Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2021

Новости за 29.08.2021

Pa.azadiradio.com 

د کابل امنیه قوماندانۍ: د ۱۵مې ناحیې اړوند سیمه کې توغندۍ لګېدلی

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي چې د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې اړوند يوه سیمه کې توغندۍ لګېدلی دی. د کابل ښار د امنیه قوماندانۍ یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې په اړوند سیمه کې نن مازیګر څه کم پنځه بجې توغندۍ لګېدلی دی. هغه د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل. دغه چارواکي زياته کړه، دغه توغندۍ له نامعلوم لوري څخه د کابل هوايي ډګر پر سړک پر يوه کور لګېدلی دی. تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی. دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالاتو تېره شپه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نیمروز کې له 'تومان' پیسو ګټه اخیستنه زیاته شوې

په نیمروز ولایت کې سیمه ییزې سرچينې وایي، د افغانستان په سرحدي ولايت نیمروز کې د ایراني تومان استفاده ډېره شوې ده. ویل کېږي چې د مالي بازارونو تړل کېدل هم یو مهم لامل دی چې د دغه ولایت په بازارونو کې تومان ډېر استفاده کیږي.   نور حال په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان تحصیلي نظام کې د دیني علومو د زده کړې پر پیاوړتیا ټینګار

د کابل ښار د لوېې جرګې په خیمه کې د یکشنبې په ورځ د لوړو زده کړو د وزارت د مسوولینو او د پوهنتونونو د استادانو غونډه وشوه. په دغه غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني د افغانستان په تحصیلي نظام کې د دیني علومو د زده کړې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. د حقاني په خبره تېر دولت د غیر مسلمانو د طبعیت پر بنسټ، د دیني او طبیعي علومو پر جلا والي تمرکز کړی و. ده وویل، اسلام، د دیني او ساینسي علومو ترمنځ هېڅ توپیر ته قایل نه دی: "اسلام دغه تفریق او فرق ته قایل نه دی چې دیني مدرسې او عصري ادارې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

علي شمخاني: امریکايي ولسمشر بایډن ناقانونه ایران ګواښي

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن د خبرداري په ځواب کې، یوه لوړ پوړي ایراني چارواکي ویلي چې بایډن ناقانونه ایران ګواښي.  بایډن خبرداری ورکړ که چېرې اټمي خبرې ناکامې شي نو هغه به نورو انتخابونو ته مخه کړي.  د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني په خپل ټویټر کې لیکلي:  "د ایران پر وړاندې د 'نورو اختیارونو' په کارولو ټینګار ایران ته دا حق ورکوي چي مقابله ځواب ورکولو باندې فکر وکړي."  د جمعې په ورځ د اسراییلو له صدراعظم نفتالي بینیټ سره په خپله لومړۍ ناسته کې جو بایډن ټینګار وکړ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا لا هم له کابله د خلکو د ایستلو په لټه کې ده

د امریکا متحده ایالاتونه د اګسټ د یودېرشمې په رانږدې کېدو لاهم د خلکو د ایستلو په لټه کې ده.  که څه هم د عملیاتو د ورو کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.  تر دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن خبرداری ورکړی و چې قوماندانانو یې ورته ویلي چې د ترهګریز برید خطر ډېر موجود دی.  په دې چې د اګسټ ۳۱مه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو  وروستۍ نېټه په رانږدې کېدو ده، پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت وايي، له څلورو زرو کم سرتیري په هوايي ډګر کې پاتې دي.  د کابل په هوايي ډګر کې یوه لویدیځ چارواکي چې نه یې غوښتل نوم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بانکونه پرانیستل شول؛ "له ۲۰۰ ډالرو او شل زرو افغانیو زیات نه شې اخیستلی"

په کابل کې بانکونه له دوو اونیو ځنډ وروسته بېرته پرانیستل شول، خو پیرودونکو ته د پېسو ویش محدود دی. خلک د بانکونو مخې ته په اوږدو لیکو کې ولاړ دي او هڅه کوي چې خپلې پیسې ترلاسه کړي، خو د افغانستان مرکزي بانک، د بانکونو له ټولنې سره په همغږۍ ویلي چې انفرادي بانکي حساب لرونکو ته په اوونۍ کې له ۲۰۰ ډالرو یا شل زرو افغانیو ډېرې پیسې ور نه کړل شي. هغه پرېکړه چې ګڼو نېوکو سره مخ شوې ده. د کابل یوه اوسیدونکي عبدالطیف د یکشنبې په ورځ د نوي کابل بانک مخې ته  په ولاړه لیکه کې ازادي راډیو ته وویل چې بانکونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سمندري توپان له مکسیکو څخه لویزیانا ساحل په لور ورغلی

سمندري توپان ایدا له مکسیکو خلیجه په تېرېدو د ویجاړونکي ځواک سره د متحده ایالاتو جنوبي ایالت لویزیانا ساحل په لور ورغلی.   د متحده ایالاتو چارواکي غواړي د لسګونو زرو کسانو لپاره چې له خپلو کورونو به بې ځایه کېږي د سرپناه غم وخوري.   ډېری خلک له خپلو کورونو د وتلو له امر وروسته تښتیدلي دي.  اوس د لوزیانا ټولې لارې له ګڼې ګوڼې سره مخ دي او د تیلو ټانکونه خالي شي.  شپاړس کاله مخکې، د کټرینا توپان په لوزیانا او مسیسپي کې اتلس سوه کسان وژلي وو.  توپان نن ورځ داسې وخت د لویزیانا په لور خوځیدلی چې هلته روغتونونه د کووېډ-۱۹ له ناروغانو ډک دي.

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا: له افغانستانه د خلکو د را ایستلو د ماموریت بشپړ شو

بریتانیا له افغانستانه د خلکو د را ایستلو د ماموریت د بشپړولو اعلان وکړ.  د دغه هېواد صدراعظم بورېس جانسن نن په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې بریتانوي پوځیانو ۱۵۰۰۰ کسان را ویستل. په دې ډله کې ګڼ افغانان هم شامل دي چې له بریتانویانو سره یې کار کړی.  بورېس جانسن بیا د پیغام په یوه برخه کې وویل چې نه یې غوښتل په دې شکل له افغانستانه ووځي: "که څه هم موږ داسې نه غوښتل په دې شکل راووځو خو باید پوه شو چې موږ له متحده ایالاتونو سره لاړو د امریکا د دفاع او ملاتړ لپاره. امریکايي پوځیانو د جګړې لویه برخه ترسره کړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'اومر': تېرو ۲۰ کلونو کې پر زر کیلومټره مربع ځمکه ماینونونه کرل شوي

د اومر په نوم د ماین پاکونې موسسه وايي، په تېرو شلو کلونو کې په شااوخوا زر کیلومټره مربع ځمکه کې ماینونونه کرل شوي دي. د دغې موسسې عملیاتي مسوول فضل رحیم د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې نوي اېښودل شوي، ماینونه د پخوانیو پرتله خطرناک دي. د راپورنو له مخې په تېرو شلو کلونو ډېری ملکیانو ته د ماینونو په چاودونو کې ځاني او مالي تلفات اوښتي دي. د غزني ولایت د قربان ولسوالۍ اوسېدونکی نعمت الله چې د ملي پوځ سرتیری و، اته کاله وړندې د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې سترګې ړندې شوې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د دواکمنۍ دوهمه اوونۍ؛ د نظام نشتون ترڅنګ عامه خدمات هم نشته

نږدې ۱۵ ورځې وړاندې طالبانو داسې یو نظام ونیو چې ټولې ادارې او سیسټمونه یې فعال او ورځنۍ چارې په عادي ډول مخ‌ته روانې وې. خو د اګسټ له ۱۵مې تر نننه هر څه په ټپه ولاړ دي. دولتي او عامه خدمات نه‌شته او خصوصي سکټور هم د تېر په څېر فعال نه دی، تردې چې هېڅ دولتي ادارې د پخواني حالت په څېر فعالیت نه دی پیل کړی. دې ګونګ او بې‌ برخلېکه وضعیت نه یوازې خلک اندېښمن کړي، بلکې دا نیوکه هم کوي چې طالبانو ته جوړ نظام او سیسټم په لاس ورغلی، خو دا ډله د دې پرځای چې دا څرخ روان وساتي، هرڅه یې په ټپه درولي دي.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: د کابل هوایي ډګر شااوخوا د یو بل برید خطر شته

د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا له امریکایانو غوښتي چې د کره او معتبره ګواښونو په خاطر دې له هوايي ډګر لېرې شي. د دغه وزارت قونسلي برخې دا اعلان د ولسمشر جو بایډن تر بیان څو ساعته وروسته خپور کړ. ولسمشر بایډن پرون شنبه (د وږي په ۶مه) په یوه بیان کې ویلي چې قوماندانانو ورته ویلي چې په کابل کې راتلونکی ۲۴ تر ۳۶ ساعته د یوه برید خطر ډېر زیات موجود دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا په خپل نننۍ خبرپاڼه کې په کابل کې له پاتې امریکايي اتباعو غوښتي چې سمدستي دې د کابل د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان تر منځ پر سوداګریزو اړیکو خبرې شوي

د افغانستان د سوداګري او پانګونې خوني مشرتابه او د پاکستان د سوداګرۍ او صنايعو ګډې خونې مشرتابه په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان سره وکتل. دغې خونې نن یکشنبې( د وږې په ۷مه)  په یو بیان کې ویلي، ياده ناسته کى دهمکاریو په پراختیا او د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اوږد مهاله او لنډ مهاله سوداګريزو اړېکو باندې بحث شوی. په بیان کې راغلي، په یاده غونډه کې په افغانستان کې د نوي نظام راتګ د دوه اړخيزه اقتصاد د پرمختګ لپاره ښه فرصت وګڼل شو. ددې ترڅنګ ویل شوي چې د خصوصي سکټورونو د اړيکو د پياوړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

صرافان: د افغانستان بانک د بانکونو د ژر پرانیستو ډاډه را کړی

په کابل کې د شهزاده سرای د صرافانو سراسري ټولنې مرستیال حاجي دادګل ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان بانک مسوولینو ډاډ ورکړی چې ډیر ژر به بانکونه او صرافۍ پرانېستل شي. نوموړی وایي:"موږ په تېره یوه اونۍ کې د اقتصادي کمېسیون مسوولینو سره په مالیې، تجارت او سوداګرۍ خونه کې ناسته درلوده اوهمدارنګه پرون موږ د افغانستان بانک له لومړي مرستیال سره لیده کاته درلوده،دوی په تمامه معنا موږ ته ډاډ را کاوه چې د یو منظم میکانېزم پر بنسټ به هم مهاله د بانکونو د پرانیستې په وخت کې شهزاه سرای هم پرانېستل شي“ ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا: هغه افغانان نه هیروو چې وې نه شو کړای ځانونه له هېواده وباسي

بریتانوي چارواکي وایي، هغه افغانان به چې له بریتانوي ځواکونو او د دې هېواد له نورو ادارو سره یې په افغانستان کې همکاري کړې او له دې هېواده د ایستلو له بهیره چې پرون شنبې پای ته ورسېد، پاتې شوي، له ټولو امکاناتو کار واخلي چې هغوی هم له افغانستانه وباسي. د بریتانیا له خوا له افغانستانه د ملکیانو د ایستلو وروستۍ الوتکه پرون شنبې له کابل هوایي ډګره پورته شوه او په دې توګه د خلکو د ایستلو لپاره د دې هېواد پوځي عملیات پای ته ورسېدل. بریتانیا تېرو دوو اونیو کې چې طالبانو کابل ونیو، شااوخوا ۱۵ زره افغانان او د بریتانیا اتباع له افغانستانه وایستل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: کله چې ټول بهرني ځواکونه ووځي، چمتو یو د کابل هوایي ډګر فعال وساتو

طالبان وایي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د کابل نړیوال هوایي ډګر فعال وساتي.  د کابل له هوایي ډګره په وروستیو دوو اونیو کې چې امریکایي او د نورو متحدانو ځواکونو یې د بهرنیو وګړو او افغانانو د ایستلو لپاره عملیات پیل کړي، ټولې ملکي الوتنې درېدلې دي. دغه عملیات چې بشپړېدو ته نژدې شوي ورسره داسې اندېښنې هم راپورته شوي چې ایا د کابل نړیوال هوایي ډګر به د اګسټ له ۳۱ مې وروسته چې ټول امریکایي ځواکونه به له دې هېواده ووځي، لازم تخنیکي وسایل او پرسول ولري چې ملکي الوتنې ورته بېرته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې خطرناک وضعیت؛ بایډن: پر کابل هوایي ډګر د برید ګواښ ډېر لوړ دی

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن وایي، په افغانستان کې وضعیت ډېر خطرناک دی او پر کابل هوایي ډګر د تروریستانو د حملې ګواښ تر اوسه ډېر لوړ دی. بایډن پرون شنبې په یوه بیان کې وویل چې د ملي امنیت له ټیم او افغانستان کې له خپلو قوماندانانو سره یې کتلي او هغوی ورته ویلي چې راتلونکو ۲۴ تر۳۶ ساعتونو پورې د یوې احتمالي حملې خطر زښت زیات دی.  بایډن وویل، خپلو پوځي قوماندانانو ته یې امر کړی چې تر هرڅه مخکې دې د خپلو ځواکونو د خوندیتوب لپاره ټول اقدامات ترسره او دا مساله دې یقیني کړي چې دوی هلته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دوه افغان لوبغاړي پارا المپیک لوبو لپاره توکیو ته ورسیدل

د افغانستان دوه لوبغاړي د توکیو په پارا المپیک لوبو کې د ګډون لپاره پرون توکیو ته ورسېدل.  د پارا المپیک کمېټې IPC په یوه بیان کې وویل چې ذکیه خدادادي او حسین رسولي په توکیو کې د ۲۰۲۰ کال د پارا المپیک کلي ته ورسېدل او تود هرکلی یې وشو. پر افغانستان د طالبانو له چټک واکمنېدو سره دغه دوه لوبغاړي هم لکه د نورو زرګونو افغانانو په څېر چې له هېواده یې د وتلو هڅه کوله، په کابل کې بند پاتې و، خو د IPC په وینا دوی تېره اوونۍ له افغانستانه ایستل شوي او د فرانسې پلازمېنې پاریس یوه ورزشي مرکز ته لېږدول شوي وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکی: که مرستې ونه شي د افغانستان روغتیايي سیستم سقوط کوي

د افغانستان د روغتیا وزارت یو جګپوړی چارواکی وایي، له افغانستان سره د نړیوال بانک او نورو مرستدویه ټولنو له خوا د مالي مرستو په بندېدو سره د دې خطر شته چې د روغتیا په برخه کې په دې هېواد کې د تېرو شلو کلونو پرمختګونه په اوبو لاهو شي.  دغه چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخېستل شي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، ډېرو دغو نړیوالو موسسو، په تېره نړیوال بانک له افغانستان سره خلکو ته د روغتیایي خدمدتونو د سولو لپاره خپلې مرستې ځانګړې کړې وې چې اوس یې په بندېدو سره ډېرې هغې موسسې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خامنه اي: حکومتونه ځي راځي، خو ایران تل له افغانانو سره ولاړ دی

د ایران ستر مشر ایات الله علي خامنه اي وایي، په افغانستان کې حکومتونه ځي او راځي، خو هېواد یې تل له افغانانو سره مرستې ته ولاړ دی. خامنه اې دغه څرګندونې پرون شنبه (د وږي ۶مه) په تهران کې د ایران له نوي ولسمشر ابراهیم رییسي سره د کتنې پر مهال وکړې: "د افغانستانه په اړه موږ د دې هېواد د خلکو ملاتړ کوو، د خلکو یې. حکومتونه ځي او راځي. په وروستیو کلونو کې یو شمېر حکومتونه واک ته ورسېدل – دوی راغلل او لاړل. موږ د افغانستان د خلکو ملاتړ کوو. زموږ اړیکې د دوی له حکومت سره په دې پورې تړلي چې هغه له موږ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا: د داعش پرضد له طالبانو سره همکاري کوو

د بریتانیا یو جګپوړی پوځي چارواکی وایي، بریتانیا او متحدین به یې په راتلونکي کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د ګواښونو په له منځه وړلو کې له طالبانو سره همکاري وکړي که طالبان له خپل لوري داسې چلند وکړي لکه یو نور مال یا عادي حکومت یې چې کوي. دا خبره د بریتانیا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال نېک کارټر تېره ورځ له سکای نیوز سره په خبرو کې وکړه او ویې ویل: "که طالبان وکولی شي داسې لاره خپله کړي لکه عادي حکومتونه یې چې د تروریستي ګواښونو پر وړاندې خپلوي، نو به موږ دا ومومو چې کولای شو، سره ګډه کار وکړو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پنټاګون: افغانستان کې خپل ماموریت په تنظیم شوې بڼه پای ته رسوو

د امریکا دفاع وزارت وایي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پوځي ماموریت به په خوندي او تنظیم شوې بڼه د روانې اګسټ میاشتې په ۳۱ مه پای ته ورسوي.  د دفاع وزارت یا پنټاګون ویاند جان کربي پرون شنبه (د وږي ۶مه) په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دغه ماموریت تر بشپړېدو به د کابل له هوایي ډګره د خلکو ایستلو ته دوام ورکړي. د امریکا د وسله والو ځواکونو د درستیز والی د سیمه ییزو عملیاتو مرستیال مشر جنرال هانک ټېلر چې له ښاغلي کربي سره یې په دې ګډ خبرې کنفرانس کې ګډون کړی و، تر پرون شنبې پورې... Читать дальше...


Познавательный урок «Безопасный маршрут»

Фестиваль культуры народов Карелии прошёл на выставке «Россия» в Москве

Посол в Израиле Викторов: Москва разделяет радость близких освобожденных пленных

Чиновники Подмосковья составили плейлист для тёплых летних деньков



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Суд арестовал замгубернатора Тюменской области Вахрина на два месяца

«Что-то компенсировать»: гепатолог Колесникова объяснила резкую тягу к сладкому

Фестиваль «Лето в Москве. Мода и красота» завершится джаз-фанком и пилатесом

Результаты полумарафона «Волоколамский рубеж» 2024

Музыкальные новости

Бастрыкин затребовал доклад об исчезновении девушки в Новосибирске 15 лет назад

Уникальный интерактивный проект Ставропольской психиатрической больницы на выставке-форуме «Россия»

ГЕРОИЧЕСКОЕ УЧАСТИЕ АРМЯН В СВО. ЧАСТЬ ЧЕТВЕРТАЯ

За один день работники Уссурийского ЛРЗ и их дети выполнили сменно-суточное задание по ремонту 129 паровозиков

Новости России

«Что-то компенсировать»: гепатолог Колесникова объяснила резкую тягу к сладкому

СК начал проверку после аварийной посадки самолета на шоссе в Подмосковье

Суд арестовал замгубернатора Тюменской области Вахрина на два месяца

Результаты полумарафона «Волоколамский рубеж» 2024

Экология в России и мире

Жители Барнаула помогут сделать родной город чище

«В девять лет я уже был очень любвеобильным». Актер Михаил Богдасаров вспомнил детство в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3  

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

Купаться надо уметь: правила, которые сохранят вам жизнь

Спорт в России и мире

Экс-теннисист Ольховский: Рублев не успел набрать форму на "Ролан Гаррос"

Каспер Рууд: «Не буду выступать на турнирах перед «Уимблдоном», но на нем, конечно, сыграю»

Зверев сыграет с Алькарасом в финале "Ролан Гаррос"

Соболенко, проигравшая Андреевой, потеряет 2-е место в рейтинге WTA по итогам «Ролан Гаррос», уступив его Гауфф

Moscow.media

Роман Старовойт выразил готовность оказывать дальнейшую поддержку в строительстве Ленского моста в Якутии

Военные следователи провели рейд по бывшим мигрантам в Керчи

Остров Огой.

Пустынная долина Кодара...







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *