Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2021

Новости за 02.10.2021

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله والو جلال اباد کې د خبریال سادات په ګډون ۴ تنه وژلي

نامعلومو وسله والو په جلال اباد ښار کې خبریال او لیکوال سید معروف سادات وژلی دی. له ختیځ ولایت ننګرهاره راپورونه وایي چې نن شنبه (د تلې لسمه) مازدېګر ناوخته د جلال اباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند پنځم واټر پمپ سیمه کې نامعلومو وسله والو لیکوال او د "صبح بخیر او ماښام پخیر" راډیو پخوانی خبریال سید معروف سادات په ډزو وژلی او د نوموړی کوچنی زوی یې ټپي کړی دی. د پېښې عیني شاهدانو ازادي راډیو ته په ورکړل شوېو معلوماتو کې ویلي چې په دې پېښه کې درې نور کسان هم وژل شوي چې هویت یې لا معلوم نه دی. د سرچینې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غزني مېشتي خلک: د طالبانو په راتګ امنیت ښه شوی، د غلاوو کچه هم کمه شوې

د غزني یو شمېر اوسېدنکي په دې باور دي چې د طالبانو له راتګ سره په دغه ځای کې امنیت ټینک شوی دی.  دوی وايي، په ښار کې ورسره د غلاوو کچه هم کمه شوې او ترڅنګ یې خلک کولی شي چې شپه ـ ورځ په ډاډه زړه له هرځایه هر ځای ته سفرونه وکړي او په وینا یې که څه هم چې تر یوې اندازې خلک بې روزګاره شوي او ګراني هم زیاته شوې ده، خو بیا هم خلک په ډاډه زړه خپل ورځني کارونه پر مخ وړي.  د غزني ښار د پښتون اباد د سیمې اوسېدونکی ۲۵ کلن جمعه الدین: "له کومه وخته چې طالبان واک ته رسیدلي، له هغه راایسته په غزني ولایت کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکمنستان: افغانستان سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړو

د ترکمنستان ولسمشر وايي، هېواد به یې له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.  قربان قلي بیردي محمدوف نن له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، هېواد یې په پام کې لري چې د بشردوستانه مرستو بله بسته، د ښه ګاونډیتوب د نښې په توګه افغانستان ته ولېږي.  د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د بشري بحران د زیاتېدو په باب اندېښنې زیاتې شوي دي.   د سره صلیب نړیوالې کمېټې سیمه ییز مشر، الکساندر ماتیو د پنجشنبې په ورځ ویلي و، که د دولتي مامورانو او روغتیايي کار کوونکو معاشونه ورنه کړل شي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني طالبانو شمالي وزیرستان کې د ۴ سرتیرو د وژنې پړه ومنله

د پاکستاني طالبانو ډلې یا (TTP) په شمالي وزیرستان کې د څلورو سرتېرو او یوه پولیس د وژنې مسوولیت ومانه.  امنیتي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې دغه پېښه نن د سپین وام په لیرې پرته سیمه سلپازۍ کې شوې ده.  چارواکو ویلي، وسله والو پر سرتېرو هغه وخت برید وکړ چې دوی د تالاشۍ په عملیاتو پسې وتلي وو.   تر دې مخکې پاکستاني طالبانو د صدراعظم عمران خان دا ادعاوې رد کړې چې ګواکې حکومت له دې وسله والې ډلې سره د اوربند په اړه په خبرو بوخت دی.  عمران خان د ترکیې ټي ار ټي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'اېن.او.اېس': طالبانو د هالنډیانو افغان ژباړونکي محکمې ته غوښتي

د هالنډ 'اېن.او.اېس' ټلوېزیون راپور ورکړ چې طالبانو له هغو افغانانو چې د هالنډیانو لپاره یې ژباړه کړې وه، غوښتې چې محکمې ته حاضر شي.   د 'اېن.او.اېس' ټلوېزیون د خبر له مخې ځینې ژباړونکي پټ دي او د طالبانو د یوه لیک له مخې، که دوی ځانونه تسلیم نه کړي د هغوی د کورنیو غړیو ته به د دې لپاره سخته سزا ورکړي چې نورو ته عبرت شي.   د طالبانو د جلب یو مکتوب په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د پولیسو د پخوانۍ څانګې یوه ژباړونکي ته استول شوی دی.   په دې لیک کې راغلي چې دې کس د بهرنیانو لپاره کار کاوه او په سرټیټۍ یې حرامې پیسې ترلاسه کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د نجونو د فوټبال ټیم پرتګال کې تمرین کوي

د افغانستان د نجونو د فوټبال د ملي ټیم ځینې غړې دا مهال پرتګال کې دي او هره ورځ خپلو تمرینونو ته دوام ورکوي. ددې ټیم کيپتانې ویلي، تمه کیږي چې دا نجونې به د روغتیايي معایناتو او د دوی د وړتیاو د کچې له ارزونې وروسته، په مناسبو ټیمونو کې ځای شي. ددې نجونو د تمرین بهیر په دې راپور کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

ارزګان میشتي ځوانان وايي طالبان یې د ږیرو خریلو له امله ځوروي

د ارزګان ولایت یو شمېر ځوانان وايي، دغه ولایت کې واکمن طالبان یې په شخصي ژوند کې لاس وهنه کوي، ځوروي یې او ښه ژوند کولو ته یې نه پریږدي. دغه ځوانان وايي، دوی پوه او په خپل ښه او بد ښه پوهېږي، خو طالبان یې د دې لپاره ځوروي چې ولې دې ږیره خریلې یا ولې دې د سر ویښتان جوړ کړي دي. له ډلې یې ددې ولایت یو تن اوسیدونکي حکمت الله ازادي راډيو ته وویل: "پخوا به سلمانۍ ته په ډاډه زړه ورتلو،وېښتان او ږیره به مو پرې سمه کړه، سټایل ښه خوند راکوي، اوس دې نوي حکومت کې د هېڅ شي په خوند نه پوهیږو، نه ږیره کوچني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ یوه قاضي ته: زما د ټویټر حساب بیا فعالیدو په اړه اقدام وکړه

د امریکا د متحدو ایالاتونو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له یوه فډرال قاضي غوښتنه کړې چې د ده ټویټر د حساب د بیا برحاله کېدو اقدام وکړي.   ټرمپ هڅه کوي چې د ده پر ټویټر حساب لګول شوی دایمي بندیز لېرې کړای شي.   پنځه اویا کلن ټرمپ د خپل حساب د برحاله کېدو لپاره د ټویټر شبکې پر وړاندې د جمعې په ورځ ابتدايه دعوا ثبت کړه.  ټویټر شبکې د ډونالډ ټرمپ د ټویټر حساب چې شا او خوا ۸۰ میلیونه فالوورز یې درلودل، د ده د سیاسي مخالفانو د فشارونو په نتیجه کې بند کړ.   ټرمپ د جنورۍ پر اتمه د ټویټر له کارونو منع... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګرجستان کې خلکو د ښاروالانو او محلي شوراګانو ټاکنو کې برخه واخیسته

په ګرجستان کې نن خلکو د ښاروالانو او محلي شوراګانو په ټاکنو کې خپلې رایې وکارولې.   دغو ټاکنو ته تر ډېره د واکمن ګوند د ګرجستان د رویا ګوند د ټولپوښتنې په سترګه کتل کېږي.   دا ټاکنې د تبعید شوي ولسمشر میخایل سکاشویلي تر ستنېدو مخکې هم لانجمنې ګڼل کېدې.  سکاشویلي چې په ۲۰۱۸میلادي کال په غیاب کې محکوم شوی و او په وروستیو کلونو کې په اوکراین کې ژوند کاوه او دا اوونۍ یې ژمنه وکړه چې د محلي ټاکنو او د ګرجستان د ژغورنې په خاطر به د زنداني کېدو له ګواښ سره- سره دغه هېواد ته ستون شي.  هغه تر ستنېدو څو ساعته وروسته د ټاکنو په شپه ونیول شو.

Pa.azadiradio.com 

د کونړ ۸ ولسوالیو کې د ماشومانو د زده کړو ۵۰۰ کلیوالي ټولګي جوړیږي

په کونړ کې د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د ماشومانو د ساتنې موسسه د کونړ په ۸ ولسوالیو کې د ماشومانو د زده کړې لپاره ۵۰۰ کلیوالي ټولګي جوړوي. د دوی په خبره له یادو ټولګیو سره به ۱۵۰۰۰ ماشومانو ته د زده کړو زمېنه برابره شي. د کونړ پوهنې ریاست تدریسي مرستیال عبدالقهار اخندزاده ازادۍ راډیو ته وویل، د ماشوم ساتنې نړیوالې موسسې سره يې تېره ورځ یو هوکړه لېک لاسلیک کړی چې له مخې به يي یاده موسسه د کونړ په ۸ سړو ولسوالیو کې د ماشومانو لپاره ۵۰۰ کلیوالي ټولګي جوړوي. اخندزاده وایي: "دوی پنځه سوه کلیوالي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غزني د لومړي حوزې د پخواني امر زوی: د پلار قاتلین مې دې قصاص شي

په داسې حال کې چې طالبانو د ټولو مخکنیو حکومتي کار کوونکو لپاره عمومي بښنه اعلان کړې خو د یو شمېر دولتي کارکوونکو کورنۍ ادعا کوي چې طالبان پر خپله دغه ژمنه نه دي ولاړ. تازه، په غزني کې د پخواني حکومت د یو امنیتي کار کوونکي محمد هاشم خان زوی ادعا کوي چې پلار یې په دغه ولایت کې د طالبانو له خوا په بې رحمۍ سره وژل شوی دی. د غزني ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې د پخواني امر محمد هاشم خان زوی عبدالحی ادعا کوي چې پلار یې په دغه ولایت کې د طالبانو د ملي امنیت په ریاست کې په بې رحمۍ سره وژل شوی دی. عبدالحی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: داعش افغانستان ته لوی ګواښ نه دی، سرخوږی نه شي جوړولی

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، پر دوی  د داعش ډلې بریدونو زور اخیستی. طالبان وايي، پرون د پروان په چاریکارو کې د دوی پر امنیتي ځواکونو د داعش ډلې له‌خوا د سړک غاړې ځای پر ځای شوی ماین چاودنه کې ۲ طالب عسکر ووژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي. د طالبانو له قوله، له چاودنې وروسته یې په سیمه کې عملیات وکړل او هلته یې د داعش یو پټن‌ ځای د دوی له یو شمېر وسله‌والو سره یو ځای له‌منځه یوړ، خو داعش ډلې تر اوسه د چاریکارو د ماین چاودنې د پېښې مسوولیت نه دی منلی. له دې وړاندې د افغانستان په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکراین کې یو پخوانی چارواکی په یوه خیانت تورن شوی

د اوکراین د جمهوري ریاست یو پخوانی چارواکی یوه بهرني هېواد ته د پټو اطلاعاتو د ورکولو په تور په خیانت تورن شوی دی.  د اوکراین د ملي امنیت دولتي ادارې پرون وویل، د جاسوسانو پرضد د تحقیقاتو په ترڅ کې معلومه شوه چې دا چارواکی د یوې بهرنۍ استخباراتي ادارې له لوري جذب شوی و. د ملي امنیت اداره زیاتوي چې دې کس به د جګ پوړیو چارواکو په اړه محرمانه اطلاعات بهرنۍ استخباراتي څانګې ته ورکول.  د ملي امنیت په بیان کې نه د دې کس او نه هم د دې بهرني هېواد نوم  اخیستل شوی خو ویل شوې دي چې ده په جمهوري ریاست... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا کې د کووېډ-۱۹ تلفات تر ۷ لکو واوښتل

د امریکا په متحد ایالاتونو کې د کووېډ-۱۹ تلفات تر اووه لکه واوښتل چې دا شمېره د پلازمېنې واشنګټن او یا هم د بوسټن د ښار له نفوس سره برابره ده.  په متحد ایالاتونو کې په اوسط حساب هره ورځ شااوخوا یولک او دولس زره کسان په کرونا اخته کېږي، دا فیصدي د سېپټمبر په لومړیو کې یو لک او شپېته زرو ته رسېده.  متحد ایالاتونه چې شااوخوا درې سوه دیرش میلیونه لري د کرونا تلفات په کې تر بل هر هیواد زیات دي.  په ټوله نړۍ کې تر اوسه د نژدې پنځه میلیونه کسانو ژوند کرونا وبا اخیستی دی.

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني طالبانو د اوربند په اړه د عمران خان ادعاوې رد کړې

د پاکستان تحریک طالبان ډلې د صدراعظم عمران خان دا ادعاوې رد کړې چې حکومت له دې وسله والې ډلې سره په خبرو دی چې  اوربند وکړي.  عمران خان د ترکیې 'ټي ار ټي نړیوالې څانګې ته پرون په مرکه کې وویل چې د طالبانو له ډلو سره په خبرو دی او دا د پخلاینې پروسه ده.  تحریک طالبان پاکستان تر دې سمدستي وروسته یو بیان خپور کړ او په کې یې وویل چې دوی متحد دي، اختلاف په کې نه شته. د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ډلې ویاند په ورته وخت کې د خپلې ډلې پر وسله والو غږ کړی دی چې بریدونو ته ادامه ورکړي.  بل لور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د دوبۍ په نړیوال نندارتون د افغانستان ځای خالي و

څو ساعته وروسته له دې چې پرون جمعه په دوبۍ کې نړیوال نندارتون پرانیستل شو، د افغانستان د برخې دروازه بنده پاتې شوه او دا د هغو ننګونو یوه نښه ده چې په افغانستان کې د طالبانو نوي واکمنان ورسره مخامخ دي.  افغانستان یو له ۲۰۰ هېوادونو څخه دی چې له تېرو ۸ کلونو راهیسې په دغه شپږ میاشتني نندارتون کې ګډون کوي.   دا نندارتون د کرونا وبا له کبله یو کال ځنډول شوی و.  د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د نندارتون په ودانۍ کې یوه امنیتي ساتونکي وویل، له څو اوونیو راهیسې یې د افغانستان په غرفه کې څوک نه دي لیدلي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بغلان کې د تېرکال پرتله د پیازو حاصلات ۲۰ سلنه زیات شوي

د طالبانو په مشرۍ د حکومت د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، روان کال په بغلان ولایت کې د تېرکال پرتله د پيازو په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. دغه وزات په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، تېرکال د دغه ولایت په ۲۰۵۰ هکټاره ځمکه پياز کرل شوي وو چې له دغو کروندو ۷۴ زره او۲۴۰ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوې وو، خو سږ یې حاصلات تر ۲۰ سلنه زیات شوي دي. دا چې روان کال په څومره هکټاره ځمکه کې پياز کرل شوي وو؟ په دې اړه یې معلومات نه دي ورکړي. خو بزګران بیا په مارکيټونو کې د پیازو له ټېټو بیو شکایات لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د لومړني توکو د بیو پر لوړېدو د چارواکو اندېښنې

د افغانستان د سوداګریزو خونو فدارسیون مرستیال په افغانستان کې د اړینو لومړنیو توکو بیو په لوړېدو اندېښنه څرګندوي. خان جان الکوزي ازادي راډیو سره په خبرو کې په ټولو اړوندو ادارو غږ وکړ چې د دې ستونزې د هوارۍ لپاره همکاري وکړي. دا په داسې حال کې ده چې نن په کابل کې په عمده ډول د ۴۹ کیلويي قزاقي اوړو بیه ۲۲۰۰ افغانۍ، لومړۍ سېله پاکستانۍ درې نیم منۍ بورۍ وریجې په ۲۲۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورۍ بیه ۲۸۵۰ افغانۍ او د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړيو بیه ۲۳۰۰ افغانۍ ده. دغه راز نن یو لېتر ډېزل په ۵۶... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ: طالبان باید پوه شي چې موږ یې څارو

واشنګټن پوسټ واشنګټن پوسټ ورځپانې د افغانستان د بشر حقونو د وضعیت په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. دا لیکنه د افغانستان د تیاره ساعت او طالبان باید پوه شي چې موږ یې څارو تر سرلیک لاندې خپره شوې.  د مقالې لیکواله روټ پولارد د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د مشرې شهزاد اکبر څرګندونې راخیستې چې تېره دوشنبه یې په انلاین غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا ته ویلي، طالبان پخواني افغان سرتېري او د هغوی د کورنیو غړي ځوروي. ورځپاڼه د شهزاد اکبر له خولې وايي چې طالبان خبریالان شکنجه کوي او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پر وړاندې د قزاقستان او قرغزستان د ځنډني دریځ پایله څه وه؟

قزاقستان او قرغزستان د خپلو ګاونډیانو پرتله یو څه زیات وخت ونیو چې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د حکومت پر وړاندې خپل دریځ څرګند کړي. د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې دې ته په پام چې دواړه هېوادونه له افغانستان سره ګډه پوله نه لري، د دغه واټن ګټه دا ده چې نورسلطان او بشکیک په افغانستان کې د پېښو پر وړاندې هغومره ژرغبرګون ونه ښود چې د دوی ګاونډیانو، تاجکستان، ازبیکستان او ترکمنستان څرګند کړ، هغه هېوادونه چې له افغانستان سره ګډه پوله لري. د قزاقستان او قرغزستان د حکومتونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان کډوالو په اړه له اروپايي ټولنې د بشري حقونو د څار سازمان غوښتنه

د بشري حقونو د څار سازمان په یوه استولي لیک کې له مختلفو هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو ستونزو ته دې رسیدګي وکړي. په دغه لیک کې چې پرون د تلې یا میزان په نهمه استول شوی غوښتنه شوې چې اروپایي چارواکي باید د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې د هغو افغان کډوالو لپاره چې په ګاونډیو هېوادونو کې اوسيږي، یو هر اړخیز او پراخ پلان وړاندې کړي. د بشري حقونو د څار سازمان یا هیومن رایټس واچ د اسیا د برخې مرستیالې پتریشیا ګاسمن پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې په اروپا کې دې د افغان پناه غوښتونکو لپاره روزنیز او کاري پروګرامونه جوړ شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یونان: د ۲۶ افغان ښځینه قاضیانې او وکیلانو کوربه یو

د یونان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ۲۶ ښځینه قاضیانې او وکیلانې چې له افغانستانه دې هېواد ته رسېدلي، ترهغو به د دې هېواد مېلمنې وي چې په لویدیځوهېوادونو کې منل کېږي.  یوناني رسنیو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې دغه ښځې له خپلو کورنیو سره د پنجشنبې په ورځ اتن ته ورسېدې. د راپورونو له مخې د هغوی د سپرلۍ الوتکه د ګرجستان له پلازمېنې تبلیسي څخه پورته شوې وه.  له بلې خوا د یونان صدراعظم کیریا کاس ویلي چې د افغانستان د وضعیت له خرابېدو سره به یې هېواد اجازه ورنه کړي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د کډوالۍ بحران بیا تکرار شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډنمارک: افغانستان کې به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژنو

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر جیپي کوفود وایي، هېواد به یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.  کوفود چې په دوه ورځني سفر پاکستان ته تللی، پرون جمعه په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرشاه محمود قریشي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې ټول باید د دې مخه ونیسي چې افغانستان د ترهګرو په امن ځای بدل نه شي. کوفود زیاته کړه:"موږ به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پیژنو. هغه چې څه اوس یې په افغانستان کې وینو، وضعیت ډېر جدي دی او موږ د دې هېواد وضعیت ته اندېښمن یو. دا ما واضح... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي پروان کې یې یو داعشي وژلی او څو تنه یې نیولي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وایي چې د پروان په مرکز چاریکار کې یې پرون جمعه د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر یوه پټن ځای چاپه وهلې او د دې ډلې یو غړی یې وژلی او څو تنه یې نیولي دي. پر هغې ډلې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، پر طالب ساتونکو یې حملې زیاتې کړي دي. د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي پرون اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل چې د داعش پردغه پټڼ ځای حمله وروسته له هغې وشوه چې په چاریکار کې د دوی د ساتونکو پر یوه موټر د چاودنې په تړاو یې د دې ډلې دوه تنه ونیول. د ښاغلي کریمي په خبره... Читать дальше...


Россияне заметили сбои в работе Telegram

Где подростку найти работу на лето

Гражданку Кыргызстана арестовали по обвинению в угрозах судье и прокурору, отправившим за решетку Навального

9 июня: какой сегодня праздник, что было в этот день



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Глава ФФККР Сихарулидзе не примет участия в конгрессе ISU

До 70 тысяч рублей может зарабатывать кассир в магазине парфюмерии в Ростове

Пилот аварийно севшего на шоссе в Лыткарино самолета управлял им по доверенности

9 июня: какой сегодня праздник, что было в этот день

Музыкальные новости

Бастрыкин затребовал доклад об исчезновении девушки в Новосибирске 15 лет назад

Андрей Воробьев: около 110 новых магазинов «Магнит» построят в Подмосковье

Медийный баскетбол, киберспорт и турнир ММА: Константин Пухов рассказал о мероприятиях Международного центра бокса (Наташа)

Вирусолог Вострухов предупредил о миграции клещей-мутантов из ЕС в Россию

Новости России

Взрыв произошел в пятиэтажке на севере Москвы

9 июня: какой сегодня праздник, что было в этот день

«На высоте»: как проходит подготовка к «Российской студенческой весне» в Ставрополе

Гражданку Кыргызстана арестовали по обвинению в угрозах судье и прокурору, отправившим за решетку Навального

Экология в России и мире

История без фальсификации: Шемахи в первой половине XVIII века

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

Какие украшения будут в моде летом 2024 – подборка стилиста «585*ЗОЛОТОЙ»

Турецкие отели в шоке после банкротства крупнейшего туроператора: все оказались в долгах, как работать летом — непонятно

Спорт в России и мире

Семнадцатилетняя Андреева впервые сыграет в полуфинале турнира Большого шлема

Джокович снялся с Открытого чемпионата Франции по теннису

Тарпищев о Медведеве и Рублеве: без травм сыграют в Париже лучше, чем в Токио

Каспер Рууд: «Не буду выступать на турнирах перед «Уимблдоном», но на нем, конечно, сыграю»

Moscow.media

Хакеры начали «прикидываться» соискателями и подсовывать вредоносные ссылки

За один день работники Уссурийского ЛРЗ и их дети выполнили сменно-суточное задание по ремонту 129 паровозиков

Остров Огой.

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *