Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2021

Новости за 30.08.2021

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر ادارو کې د طالبانو ګمارنو د ځینو عامو لوستو افغانانو نیوکې راپارولي

وروسته له هغې چې طالبانو د افغانستان حکومت واګې په لاس واخیستې، ورسره سم‌یې د هېواد ټولو ولایتونو، یو شمېر وزارتونو او ادارو ته د خپلې ډلې هغه کسان وروپېژندل چې زیاتره هغو یې دیني زده‌کړې کړې دي. دغه ګمارنې د زیاتره افغان لوستو ځوانانو له نیوکو سره هم مخ دي. دوی وایي، په هېواد کې نږدې په هره برخه کې د شته متخصصینو، د وړ ځوانانو موجودیت او تېرو تجربو ته په کتو اړتیا ده چې هرې ادارې ته د هماغه تخصص او اړتیا اړوند مسلکي کسان وروپېژندل شي. د خوست یو تن اوسېدونکی فیض‌الله فیضان وایي، د دیني زده‌کړو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوداګرۍ خونې او صنعت وزارت د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره ناسته کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر انجنیر سید اکبر اغا سره په کتنه کې د سوداګریزو ستونزو په هواري ټینګار کړی. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند نن دوشنبه (د وږې په ۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې د لیدنې په ترڅ کې د خصوصي سکټور په مختلفو ستونزو خبرې اترې وشوې. ښاغلي مهمند هیله څرګنده کړه چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت به د یادو ستونزو په له‌منځه وړلو او په ننګونو د غلبې حاصلولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي. په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د شهزاده سرای مسؤلین: ډېر ژر به دغه مارکېټ پرانیستل شي

په کابل کې د اسعارو د بدلولو مارکېټ شهزاده سرای مسؤلین وايي، ډېر ژر به دغه مارکېټ پرانیستل شي. د شهزاده سرای د صرافانو سراسري ټولنې مرستیال حاجي دادګل نن دوشنبه (د وږې په ۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې د بانکونو اکثریت څانګې د ښار په بېلابېلو برخو کې پرانیستل شوې دي. نوموړي وویل چې د افغانستان بانک مسؤلین له صرافانو سره هم نن یوه ناسته لري او وروسته به شهزاده سرای هم پرانیستل شي. په کابل او ولایتونو کې بانکونه له تېرو دوو اوونیو راهیسې تړلي وو، خو بانکونو پرون په کار پیل کړی او ټاکل شوې چې شهزاده سرای هم پرانیستل شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا سازمان په تجهیزاتو بار یوه الوتکه د مزار شریف هوايي ډګر ته ورسېده

د روغتیا نړیوال سازمان په تجهیزاتو بار یوه پاکستانۍ الوتکه نن دوشنبه د مزار شریف په هوايي ډګر کې پر ځمکه کېناسته.  دا پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته لومړی ځل دی چې په بشري مرستو بار الوتکه په افغانستان کې ښکته کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي چې دا له درېیو پلان شویو الوتنو څخه لومړۍ وه.  د دې تجهیزاتو وزن ۱۲،۵ مټریک ټنه دی چې نن له دوبۍ څخه بار شول او د «PIA» په الوتکه کې سیده مزار شریف ته ورسېدل.   په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان نن له مرستندویو ټولنو سره په همغږۍ کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر کابل نړیوال هوايي ډګر د نننیو راکټي حملو مسؤلیت داعش واخیست

د کابل پر نړیوال هوايي ډګر د نننیو راکټي حملو مسؤلیت داعش ډلې ومانه.  دې ډلې پر خپله ټلګرام پاڼه، ناشر نیوز لیکلي چې "د خلافت سرتېرو د کابل پر نړیوال هوايي ډګر شپږ کاتیوشا ډوله توغندي وویشتل".’  امریکايي چارواکو ویلي چې د امریکا د پوځ د توغندیو ضد مدافعې سیستم نن سهار پنځه توغندي چې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر پر لور توغول شوي وو، شنډ کړل.

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه: د راتلونکو نړیوالو کړکېچونو ضد غبرګون ته باید چمتووالی ولرو

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر وايي د دې ټولنې حکومتونه د افغانستان د جګړې په څېر له راتلونکو نړیوالو کړکېچونو سره د مقابلې لپاره باید چټک غبرګون ته ښه چمتووالی ولري. جوزف بورېل له یوې ایټالوۍ ورځپاڼې اېل کورییر دېلا سېرا سره په مرکه کې چې نن خپره شوه وویل په لنډ وخت کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو سره سم افغانستان ته د امریکايي ځواکونو استولو وښوده چې اروپايي ټولنه هم باید د خپلې ګډې دفاعي پالېسۍ د جوړولو لپاره هڅې چټکې کړې. ښاغلي بورېل وویل امریکا وتوانېده چې افغانستان ته سمدستي ۶ زره سرتېري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه له افغانستانه د خلکو د ایستلو لپاره اضافي الوتنې کوي

روسیه له افغانستانه د خلکو د ایستلو لپاره د اضافي الوتنو خبر ورکوي.  په کابل کې د روسیې سفارت پر خپل ټویټر خبر ورکړی چې په اضافي الوتنو کې به د روسیې اتباع او اوسېدونکي او همداراز د ډله‌ییز امنیت د غړو هېوادونو وګړي بهر ته ولېږدول شي. تر اوسه معلومه نه‌ده چې دا الوتنې د اګسټ په ۳۱مه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له مهلت وروسته هم دوام کوي که نه. روسیې تېره اوونۍ هم له افغانستانه شااوخوا ۳۶۰  کسان وایستل.  د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف نن د وږې په ۸مه د روسیې له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یونېسف: افغانستان د ماشومانو لپاره له ننګونو ډک او تر ټولو بد هېواد دی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي چې دغه هېواد د ماشومانو لپاره له ننګونو ډک ځای دی. دغه سازمان په خپله یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ماشومان او کورنۍ یې له اساسي حقونو بې‌برخې دي او افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو بد هېواد دی. یونېسف ویلي چې ګڼ شمېر ماشومان له خپلو ښوونځيو بې‌ځایه شوي او له روغتیايي خدماتو څخه محروم شوي دي. د دغې ادارې سیمه‌ییز مسؤل جورج لاریا اجی ویلي که چېرې اوسنی وضعیت روان وي اټکل دا دی چې له پنځه کلنۍ ښکته یو ملیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي چې دا یو جدې ګواښ دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د بهرنیانو او د هغوی افغان کارکوونکو د ایستلو لپاره د نړۍ تازه هڅې

له هغې وروسته چې طالبانو د کابل په ګډون د افغانستان ټول ولایتونه ونیول ورسره جوخت امریکایانو او متحدینو یې له افغانستان د خپل وګړو او هغه افغانانو چې ورسره‌یې کار کړی و، د وتلو چاره پیل کړه. اوس د دغه بهیر پای ته یوازې ساعتونه پاتي، خو لاهم امریکا د خپلو وګړو او متحدیدینو د ایستلو په چارې بوخته ده. فرانسې چې تازه دغه چاره سر ته رسولې، جمهور رئیس‌یې په خپلو نويو څرګندونو کې ویلي، له افغانستان وتل د تسلیمېدو معنی نه‌لري. امانوئل مکرون تېره ورځ له «ټي‌اېف‌ون» ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې المان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې پر شکریې بارکزۍ څه تېر شول؟

پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته له هېواده د مخکښو شخصیتونو او فعالانو د وتلو لړۍ روانه ده. په دې ډله کې هغه نارینه او ښځې هم له افغانستانه وتلي او لاهم د وتلو په حال کې دي چې د هېواد مسلکي او تخصصي پانګه یا مغز بلل کېږي. شکریه بارکزۍ د نامتو ژونالیستانو، با نفوذه سیاستوالو او مخکښو فعالانو له ډلې ده چې د وروستیو پېښو له کبله له هېواده وتلو ته اړه شوې ده. مېرمن بارکزۍ له لندن څخه د سکایپ له لارې له آزادۍ راډیو سره خبرې کړي چې دلته یې لیدلای شئ.

Pa.azadiradio.com 

ازبکستان هغو افغانانو ته چې جرمني یې لېست ورکړی د ننوتلو اجازه ورکوي

ازبکستان وايي، هغو افغانانو ته به دې هېواد ته د ننوتلو اجازه ورکړي چې د جرمني له‌خوا یې لېست برابر شوی دی.  د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس نن خبریالانو ته وویل، ازبکستان منلې ده چې د هغو افغانانو سفر ته به اجازه ورکړي چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې ژوند ته خطر دی او جرمني یې لېست ازبکستان ته ورکوي.  ښاغلی ماس اوس‌مهال ترکیې، ازبکستان، تاجکستان، پاکستان او قطر ته د سفر په حال کې دی او هڅه کوي دې افغانانو ته یا د نړیوالو ځواکونو د وتلو د مهلت تر پوره کېدو وروسته د کابل له هوايي ډګر څخه په الوتکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: کابل کې وروستي بریدونه او چاودنې د امریکايي عسکرو د شتون پایله ده

کابل یو ځل بیا د تېرو ناامنیو له ترخې تجربې سره مخ دی. دلته د نن په ګډون د دې اوونۍ ۳ ورځو کې د چاودنو او بریدونو ۳ پېښې شوي چې مرګ‌ژوبله هم لري. دې پېښو د امنیت او سولې د راتلو په اړه خلک نهیلي کړل. که څه هم له دې بریدونو یو یې پرون د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې کړی او د پنټاګون له قوله، د داعش هغه ځانمرګی یې په نښه کړی چې غوښتل‌یې په کابل هوايي ډګر برید وکړي، خو سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون د پېښې د یوه قرباني له خولې لیکي، دې برید کې ۶ ملکیان وژل شوي دي. نن سهار هم د کابل ښار د ۱۱مې ناحیې د خیرخانې له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوست د علماوو شورا د پخواني مشر زوی: پلار مې طالبانو نیولی

په خوست کې د علماوو شورا د پخواني مشر مولوي محمد سردار ځدراڼ د کورنۍ غړي وایي چې نوموړی طالبانو نیولی دی. د مولوي ځدراڼ زوی سمېع‌الله ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل چې پرون سهار مهال د طالبانو د امنیت اړوند کسان په دوه رنجر موټرو کې کور ته ورغلل او پلار یې له ځان سره بوت. سمېع‌الله وایي: "د دوه ساعتونو په مخه د مولوي صاحب موبایل ټیلیفونونه بند ول. له هغې وروسته موږ د فېس‌بوک له لارې عکسونه ولیدل چې د مولوي صاحب سترګې یې تړلې وې او لیکل شوي و چې نوموړی نیول شوی دی." سمېع‌الله ځدراڼ وایي، د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا او ځیني هېوادونه د افغانستان په اړه پر خپلې پالېسۍ همغږي کولو غږېږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به نن دوشنبه (د وږې په ۸مه) په یوه مجازي غونډه کې د افغانستان په اړه د خپلې پالېسۍ د همغږي کولو په اړه خبرې وکړي. دې وزارت پرون یکشنبه په یوه بیان کې وویل چې په دې غونډه کې به د متحده ایالاتو مهم شریکان ګډون وکړي. په پام کې ده چې د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا، ترکیې او قطر د بهرنیو چارو وزیران او دغه‌راز د اروپایي ټولنې او ناتو استازي ګډون وکړي. د بیان له مخې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل هوایي ډګر نن څو توغندي وویشتل شول

سپینې ماڼۍ تأیید کړه چې په کابل هوایي ډګر نن څو توغندي ویشتل شوي دي.  د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکې په یوه بیان کې وویل چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ته په دې اړه خبر ورکړل شوی او ورته ویل شوي چې د دغه برید سره د کابل له هوایي ډګره د تخلیې عملیات نه‌دي ګډوډ شوي او هغه عادي روان دي.  په بیان کې دغه‌راز ویل شوي چې بایډن پر خپل امر ټینګار کړی چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې دې د امریکایي ځواکونو د خوندیتوب لپاره هڅې دوه برابره شي.   د راپورونو له مخې نن څو توغندي په کابل هوایي ډګر چې امریکایي ځواکونو له افغانستانه وتلو ته تیاری نیسي، ویشتل شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نږدې ۱۰۰ افغانان کوسوو ته ورسېدل

یوه الوتکه چې لسګونه افغانان‌یې لېږدول پرون یکشنبه کوسوو ته ورسېده. دغه افغانان چې شمېر یې نږدې ۱۰۰ تنو رسېده، د امریکا په یوه پوځي الوتکه کې د کوسوو پلازمېنې بریشتینا ته ورسېدل. د کوسوو ولسمشر، د دې هېواد صدراعظم او د امریکا سفیر د دغو افغانانو هرکلی وکړ. کوسوو موافقه کړې چې امریکا ته د دغو افغانانو د تلو د پروسې تر بشپړېدو په خپله خاوره کې د هغوی کوربه‌توب وکړي. پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په وروستیو ورځو کې په سلګونه نور افغانان هم البانیا ته رسېدلي دي. دې هېواد ویلي چې تر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نړیوالو رسنیو د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه لیکنې او تبصرې کړې

نیویارک ټایمز نیویارک ټایمز ورځپاڼې له کابله د امریکايي ځواکونو له‌خوا د خلکو د ایستلو د عملیاتو په تړاو یوه مفصله مقاله خپره کړې ده. په مقاله کې هغه خبرداري ته اشاره شوې چې د یکشنبې په ورځ امریکایي چارواکو په کابل کې خپلو اتباعو ته ورکړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څو ساعته وروسته له هغه چې ولسمشر جو بایډن د کابل په هوايي ډګر باندې د ترهګریز برید د ګواښ خبرداری ورکړ په کابل کې له خپلو اتباعو وغوښتل چې سمدستي دې د کابل له هوايي ډګر او شااوخوا سیمو ووځي. نیویارک ټایمز لیکي دې خبرداري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا په کابل کې د داعش ضد خپل وروستي برید کې ملکي تلفاتو په اړه څېړنه کوي

د امریکا د مرکزي قواوو قوماندانۍ وایي، د هغو راپورونو په اړه څېړنه کوي چې وایي په کابل کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر یوه هدف د امریکا په هوایي برید کې ملکیانو ته تلفات رسېدلي دي. د دې قوماندانۍ ویاند بیل اوربان وویل، له دغه برید وروسته‌یې د ملکي تلفاتو په اړه راپورونه ترلاسه کړي او هغه څېړي. د اوربان په وینا په دغه برید سره په کابل هوایي ډګر د داعش د بلې حملې مخه ونیول شوه. دغې قوماندانۍ ویلي چې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د داعش پر چاودېدونکو موادو بار یو موټر له‌منځه وړل شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جو بایډن: اېدا توپان د خلکو ژوند ته ګواښ دی او لویې ویجاړۍ به رامنځته کړي

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون یکشنبه خبرداری ورکړ چې اېدا توپان د خلکو ژوند ته یو ګواښ پېښ کړی او لویې ویجاړۍ به رامنځته کړي. روېټرز خبري اژانس د بایډن په حواله ویلي چې دا توپان به د څو اوونیو په مخه د هغو کسانو برېښنا پرچاو کړي چې د امریکا خلیج ته په نږدې سواحلو کې ژوند کوي. امریکایي چارواکي مخکې له مخکې د زیانمنېدونکو کسانو لاسنیوي ته لاس په کار شوي او ویلي یې دي، لسګونه زره هغو کسانو ته پناه‌ځای جوړوي چې له خپلو کورونو بې‌ځایه کېږي.

Pa.azadiradio.com 

طالبان به قانوني اسناد لرونکو بهرنیانو او افغانانو ته د 'سفر اجازه' ورکړي

طالبان به هغو بهرنیو اتباعو او افغانانو ته له افغانستانه د وتلو اجازه ورکوي چې د سفر قانوني اسناد ولري. دا معلومات د امریکا، بریتانیا او یو شمېر نورو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې راغلي دي. اعلامیه کې راغلي، طالبانو ډاډ ورکړی چې دې کسانو ته به خوندي شرایط برابروي چې هوایي ډګر ته ولاړ او خپل منزل ته سفر وکړي. اعلامیه کې راغلي، د نړۍ بېلابېل هېوادونه لکه استرالیا، جاپان، فرانسه، اسپانیا او یو شمېر نور به مشخصو افغانانو ته د ویزو ورکړه جاري وساتي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي: د افغانستان له خاورې وسله‌والو زموږ دوه سرتېري ووژل

پاکستاني چارواکي وایي، د افغانستان له خاورې وسله‌والو برید کوونکو د دوی دوه سرتېري وژلي دي. د پاکستان پوځ پرون ماښام وویل، د دوی په ځوابي ډزو کې هم دوه درې برید کوونکي له‌منځه وړل شوي دي. دا برید په باجوړ سیمه کې شوی او له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، دا په خپل ډول کې لومړنی داسې برید دی. باجوړ د پاکستان هغه قبایلي سیمه ده چې یو شمېر سخت‌دریځه ډلو له هغې جملې تحریک طالبان پاکستان په‌کې فعالیت کاوه. د پاکستان پوځ نه‌دي ویلي چې د دې حملې تر شا د کومو وسله‌والو لاس دی، خو دوی برید کوونکي ترهګر بللي دي.

Pa.azadiradio.com 

 بایډن او مېرمن‌یې په افغانستان کې د وژل شویو پوځیانو درناوی وکړ

د امریکا ولسمشر جو بایډن او مېرمن‌یې جیل بایډن پرون د هغو ۱۳ امریکایي پوځیانو درناوي ته ورغلل چې تازه افغانستان کې وژل شوي وو. بایډن د امریکا د هوایي ځواکونو په یوې اډه کې د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره هم وکتل. د وژل شویو امریکایي پوځیانو جسدونه پرون د امریکا د دلیویر ایالت یوې هوایي اډې ته ورسېدل. دا کسان د اګسټ په ۲۶مه هغو چاودنو کې ووژل شول چې هوایي ډګر ته نږدې داعش وسله‌والو وکړې. پرون هم د کابل هوایي ډګر ته نږدې امریکایي ځواکونو د داعش په یو ځانمرګي بریدګر باندې هوایي برید وکړ. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملا هبت‌الله اخندزاده کندهار کې یوه لویه غونډه جوړوي

طالبان وایي چې مشر یې ملا هبت‌الله اخندزاده په کندهار کې دی او افغانستان کې د امریکا د پوځي مأموریت له پای ته رسېدو وروسته به کندهار کې یوه لویه غونډه جوړه کړي. د ازادي راډیو خبریال د طالبانو د ځایي سرچینو په حواله وایي چې دې غونډه کې به د راتلونکي نظام د جوړېدو او څرنګوالي پر لارو چارو خبرې کېږي. د کندهار په واټونو کې هم د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده انځورونه لیدل کېږي چې دغه ښار ته د هغه د هرکلي په هدف بند شوي دي.  پرون د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم ازادي راډیو ته وویل چې مشر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سبا په افغانستان کې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږد پوځي مأموریت پای ته رسېږي

امریکا سبا سې شنبه په افغانستان کې خپل ۲۰ کلن پوځي مأموریت پای ته رسوي، خو وایي دغلته‌یې ډيپلوماتیک حضور د طالبانو په کړنو پورې تړلی دی.  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، که طالبان له دوی او نورې نړۍ سره اړیکې غواړي، باید په عمل کې د افغانانو بنسټیز حقونه خوندي کړي.  بلېنکن پرون له (اېن.بي.سي) ټلوېزیون سره مرکه کې وویل، اوس نړۍ طالبانو ته سترګې په لاره ده چې له خپلو خلکو سره څه کوي. ښاغلی بلېنکن زیاتوي: "طالبانو ته د هېڅ شي ژمنه نه‌ده ورکړل شوې. نه‌یوازې موږ، بلکې د نړۍ په کچه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د یمن پر لویې هوایي اډې برید کې ۳۰ کسان ووژل شول او لسګونه ټپيان دي

د یمن پر لویې هوایي اډې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. د یمن د پوځ یوه ویاند محمد النقیب ویلي چې پر ال عناد هوایي اډې دغه برید کې دولت پلوه عسکر وژل شوي دي. دا د یمن په کورنۍ جګړه کې تازه خونړی برید بلل شوی دی. دغلته د ایران له ملاتړه برخه‌من حوثي سخت‌دریځي د سعودي په ملاتړ هغه حکومت سره په جګړه بوخت دي چې نړیوالو هم په رسمیت پېژندلی دی. پر هوایي اډې د شوي دې برید مسؤلیت هم پوځ پر حوثي وسله‌والو اچولی، خو سملاسي چا د دې برید مسؤلیت نه‌دی اخیستی.


В Тульской области продолжается культурный проект «Классика: история и современность»

Орбан: Венгрия знает, как помешать Европе начать войну с Россией

Путин выразил соболезнования родным и близким депутата Госдумы Чилингарова

BIM-платформа Tangl интегрирована с SIGNAL DOCS



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Путин выразил соболезнования родным и близким депутата Госдумы Чилингарова

День здорового питания и отказа от излишеств в еде отмечается в России 2 июня

Фальсификация истории меликств Арцаха (Карабаха) в азербайджанской историографии

"Парни из стали": в Самаре завершился турнир по хоккею среди ветеранов СВО и боевых действий

Музыкальные новости

Благотворительный Вечер в «Геликон-Опера»: Искусство во Имя Добра

«Заставлял Костомарова мыть свою машину, чтоб потом он на ней покатался по парковке!» Илья Авербух рассказал о дружбе с Романом Костомаровым в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3

Выставка «Кремли России — взгляд художника» открылась в Нижегородском кремле

Стали известны все участники РПЛ сезона-2024/2025

Новости России

ВКС России нанесли удар по двум местам базирования боевиков в Сирии

BIM-платформа Tangl интегрирована с SIGNAL DOCS

Научное покрытие: в РФ нашли способ продлить срок службы аппаратуры в космосе

"Парни из стали": в Самаре завершился турнир по хоккею среди ветеранов СВО и боевых действий

Экология в России и мире

Eleganzza весна-лето 2024

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

AlfaBiom выпустили на рынок России БАД с красным ферментированным рисом

Спорт в России и мире

Арина Соболенко повторила уникальное достижение Азаренко на турнирах «Большого шлема»

Медведев пошутил о том, что часто проводит ночные матчи на турнирах «Большого шлема»

Вице-президент ФТР Селиваненко: у Рублева не пошла игра с Арнальди

Российские ракетки сообразили на троих // Даниил Медведев, Мирра Андреева и Элина Аванесян дружно вышли в 1/8 финала теннисного Roland Garros

Moscow.media

Выгодно ли покупать квартиру в новостройке?

ТСД промышленного класса Saotron RT-T60

Георгий Бурков

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *