هم تېره شپه  وسله والو طالبانو لاس ونېوله. د کونړ ولایتي شورا وايي،له اسمار ولسوالۍ تېره شپه په تیاره کې افغان ځواکونو شاتګ کړی. د یادې شورا غړي جمالدین سیار ازادي راډیو ته وویل، اسمار ولسوالۍ د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ له سختو جګړو وروسته تېره شپه د وسله والو طالبانو لاس ته پرېوته. نوموړی زیاتوي، په اسمار کې مېشتو افغان ځواکونو له ولسوالۍ ټول وسایل او وسلې راویستلې او شاتګ يې کړی: "اسمار خو سقوط کړی او دوی ښکته راغلي دي. خط یې بېرته د اسمار ولسوالۍ اړوند... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې جګړه؛ روغتیاپالان: دوو ورځو ۱۳ تنه وژل شوي

ارزګان کې روغتیاپالان وايي، په تېرو دوو ورځو کې له هغې  وروسته چې څلور ورځې وړاندې طالبانو پر ترینکوټ ښار ډله ییز بریدونه وکړل او ترینکوټ یې محاصره کړ افغان سرتیرو او وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ لسګونه ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې. دوی وايي، دغه ولایت کې د تېرو دوو  ورځو جګړو له امله ۵۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.  د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون مشر امین الله توخي نن شنبه (د زمري په ۲۳مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه ملکیان چې د جګړو له سیمې ولایتي روغتون ته راوړل شوي له دې ډلې ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په ننګرهار کې ۷۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي

د ننګرهار چارواکي په دغه ولایت کې د ۷۲ وسله والو طالبانو د وژنې او سلو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي. په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قل اردو مطبوعاتي دفتر په یو خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د هوایي، توپچي او پیاده ځواکونو په تعرضي بریدونو کې ۷۲ وسله وال طالبان وژل شوي او سل تنه نور ټپيان شوي دي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې په دغو بریدونو کې د وسله والو طالبانو درې موټر سایکلونه، ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي. د خبرپاڼې په خبره، په یاده موده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي پر طالبانو غږ کړی چې جګړه ودروي

د ملګرو ملتو سرمنشي پر طالبانو غږ کړی دی چې له جګړو لاس واخلي او د سولې له خبرو سره یوځای شي. انتونیو ګوتیرش په خپل ټویتر کې د ښځو او نجونو وضعیت ته په هغو سیمو کې چې طالبانو نیولې دي اندېښنه ښکاره کړې، دا یې هم لیکلي دي چې د افغانستان وضعیت ورځ په ورځ د خرابېدو په حال کې دی او د جګړو له امله ډېر ملکیان وژل کېږي په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان د دې جګړې قربانیان دي.   ښاغلي ګوتیرش په افغانستان کې له ټولو ښکېلو ډلو هیله کړې ده چې د ملکیانو د خوندیتوب په خاطر خپل مسوولیتونه ادا کړي. په افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د زرګونو امریکایي ځواکونو له ډلې یوه ډله کابل ته ورسېده

د زرګونو نوېو امریکایي ځواکونو له ډلې چې افغانستان ته روان دي لومړۍ ډله کابل ته ورسېده. د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وایي، نژدې درې زره پوځیان به تر سبا پورې په کابل کې وي او دا سرتیري به له افغانستانه د امریکا د سفارت د کار کوونکو د خوندي اېستلو په چارو کې مرسته وکړي. امریکایي پوځیان داسې مهال کابل ته روان دي چې طالبانو په وروستیو ورځو کې خپل بریدونه زیات کړي دي او د هرات او کندهار ښارونو په ګډون یې د یو شمېر ولایتونو مرکزونه نیولي دي. جان کربي وویل، طالبان هڅه کوي چې د کابل رابطه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن یو شمېر افغانان په پراګ کې د پاکستان سفارت مخې ته لاریون کوي

ټاکل شوې ده چې یو شمیر افغانان نن د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د پاکستان د سفارت مخې ته مظاهره وکړې. تر دې مخکې افغانانو په ناروې، سویډن، جرمني، اتریش، بریتانیا او یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو کې مظاهرې کړې وې او پاکستان یې تورن کړی و چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي. چک جمهوریت له هغو اروپایي هېوادونو څخه دی چې د افغانانو شمېر په کې کم دی او محدود شمېر افغانان په کې د کډوالو په توګه منل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح: د خلکو بې سرپناه کېدو سره سره ښکېلو لورو جګړه نه ده هېره کړې

کابل چاپ ورځپاڼو نن تر ډېره د افغانستان په وروستي وضعیت، روانو جګړو او د سولې د نامعلوم برخلیک په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي. هشت صبح هشت صبح لیکلي، نیم ولایتونه طالبانو نیولي، لسګونه زره کورنۍ د جګړو له امله له خپلو مېنو بې ځایه شوي چې ډېری بې سرپناه دي، د البسې او وسایلو په ګډون روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري او په ناوړه حالت کې شپې ورځې سبا کوي. په سرمقاله کې راغلي، خو له دې سره سم هم د جګړې ښکېلو غاړو جګړه نه ده هېره کړې او له خپله اړخه پر مقاومت ټېنګار کوي او د سولې او ملي پخلاینې خبرې، خو بېخي ورکې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ګڼ شمېر کندزیانو انتقاد؛ د چارواکو ناسم مدیریت کندز له سقوط سره مخ کړ

د کندز ولایت له دوو میاشتو راهیسې د محاصرې په حال کې و او بالاخره  د یکشنبې په ورځ د زمري په ۱۷مه د وسله والو طالبانو په لاس سقوط شو. ګڼ شمېر خلک انتقاد کوي چې دغه ولایت کې په کافي اندازه ځواکونه، پوځي تجهیزات او مهمات موجود وو، خو د سیمه ییزو چارواکو د ناسم مدیریت له کبله  کندز د وسله والو طالبانو په لاس سقوط شو. د کندز ولایت اوسیدونکی ۳۰ کلن عبدالله الکوزی په دې اړه وویل: "که امنیتي ځواکونو مقاومت کړی وای، زه ډاډ درکوم چې تر دوو میاشتو پورې دوی مقاومت کولی شوای، ځکه دوی په کافي اندازه مهمات،... Читать дальше...


Причиной аварийной посадки самолета в Подмосковье стала неисправность двигателя

Задержан водитель, сбивший двух детей на автобусной остановке в Подмосковье

Фестиваль культуры народов Карелии прошёл на выставке «Россия» в Москве

В центральный аппарат ведомства будет доложено о ходе расследования уголовного дела по факту умышленного причинения тяжкого вреда здоровью несовершеннолетнему в Москве



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Причиной аварийной посадки самолета в Подмосковье стала неисправность двигателя

Прохлада нам по карману: как выбрать кондиционер и какова цена вопроса

Завод сухих смесей «Цементум» в Воскресенске расширил линейку продукции

Более 1 тыс человек стали участниками циркового шествия на выставке «Россия»

Музыкальные новости

Известная фигуристка Ирина Роднина посетила стенд Карелии на ВДНХ

«В девять лет я уже был очень любвеобильным». Актер Михаил Богдасаров вспомнил детство в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3  

За месяц в Пулково столкнулись два самолета и задержали несколько рейсов

Определят победителя на конкурсе театральных коллективов школ в УЛАН-УДЭ нс конкурсе детей Алтан Баг - Театр, Новости и Культура, Дети, Россия

Новости России

Денис Кукояка с семьей побывал в Нижнем Новгороде

Завод сухих смесей «Цементум» в Воскресенске расширил линейку продукции

В Москве полиция задержала граждан ближнего зарубежья в игривых пижамах

Прохлада нам по карману: как выбрать кондиционер и какова цена вопроса

Экология в России и мире

Об отношении к русским в Азербайджане

С чем носить юбку этим летом: примеры стильных образов

В Москве прошла Премия-практикум «Харизма Года»

Туристка заразилась плотоядной болезнью и потеряла руку: новая инфекция начала распространяться на людей, посещающих достопримечательности

Спорт в России и мире

«Он никогда не снимается с турниров». Циципас прокомментировал травму Джоковича

Тарпищев о Медведеве и Рублеве: без травм сыграют в Париже лучше, чем в Токио

Теннисистка Андреева заявила, что хочет войти в топ-20 рейтинга WTA ради собаки

«Янника Синнера очень рано сравнивать с Роджером Федерером» // Тренер мужской сборной России по теннису Игорь Куницын — о главных событиях Roland Garros

Moscow.media

Военные следователи провели рейд по бывшим мигрантам в Керчи

В этом году планируют заключить контракт на реконструкцию еще одного участка трассы Р-23 в Ленобласти

В Забайкалье пятерых мигрантов задержали за групповое изнасилование девочки-подростка

Гора Бабырган







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *