Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2021

Новости за 09.08.2021

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د هلمندیانو غونډه؛ 'افغانان باید د ګډ دښمن پر وړاندې ودرېږي'

د هلمند ولایت بې‌ځایه شویو، قومي مشرانو او استازو په کابل کې په یوې غونډه کې د ملي اردو له ځواکونو ملاتړ اعلان کړ. دوی غواړي چې دولت دې ملي اردو لا تجهیز او سمبال کړي. دوی وايي، د طالبانو له مخونو پرده پورته شوې او نور نه‌شي کولای د ځوانانو له احساساتو ناوړه استفاده وکړي، خو طالبان دغه ادعاګانې ردوي. دوی د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۸» وویل، نور غلي نه‌پاتې کېږي او د دوی په خبره د طالبانو له ظلمه‌یې غږ پورته کړ. د دغې غونډې تنظیموونکي ادعا کوي چې طالبانو حتی پر ماشومانو هم رحم نه‌دی کړی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د تخار ورسج ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونیول شوه

د تخار سیمه‌ییز چارواکي وايي، ورسج ولسوالۍ یې بېرته له طالبانو نیولې ده.  د تخار د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر نجیب‌الله فرخاري نن ازادي راډیو ته وویل، افغان ځواکونو، وروسته له دې چې له مرکز تالقان څخه په شا شول، د فرخار ولسوالۍ له لارې ورسج ته ننوتل او دا ولسوالي یې ونیوله.  تالقان ښار پرون د طالبانو لاس ته ولوېد. طالب وسله‌والو د تالقان له نیولو مخکې د تخار ولایت واړه ۱۶ ولسوالۍ نیولې وې.

Pa.azadiradio.com 

پر ټولنیزو رسنیو کمپاین؛ لسګونه زره افغانانو پر پاکستان د بندیزونو غوښتنه کړې

د ټويټر او فېس‌بوک ټولنیزو شبکو یو شمېر افغان کاروونکو په یوه هشټګ پیلولو سره پر پاکستان د نړیوالو بندیزونو غوښتنه کړې ده او دا کمپاین له دوو ورځو راهیسې روان دی.   د دوی په باور، دا چې پاکستان د افغانستان په جګړه کې د طالبانو اصلي ملاتړی هېواد دی، باید له نړیوالو اقتصادي بندیزونو سره مخامخ شي. انجیلا احمدي چې د دې هشټګ «پر پاکستان بندیز»، (Sanctionpakistan#) له کاروونکو یوه ده، له ازادي راډيو سره په خبرو کې خپله غوښتنه داسې بیانوي: "هېوادوالو! که بل څه نه‌شئ کولای، لږترلږه د هېواد پر وړاندې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا پر بلاروس تازه بندیزونه ولګول

بریتانیا پر بلاروس په تجارتي او مالي برخو کې تازه بندیزونه ولګول.  دا اقدام د بلاروس پر انتخاباتو د یوه کال د اوښتو په لومړۍ ورځ کېږي.  د بلاروس د مستبد مشر الکساندر لوکاشینکا مخالفان وايي چې د ولسمشرۍ په پروسږنو انتخاباتو کې درغلي شوې وه.  لوېدیځو هېوادونو په بلاروس کې له لانجمنو انتخاباتو وروسته د لوکاشینکا د سیاسي مخالفانو د ځپلو په خاطر له دې مخکې هم د دې هېواد پر رژیم یو لړ بندیزونه لګولي وو.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان روان وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال اندېښنه

د بشري چارو او بېړنیو مرستو د تنظیم په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال په کندهار او هرات ولایتونو کې پر ملکي وګړو د بې‌رحمانه حملو په ترڅ کې له زرو د زیاتو کسانو له مرګ‌ژوبلې وروسته ویلي دي چې د افغانستان د روان وضعیت له کبله سخت اندېښمن دی. مارتین ګریفیتس نن په یو بیان کې وویل چې افغان ماشومان، مېرمنې او نارینه هره ورځ کړېږي او په تاوتریخوالي، ناامنۍ او وېره کې ژوند ته اړ ایستل کېږي.  ګریفیتس پر ملکي وګړو حملې غندلي او د اوربند غوښتنه‌یې کړې ده. نوموړی زیاتوي چې مرستندویې ټولنې به په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو خبرداری: نړۍ د تودوخې یوې خطرناکې درجې ته ورنږدې شوې

د اقلیمي بدلون په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېټې جدي خبرداری ورکړی چې نړۍ د تودوخې یوې خطرناکې درجې ته ورنږدې شوې ده. دې کمېټې انسانان په څرګنده په دې برخه کې ګرم بللي دي.  د اقلیمي بدلونونو لپاره د بین‌الحکومتي کمېټې په راپور کې چې نن خپور شو، د ساینس‌پوهانو په حواله راغلي چې د ځمکې په اتموسفیر کې د مضرو ګازونو کچه هومره لوړه شوې چې د راروانې یوې لسیزې اقلیمي اختلال ته کافي ده.   د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د دې راپور په اړه ویلي چې د فوسیلي تېلو د سوځېدو او د ځنګلونو د له‌منځه تلو له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سمنګان مرستیال والي: ایبک ښار د طالبانو لاسته ولوېد

د سمنګان مرستیال والي تاییدوي چې د دې ولایت مرکز ایبک ښار د طالبانو لاس ته ولوېد.  صفت الله سمنګاني ازادي راډیو ته وویل، طالبان وروسته له هغه ایبک ښار ته ننوتل چې د ولسي پاڅونوالو مهم قوماندان سناتور محمداصف له خپلو شااوخوا ۲۵۰ کسانو سره تېره شپه طالبانو ته تسلیم شو.  ښاغلي سمنګاني زیاته کړه چې حکومتي ځواکونو تر نن غرمې پورې له طالبانو سره سختې جګړې وکړې، خو وروسته یې د قومي مخورو د غوښتنې او د ولسي خلکو د تلفاتو د مخنیوي لپاره له جګړې لاس واخېست.  ایبک د هېواد شپږم ښار دی چې په روانه اوونۍ کې سقوط کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې له جګړو سره-سره دوحه کې سبا پر سولې غونډه جوړیږي

که څه هم په افغانستان د جګړو لمن پراخه شوې او طالبانو پر ښارونو بریدونه پیل کړي، خو له دې ټولو سره-سره، بیا هم د سولې لپاره هڅې روانې دي. د همدې هڅو په دوام تمه ده چې سبا د قطر په پلازمېنه دوحه کې، د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ هېوادونو ځانګړي استازي، د افغان حکومت او طالبانو په ګډون د افغانستان د سولې په اړه غونډه وکړي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، دا غونډه به د اګسټ له لسمې تر دوولسمې دوام وکړي. په دې غونډه کې د ګډون په موخه، د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فوټبال؛ تمریناتو ته د عمران حیدري د بیا راتګ هرکلی شوی

تمریناتو ته د افغان فوټبالر عمران حیدري د بیا راتګ هرکلی شوی. د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې او د پولنډ د لخیا ګدانسک غوره لیګ لوبغاړی عمران حیدري د نړیوال جام انتخابي او د اسیا د ملتونو جام سیالیو کې د عمان پر وړاندې په لوبه کې تر ټپې کېدو او د وږې تر بریالي عملیاتو وروسته انفرادي تمرینات پیل کړي دي. ښاغلی حیدري دم ګړۍ د روزونکي تر نظر لاندې ځانګړي تمرینات پيل کړي، خو تر اوسه يې د لوبډلې ګروپي تمریناتو اجازه نه ده ترلاسه کړې. د عمران حیدري د معالج ډاکټر په وینا، نوموړی به تر دوو اونیو چمتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اشرف غني د توکیو المپیک افغان لوبغاړو سره ولیدل

جمهور رئیس محمد اشرف غني د توکیو المپیک نړیوالو سیالیو افغان لوبغاړو سره ولیدل. ښاغلي غني د تېر ماښام په دغه لېدنه کې وویل، د ویاړ ځای دی چې افغان نجونې او هلکان په نړیوالو سیالیو کې په ګډون کولو سره نړۍ ته د مساواتو دا پیغام ورکوي چې افغان نارینه او ښځې د یو بل ترڅنګ دي. همدارنګه د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس حفیظ الله ولي رحیمي په یاده ناسته کې د جمهور رئیس له پاملرنې او ملاتړه په مننې د ورزش د هر اړخیزې ودې لپاره خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل. نوموړي وویل د بدني روزنې او ورزش... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

‎د افغانستان ډېریو سیمو کې شدیدې جګړې او د زندانونو ماتېدل

‎د افغانستان په ‌‌‌‌‌‌ډېریو جګړه ییزو سیمو کې چېرې چې طالبانو ولکه ټینګه کړې ګڼ شمېر بندیان خوشې شوي دي، ‎خو دې کار د قربانیانو د کورنۍ غصه پارولې او د عدالت غوښتنه یې کوي. ‎سپین ږیری سرمعلم جان محمد، د وژل شوي ۲۹ کلن واسیع الله پلار چې د جلال اباد ښار اوسېدونکی دی وایي، شااوخوا پنځه میاشتې مخکې ناپېژندو وسله والو یې زوی په ‌‌‌‌‌‌ډزو وواژه. ‎جان محمد وایي، که څه هم دولت یې د زوی د قاتلینو د نیول کېدو ورته ویلي، خو نور یې ورسره هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول جزییات نه دي شریک کړي. ‎جان محمد ټینګار کوي چې په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا چارواکي: د موټر بم برید مخه ونیول شوه

د ۲۰۳م تندر قول اردو مسوولین وايي، په پکتیا کې یې د موټر بم برید مخه نیولې او وايي، د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.   په پکتیا کې د ۲۰۳م تندر قول اردو ویاند ایمل مومند رسنیو ته وویل چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو غوښتل چې د چاودیدونکو توکو ډک یو هاموې موټر په وسیله د مرکز اړوند په عبدالله کلا سیمه کې په یوه پوسته موټر بم برید وکړي چې له برید وړاندې د افغان ځواکونو له خوا له منځه وړل شوی. دی وایي، په دې برید کې افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر پلخمري، فیض اباد، مزارشریف او ایبک د طالبانو حملې؛ ایا په شا شوي؟

طالبانو د افغانستان په شمال کې د یو شمېر نورو ښارونو د نیولو لپاره خپلو بریدونو ته دوام ورکړی. دې ډلې تېره شپه د بغلان په پلخمري، د بدخشان په فیض‌اباد، د بلخ په مزارشریف او د سمنګان په ایبک ښارونو بریدونه کړي. د بغلان وضعیت د بغلان د پولیسو ویاند جاوېد بشارت ازادي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو تېره شپه له څو خواوو پر پلخمري ښار برید وکړ، خو د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو له سخت مقاومت سره مخ شول. ښاغلی بشارت وايي، اوس‌مهال د دواړو لوریو ترمنځ جګړه روانه ده: "د حکومت مخالفانو له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان په روان مالي کال کې د سویابینو ۴۲۰ ننداریزې کروندې جوړوي

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې د روان مالي کال په ترڅ کې د سویابینو ۴۲۰ ننداریزې کروندې جوړې کړي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن دوشنبه (د زمري ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل جې دا کروندې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې جوړېږي. نوموړي وویل چې په ټولیزه توګه د دغو ننداریزو کروندو د جوړولو چارې نږدې په  بشپړېدو دي او له دې شمېر د هرات، پکتیا، ننګرهار، کاپیسا، بغلان، بلخ، جوزجان او فاریاب په ولایتونو کې د ۲۱ ننداریزو کروندو چارې بشپړ شوي دي. یادې کروندې په داسې حال کې جوړېږي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلخ کې د صادراتي توکو د اسناو د پروسس مرکز پرانیستل شو

په بلخ ولایت کې د صادراتي توکو د اسناو د پروسس واحد مرکز پرانیستل شو. د دغه وزارت ویاند فواد احمدي نن دوشنبه (د زمري ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې په تېر کې د هېواد صادرونکي له ډېرو ستونزو سره مخ وو او د خپلو اسنادو د پروسو د ترسره کولو لپاره اړ وو چې په بېلابېلو سیمو کې اړونده برخو ته مراجعه وکړي چې ډېر وخت يې غوښت. نوموړي وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صادراتي اسنادو د پروسو پر مخ وړلو کې د اړینو اسانتیاوو چمتو کولو، د اضافي لګښتونو د مخنیوي لپاره د دولتي ادارو او خصوصي سکتور سره په همغږۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې د یتیمو ماشومانو د کړاوه ډک ژوند

په کندز کې د ضمیر مادر په نوم یو ښوونځي کې ۱۴۰ تنه یتیم ماشومان چې عمرونه یې له ۵ کلونو نیولی تر ۱۴ کلونو پورې دي، په زده کړو بوخت دي. دا هغه یتیم ماشومان دي چې په تېرو دوو لسیزو کې د جګړو پرمهال په کندز ولایت کې خپل میندې او پلرونه له لاس ورکړي دي چې ډېری يې د افغان امنیتي سرتیرو یتیمان دي. بشپړ حال یې په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان چارواکي: ترینکوټ کې سلګونه نوي سرتیري ځای پرځای شوي

له هغې وروسته چې وسله والو طالبانو پر یو شمېر لويو ښارونو ډله يیز بریدونه وکړل او د یو شمېر ښارونو د نیولو ادعا یې وکړه، د ارزګان امنیتي چارواکي وايي، دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د احتمالي بریدونو د مخنیوي په موخه يې د ترینکوټ ښار په امنیتي کمربند کې تر سلو زیات نوي امنیتي پوستې جوړې کړي او سلګونه نوي سرتیري یې په کې ځای پرځای کړي. دغه ولایت کې د ملي پولیسو د لومړي کنډک قوماندان ملک زین الله ازادي راډيو ته وویل: "زه د ټولو پولیسو په استازيتوب د ارزګان ښار اوسیدونکو ته ډاډ ورکوم چې هېڅ د دښمن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندز ښاریان: ځای ځای دکانونه خلاص شوي او خلک تګ را تګ کوي  

په کندز ښار کې ځای ځای دکانونه خلاص شوي او خلک هم تګ را تګ کوي.   یو شمېر کندزیانو نن دوشنبه د زمري ۱۸ مه ازادي راډيو ته وویل چې نن په ښار کې د خلکو تګ را تګ هم لیدل کېږي او ځای ځای دکانونه هم خلاص شوي دي.  د ځايي اوسېدونکو د خبرو له مخې، له تېرې شپې راهیسې په دننه ښار کې جګړه نه ده شوې، خو د کندز ښار جنوب لوري ته د دورې سر ښارګوټې څخه د سپکو او درنو وسلو د ډزو غږونه اورېدل کېږي.  د کندز ښار تېره ورځ  په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو په لاس سقوط شو، خو امنیتي او دفاعي ځواکونو د ښار جنوب لوري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسیر: ښارونو کې کوڅه په کوڅه جګړه او له هوا بمبارۍ ملکیانو ته زیات زیان اړوي

مسیر مسیر ورځپاڼې لیکلي چې د وسله والو طالبانو له لوري د نیمروز، جوزجان او د سرپل ولایتونو له نیولو سره زرګونه خلک له خپلو کورونو بې ځایه شوي، مرګ ژوبله ور اوښتې، دوکانونه، مارکېټونه او کارځایونه یا نړېدلي او یا هم سوځېدلي دي.  د لېکوال په وینا، په ښارونو کې کوڅه په کوڅه جګړه او له هوا بمبارۍ تر ګردو زیات ملکي وګړو ته زیانونه اړوي، نو څومره چې جګړې اوږدېږي، سختېږي او په ښارونو کې دوام کوي، په هماغه کچه ملکي وګړي زیانمنېږي. لیکوال ټینګار کوي، دواړه لوري پوهېږي چې جګړه ستونزه نه حلوي، لومړۍ خو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان چارواکي: پر مرکز فیض اباد د طالبانو ۲مه حمله په شا شوې

د بدخشان ولایت پر مرکز فیض اباد د وسله والو طالبانو دویمه حمله په شا تمبول شوې ده.  د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثنا الله روحاني ازادي راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه پر فیض اباد له څلورو دروازو حملې پیل کړې، خو دولتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو شنډې کړي.  د روحاني په خبره، په وسله واله نښته کې د طالبانو د سرې قطعې یو قوماندان، ملا حافظ له ۲۰ نورو وسله والو سره وژل شوی او ۱۵ تنه نور وسله وال اسیران شوي دي.  وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

د بغلان چارواکي: پر مرکز پلخمري ښار د طالبانو حملې په شا شوي

د بغلان د والي ویاند وايي، پر مرکز پلخمري ښار د وسله والو طالبانو حملې چې له څو لوریو یې پیل کړې وې، په شا تمبول شوي دي. احمد جاوېد بشارت نن دوشنبه (د زمري ۱۸مه) سهار ازادي راډیو ته وویل، دولتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو د دغو حملو د شنډولو لپاره له مخکې چمتووالی درلود. بشارت زیاته کړه: "له نېکه مرغه د دوی حملې په شا تمبول شوي، ګډ امنیتي ځواکونه، کومانډو، ملي اردو، ملي امنیت او ولسي پاڅونوال درګرده مقاومت کوي. دوی کوم پرمختګ نه لري خو زیاته مرګ ژوبله ور اوښتې ده." د والي ویاند وايي، دغه حملې د تېرې شپې له نیمايي پیل شوي چې اوس هم روانې دي.

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې د لوکاشینکو پر وړاندې د نورو اقداماتو خبرداری ورکړ

اروپايي ټولنې د بلاروس د زورواکي، الکساندر لوکاشینکو پر وړاندې د نورو اقداماتو خبرداری ورکړ.  د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر، جوسیپ بورېل پرون یکشنبه (د زمري ۱۷مه) وویل، دا چې د بلاروس رژیم نړیوالو تعهداتو ته ښکاره بې احترامي کوي، نو اروپايي ټولنه، دې موضوع ته په پام پر نورو اقداماتو غور کولو ته تیاره ده.  د تېر کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د لوکاشینکو ټاکل کېدل د اپوزیسیون او لوېدیځ له خوا رد شوي دي.   پر مظاهره چیانو د فشارونو کمولو، له اپوزیسیون سره د خبرو او د نویو خپلواکو ټاکنو لپاره لوېدیځ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بلوڅ بېلتون غوښتونکي پوځ بلوچستان کې د وروستیو حملو پړه ومنله

د بلوڅ بېلتون غوښتونکي پوځ (BLA) په بلوچستان ایالت کې د وروستیو دوو حملو مسوولیت ومانه.  دوه پاکستاني پولیس پرون یکشنبه (د زمري ۱۷مه) د بلوچستان په مرکز کوټه کې په یوه چاودنه کې ووژل شول او  ۸ نور ټپیان شول.  په هغه اعلامیه کې چې په محلي رسنیو او ایمیلونو کې لاس په لاس کېږي، د بلوڅانو دغې بېلتون غوښتونکې ډلې د پاکستان د خپلواکۍ ورځې په تړاو چې د اګسټ پر ۱۴مه لمانځل کېږي، د نورو حملو خبرداری هم ورکړی.   د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند لیاقت شهواني په یوه اعلامیه کې ویلي چې بمب په یوه موټر سایکل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چین: د وهان ښار ۱۱میلیونه خلک د کرونا ویروس لپاره معاینه شوي

د چین په مرکزي ښار وهان کې چارواکي وايي، د دغه ښار څه باندې ۱۱ میلیونه اوسېدونکي د کرونا ویروس د تازه پېښو تر زیاتېدو وروسته معاینه شوي دي.   د وهان جګپوړې چارواکې لي تاو پرون یکشنبه (د زمري ۱۷مه) یوه کنفرانس ته وویل، دغو معایناتو چې تر شپږکلنۍ واړه ماشومان ورڅخه مستثنی دي، اساساً د ښار ټول اوسېدونکي تر پوښښ لاندې راوستلي.  دولتي اژانس سینهوا راپور ورکړی چې د ډله ییزو معایناتو پرمهال هم په وهان ښار کې د کرونا ویروس ۳۷ مثبتې پېښې ثبت شوې او په ۴۱ نورو کسانو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ نښې ولیدل شوې.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوست-کابل لویه لار؛ مسافر: د جګړو له امله په ساعتونو-ساعتونو تړلې وي

د خوست او کابل ترمنځ په لویه لاره یو شمېر تلونکي مسافر وایي، دغه لاره نږدې هره ورځ په ساعتونو-ساعتونو د افغان حکومت او د وسله والو طالبانو تر منځ د جنګ جګړو له امله د تګ راتګ پر وړاندې بندیږي. دوی وایي، دغو بریدونو په دې لاره تلونکي مسافر او ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ اړوند د تنګي واغجان سیمه له کومې چې د خوست ـ کابل عمومي لاره تیریږي.دلته د افغان ځواکونو پر هغو پوستو چې د دې لویې لارې د امنیت د خوندیتوب لپاره د کابل ـ ګردېز د لویې لارې په اوږدو کې جوړې... Читать дальше...


«Что-то компенсировать»: гепатолог Колесникова объяснила резкую тягу к сладкому

Опубликован топ-10 банковских вкладов в июне с высокой ставкой

Фестиваль «Лето в Москве. Мода и красота» завершится джаз-фанком и пилатесом

СК начал проверку после аварийной посадки самолета на шоссе в Подмосковье



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Денис Кукояка с семьей побывал в Нижнем Новгороде

Рейс в Анталью из Казани задержали из-за неисправности самолета

Польша требует от России репарации «за прошлое». Можно ли ответить ей той же монетой?

Свыше 150 жителей Королева приняли участие в выездной администрации

Музыкальные новости

Погружение в современное российское искусство – стартовал 3-ий фестиваль «Территория. Красноярск»

Определят победителя на конкурсе театральных коллективов школ в УЛАН-УДЭ нс конкурсе детей Алтан Баг - Театр, Новости и Культура, Дети, Россия

Поражения Шубенкова и Савлукова, осечка Кнороз и двойной триумф Макаренко: чем запомнился «Мемориал Знаменских»

За один день работники Уссурийского ЛРЗ и их дети выполнили сменно-суточное задание по ремонту 129 паровозиков

Новости России

Суд арестовал замгубернатора Тюменской области Вахрина на два месяца

Фестиваль культуры народов Карелии прошёл на выставке «Россия» в Москве

Об отношении к русским в Азербайджане

ЦАХАЛ освободил россиянина Козлова и еще трех заложников из плена ХАМАС в Газе

Экология в России и мире

Немцы решили элегантно кинуть турецкие отели: гостиницы Анталии уже в шоке и угрожают массовыми удержанием туристов

Об отношении к русским в Азербайджане

Турецкие отели в шоке после банкротства крупнейшего туроператора: все оказались в долгах, как работать летом — непонятно

Антисанитария в службах доставки: токсиколог Кутушов рассказал, почему опасно заказывать еду

Спорт в России и мире

Экс-теннисист Ольховский: Рублев не успел набрать форму на "Ролан Гаррос"

«Он никогда не снимается с турниров». Циципас прокомментировал травму Джоковича

Андреева рассказала о своих планах на предстоящий матч с Соболенко во Франции

«Янника Синнера очень рано сравнивать с Роджером Федерером» // Тренер мужской сборной России по теннису Игорь Куницын — о главных событиях Roland Garros

Moscow.media

Остров Огой.

Роман Старовойт выразил готовность оказывать дальнейшую поддержку в строительстве Ленского моста в Якутии

Гора Бабырган

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *