Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2021

Новости за 27.08.2021

Pa.azadiradio.com 

افغانه ماشومه چې امريکايي الوتکه کې دنيا ته راغله

د هغې افغان ماشومې چې له کابله د خلکو د انتقال پر مهال په امريکايي الوتکه کې وزېږېده، نوم يې مور پلار «ريچ» ايښی دی. ريچ د امريکا د پوځ ددې الوتکې نوم و چې امريکايي وګړي او افغانان يې له کابله جرمني ته لېږدول. امريکايي چارواکو ريچ او مور يې روغتون ته انتقال کړي او وايي د دواړو روغتيايي وضعيت ښه دی

Pa.azadiradio.com 

د کابل هوایي ډګر خونړۍ حملې؛ لا هم د وژل شویو دقیق شمېر نه‌دی اعلان شوی

د کابل په هوایي ډګر کې د تېرې ورځې له خونړیو حملو نږدې ۲۴ ساعته تېرېږي، خو د وژل شویو کسانو دقیق شمېر تر اوسه نه‌دی اعلان شوی.  یو شمېر لوېدیځ اژانسونه په دغو حملو کې د لږ تر لږه ۹۵ افغانانو او د ۱۳ امریکایي سرتېرو د وژل کېدو خبره کوي.  امریکایي چارواکو خپل لور ته د ۱۳ سرتېرو د وژلو خبره تأیید کړې او ویلي یې دي چې په دغو حملو کې چې مسؤلیت‌یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش اخیستی، ۱۷ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.  د افغانستان عامې روغتیا وزارت او نورو مسؤلو چارواکو تر اوسه د وژل شویو دقیق شمېر نه‌دی اعلان کړی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: ښایي راتلونکو میاشتو کې له افغانستانه تر نیم ملیون کسان ووځي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) اټکل کوي چې په تر ټولو بد حالت کې ښایي په راتلونکو میاشتو کې له افغانستانه تر نیم ملیون پورې کسان ووځي.  دا بنسټ وایي، تېره اوونۍ د طالبانو له‌خوا د افغانستان له نیولو وروسته په دې هېواد کې تر اوسه وضعیت مبهم دی او ښایي په چټکۍ بدل شي. دا اداره اټکل کوي چې تر ۵۱۵ زرو پورې به نور افغانان هم کډوال شي.  د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په وینا په دې سره به پر هغو ۲،۲ ملیون افغانانو چې په بهر، په تېره ایران او پاکستان کې د کډوالو په توګه رسمي ثبت دي، ورزیات شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کراچۍ کې د کیمیاوي موادو د تولید یوه فابریکه کې اور لګېدو ۱۵ تنه مړه کړل

په کراچۍ کې د کیمیاوي موادو د تولید په یوه فابریکه کې نن د اور لګېدو په پېښه کې لږترلږه ۱۵ تنه مړه شوي دي. دا پېښه په مهران ښارګوټي کې شوې او علت‌یې تر اوسه نه‌دی څرګند. په ټلوېزیوني صحنو کې لیدل کېږي چې د اطفائیې کارکوونکي د اور د مړه کېدو هڅې کوي او امبولانسونه د پېښې قربانیان روغتونونه ته لېږدوي.  د ایالتي حکومت یوه ویاند مرتضی وهاب خبریالانو ته وویل چې پولیس د اور لګېدو د علت معلومولو لپاره پلټنه کوي. په کراچۍ کې چې د سند ایالت مرکز دی، ډېرې تولیدي فابریکې د ساختماني قوانینو خلاف د خلکو د هستوګنې په سیمو کې جوړې شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

مجاهد: امریکایان دې کابل هوايي ډګر کې روانه سناریو ختمه کړي

د کابل په هوايي ډګر کې د وروستیو خونړیو چادونو وروسته طالبان د رامنځ ته شویو شرایطو ملامتي پر امریکايي لوري اچوي، او ادعا کوي چې په کابل هوايي ډګر کې یې له کنټرول وتلی وضیعت رامنځ ته کړی دی. د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد سره اجمل اند مرکه کړې چې دلته اوریدلی شئ.

Pa.azadiradio.com 

د قربانیانو کورنۍ: مسؤلان دې د کابل هوايي ډګر امنیت وساتي

د کابل حامد کرزي هوايي ډګر په جنوب لوېدیځه دروازه کې له دوو چاودنو وروسته، د دې پېښې یو شمېر قربانیان له مسؤلانو غواړي چې د دې هوايي ډګر امنیت وساتي. د هرات اوسېدونکی حمیدالله چې په دې پېښه کې یې د ماما دوه زامن وژل شوي وايي، د ماما دواړه زامن‌یې د ایټالویانو په یوه کمپ کې کار کاوه او هغوی ترې غوښتي و چې هوايي ډګر ته ولاړ شي، خو سیمې ته له رسېدو وروسته په دې چاودنو کې ووژل شول. د ده په خبره، چاودنه کې یې د ماما د زوی مېرمن هم ټپي شوې او د کابل په اېمرجنسي روغتون کې بستر ده. حمیدالله وايي: "د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل د پېښې د تلفاتو شمیر له ١٠٠ واوښت

د اسوشیتدپریس خبري اژانس د افغان او امریکایی چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د کابل هوایي ډګر ته نږدې د برید تلفات له سلو واوښتل. مخکې تر دې د ١٣ امریکایی سرتیرو په ګډون د ٨٥ تنو د مرګژوبلې راپور ورکول شوی وه.  د دې برید مسوولیت داعش ډلې منلی. د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون په سپينه ماڼې کې یوه خبري ناسته کې وویل چې د دې برید د جوړونکي یې پېژندلي او ژر به ورته سزا ورکړي.

Pa.azadiradio.com 

بایډن: د ترهګرو له وېرې به له کابل هوایي ډګره د خلکو ایستلو بهیر ونه‌دروو

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، د ترهګرو له وېرې به د کابل له هوایي ډګره د خلکو د ایستلو بهیر ونه‌دروي.  بایډن چې تېر ماښام‌یې په سپینه ماڼۍ کې پر کابل هوایي ډګر له دوو انتحاري حملو وروسته څرګندونې کولې دغه‌راز وویل چې خپلو قوماندانانو ته‌یې امر کړی چې پر اسلامي دولت ډلې یا داعش د حملو لپاره پلانونه جوړ کړي. هغه ډله چې د دغو خونړیو حملو چې د په لسګونه وژل شویو کسانو په ډله کې یې ۱۳ امریکایي سرتېري شامل دي، مسؤلیت اخیستی. ښاغلی بایډن وايي: "موږ به له ترهګرو ونه‌بېرېږو. زه به دوی پرېنږدم چې زموږ مأموریت ودروي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان یوه پوځي اډه کې اور لګېدو پنځه تنه مړه او ۹۰ نور ټپیان کړل

د قزاقستان په جنوبي ولایت ژامبیل کې په یوه پوځي اډه کې د اور لګېدو له امله، پنځه تنه مړه او ۹۰ تنه ټپیان شوي دي.   د قزاقستان د دفاع وزیر نورلان ایرمیکباییف وویل، څلورو سرتېرو او د اطفائیې یوه کارکوونکي هغه مهال خپل ژوند له لاس ورکړ چې هڅه‌یې کوله لګېدلی اور مړ کړي. تر اوسه  د دغه اور د لګېدو علت نه‌دی څرګند، خو په دې پوځي اډه کې د ساختماني چارو لپاره چاودېدونکي مواد زېرمه شوي و.  له دغې اور لګېدنې سره په دې هېواد کې د دفاع وزیر د استعفا غوښتنې هم زیاتې شوې دي. نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اردوغان: د کابل هوایي ډګر په تړاو د طالبانو د غوښتنې په اړه خبرې روانې دي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، د ترک ځواکونو له‌خوا د کابل د هوایي ډګر د چارو د سمبالولو لپاره‌یې د طالبانو د غوښتنې په اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه‌ده کړې.  اردوغان نن په انقره کې وویل چې په دې اړه خبرې روانې دي.  یو شمېر چارواکو روانه اوونۍ روېټرز خبري اژانس ته وویل چې طالبانو له ترکیې غوښتي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته دې د کابل د هوایي ډګر د فعالیت په پر مخ وړلو کې تخنیکي مرسته وکړي. اردوغان په کابل هوایي ډګر کې پرونیو انتحاري حملو ته په پام وویل، مخکې له دې چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: کابل هوایي ډګر کې د بهرني پوځیانو حضور حملو ته زمینه برابره کړې

طالبان وایي، په کابل هوایي ډګر کې د بهرنیو پوځیانو حضور او د خلکو زیاتې ګڼه ګوڼې پرونیو انتحاري حملو ته زمینه برابره کړې. په دغو حملو کې د ۱۳ امریکایي سرتېرو په ګډون له ۸۰ د زیاتو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. په وژل شویو کې د ۲۰ زیاتو طالب ساتونکو خبره هم شوې، خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د هوایي ډګر په هغه خوا کې چې مسؤلیت‌یې د امریکایي ځواکونو دی، شوې او د دوی لوري ته مرګ‌ژوبله نه‌ده رسېدلې. ښاغلی مجاهد زیاتوي: "دغه چاودنه په داسې سیمه کې شوې چې هغه د دوی اړخ دی، د موږ اړخ نه‌دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا له کابل هوایي ډګره د خلکو د ایستلو د اسانتیاوو پروسه بنده کړه

د بریتانیا دفاع وزارت وایي، بریتانوي ځواکونه د کابل له هوایي ډګره د خلکو د ایستلو د بهیر وروستي پړاو ته داخل شوي او د اسانتیاوو پروسه بنده شوې ده.  وزارت نن په یوه بیان کې وویل چې اوس د بریتانوي وګړو او نورو چې کارونه‌یې بشپړ شوي او په هوایي ډګر کې دننه دي، پر ایستلو هڅې متمرکزې دي. په بیان کې دغه‌راز ویل شوي چې نور خلک به هوایي ډګر ته د ایستلو لپاره ورونه‌غواړي.   د بریتانیا دفاع وزیر بن والاس ویلي، دا ډېر د خواشینۍ ځای دی چې د دغې پروسې په ترڅ کې ټول کسان له افغانستانه ونه‌ایستل شول. تر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: افغانستان کې د معتادینو د درملنې ځینو مرکزونو ته خوراکي مواد نه‌رسېږي

د طالبانو په لاس د افغانستان د ډېری ولایتونو له نيولو سره سم، په عمومي ځايونو کې لږ معتادين ليدل کېږي، خو ډېری معتادين له خلکو ګوښه پټ نشه‌يي مواد پيدا کوي او د پخوا په شان خپلې نشې کوي. د نيمروز د معتادينو د درملنې روغتيايي مرکزونو مسؤل خليل کاظمي وايي، که څه هم په ښار کې لږ معتادين تر سترګو کېږي، خو دوی په خپلو مرکزونو کې د ماشومو، نارينه‌وو او ښځينه معتادينو درملنه له سره پيل کړې ده. دی زیاتوي: "زموږ روغتونونه، د مشورو ورکولو برخه، د ماشومانو او ښځينه معتادينو د درملنې روغتونونه د پخوا په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: داعش په افغانستان کې د ګواښ په توګه نه‌پېژنو

د طالبانو د واکمنۍ په ۱۱مه ورځ، کابل یو پخوانی ګواښ، د نویو واکمنو په شتون کې تجربه کړ. د  حامد کرزي هوايي ډګر جنوب لوېدیځه دروازه کې دوه غبرګې چاودنې وشوې چې د مرګ‌ژوبلې شمېره‌یې خورا لوړه ده. روېټرز خبري اژانس په دې چاودنو کې د وژل شویو شمېر ۸۵ تنه ښودلی چې په‌کې ۱۳ امریکايي عسکر، ۲۸ طالبان او پاتې ملکیان ښودل شوي. خو طالبان وايي، هېڅ ملګری یې نه‌دی وژل شوی، ځکه دوی هلته نه‌و. د دې برید مسؤلیت امریکايي چارواکو پر داعش ډلې واچوه، هغه ډله چې طالبان لا یې هېڅ ګواښ نه‌بولي. دوی په مسقيم ډول پر هېڅ کومې ډلې تور نه‌لګوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قزاقستان کې د مهماتو ډیپوګانو کې چاودنې لږ تر لږه ۶۰ تنه ټپیان کړل

د قزاقستان چارواکي وايي، په جنوبي ولایت ژامبیل کې د مهماتو په ډیپوګانو کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۶۰ تنه ټپیان شوي دي.  د چارواکو په وینا، اور وژونکو د چاودنو له امله د لګېدلي اور د مهارولو لپاره هڅې کړي.  د قزاقستان دفاع وزارت په یوه بیان کې وویل چې د پېښې له ځای سره نږدې د څلورو کلیو اوسېدونکي امن ځای ته وړل شوي.  د بیان له مخې، په سلهاو پوځيان، پولیس افسران او ډاکتران د ژغورنې عملیاتو کې د مرستې لپاره راټول شوي. د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف په ټویټر ویلي چې په پېښه کې لږ تر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل هوایي ډګر د انتحاري حملو له امله وژل شویو خلکو شمېر ۸۵ ته پورته شو

د کابل په هوایي ډګر کې د پرونیو انتحاري بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر لوړ شوی دی.  روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د وژل شویو خلکو شمېر ۸۵ ته پورته شوی دی.  په دې ډله کې ۲۸ طالبان، ۱۳ امریکايي عسکر او پاتې نور افغان ملکیان بلل شوي.  اسوشیټډ پرس بیا د ۱۴۳ کسانو د ټپي کېدو راپور هم ورکړی.  امریکايي چارواکو تأیید کړې چې د ۱۳ عسکرو په وژل کېدو سربېره‌یې ۱۷ تنه نور ټپیان شوي هم دي.  روېټرز خبري اژانس او اسوشیټډ پرس د مرګ‌ژوبلو شمېر په څو راپورونو کې د طالب چارواکو د روغتونونو په حواله خپور کړی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلغاریا له ترکیې او یونان سره خپلو پولو ته ۴۰۰ تر ۷۰۰ عسکر استوي

بلغاریا اعلان کړی چې له ترکیې او یونان سره خپلو پولو ته ۴۰۰ تر ۷۰۰ عسکر استوي.  دوی احتمالاً د هغو کډوالو د مخنیوي لپاره استول کېږي چې له افغانستانه اروپا ته روان دي. ګڼ افغانان چې د ځمکې له لارې اروپا ته ځي تر ډېره د بلغاریا له لارې تېرېږي. د بلغاریا د دفاع وزیر جورجي پانایاټوف په یوه بیان کې وویل چې د هېواد په پولو باندې یې فشار مخ په ډېرېدو دی.  د بلغاریا د دفاع وزیر په وینا دا عسکر به له پولیسو او نورو امنیتي قواوو سره د موانعو په رامنځته کولو او نظارت کې مرسته وکړي. د بلغاریا د کورنیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کام ایر هوايي شرکت خپلې درې مسافري الوتکې ایران ته ولېږدولې

د افغانستان د کام ایر خصوصي هوايي شرکت درې مسافري الوتکې ایران ته تللې دي.  د ایران د هوايي چلند ادارې ویاند محمد حسن ذیبخش پرون/ پنجشنبه وویل، د کابل پر هوايي ډګر د ترورېستي برید د احتمال په اړه له خبرداري وروسته د کام ایر هوايي شرکت خاوند غوښتنه وکړه چې خپلې یو شمېر الوتکې به د ایران هوايي ډګرونو ته ولېږي. د ذیبخش په وینا تر اوسه پورې د کام ایر ۳ الوتکې د ایران په هوايي ډګرونو کې کېناستې دي. د ده په وینا په دغو الوتکو کې سپرلۍ نه‌وه.  د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا سفارت له خپلو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

۲۸ زره تنه له افغانستان نه متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي

اماراتي چارواکي وايي، له کله چې طالبانو کابل نیولی دی، ۲۸ زره تنه له افغانستان څخه متحده عربي اماراتو ته راوستل شوي دي.  هغه افغانان چې لوېدیځو هېوادونو ته بیول کېږي، ډېر یې لومړی متحده عربي امارات، قطر او بحرین ته لېږدول کېږي.  د بریتانیا د مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د متحده عربي اماراتو چارواکي وايي، په ۲۸ زره تنو کې چې دغه هېواد ته راوستل شوي، ۱۲ زره د بریتانیا او ۹ زره د امریکا له لوري هلته رسول شوي دي. د طالبانو لاس ته د کابل تر لوېدو مخکې ۸،۵۰۰ تنه متحده عربي اماراتو ته رسول شوي وو.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هندي رسنۍ: طالبانو هند ته د تلونکو افغان سېکهانو او هندوانو مخه نیولې

هندي رسنۍ وايي، طالبانو د هغو ۱۴۰ تنو افغان سېکهانو او هندوانو چې غوښتل په هند کې په مذهبي مراسمو کې ګډون وکړي، مخه نیولې ده. دا افغان سېکهان او هندوان د پنجشنبې په ورځ په ډېلي کې د خپل مذهبي پېشوا سري ګورو تیګ بهادُر د زوکړې په ۴۰۰مه کالیزه کې د ګډون لپاره هند ته روان ول چې مخه‌یې ونیول شوه.  د هند په پلازمېنې ډېلي کې د ګوردوارې مسؤل پرتاب سېنګ چې اصلاً افغان دی، وویل، د نړۍ له بېلابېلو سیمو ډېر خلک دې مراسمو ته راغلل، خو له بده مرغه په افغانستان کې طالبانو اجازه ورنه‌کړه چې افغان هندوان او سېکهان په خپلو دغو مذهبي مراسمو کې ګډون وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کاناډا، پولنډ او هنګري د خپلو اتباعو او افغانانو د ایستلو بهیر بشپړ کړ

کاناډا، پولنډ او هنګري پرون اعلان وکړ چې د کابل له هوايي ډګر څخه‌یې د خپلو اتباعو او افغانانو د ایستلو بهیر بشپړ کړی دی. د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د کاناډا د دفاع وزارت استازي جنرال وین اییر (Wayne Eyre) پرون/ پنجشنبه د خپل هېواد ماموریت بشپړ وباله.  د کاناډا دفاع وزیر هرجیت ساجن هم په یوه ټویټ کې لیکلي چې کاناډايي ځواکونو د څه باندې ۳ زره ۷۰۰ افغانانو په ایستلو کې مرسته کړې ده. هنګري هم پرون وویل چې خپل ټول اتباع‌یې له افغانستانه ایستلي دي.  د هنګري د دفاع وزارت ویاند تیبور بینکو په بوداپست کې یوې خبري غونډې ته وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سپین بولدک له لارې پاکستان ته د تلونکو افغانانو شمېر خورا زیات شوی

پر کابل ښار د طالبانو د ولکې له ټینګېدو وروسته د هغو افغانانو شمېر خورا زیات شوی چې د سپین بولدک له لارې پاکستان ته ځي. ډي‌پي‌اې خبري اژانس په چمن ښارګي کې د پاکستان د یوه سرحدي چارواکي په قول ویلي چې پخوا به د ورځې نږدې ۴ زره افغانان له دې لارې پاکستان ته تلل، خو روانه اوونۍ له دې لارې د ورځې تر ۱۰ زره زیات افغانان پاکستان ته اوړي.  دغه پاکستاني چارواکي چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي، همداراز ویلي، وېره ده چې پاکستان ته د تلونکو افغانانو شمېر نور هم ډېر شي. ده دا هم ویلي چې د افغانستان غاړې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا صدراعظم وايي له افغانستانه د خلکو د ایستلو بهیر ته دوام ورکوي

د بریتانیا صدراعظم وايي، د کابل په هوايي ډګر کې له انتحاري بریدونو سره سره به له افغانستان څخه د خلکو د ایستلو بهیر دوام وکړي.  بورېس جانسون د کابل د هوايي ډګر انتحاري چاودنې وحشیانه ترورېستي حملې وبللې. ده چې د خپل هېواد د حکومت د بېړنۍ کمېټې غونډې ته خبرې کولې وویل، له بده مرغه د امریکا د پوځ سرتېري او همداراز ګڼ افغانان په دې برید کې وژل شوی دي. ده زیاته کړه: "دا یوه وحشیانه ترورېستي حمله وه. د کابل په هوايي ډګر کې یو لړ حملې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې وشوې چې په ډېره خواشینۍ د امریکا متحده ایالاتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نړیوالې ژغورنې کمېټه: بشري مرستو ته اړې لکونه افغان ښځې او نجونې له یاده وتلي

د نړیوالې ژغورنې کمېټه خبرداری ورکوي چې د نړیوالو پام د کابل هوايي ډګر ته اوښتی، خو لکونه افغان ښځې او نجونې یې چې فوري بشري مرستو ته اړتیا لري، له یاده وتلي دي. دې کمېټې چې مرکز یې په لندن کې دی، د پنحشنبې په ورځ وویل، د نړۍ مشران باید د افغان ښځو او نجونو فوري اړتیاوو ته پام وکړي او بشري مرستې ورورسوي. د نړیوالې ژغورنې کمېټې مرستیالې او د پروګرام رئیسې الینور راکیس وویل، دوی پوهېږي چې د بحران په ترڅ کې د ښځو او نجونو خلاف تشدد زیاتېږي او اوس چې په ټول افغانستان کې یو غیر یقیني حالت واکمن دی،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جو بایډن: امریکا به د کابل د پرونیو چاودنو عاملین پیدا او سزا ورکړي

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په کابل کې تر دوو انتحاري بمي چاودنو وروسته چې په‌کې امریکايي سرتېرو او عامو افغانانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې د پېښې له عاملینو د غچ اخیستلو خبره کړې ده. بایډن پرون ماښام په سپینه ماڼۍ کې خبرې کولې او دغه پېښه‌یې په کلکه وغندله. ښاغلي بایډن وویل: "هغه چا چې دا برید ترسره کړی او هر هغه څوک چې امریکا ته زیان رسوي ، موږ به‌یې ونه‌بخښو او موږ به‌یې هېر نه‌کړو. موږ به تاسو ومومو او حساب به درسره وکړو. زه به په هر ګام سره له خپلو خلکو او ګټو دفاع وکړم." بایډن هغه امریکایي... Читать дальше...


Режиссер Астрахан: вторая жена погибла из-за пожара, только сына смог спасти

Теодор Курентзис покидает пост дирижера оркестра Юго-Западного радио Германии

В Москве на Новорязанском шоссе столкнулись микроавтобус и грузовик

Власти Тюменской области оказывают содействие следствию по делу Вахрина



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Двое взрослых и ребенок погибли в ДТП с фурой в Одинцово

Олег Сирота о конфликте Германа Грефа с таксистами: «Уверен, в Горно-Алтайске будет наведен порядок»

На Ближнем Востоке зарождается союз, который перевернет мир. Выгоды для России

Актера Театра сатиры покинул собрание на «скорой»

Музыкальные новости

Погружение в современное российское искусство – стартовал 3-ий фестиваль «Территория. Красноярск»

Низкой ставки не будет, задумка ЦБ понятна без лишних слов. Экономист указал на большую опасность

В ПРЕДДВЕРИИ ДНЯ РОССИИ РОСГВАРДЕЙЦЫ ПРОВЕЛИ ПРАЗДНИЧНОЕ МЕРОПРИЯТИЕ ДЛЯ ДЕТЕЙ

Клиники «Будь Здоров» — в лидерах рейтинга лучших клиник 2ГИС

Новости России

Мурашко сообщил, что первые результаты доклинических исследований вакцины против рака могут представить в конце года

СМИ: Жителей подмосковных Люберец напугала запущенная с земли пиротехника

Доцент Соболева: дешевле всего лечить зубы в Тульской и Тверской областях

Теодор Курентзис покидает пост дирижера оркестра Юго-Западного радио Германии

Экология в России и мире

Антисанитария в службах доставки: токсиколог Кутушов рассказал, почему опасно заказывать еду

Об отношении к русским в Азербайджане

Уникальный интерактивный проект Ставропольской психиатрической больницы на выставке-форуме «Россия»

Производители кроссовок New Balance и Under Armour подали около 1000 исков к российским продавцам

Спорт в России и мире

Ига Свентек в четвертый раз выиграла Открытый чемпионат Франции по теннису

Теннисист Медведев снялся с турнира ATP в Нидерландах из-за травмы

Зверев и Рууд не пожали друг другу руки после полуфинала «Ролан Гаррос» – из-за проблем с желудком у норвежца

Теннисистка Андреева заявила, что хочет войти в топ-20 рейтинга WTA ради собаки

Moscow.media

В Москве арестовали бывшего замглавы Росприроднадзора по делу о мошенничестве

Роман Старовойт выразил готовность оказывать дальнейшую поддержку в строительстве Ленского моста в Якутии

«Автодор» – к концу 2025 года скоростными дорогами госкомпании будет охвачена половина населения России

Гора Бабырган







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *