Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2021

Новости за 12.08.2021

Pa.azadiradio.com 

د ځوانانو نړیواله ورځ؛ د افغانستان له '۶۷ سلنه زیات' وګړي له ۲۴ کلونو کم عمر لري

په افغانستان کې وروستۍ شمېرې ښیي چې دغه هېواد د نفوسو د ترکیب له مخې له ځوان نفوس لرونکي هېوادونو څخه دی. ‎هغه هېواد چې له ۶۷ سلنه زیات وګړي یې له ۲۴ کلونو کم عمر لري. ‎له څلورو لسیزو زیاتو جګړو د افغانستان په ځانګړې توګه د دغه هېواد ځوانانو لپاره زیاتې ستونزې رامنځته کړې دي. ‎یو شمر افغان ځوانان وایي چې د طالبانو د واکمنۍ له سقوط سره په ۲۰۰۱ کال کې دا انګېرنې موجودې وې چې د افغان ځوانانو د پرمختګ لپاره یو طلایي فرصت رامنځته شوی او په اکا‌‌‌‌‌‌ډمیکو بنسټونو کې له زده‌کړو وروسته ځوانان کولای... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د سنوکر سیالۍ؛ رییس خان سنزی لومړی مقام ترلاسه کړ

د کابل د سنوکر کلپونو په اتم پړاو سیالیو کې رییس خان سنزی لومړی مقام ترلاسه کړ. د دغو لوبو په لړ کې صالح محمد محمدي په کم تفاوت لوبه وبایلله او دویم مقام یې ترلاسه کړ. دغه سیالۍ چې درې ورځې وړاندې د ۵۲ لوبغاړو ترمنځ په کابل ښار کې پیل شوي وو، نن پای ته ورسیدې. د بدني روزنې او ورزش ریاست عمومي رییس حفیظ الله ولي رحیمي په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه هم ورکړل. د یادونې ده چې ښاغلی سنزی او محمدي په قطر کې کیدونکو نړیوالو او اسیایي سیالیو لپاره هم نوماندان دي.

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د هنډبال ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

په کابل کې نن پنجشنبه (د زمري ۲۱مه) د هنډبال ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې. د بدني روزنې او ورزش ریاست ویاند محمد عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل چې د هنډبال دغه سیالۍ د لسو لوبډلو او ۱۲۰ لوبغاړو ترمنځ د ورزش او بدني روزنې ریاست په جمنازیوم کې ترسره کېږي. لوبغاړي به د شپږو ورځو لپاره سیالي وکړي، څو غوره لوبغاړي د کابل منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي. دغه سیالۍ د هنډبال د غوره څېرو د پېژندګلوي او د کابل منتخبې لوبډلې ته يې د ور پېژندو په هدف ترسره کېږي. په پایلوبه کې به ۳۲ لوبغاړي د پلازمېنې کابل لوبډلې ته غوره شي.

Pa.azadiradio.com 

‎د غزني له سقوط وروسته ملي امنیت د دغه ولایت والي داوود لغمانی ونیو

‎د طالبانو په لاس د غزني ښار د ځینو سیمو له سقوط وروسته، د دغه ولایت والي داوود لغمانی د کورنیو چارو وزارت د کورني امنیت ریاست له لوري ونیول شو. ‎د کورنیو چارو وزارت د دغه خبر په تأیید سره ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې له نوموړي  څېړنې کېږي. ‎د غزني ولایت ‌‌‌‌‌‌ډیری سیمې نن له غرمې وروسته طالبانو سقوط کړې دي. ‎د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي د دغه خبر د منلو ترڅنګ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د غزني والي، مرستیال‌یې، د دفتر رئیس‌یې او ځیني نور هغه کسان چې ورسره وو په میدان وردګو ولایت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان: د طالبانو بریدونه د سیمې او نړۍ امنیت ته هم جدي ګواښ دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو سره په همغږۍ، د طالبانو د خونړیو بریدونو دوام به نه یوازې د بشري ناورین او په افغانستان کې د جګړې د پراخېدو لامل شي، بلکې تاوتریخوالي او افراطیت به نور هم زیات کړي. دغه وزارت وايي، ترهګر د سیمې او نړۍ اجتماعي امنیت ته جدي او نه جبرانېدونکی ګواښ دی. د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په قطر  کې د ترویکا پلس له ناستې وروسته د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي: "د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو سره په مستقیم همغږۍ کې د طالبانو تاوتریخوالي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: فایزر او موډرنا واکسین حامله مېندو ته خوندي دي

د امریکا روغتيايي چارواکي وايي، فایزر او موډرنا واکسین د حامله دارو ښځو لپاره خوندي دي. دوی  ویلي، وروستي مطالعات ښيي چې د کرونا ویروس پرضد دا واکسین د مور په نس کې ماشوم ته زیان نه رسوي. د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکزونو رییس روشل والنسکي پرون وویل، دا اداره ټولې حامله ښځې او هغه ښځې چې غواړي حامله شي او یا میندې چې ماشوم ته شیدې ورکوي هڅوي چې ځانونه واکسین کړي.

Pa.azadiradio.com 

د کرنې وزارت د پور ورکونې شرایط اسانه کوي

د افغانستان د کرنې وزارت د پور ورکونې شرایط اسانه کوي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل، یاد وزارت په پام کې لري چې بزګرانو او کرنیزو متشبثینو لپاره د پور ورکونې شرایط تر پخوا لا ډېر اسانه او ساده کړي. نوموړي وویل چې د پور اخیستونکو د پور اخیستنې په چارو کې د اسانتیا رامنځته کولو لپار ه د کرنې د پراختیا صندوق  جوړ شوی دی. یاد صندوق د خپل فعالیت له پیله تردې دمه څه باندې ۱۸ سوه میلیونه افغانۍ پورونه ورکړي دي. وزارت څو موده مخکې هم ۹۰۰ میلیونه افغانۍ منظور کړي، څو بزګرانو ته ورکړل شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان چارواکي: د ترینکوټ ښار په څنډو کې جګړه روانه ده

د ارزګان امنیتي چارواکي وايي وسله والو طالبانو د دې ولایت پر مرکز ترینکوټ له څلورو خواو بریدونه کړي. د ارزګان د امنیه قوماندانۍ ویاند مغفور الله سالار نن پنجشنبه (د زمري په ۲۱مه) ازادي راډيو وویل، طالبانو د تېرو ۴۸ ساعتونو راهیسې پر ترینکوټ ښار  بریدونه کړي او یو شمېر سیمې یې له افغان ځواکونو نیولي دي. ښاغلي سالار زیاته کړه: "د یادې جګړې پر مهال تر دا مهاله پنځه پولیس ټپیان شوي، دوه رینجره او یو هاموې ټانګ تخریب شوي او زموږ کمربندونه راشاته شول، څو مو سرتیري خوندي وي او زیان ورته ونه رسیږي."... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر ولکې لاندې د خلکو ژوند څه ډول دی؟

وسله والو طالبانو د یو شمېر ولسوالیو له نیولو وروسته اوس د څو ولایتونو په مرکزونه هم ولکه ټینکه کړې. په دې ښارونو کې اوس ژوند څه ډول دی؟ ددې ښارونو اوسېدونکي یې وضعیت څنګه ډول ارزوي؟ د نیمروز ولایت د زرنج ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، په دغه ښار کار کې کار وبار پڅ شوی. نور حال په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:

Pa.azadiradio.com 

اوسیدونکي: طالبان د غزني ښار ته ننوتلي، جګړه روانه ده

طالبان نن پنجشنبه (د زمري ۲۱مه) سهار د غزني ښار ته ننوتلي او دا مهال هم هلته د دوی او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو توده جګړه روانه ده.  تر اوسه ځایي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د غزني اوسیدونکو د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې طالبان ښار ته ورغلي دي.  طالبانو هم داسې انځورونه خپاره کړي چې ښار کې د دوی حضور ښيي او دغه راز یې ادعا کړې چې د ولایت مقام، امنیه قومانداني او نور مهم دفترونه یې نیولي دي.  پر غزني سربېره له لښکرګاه، کندهار او قلعه نو ښارونو هم د تودې جګړې راپورونه خپاره شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غزني کې جګړو ۶ زره کورنۍ بې ځایه کړي؛دولت د مرستو ډاډ ورکړ

په غزني کې د وروستیو جګړو له امله تر ۶ زره له زیاتو بې ځایه شوېو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې شوي. د غزني ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده تېره ورځ د (زمري ۲۰مه) ازادي راډیو ته ویلي و، یوازې د دغه ولایت د مرکز اړوند او بېلابېلو ولسوالیو له شااوخوا ۱۵۰ جګړه ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. په دغه مرستو کې ۶ قلمه خوراکي توکي، غنم، وريژې، غوړي، چای، بوره او لوبیا شامل دي. جمعه زاده زیاتوي، دغه مرستې ‎د غزني ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست له لوري کیږي او په ټکو یې د یاد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه کې د یوې هليکوپټرې د لوېدو له پېښې ۹ تنه ژوندي موندل شوي

د روسیې په لېرې ختیځ کمچاتکا ټاپو وزمه کې د یوې هليکوپټرې د لوېدو له پېښې ۹ تنه ژوندي پیدا شوي دي.  د ژغورل شوېو کسانو د روغتیایي وضعیت په اړه سملاسي څه نه دي ویل شوي.  روسي رسنیو د چارواکو په حواله ویلي، دې الوتکه کې د عملې په ګډون ۱۶ تنه سپاره وو چې په ځایي وخت نن سهار لس بجې په یوه جهیل کې راولوېده او ډوبه شوه.  د هليکوپټرې دننه سپاره ۱۳ تنه مسافر او ۳ د الوتکې عمله و.  د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي، ۷ نورو ورکو کسانو د ژغورنې عملیات دوام لري.

Pa.azadiradio.com 

اطلاعات روز: پاکستان د افغان قومونو ترمنځ د بیلتون ستراتېژي په لاس نیولې

هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې په قطر کې د افغان او طالب چاروکو وروستۍ ناستې ته اشاره کړې لیکلي چې نن د دې ناستې درېيمه او وروستۍ ورځ ده. د ورځپاڼې په وینا ، د دولت مرکچي پلاوي غوښتنې پر ښارونو د طالبانو د بریدونو سمدستي درېدل او د سولې د جدي او معنی لرونکو خبرو پيل او د سیاسي حل لارې موندل دي. لېکوال ټینګار کړی چې افغانانو ته د اعلامیو خپرول د منلو نه دي او باید د جګړې د درېدو لپاره، عملي اقدام وشي. د ورځپاڼې په وینا روان کړکېچن وضعیت لپاره اړتیا ده چې دواړه لوري یوې نتیجې ته ورسېږي ځکه له جګړې ستړي افغانان د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتونکي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: کابل ته راغلي کډوال لنډ مهال کمپونو کې ځای پرځای کوو

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کابل ته راغلي بې ځایه شوي په لنډ مهاله کمپونو کې ځای پر ځای کوي.  د کابل د سرای شمالي او شهرنو له پارکونو لنډمهالې سرپنا ته د کورنیو بې ځایه شوېو لېږد پرون پیل شو او لا هم دوام لري.  کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو کسانو د ثبت لړۍ هم روانه ده او په خبره یې تراوسه دوی نژدې شپږ نیم سوه مستحقې کورنۍ ثبت کړي دي.  خبرپاڼه کې راغلي چې له تثبیت وروسته به له دغو کورنیو سره د دوی او همکارو موسسو له خوا یې اړینې مرستې هم وشي.  دوی دا ډاډ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني: ایران دې اټمي تړون ته د ورګرځېدو لپاره لازم نرمښت وښيي 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس پرون چهارشنبه (د زمري ۲۰مه) له ایرانه وغوښتل چې د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون د بیا ژوندي کولو لپاره بېرته د ویانا خبرو ته ور وګرځي.  ده چې په برلین کې له خبریالانو سره خبرې کولې وویل، نه شي کولای چې له ایران سره تر ابده خبرو ته دوام ورکړي.  ښاغلي ماس وویل، که خبرې اوږدېږي، هغه لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ کېږي چې تراوسه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې ترلاسه شوي دي.  د جرمني د بهرنیو چارو وزیر غوښتنه وکړه چې ایران باید  ژر تر ژره له "چمتوالي او لازم نرمښت سره " د خبرو میز ته حاضر شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز: ایا طالبان بیا پر ټول افغانستان ولکه ټینګولای شي؟

نیویارک ټایمز ایا طالبان بیا پر ټول افغانستان ولکه ټینګولای شي؟ دا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوې لیکنې سرلیک دی.  د دې لیکنې لیکواله کریستینا ګولډباو (Christina Goldbaum) وايي، تر ډېرو پورې طالبانو له دولتي ځواکونو سیمې نه‌شوی نیولی، خو په وروستۍ یوه اوونۍ کې یې د ۹ ولایتونو مرکزونه ونیول او په دې توګه‌یې د افغانستان پر سیاسي مشرانو او امنیتي ځواکونو سخت فشار راوړی دی. د افغانستان په شمال کې د طالبانو لاس ته د ښارونو لوېدو دا وېره پیدا کړې چې طالبان په دې توګه له کابله راچاپېره شي او د جګړې له لارې د هېواد بشپړ کنټرول ترلاسه کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني او هالنډ د افغان کډوالو د ایستلو چارې ځنډولي، خو یونان مخالف دی

په افغانستان کې د جګړو زیاتېدو، جرمني او هالنډ اړ ایستي دي چې تر نامعلوم وخت پورې هغه افغان کډوال چې نه دي منل شوي، د هغوی له ایستلو لاس واخلي. د راپورونو له مخې په جرمني کې د نژدې دیرش زره افغان کډوالو د پناه غوښتلو غوښتنلیکونه رد شوي دي چې باید له دې هېواده ووځي. د جرمني د کورنیو چارو د وزارت ویاند سټیف هالټر د چهارشنبې(د زمري ۲۰مه) په ورځ وویل چې امنیت ته د اندېښنې په پار د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دریدلی دی. دی وايي: "په افغانستان کې وضعیت سخت دی، ستونزې ورخ په ورځ په زیاتېدو دي. موږ وضعیت څارو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د دوحې غونډه؛ افغان پلاوی لاهم هڅه کوي چې طالبان پر ښارونو له بریدونو وګرځوي

د ترویکا پلس غونډې ته کابل په تمه دی او طالبان وایي چې دا غونډه نتیجه نه ورکوي. د قطر په پلازمېنه دوحه کې نن پنجشنبه د دې غونډې درېیمه او وروستۍ ورځ ده. دا غونډه د امریکا د متحد ایالاتونو، چین، روسیې او پاکستان د استازیو له لوري جوړه شوې ده چې د افغانستان د حکومت او طالبانو استازي هم په کې برخه لري. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې وویل چې افغان لوری په دې غونډه کې خپل غوښتنې وړاندې کړي دي. تهذیب زیاته کړه: "د افغانستان د دولت مرکچي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اردوغان په افغانستان کې د شخړو زیاتېدو ته اندېښنه ښکاره کړه

د ترکیې ولسمشر په افغانستان کې د شخړو زیاتېدو ته اندېښنه ښکاره کړه. رجب طیب اردوغان له ولسمشر اشرف غني سره د ټیلیفوني مکالمې پر مهال پرون دا هم وویل چې انقره به په افغانستان کې د عادلانه سولې لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي. د افغانستان او ترکیې ولسمشرانو په داسې وخت کې دا خبرې کړي دي چې طالبانو د افغانستان یو شمېر ولایتونه نیولي دي او د یو شمېر ولایتونو د مرکزونو د نیولو لپاره یې سختې حملې روانې دي. رویټرز اژانس د ترکیې د دوو جګپوړیو چارواکو په وینا چې نومونه یې نه دي اخیستي، د چهارشنبې په ورځ خبر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یوه امنیتي سرچینه: طالبانو د کندهار زندان مات کړی

یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړه چې طالبانو د کندهار زندان مات کړی او ټول جنایي زندانیان یې خوشې کړي دي. دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي، زیاتوي چې طالبانو د کندهار ښار محبس د سې شنبې په ورځ له څلورو خواوو محاصره کړ او د چهارشنبې په ماښام زندان ته ورننوتل. د سرچینې په وینا حکومت په تېرو درېیو اوونیو کې له دغه زندانه مهم سیاسي بندیان کابل ته انتقال کړي وو. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر کې لیکلي دي چې په سلګونو زندانیان یې د کندهار له محبسه ازاد کړي دي. مخکې د کندهار محبس د زندانیانو شمېر دوه زره یاد شوی وو.

Pa.azadiradio.com 

د ملي امنیت شورا: لا هم افغان حکومت سولې ته لومړیتوب ورکوي

د افغانستان د ملي امنیت د شورا یو جګپوړی غړی وایي چې لا هم حکومت سولې ته لومړیتوب ورکوي. د ملي امنیت د شورا سلاکار جاوېد فیصل فرانس پرېس اژانس ته د خبرو پر مهال پردې هم ټینګار وکړی چې حکومت به د طالبانو د زور زیاتې پر وړاندې د خلکو دفاع ته ادامه ورکړي: "زموږ لومړیتوب سوله او د یوې سیاسي روغې جوړې لپاره خبرې دي، خو بله دنده هم لرو چې له خپل هېواد او خلکو د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د مخ په زیاتیدونکي خشونت مخه ونیسو او د خلکو دفاع وکړو." فیصل زیاته کړه چې القاعده شبکه هم د طالبانو په ملاتړ جګړه کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې د مذهبي لږکیو لسګونه فعالانو لاریون وکړ

په پاکستان کې د مذهبي لږکیو پر لسګونو فعالانو په زوره د دین د بدلېدو د هڅو پر ضد لاریون وکړ. دوی اعتراض وکړ چې کله یې لوڼې واده وکړي، په زوره مجبوره کېږي چې مسلمانانې شي. اعتراض کوونکو پرون په اسلام اباد کې د پارلمان د ودانۍ مخته له حکومته وغوښتل چې پرې نه ږدي د دوی لوڼې نور په جبر مسلمانانې کړي. د پاکستان شااوخوا اووه نوي په سلو کې خلک مسلمانان دي او د دوی ترڅنګ هندوان او مسیحیان هم په دې هېواد کې ژوند کوي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان: تر هغو چې اشرف غني لېرې نه شي، طالبان خبرو ته نه چمتو کېږي

د پاکستان صدراعظم وایي، تر هغو چې اشرف غني له جمهوري ریاسته لېرې نه شي، طالبان خبرو ته نه چمتو کېږي. عمران خان پرون په اسلام اباد کې وویل، په اوسني وخت کې د افغانستان سیاسي حل سخته ښکاري. عمران خان زیاته کړه چې درې څلور میاشتې مخکې چې د طالبانو د مشرانو پلاوی پاکستان ته ورغلی و، دوی هڅه وکړه چې د سولې خبرو ته یې وهڅوي. خو د عمران خان په باور د طالبانو خبره همدا وه چې تر هغو د افغانستان له حکومت سره  د سولې خبرې نه کوي چې اشرف غني له واکه نه وي لېرې شوی. ولسمشر غني مخکې ویلي و چې دی چمتو دی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاریس کې د فوټبالر لیونیل میسي تود هرکلی وشو

په پاریس کې د نړۍ د فوټبال د نامتو لوبغاړي لیونیل میسي تود هرکلی وشو. میسي له پاریس سنټ جرمن لوبډلې سره یوځای شوی دی او ده په پلازمېنې پاریس کې د دې نوې لوبډلې کمیس چې د ده لپاره یې د دیرش شمېره غوره کړې ده، رسنیو ته ورښکاره کړ. د پاریس سنټ جرمن د کلپ رییس ناصر الخلیافي چې د قطر دی له میسي سره په دې مراسمو کې برخه واخیسته. د راپورونو له مخې میسي به د کال نژدې یو څلویښت میلیونه ډالرمعاش له خپل نوي ټیمه ترلاسه کوي. دی د اسپانیا د بارسلونا پياوړی لوبغاړی و چې تېره اوونۍ یې له بارسلونا سره وروسته... Читать дальше...


В работе мессенджера «Телеграм» случился массовый сбой

Взрыв произошел в пятиэтажке на севере Москвы

Двое взрослых и ребенок погибли в ДТП с фурой в Одинцово

Maserati, сбивший двух детей в Подмосковье, ехал со скоростью 280 км/ч



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Двое взрослых и один ребенок погибли в ДТП с фурой в подмосковном Одинцово

АРМЕНИЯ. Сборная России по футболу разгромила Белоруссию в Минске

Олег Сирота об инциденте с участием Германа Грефа: «Без содрогания из аэропорта Горно-Алтайска выйти невозможно»

НТВ: самолет Piper экстренно сел в Подмосковье из-за неисправности двигателя

Музыкальные новости

За месяц в Пулково столкнулись два самолета и задержали несколько рейсов

Более 2 тысяч жителей Московской области получат работу благодаря «Магниту»

Медийный баскетбол, киберспорт и турнир ММА: Константин Пухов рассказал о мероприятиях Международного центра бокса (Наташа)

Яндекс, А.С. Пушкин, Святой Ленин ведут следствие. Настоящая сенсация! 225 лет А.С. Пушкину.

Новости России

Полпредство Татарстана посетили коллеги из Алтая для изучения опыта работы

Масштабный сбой произошел в работе мессенджера Telegram

Без прав и пьяный. Лихач на Maserati сбил двух подростков на остановке

Массовый сбой произошел в работе Telegram

Экология в России и мире

Производители кроссовок New Balance и Under Armour подали около 1000 исков к российским продавцам

Об отношении к русским в Азербайджане

Жители Барнаула помогут сделать родной город чище

Красноярский музыкальный театр представил проект театральной экосистемы будущего

Спорт в России и мире

Андреевой предрекли борьбу за топ-10 рейтинга WTA в текущем сезоне

Соболенко, проигравшая Андреевой, потеряет 2-е место в рейтинге WTA по итогам «Ролан Гаррос», уступив его Гауфф

Экс-теннисист Ольховский: российские теннисисты выступили ниже ожиданий

Джокович снялся с Открытого чемпионата Франции по теннису

Moscow.media

Хакеры начали «прикидываться» соискателями и подсовывать вредоносные ссылки

В Москве арестовали бывшего замглавы Росприроднадзора по делу о мошенничестве

Роман Старовойт выразил готовность оказывать дальнейшую поддержку в строительстве Ленского моста в Якутии

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: В Московском регионе более 62 тысяч семей распорядились материнским капиталом через банки







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *